دونيا دادرسان

دونیا دادرسان (د ۱۳۷۶ د مارچ په ۲۴مه زېږېدلې) یوه ایرانۍ سندرغاړې ده چې په ايران کې پر سندرو د بنديز له امله په اسټراليا هېواد کې مېشته شوې او هلته سندرې وايي. هغې د سندرغاړي ترڅنګ په ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول په ټلګرام او انسټاګرام کې هم ځينې زمزمې خپرې کړي دي.

دونيا دادرسان
دونيا دادرسان

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۹۹۸
تهران   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت آسټراليا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکې ژبه پارسي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

ژوند او کار

سمول

دونيا دادرسان د ۱۳۷۶ کال د مارچ په ۲۴مه د ايران د تهران ولایت په پونک سيمه کې نړۍ ته راغله. په ۷ کلنۍ کې يې د «خط سفيد» (سپينه کرښه) په نوم يوه سریال کې کار کړی دی همداراز نوموړي د «پل» په نوم يوه لنډ فيلم کې هم کار کړی دی. له ۸ کلنۍ څخه تر ۱۲ کلنۍ پورې هغې د پيانو زده کولو لپاره زده کړې پيل کړې کله چې ۱۵ کلنه شوه نو په سمه توګه دې برخې ته راغله. د پيانو زده کول يې د هنري او سندريز پرمختګ لپاره لومړنی ګام وو.

دونیا په ۱۳ کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره په ۲۰۰۹ کال د مالیزیا کوالالمپور ته کډواله شوه او دوه کاله وروسته په ۱۵ کلنۍ کې د استرالیا میلبورن ښار ته ولاړه او په ۱۶ کلنۍ کې یې په اسټرالیا کې سندرې ویل پیل کړل. په ۲۰۱۴ کال کې د ایرانیانو په منځ کې د انسټاګرام د پراخې کارونې له پیل سره، هغه په خپل انسټاګرام پاڼه کې د ایراني او بهرنیو سندرو د زمزمه کولو او خپرولو سره ډېر ژر مشهوره شوه.

په همدې کلونو کې د دونیا فعالیت په اسټرالیا کې پیل شو او په سنګ ګروپ کې یې د سندرغاړي په توګه خپل لومړی فعالیت پیل کړ. لومړنۍ سندره يې چې په استرالیا کې وویله د سنګ ګروپ سره وه چې د " طلایی خوبونو " په نوم وه. د دونیا دویمه سندره د ملي لوبډلې سرود وو، چې د سینا ولي الله، میکس امیني او امریکا غږ په ګډون د یو شمېر ایراني سندرغاړو او وړاندې کوونکو پام یې ځان ته را واړاوه. هغې د اختلاف له امله له ۹ میاشتو وروسته دغه ډله پرېښوده.

د ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې، هغې خپله لومړنۍ خپلواکه سندره خپره کړه چې نوم یې "مېدونی دوست دارم(پوهېږې مينه درسره لرم)" دی. همدارنګه د ۲۰۱۷ کال په اپریل میاشت کې، د خپلې ۲۱مې کلیزې څخه څو ورځې وروسته، هغې د "از اين شهر برو(له دې ښاره لاړ شه)" په نوم سندره خپره کړه چې خورا ښه راغلاست یې ترلاسه کړ او د هغې د مسلکي څېرې رسمي پیل دی.

 
دونيا د امريکا په اوس انجلېس کې د کنسرټ اجرا کولو پرمهال ۲۰۲۳

د هغې تر ټولو لویه بریا د "کو تا بیاد(ترڅو راځي)" سندره ده چې په جوان راډيو کې له 43 ملیون څخه ډیره غږول شوې او د دې میوزیک ویډیو په یوټیوب کې له 6 ملیون څخه ډیر لیدونکي لري. همدارنګه د امو حسن سندره چې د ۱۴۰۰م کال د مارچ په میاشت کې خپره شوه، د جوان په راډیو کې تر ۶۰ میلیونو زیات ځله غږول شوې ده.

د ۱۴۰۱ کال په ولسي پاڅون کې دونيا په ایران کې د خلکو او مظاهره چیانو د ځپلو او د مهسا امیني د وژلو په وړاندې د خواشينۍ او احتجاج په خاطر خپل وېښتان غېچي کړل چې په رسنیو کې یې ډېر انعکاس راوپاراوه.

سندرې

سمول

البومونه (د سندرو ټوليزې)

سمول

۱۳۹۷ – د دونيا البوم

سمول
نه د سندرې نوم د خپرولو کال
1 زه نه پوهیږم زه نه پوهیږم ۱۳۹۷
2 نړۍ
3 حسد
4 شخړه
5 سوټ کیس
6 څوک به راشي؟
7 چال

2019 - چیکر البوم

سمول
نه د سندرې نوم د خپرولو کال
1 زما په څیر ۱۳۹۹ ل
2 تور او سپین
3 دفتر وتړئ
4 د تل لپاره لاړ
5 زه څنګه یم

1401 - ځواکمن البوم

سمول
نه د سندرې نوم د خپرولو کال
1 قاري سندره ۱۴۰۱
2 او جان
3 ۱۰:۳۰
4 یو څه نوی
5 چپس
6 سر
7 کیڼ او ښي
۸ ځواکمن
۹ اور
10 ته وایی
11 ملګری
12 زما هڅونه
13 الوداع الوداع
14 اسمان نیلي
۱۵ حسن کاکا ۱۴۰۰

1403 - «هغه پرښته وه» البوم

سمول
نه د سندرې نوم د خپرولو کال
1 منسټر ۱۴۰۳
2 زما په څیر
3 ته زما لپاره پاتې نه شې
4 وړاندې
5 زهرجن
6 ۸ بجې
7 یوه نجلۍ ترلاسه کړئ (انګلیسي)

يوازې سندرې

سمول
د سندرې نوم همکاري د خپرېدو نېټه
پوهېږې مينه درسره لرم ۱۳۹۶
باران ورېږي
له دې ښاره لاړ شه ۱۳۹۷
بد يې راته
مغرور
غږونه زموږ ايمان
د سر درد
د ټولو ځای خالي
هرڅه پای ته ورسېدل ۱۳۹۸
طلا
له دې ښاره لاړ شه ۲
ګرانه
پرحاشيه آنیتا
شیطان
ژوند مې ۱۳۹۹
خيالي ماڼۍ
بېرته راشه ۱۴۰۰
زه بده يم
زړه
دواړه کیمیا
ولاړ شه راسره وګډېږه انډي ۱۴۰۱
هېڅ مه ډارېږه
سور ال۳
ریمېکس چیپس تاک ډاون ۱۴۰۲
وزر تامارا
له بدو حالتونو لېرې شو
نن ماښام
تذکره
ماتریکس (انګرېزي) ۱۴۰۳
د مينې په اړه وایه
د ډانس موډ

تلویزیوني خپرونې

سمول
د پروګرام نوم عنوان شبکه د خپریدو کال
د لوبې وخت [۱] وړاندې کوونکی MBC فارس ۱۴۰۲-۰۳
دوشنبه د سینا سره [۲] ميلمه MBC فارس ۱۴۰۳

سرچینې

سمول
  1. بازی تایم | قسمت اول | با اجرای دنیا دادرسان
  2. چندشنبه با سینا | فصل ششم | قسمت هفتم | با حضور دنیا دادرسان | خواننده