دوراه (سرحدي سیمه)

دوراه چي د دوراه پاس په نامه هم یادیږي، د افغانستان بدخشان ولایت د پاکستان له خیبر پښتونخوا ایالت د چترال له ښکته ولسوالۍ سره نښلوي. دوراه شاوخوا ۱۴٬۰۰۰ فوټه (۴٬۳۰۰ م) لوړوالی لري. دا سیمه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کي موقعیت لري او د هندوکش غرونو له لړۍ څخه تیریږي. د ډفرین جهيل د دوراه په سیمه کي موقعيت لري، چي په سیمه ایزه توګه ورته د هوز دوراه نوم استعمالیږي. د یاد جهيل اوږدوالی او پراخوالی ۱۴ ميل (۰٫۴۰ kم) دی. [۱]

Dorah Pass
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۶°۰۷′۰۰″شمال ۷۱°۱۴′۴۳″ختیځ / 36.1167°شمال 71.2453°ختيځ / 36.1167; 71.2453 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map
د هندوکش غرونه چي د دوراه په سیمه کي د افغانستان په لوړو څوکو کي تیريږي.

د دوراه دره په افغانستان د شوروي د یرغل پر مهال مهمه سیمه وه ځکه شورویان تر پایه ونه توانیدل ترڅو ددې لاري په اوږدو کي د وسلو د لیږد او خلکو د تګ راتګ مخه ونیسي. په افغانستان کي د جګړې پر مهال دلته تقریباً ټول افغان مونجی توکمه اوسېدونکي له پولي هاخوا چترال ته وتښتېدل. دوراه دره په پامیر کي پرته ده، او دومره لوړه ساحه ده چي ځیني وختونه "د نړۍ چت" ورته ویل کیږي، هغه چت کوم چي پاکستان، افغانستان، تاجکستان او چین سره نښلوي.

د دوراه دره د څلورو لویو غرونو څخه یوه ده چي چترال ته ننوځي، او پاته یې د افغانستان د بدخشان د واخان ولسوالۍ د بروغل لاره، د ګلګت څخه شندور ټاپ او د اپر دیر ولسوالۍ څخه لواري ټاپ په ځان کي رانغاړي.

سرچینې

سمول
  • مورګینسټیرن، جورج (1926): په افغانستان کي د ژبني ماموریت په اړه راپور. ISBN 0-923891-09-9
  1. Adamec, Ludwig W. (1972). Historical and political gazetteer of Afghanistan Vol. 1. Badakhshan Province and northeastern Afghanistan. Graz: Druck- und Verl.-Anst. p. 65. ISBN 9783201012720.