دوهم تیودور لاسکاریس
په ۱۲۳۵ کال کې، سترواک دریم جان د تیوډور واده د بلغاریا له الینا سره چمتو کړ، ترڅو د قسطنطنیه د لاتیني سترواکۍ په وړاندې د خپل پلار، ایوان دوهم اسین سره اتحاد را منځ ته کړي. د تیوډور په وینا، د دوی واده له خوشحالۍ ډک و او دوی پنځه یا شپږ ماشومان درلودل. له ۱۲۴۱ کال راهیسې، تیوډور په بالکان ټاپو کې د خپلو پرله پسې پوځي خوځښتونو په اوږدو کې په کوچنۍ آسیا کې د خپل پلار د بریدمن په توګه دنده پر مخ وړه. نوموړی د ۱۲۴۲ کال په شاوخوا کې، د خپل پلار مرستیال واکمن و، خو د مرستیال سترواک په توګه یې تاج په سر نه کړ. د دې دورې په اوږدو کې، د نوموړي اړیکې د ځینو نامتو اشرافیانو سره، په ځانګړې توګه د تیوډور فیلس او میکائیل پالیولوګوس سره، ترینګلې شوې. تیوډور د ۱۲۵۴ کال د نوامبر په ۴ نېټه د خپل پلار ځای ناستی شو. نوموړي زیاتره لوړپوړي چارواکي او د پوځ قوماندانان چې د اشرافو اصليت یې درلود، له دندو ګوښه کړل او پر ځای یې د ټیټو طبقو په ګډون وفادار ملګري وټاکل. نوموړي د مغول سترواکۍ په وړاندې د روم د سلجوق سلطان دوهم کیکاوس سره دفاعي اتحاد را منځ ته کړ. نوموړي په تریس او مقدونیه کې د بلغاریا یرغل په شا کړ او د ایپروس واکمن دهم میکائیل کومنینوس دوکاس یې مجبور کړ چې د ادریاتیک د سمندرګي په څنډو کې دیراکیو نیکیا ته وسپاري. هغه په پوځ کې اصلاحات راوستل، د کوچنۍ آسیا له بومي بزګرانو څخه یې نور سرتیري وګمارل. په پایله کې، د ایپروس دوهم میکائیل د نیکیا په وړاندې د سربیا پاچا سټیفن اول اوروس او د سیسلي پاچا مانفرډ سره اتحاد را منځ ته کړ. د تیوډور نوو ګمارل شوو جنرالانو په ۱۲۵۷ کال کې د هغوی د ګډ یرغل په وړاندې مقاومت ونشو کړای. تیوډور سخت ناروغه شو او د خپل ژوند په وروستیو میاشتو کې یې په ندرت سره په دولتي چارو کې برخه اخیسته. نوموړی مخکې له دې چې د مېرګي یا سرطان له امله مړ شي، خپل کم عمر زوی، څلورم جان لپاره جورج موزالون سرپرست وټاکه. د لسو ورځو په اوږدو کې، موزالون د اشرافي توطئې قرباني شو او میکائیل پالیولوګوس سرپرستي په غاړه واخیسته، ژر تر ژره په تخت کیناست. لومړی ژوندسمولوړکتوبسمولتیوډور د ۱۲۲۱ کال په وروستیو یا د ۱۲۲۲ کال په لومړیو کې د نیکیا په شاهي ماڼۍ کې د سترواک دریم جان دوکاس واتازیس او ایرین لاسکارینا په کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. ایرین د اول تیوډور لاسکاریس، د نیکیا سترواکۍ بنسټ ایښودونکي، مشره لور وه. نیکیا د بیزانس سترواکۍ یو ځای ناستی دولت و چې په ۱۲۰۴ کال کې د لوېدیځې اروپا ("لاتین") صلیبیانو د څلورم صلیبي جګړې په اوږدو کې د قسطنطنیې له ونیولو وروسته تاسیس شو. واتازیس د ایرین دریم مېړه و. هغه په یوه بیزانسي اشرافی کورنۍ کې زیږیدلی و چې د کومینوس او انجلوس شاهي کورنیو پورې اړه لري. کله چې هغه له ایرین سره واده وکړ، د شاهي ساتونکو د قوماندان په توګه یې دنده ترسره کوله. که څه هم د ایرین دوه وروڼه له وخته مخکې مړه شوي وو، اول تیوډور د خپل رسمي وارث په توګه واتازیس نه و نومولی. هغه ډېر په احتمال تمه درلوده چې د نوموړي دریمه میرمن د کورټینی لاتیني ماریا به زامن وزیږوي، خو له هغې یې ماشومان نه درلودل. اول تیوډور د ۱۲۲۱ کال په نومبر کې مړ شو. واتازیس اړ و چې د وروستي سترواک وروڼو الیکزیوس او اسحاق لاسکاریس ته ماتې ورکړي، ترڅو تخت ونیسي. د ۱۲۲۳ – ۱۲۲۴ کلونو په ژمي کې د پویمانینون په جګړه کې د خپلې مېرمنې د تره او د دوی د لاتیني متحدینو په وړاندې د هغه بریا په کوچنۍ آسیا کې د لاتینیانو له لاسه د بیزانسي سیمو د بېرته نیولو لپاره لاره پرانستله. [۴][۵][۶][۷][۸] تیوډور د خپل مور او پلار یوازینی ماشوم و. مور یې د آس سپرلۍ په پیښه کې خوږ شوه او د هغه له زیږون وروسته یې ماشومان نشو زیږولی. هغه خپل مورنی تخلص کېښود. نوموړی "د معمول په څېر په د شاهي بڼه لوی شو"، د هغه د خپلو ویناوو پر بنسټ، چې په پراخ احتمال د ماڼۍ د ښځو په برخه کې د هغه پالنه او د هغه شاوخوا عیش و آرامتیا ته اشاره کوي. د هغه ماشومتوب له خوښیو ډک او نوموړي زیاتره د خپل پلار څخه "لویه آرامتیا ترلاسه کوله". هغه دا هم یادونه کړې چې مور او پلار یې هغه ته د ښوونکي پر وړداندې د بد چلند د شکایت له امله سزا نه وه ورکړې. [۹][۱۰] زدکړېسمولکه د تیوډور رسمي زده کړې په هغه عمر کې پیل کړې وی چې زیاتره اشرافي ماشومانو ته د لیکلو او لوستلو زده کړه ورکول کېدې، هغه به په ۱۲۲۸ کال کې د لومړني ښوونکي پاملرنې ته وسپارل شوی وي. د زده کړو د یوې برخې په توګه، نوموړي د انجیل ځینې متنونه حفظ کول او د ورځې یې دری ځله ګردان کول. نوموړي د خپل ژوند تر پایه پورې د روحاني سرودونو او د عیسی مثالونه له یاد نه نقل کولای شول. د تیوډور ثانوي زده کړې د ۱۲۳۰ کال په شاوخوا کې پیل شوې. هغه د خپل اصلي ښوونکي (یا بایولوس) څخه کرکه درلوده او په خپلو کارونو کې یې هغه د نوم په نه اخیستلو "لوی ډوزمار" په توګه بیان کړی. هغه د دریو کلونو لپاره ګرامر (چې اتیک یونانی لهجه)، شعر، بدیع، منطق، ریاضي، ستورپوهنه، هندسه او موسیقي زده کړه. د هغه ګرامري زده کړو د هغه د ژوند په اوږدو کې د کلمو د څو معناګانو او ریښه پوهنې سره لېوالتیا زیاته کړه. ځوان تیوډور د ترسوس د ډیموستینیس او هرموګینس د ویناوو تر اغېز لاندې راغلی و. هغه د نازیانزوس خدای پوه ګریګوري ته زیات درناوي درلود. ښوونکي یې نوموړی د "فلسفې پلولۍ" له امله تر ملنډو لاندې راوست او له تیوډور یې وغوښتل چې ډېر وخت د نظامي او ډیپلوماتیکو زده کړو په برخه کې تېر کړي. تیوډور یو غوره ښکاري او د پولو (نیزه وهنه ډوله لوبه) لوبغاړی و چې د آس ځغلولو غوره وړتیاوې یې درلودې. [۱۱][۱۲] د بلغاریا د الینا سره د تیوډور د واده په اړه خبرې د کلوکوټنیتسا له جګړې لږ وروسته پیل شوې، چې په کې د الینا پلار، د بلغاریا سترواک دوهم ایوان اسین، د تیسالونیکا سترواک او د ایپروس واکمن تیوډور کومینوس دوکواس ته سخته ماتې ورکړه. دې جګړې د بیزانس سترواکۍ د بیا راژوندي کولو لپاره د نیکیا لوېدیځ سیالان ایپروس – تیسالونیکا کمزوري کړل او بلغاریا یې د بالکان ټاپووزمې واکمن ځواک کړ. د تیوډور او الینا واده په ۱۲۲۳ کال کې د قسطنطنیې د لاتیني سترواکۍ پروړاندې د هغوی د پلرونو اتحاد را منځ ته کړ. په ورته کال کې د بلغاریا او نیکیا سرتېرو قسطنطنیه محاصره کړه، خو ښار یې ونه شو نیولی. ایوان اسین په ۱۲۳۷ کال کې بیا خپل دریځ بدل کړ، او په تریس کې د نیکیا د پراختیا د مخنیوي لپاره یې د لاتینانو سره ملګرتیا وکړه، خو لږ یوازې د کال له پای ته رسېدو وړاندې د نیکیا سره خپل اتحاد ته را وګرځېد. د هغه د خسر تاکتیکي حرکتونو تیوډور قانع کړ چې هغه نشي کولی په بلغاریا په بشپړ ډول باور وکړي – چې نوموړي دا لید د خپل پاتې ژوند لپاره ساتلی و.[۱۳][۱۴] تیوډور یو مشهور ښوونکي، نیکفوروس بلیمایدس ته لاړ ترڅو له هغه د فلسفې ټولګي ونیسي. بلیمایدس په ایفسوس کې د یوې خانقاه، کشیش (راهب) و. تیوډور د فلسفې په ټولګیو کې ګډون وکړ چې په دې وخت کې د خپل پلار د ژمي په ماڼۍ کې په نږدې نیمفایون کې اوسېده. د بلیمایدس په زړه پورې ارسطو پلوه لید په تیوډور باندې لویه اغیزه درلوده، چې ډېری وختونه یې په خپلو لیکنو کې د ارسطو نظریات لکه بالقوه توان او واقعیت یادول. بلیمایدس په ۱۲۴۰ کلونو کې په پیل کې د یو زده کونکي له لوري په اختلاس تورن شو. که څه هم د واتازیس مداخلې هغه له بند څخه وژغور، خو نوموړي تدریس پرېښود. تیوډور په منظمه توګه د بلیمایډز لیدلو ته دوام ورکړ او له هغه سره یې لیکونه تبادله کول. جورج اکروپولیټس چې یو ځوان پوه و، د بلیمایدس پر ځای د تیوډور د اصلي ښوونکي شو. اکروپولیټس چې په قسطنطنیه کې زیږېدلی و، په ښار کې یې د لاتیني واکمنۍ سره د لومړي لاس تجربه درلوده. هغه په منطق او ریاضی کې د تیوډور زده کړې بشپړې کړې.[۶][۱۵] د تیوډور مور په ۱۲۳۹ کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې. واتازیس د ۱۲۴۰ کال کال د دوبي په وروستیو کې بیا واده وکړ او د دوهم فریډریک، چې د مقدس روم سترواک، او کانسټانزا، چې نوم یې انا ته بدل شو، یوه نا مشروع لور نکاح کړه. هغه شاوخوا لس کلنه وه او واتازیس د مارچیسینا په نوم د هغې د یوې ایټالوي وینځې ناوړه اړیکه پیل کړه. هغې ته حق ورکړل شو چې ارغواني بوټان په پښو کړې او د سترواک د نږدې خپلوانو په څېر په ارغواني زینتونو خپل آس سینګار کړي. [۱۶][۱۷] سرچينېسمول |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ National Library of Greece ID: https://koha.nlg.gr/cgi-bin/koha/opac-authoritiesdetail.pl?marc=1&authid=19013
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Academy of Athens authority ID: https://opac.academyofathens.gr/cgi-bin/koha/opac-authoritiesdetail.pl?authid=21005&marc=1
- ↑ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p15019.htm#i150186
- ↑ Angelov 2019، صص. 57–59.
- ↑ Angelov 2019، صص. 32–34.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Lascaratos او Zis 1998، ص. 296.
- ↑ Nicol 1993، صص. 10–11.
- ↑ Angelov 2019، ص. 57.
- ↑ Angelov 2019، صص. 59–60, 257 (notes 21–22).
- ↑ Treadgold 1997، ص. 721.
- ↑ Angelov 2019، صص. 68–72, 75–77.
- ↑ Angelov 2019، صص. 64–66.
- ↑ Angelov 2019، صص. 65, 73–75.
- ↑ Angold 2017، ص. 738.
- ↑ Angelov 2019، صص. 79, 85, 117–118.
- ↑ Angelov 2019، صص. 90–91.
- ↑ Angelov 2019، ص. 88.