دوتنه:شور بابا چينه.jpeg

اصلي دوتنه(۷۲۰ × ۷۲۰ پېکسل, د دوتنې کچه: ۸۷ کيلوبايټ, MIME بڼه: image/jpeg)

شور بابا چینه سمول

شور بابا چینه لیک: عبدالوهاب مومند

د مرکزي بغلان په علاو الدین سیمه کې د (شور بابا) په نوم یوه چینه ده، چې اوبه یې د غره له تَل څخه راوځي او ډېرې شفافې؛ خو تروشې هم دي. ددې چینې اوبو ته د پاکۍ له مخې خلک راځي، په چینه کې لامبي، وایي چې د شور بابا اوبه شِفاء لري او د هر جلدي مرض لپاره دوا هم دي.

دې چینې ته شور بابا ځکه وایي، چې پخوا زمانو کې د خلکو نکلونو له مخې د یوه جنۍ او ښامار کیسه د افسانې په ډول تېره شوې ده. وایي، یوه پاچا شپږ لورګانې درلودې، چې یوه یې د ښامار ډېره خوښه وه، ښامار پرې میین و خو جنۍ ترې ډارېده، کله چې پاچا خبر شو نو د خپلو سیمو خلکو ته یې امر وکړ چې ښامار ووژني، خلک راټول شول او ددې خلکو سر مشري د بابا په نامه یوه پهلوان کوله، ښامار به د اوبو څښلو لپاره همدې چینې ته راتله چې اوس د شور بابا په نامه مشهوره سیمه ده، څنګه چې ښامار اوبو څښلو ته ښکته کېده نو بابا داسې دام ورته کېښوده چې ښامار پکې بندي شي او ښامار یې همالته په تُورو ووژنه. اوس هم خلک فکر کوي، چې ښامار لا هم ژوندی او د غره په تَل کې پروت دی.

دې چینې ته د (شور) روستاړی د اوبو تروشوالي له امله یو ځای شوی، یانې ددې چینې اوبه دومره تروشې دي چې ان د چینې تر غاړې د مالګې سپین ځګونه او نښې نښانې خوندي ښکاري.

درنښت!

د دوتنې پېښليک

په يوې نېټې/يوه وخت وټوکۍ چې د هماغه وخت او نېټې دوتنه چې څنگه ښکارېده هماغسې درښکاره شي.

نېټه/وختبټنوکډډېکارنتبصره
اوسنی۲۱:۱۹, ۱۲ اپرېل ۲۰۲۲د ۲۱:۱۹, ۱۲ اپرېل ۲۰۲۲ پورې د بټنوک بڼه۷۲۰ × ۷۲۰ (۸۷ کيلوبايټ)O.sediqi93 (خبرې اترې | ونډې)شور بابا چینه لیک: عبدالوهاب مومند د مرکزي بغلان په علاو الدین سیمه کې د (شور بابا) په نوم یوه چینه ده، چې اوبه یې د غره له تَل څخه راوځي او ډېرې شفافې؛ خو تروشې هم دي. ددې چینې اوبو ته د پاکۍ له مخې خلک راځي، په چینه کې لامبي، وایي چې د شور بابا اوبه شِفاء لري او د هر جلدي مرض لپاره دوا هم دي. دې چینې ته شور بابا ځکه وایي، چې پخوا زمانو کې د خلکو نکلونو له مخې د یوه جنۍ او ښامار کیسه د افسانې په ډول تېره شوې ده. وایي، یوه پاچا شپږ لورګانې درلودې، چې یوه یې د ښامار ډېره خوښه وه، ښامار پرې...

داسې هېڅ کوم مخ نه شته چې د دغې دوتنې سره تړنې ولري.

مېټاډاټا