د افغانستان امارت(1929)
د افغانستان امارت یو نه منل شوی هېواد و چې د حبیب الله کلکاني په مشرۍ او واکمنۍ رامنځته شوی و، دې هېواد له 1929 مېلادي کال د جنورۍ تر اکتوبر پورې دوام وکړ. حبیب الله کلکاني چې په پخواني حکومت کې د تاجيک قوم د پوځي مشرانو څخه و، د ملتپالنې (تاجيکپالنې) په پار د پښتنو په وړاندې ودرېد او د غازي امان الله خان پر وړاندې کله چې په افغانستان کې امان الله د وخت د پر مختللو هیوادو لکه ترکیه، ایران او تونس په څیر د شاهی نظام د درسي او دیمکراسي سیستم د پرمختګ جارې پیل کړې. بچه سقاو (حبیب الله کلکانی) د نوړی پرضد پاڅون پیل کړ. که څه هم د کلکانی پاڅون شعار د امان الله خان حکومت د غیر اسلامي (د جونو ښونځیو) پرضد وو، اما ترډېره د تاجيک قوم ملاتړ ددې لامل شوی وو چې نوموړی د یوه لومړنی تاجک په شخص قدرت ته ورسوی، هغه د جنوري په ۱۸مه ۱۹۲۹ کال کې حکومت ته ورسېد او د اکتوبر په ۱۳مه په همدې کال کې محمد نادر شاه د خپلو وسلوالو او ملاتړو پرمټ وتوانېد چې کابل ارګ کلابند کړي، او وروسته له يو څه وخته وتوانېده چې ارګ ونيسي، حبيب الله خان يې وواژه.[۱]
د افغانستان امارت(1929) | |
---|---|
ځمکه او استوګنه | |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۱۸ جنوري ۱۹۲۹ |
د عمر محدودیتونه | |
بچه سقاؤ د امير امان الله خان د حکومت پر وخت په شمالي ولایاتو کې غلاوې، چور او تاړاکونه کول، پلار ېې يو عادي نالوستی سړی و، پلرنی ټاټوبی ېې د ترکمنستان خوا سیمه بلل شوې خو وروسته بیا د کلکان په سیمه کې افغانستان کې مېشت شول. بچه سقاؤ به د شپې کورونه لوټل او غلاوې به ېې کولې د ورځې به بیا په غرونو کې پټ و ، همداراز چا به چې ورسره مقاومت وکړ نو د خپلو غلو ملگرو سره يوځای به ېې سر ورپرې کړ او ایسته به ېې نورو ته د ډار به تکل وروښود. پاکستاني تاريخپوهان بچه سقا د پېښور د سيمې د انگرېزانو يو ملازم يا کاکوونکی گڼي . همدا رنگه زياتوي چې ده په پېښور کې سقاوې يا د (نايي په دکان) کې کار کاوه، همدا رنگه ځينې نورې سرچینې د سقاؤ د زوی تر شا د وخت د نقشبندي (مجددي) کورنۍ د غړو لاسونه گڼي. ددې جملې څخه يو د کلکان ملک محسن کلکاني يادېږي چې په خفا کې به ېې بچه سقاؤ ته لارښودنې کولې او پتنځايونه به ېې ورته ښودل چې د پولیس له منگولو نه به وساتل شو. همداسې ورو ورو د بچه سقاؤ ډله ډېرېده او د شمال ډېر خلک ېې په عذاب کړي و او په خلکو ېې دومره ډار ايښی و چې کله به د چا کورته د شپې مهل ورواووښت نو کس به ورته ډوډۍ او هرڅه ورکړل او د وخت پولیس او مقامات ېې نشوای خبرولای. د لړم په پای ورځو شپو کې چې کله د شینوارو تر منځ پاڅون رامنځ ته شوی و نو امان الله خان د ختيځ زون ته ډېر متوجه و ، په همدې وخت کې د وخت نه په گټې سره د سقاؤ زوی د شمالي لارو او د کابل تر منځ د لارو بندولو کوښښ پیل کړ.
وزیران او والیان
سمولد حبیب الله کلکاني حکومت د وزیرانو او نفوذي کسانو کابينه په لاندې ډول دی:[۲]
- سید حسین د سولې مرستیال وزیر
- محفوظ خان د جنګ وزارت معین
- حمیدالله د حبیب الله کلکاني ورور معين السلطنه
- عبدالغفورخان تګاوي د کورنیو چارو وزیر
- عطاء الحق صاحبزاده د بهرنیو چارو وزیر
- شېرجان خان صاحبزاده د دربار وزیر
- میرزا غلام مجتبي خان د مالیې وزارت وکيل.
- ملک محسن کلکاني د کابل ولایت
- مرزا محمد یوسف خان مستوفي الممالک
- عبدالغفورخان صاحبزاده د کابل ګمرک رئیس
- مرزا عبدالقادر خان د کابل مستوفي
- سید آغا خان خواجه چاشتي د کابل امنیه قومندان
- ملا برهان الدین خان د حبیب اسلام د جریدې مدیر
- سردار محمد کبیر خان د امیر حبیب الله خان زوی
- محمود سامي د سالار پخواني مرستیال
- میر بابا صاحب خان او بیا صاحبزاده عبدالله خان د قطغن او بدخشان والي
- مرزا محمد قاسم خان او وروسته عطا محمد خان د بلخ ولایت والي
- خلیل الله خلیلي د بلخ ولایت مستوفي
- عبدالرحیم خان د هرات ولایت نايب سالار
- محمد صدیق خان صاحبزاده د پکتیا ولایت قوماندان
- عبدالقدير خان د کندهار ولایت والي
سرچینې
سمول- ↑ Muḥammad, Fayz̤; Hazārah, Fayz̤ Muḥammad Kātib (1999). Kabul Under Siege: Fayz Muhammad's Account of the 1929 Uprising (په انګليسي). Markus Wiener Publishers. p. 1. ISBN 978-1-55876-155-1.
- ↑ کينډۍ:یادکرد وب