د ارزګان جګړه
د ارزګان جګړه په ۱۸۹۳ کال کې د امیر عبدالرحمن د واکمنۍ پر مهال د افغانستان په ارزګان کي د یو شمېر باغي هزاره ګانو او عبدالرحمن خان د لښکر تر منځ چي دولتي پوځي او غیر دولتي ځواکونه وو پېښه سول. [۱]په دې جګړه کي باغیانو ماته وخوړه او د عبدالرحمن له لوري یو نوی دولتي وېش رامنځ ته سو چي پر اساس یې د هغه ځای مېشت هزاره ګان د پښتنو سره ګډ استوګن کړه ترڅو په راتلونکي کي د مغرضو ګاونډیانو له لوري افغان قومونه له یوبل سره بیا په جګړه کي ښکېل نسي اوپه دې توګه د سیمي هزاره او پښتانه د اتفاق په ډول په یوبل کي مدغم سي. ځیني باغیان د عبدالرحمان له لوري ترماتي خوړلو وروسته د برتانوي هند ( کویټه ) او د ایران ( مشهد ) ته مهاجر سول. د امیر عبدالرحمان خان تر مړیني وروسته په 1901 کي امیر حبیب الله خان مهاجرو هزاره یاغیانو ته بیرته بخښنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چي خپل هیواد ته راستانه سي. ددې سره سم یو شمېر راستانه شوي یاغیان په افغان ترکستان او بلخ ولایت کي میشت سول، خو ددې لپاره چي بیا قومونه له یوبل سره ښکېل نسي ارزګان ته د ستنیدو اجازه ورنکړل سوه.