ابراهيم لودي

(له سلطان ابراهيم لودي نه مخ گرځېدلی)

سلطان ابراهيم لودي (په انگرېزي: Ibrahim Lodi) په هند کې د لوديانو پښتنو د پاچايانو د سلسلې وروستنی پاچا ؤ چې د خپل پلار سلطان سکندر لودي تر مړينې وروسته د ۹۲۳ هـ کال د ذي الحجې د مياشتې په اوومه د يکشنبې په ورځ په ډېر شان او شوکت د پښتنو مشرانو او اميرانو له خوا په پاچاهۍ وټاکل شو. خطبه او سکه يې په نامه جاري شوه. د فرشته تاريخ ليکي چې نوموړی ډېر هوښيار، قابل او بهادر پاچا ؤ او دا هم زياتوي چې د ده پلار د قاعدې نه برخلاف د عزيزانو او پښتنو سردارانو سره ناوړه سلوک شروع کړ، دوی يې د خپلو حقوقو نه محروم کړل او ده به وييل چې د پاچا عزيزان نه وي ټول نوکران دي، مشران اميران چې د سلطان بهلول او د سلطان سکندر په مجلس کې به په عزت ناست ؤ. هغوی به په ناچارۍ لاس په نامه د ده د تخت په مخ کې ولاړ وو او په زړه کې يې د ده برخلاف تجويزونه جوړول. د دوی دا غرض ؤ چې پاچايي تقسيم شي. [۱]

سلطان ابراهيم لودي

تر ټولو لومړی يې د خپل سکه ورور شهزاده جلال خان سره مخالفت څرگند شو او هغه دا چې جلال خان هم د پاچاهۍ ادعا درلودله خو پښتنو مشرانو ده ته د سلطان جلال الدين خطاب ورکړ او د پوره پوځ او سامان سره يې جونپور ته ولېږه او هلته يې خپلواک حکومت جوړ کړ.

سلطان ابراهيم د دې دپاره چې د نورو بغاوتونو مخه ونيسي خپل څلور نور ميريزي وروڼه محمود خان، اسماعيل خان، حسن خان او شهزاده اعظم همايوني يې د هغې کلا ته نظر بند ولېږل او هر يوه ته يې دوې ښځې او د ژوند ټول مايحتاح ورسره ورکړل خو بيا هم د سلطان جلال الدين د خپلواک حکومت د اعلانولو په وجه په يوه ملک کې دوه پاچايان مېنځ ته راغله چې د هغه وخت دور اندېشه پښتنو مشرانو او اميرانو د دې کار کلک مخالف وو.

څلور مياشتې وروسته چې د رايړې حاکم لودي يا لواڼي خانجهان د سلطان ابراهيم دربار ته راغی او د هېواد د وېش سره يې سخت مخالفت څرگند کړ. د وېش سلا ورکوونکي اميران له هرې خوا پرې راټول شول او خانجهان د پاچا په مخ کې د وېش سلا ورکونی اميران خورا وغندل او پاچا ته يې ووييل «د پاچاهي هېواد وېش تېروتنه او د هغه منل ناپوهي ده بايد پوه شی چې پاچاهي په گډه نه شي کېدای او په يو تيکی کې غبرگې تورې نه ځاييېږي» [۲] [۳]. د خانجهان خبرې پر پاچا اغېزه وکړه او د خپلو خاصانو سره يې ووييل چې شهزاده خو په لاره دی او جونپور ته لا نه دی رسېدلی ښه به دا وي چې ورته وليکو چې د يوې ضروري مشورې لپاره ستا راتلل ضوروري دي. هيبت خان يې د دې کار لپاره وگوماره خو شهزاده لا پخوا له دې چارې خبر شوی ؤ نو ځکه د هيبت خان په خبرو و نه غولېده.

پاچا يوه بله د اميرانو جرگه ورولېږله، خو هغې جرگې هم څه و نه کړای شول، ځکه نو پاچا د جونپور اميرانو ته خطونه ولېږل چې د شهزاده سره دې تعلقات نه ساتي او تله راتله دې نه کوي او ځينې اميرانو ته چې د پوره طاقت خاوندان وو او دوي دېرش، څلوېښت زره سواره لرل لکه دريا خان لواڼی د بهار حاکم، يا نصير خان د غازي پور حاکم او يا شېخ زاده محمد فرملي د اوده حاکم او نورو ته خاص خلعتونه او آسونه ور ولېږل او هغه يې د شهزاده مخالفت ته ولمسول.


سرچينې

  1. د هندوستان تاريخ - د فرشته تاريخ پښتو ترجمه - ۳۹۷ مخ
  2. مرقع افغان - ۱۷ مخ
  3. لودي پښتانه - ۲۴۴ مخ