دولت خان لودي (په انگرېزي: Dawlat Khan Lodi) د لودي سلطنت د وروستي سلطان ابراهيم لودي د واکمنۍ پر وخت کې د لاهور والي وو. کله چې د دولت خان لودي او د ابراهيم لودي تر مېنځ اختلافات پيدا شول، نو دولت خان لودي بابر ته بلنه ورکړړه چې د ابراهيم لودي سلطنت باندې يرغل وکړي او هغه ورته ړنگ کړي.

مخينه

ابراهيم لودي (1517-1526), يو کمزوری واکمن ؤ، هغه د خپل ورور او د خپل دربار د يو شمېر اشرافيانو او وزيرانو سره د واک د ترلاسه کولو په اختلاف او جنجال کې هم ښکېل وو. دولت خان لودي د عالم خان (د ابراهيم لودي تره وو) په مرسته د ابراهيم لودي پر وړاندې يوه دسيسه جوړه کړه او بابر يې دې ته وهڅاوه چې ډېلي باندې يرغل وکړي او د ابراهيم نه سلطنت په زوره واخلي. او په همدې توگه په ۱۵۲۶ ز. کال کې د پاني پت جگړه پيل شوه او سلطان ابراهيم لودي، د لودي ټبر وروستی پاچا، خپل ژوند په همدې جگړه کې له لاسه ورکړ. د پاني پت همدې جگړې په هند کې د لودي سطنت د پای ټکی کېشوده او د مغولو د امپراتورۍ دور پيل شو.[۱]. بيا يو څه وخت وروسته دولت خان لودي هم د بابر سره د ټگۍ هڅه کړې وه چې د بابر او د ابراهيم لودي لپاره يې يوه يوه توره ايښې وه. که څه هم چې دولت خان لودي د پنجاب والي ؤ خو هغه تل د خپلواکې واکمنۍ د ترلاسه کولو غوښتونکی وو. او په همدې خاطر يې بابر د لوديانو په وړاندې هڅولی ؤ. عالم خان لودي هم بابر د لوديانو په وړاندې ودراوه.

سرچينې

  1. "د لودي سلطنت". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مې ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)