دهوا ککړتيا
دهوادککړتيا تاريخچه
سمولهوادژوند توښه ده اودهغي ضرورت اواړتيا داوبو اوغذا څخه زياته ده. دهوا داهميت په هکله دومره بس ده چې انسان کولاي شي دغذاپرته څوهفتي (تقريبآپنځه هفتي) اوداوبو پرته څوورځې (تقريبآڅلورورځي) په معتدله اب هوا کې ژوند وکړي ولې دهوا پرته زيات له څو دقيقو نه شي کولاي ژوندي پاتې شي. دهوا ګرموالي اوسوړوالي ،رطوبت اوحرکت ئي دباد په شکل وي چې دجوي اثارو اصلي عوامل دي. دضرورت وړ هوا يو له مهمو خصوصياتو څخه دهغې پا کي ده دتيرو زمانو څخه دهوا دپاکي اونظافت دتوجه وړدي دمثال په توګه بقراط پا که هوا د عمومي صحت تر ټولو مهم اومؤثر اصل پيژانده .يو مشهور عالم ابوعلي سينا په هوا کي دګرد اوغبار شته والي دعمر دکموالي يو له مهمو عواملو څخه باله . الماني ډاکترانو په ۱۵ او ۱۶ پيړيو کې هم دهوا پاکوالي موضوع ته ډيره زياته پاملرنه درلودله په ۱۸۴۷ کال کې الماني حکيم اوعالم پتن کوفر عمومي روغتيا دهوا په پاکوالي کې پيژانده اوهغه ته ئئ خاصه پاملرنه کوله او هغه يئ دانسان دژوند لپاره تر ټولو مهم ضرورت اواړتيا بلله . دلومړي ځل لپاره دانګلستان بادشاه دخپل بادشاهي په وخت کې دډبرو دسکرو سوځول دلندن په ښارکې ددود اوبوي رامينځته کيدو په خاطر منعه کړي وؤ. نوځکه دلرګيو له حد څخه زيادسوځول دانګلستان دځنګلونو په چټکې سره کم شول خودپادشاه دحکم خلاف دډبروسکرو سوځول نور هم زيات شول . دلومړي ځل لپاره په ۱۶۶۱م کال کې (جان اولين ) دهوادککړتيا اوناخوالو په اړه کتاب وليکه چې دغه کتاب نوي چاپ په ۱۷۷۲م کال کې وښوده چې دجان اولين لارښووني دقبول وړوې . دهغه پيشنهادونه عبارت وؤله دفابريکوانتقال دښار څخه بهر ته اودښار په شاوخوا کې دشنه کمربندو رامنځته کيدل چې دنوموړي وړانديزونه تر اوسه هم دګټې اخستني وړ دې په ۱۸۱۹م کال کې يوځانګړي کميټه دمسالې دمطالعې لپاره وګمارل شوه په ۱۸۴۲م کال دوهمه اوپه ۱۸۴۵م کال کې دريمه کميټه دچاپيريال ساتنې دناخوالو دڅيړنې په موخه وګمارل شوه هوا چې دانسان دژوند لپاره ضروري ده او اغيزه يئ پر صحت باندې غير قابل انکار ده چې په پرلپسې ډول دطبعي عواملو اوانساني فعاليتونو په پايله کې ککړيږي . دهوا ککړتيا يو نوي مطلب نه دي ، لرګي، څنګلونه سوزيدل ، اتشفشانونه ،کورنې سوزيدنې يا بدبويونه چې دحيوانانو دجسدونو دورستيدو څخه اودنباتاتو پاتې شوني ، هميشه دهوا دککړتيا سبب کيږي چې دانسان لپاره مزاحمت کوي اوحتي په ځينو مواردو کې وژونکې هم ده ، لاکن دککړتيا مقدار عمومآ دتوجه وړ اومحسوس نه دي ځکه طبيعت په خپل سر هوا تصفيه کوي ککړتيا له هغه وخته محسوس شوه چې انسان دثابتو ټولنو په شکل په مختلفو نقطو کې ژوند غوره کړ. ولې هيڅکله ککړتيا پدې شکل چې زموږ په پيړي کې دهغې سره مخامخ يونده مطرح شوي.نن دجمعيت چټک زياتوالي او دهغه تراکم دنړۍ په مختلفو برخو کې دصناعيو دتراکم په نتيجه کې دمختلفو انرژيو دمنابعو څخه زياته ګټه اخستنه چې دهوا دککړتيا عامل دي اوهغې حد څخه زياته دي کوم چي طبيعت وکولاي شي تصفيه يې کړي . په واقعت کې دهوا ککړتيا په نني شکل سره يو داسي پديده ده چې دماډرن ژوند څخه رامنځته شوي ده چې په تآصف سره انسان يي دهوا دککړتيا دستونزي سره مخامخ کړي دي . چې دسيمه ايز اومنطقوي شکل څخه خارج بلکه سياسي سرحدونو څخه عبور کړي دي اونړيوال اهميت ئي ځانته نيولي دي . داسي وړاندوينه شوي ده چې دنړۍ نفوس تر ۲۰۰۰ کال پوري نسبت ۱۹۷۰ کال ته سل په سلو کې زياتوالي کړيدي . که دهوا ککړکونکي مواد کنترول نشي دهواککړتيا به دري سوه (۳۰۰) په سلو کې (۱۰۰) زياتوالي وکړي . دښارونو په پراخوالي اونفوسو په زياتوالي سره اودهوا دککړتيا دکنترول نشتوالي په تدريج سره دهوا دککړکونکو موادو غلظت زياتيږي او داسې وخت به راورسيږي چې دهوا ککړتيا به دومره زياته شي چې هوا به نوره دتنفس وړنه وي اوداستر ناورين دي . دموضوع اهميت ته په پاملرني سره اودهوا دککړتيا دکنترول لزوم يونسکو اوهوا پيژندني نړيوال سازمان ، چاپيريال ساتنې نړيوال صحي سازمان ديو شمير نورو موسسو په همکاري سره په ځينو لويو ښارونوکې دهوا دککړونکو موادو پر غلظت دوامداره څارنې لپاره يو لړ فعاليتونه سرته رسولي دي په عمومي ډول ددې ډول بين المللي اقداماتو هدف دادي ، دهوا پر کيفيت باندې کنترول اونظارت دهوا دککړتيا دحرکت سنجش دارزيابي لپاره چې په نتيجه کې دهغه کنترول دي . په سيمه ايزواومنطقوي سطحو هم يولړ پراخ کارونه شروع شوي دي، دملګرو ملتونو دسازمان دارقامو له مخې د۱۹۷۱ کال تر سپتامبر پوري دهوادککړتيا دمخنيوي په خاطر قوانين تدوين شوي دي .ګرچې دځينو هيوادونو لکه انګلستان دداسې قانونګذاري اوږده سابقه لري .ولې په زياتو مواردو کې دغه اقدامات په اخيرو کلونو کې سرته رسيدلي دي تقريبآ په سلو کې ۹۰ دهواککړتيا ضد ملي قوانين په همدې کلونو کې تدوين شويدي . دمثال په توګه په ځينو ورځوکې کاربن مونواکسايد ۵۰ برخې په ميلون کې (ppm) ته رسيږي په داسې حال کې چې دco دستندرد تر ټولو لوړ حد 9ppm ده اوس دغه حياتې اومهم سوال مطرح کيږې چې ايا ددغه خطرناک اووحشتناک حالت څخه دنجات اوخلاصون لاره شته ؟ چې موږ به يئ په راتلونکو فصلونو کې دهوا دککړتيا دشرحي اودهغې مسائل ،دهغه دمخنيوي لارې اوخصوصآهغه لاري اوچارې چې سرته رسيدلي دي اوبايد سرته رسيدلي واي دبحث لاندې ونيسو . (مندوزي ،۱۳۹۰ ،
ککړتيا
سمول- دمحيط ککړتيا يا ناپاکې دککړونکو) ( pollutantsدخپريدو له امله دهرې عمليې ياسرچيني څخه دچاپيريال هرې برخې ته دمحيط دککړتيا په نوم ياديږي . ▪ ککړونکې :- دهغوموادو څخه عبارت دي چې په چاپيريال کې دانسان پر صحت او دژوند په کيفيت بده (ناوړه) اغيزه لرې . يا هرکله چې يوه ماده په فضا کې دستندرد حالت څخه زياته اندازه پيداشې هغه ته ککړونکې وايئ . ککړتيا ممکن طبعې يا غير طبعې (بشرې ) وي . يا هم دجامدو زرو ، مايع قطرو ، اويا هم دګاز په شکل وي . چې ۱۸۰ ککړونکو څخه اوړي که چيرې دپاکې وچې هوا طبعې ترکيب دسند دسطحې سره نژدې په سلوکې ۷۸،۰۹ نايتروجن داي اکسايد ۲۰،۹۴ سلنه اکسيجن ۰،۹۳سلنه ارګون او۰،۰۳۱۸ کاربن داي اکسايد اونور ګازونه پکې شامل دې . که پاملرنه وکړو نوجوته به شې چې کاربن مونواکسايد ،معلقې زرې هايدروکاربونونه ، دګوګړوتيزاب اوزون اوداسې نور دهوادطبعې ترکيب برخه نه شميرل کيږې . باد يو له مهمو عواملو دککړونکو دخپراوې اوانتقال څخه شميرل کيږي .دموادو دشيندلو اندازه دباد دعمودې اوافقې جريانونو سره تړاو لرې دهوا افقې اوعمودې حرکت دهوا دجريان په نامه ياديږې . ارام بادونه دخپرولو اوشيندلو دکمې اندازي ځواک اوتيزياځواکمن بادونه دزياتو شيندلو اوخپراوي قدرت لرې په عمومې ډول باد د ۳۰ کيلو مترو څخه زيات سرعت په ساعت کې دککړتيا په خپرولو کې رغنده رول لوبوې . دباد عمودې جريانونه دهوا په پاکولو اوتصفيه کولو کې ځانګړي ارزښت لرې اوله بله پلوه څرنګه چې دهوا دافقې سرعت جريان په لوړوپوړيو يا طبقوکې زيات دي بنا پردې دګندګيو په لاندې برخوکې دهغوي دښه خپراوې سبب ګرځې . په کم فشاره سيمو کې دجګوالي په سبب دهوا جريانونه پاکه هوا دککړي هوا ځاي نيسې . خوپه لوړ فشار لرونکو سيمو کې دهوا دجريان دټيټوالې له امله الاينده مواد په چا پيريال کې پا ته کيږې اودلوړوالې ځواک نلري چې په پايله کې ديوسيستم توقف په زيات فشار سره دڅوورځو لپاره په يوه سيمه کې دککړتيا دزياتوالې سبب ګرځې . دهواککړتيا په مختلفو خلکو کې مختلف توپير لرې ديو ټولې زيانمندي ښايئ نسبت نوروته زيات وي مثلآ دکوچنيانو اوکم عمره ماشومانو په نسبت په زيات عمر لرونکوکې دغه ستونزي زياتې رامنځته کيږې . ځنې ناروغئ لکه اسم،زړه ناروغۍ،ريوي ناروغۍ،دهوادککړتيا په وخت کې رامنځته کيږي .دهوا لنډ مهاله تاثيرات عبارت دې له دسترګو حساسيت ،دپزې اوستونې حساسيت ،دتنفسې پورتنۍ دستګاه مکروبونه لکه برونشيت ،سردرد ،الرژيک عکس العملونه اوداسې نور ددې ککړتيا دلنډمهاله تاثيراتو څخه دې. اودهوا اوږد مهاله تاثيرات عبارت دې له مزمن تنفسې ناروغۍ ،سرطان ،دزړه ناروغي ،دماغزو زيانمنيدل ،دپښتورګو يا بډوډو زيانمنيدل دې . (مندوزي ،۱۳۹۰ ، مونوګراف منابع الودګي ۱۳۹۰ )
هوا ککړونکي په دوه عمده برخو ويشل شوي دي
سمول۱ – لومړني ککړونکې :- دغه ککړونکې په مستقيم ډول دصنعتي سرچينو اودحمل نقل وسايلو څخه اتوموسفير ته خپريږي .چې لاندې غازونه پکې شامل دي کاربن مونواکسايد ، کاربن ډاي اکسايد ، سلفرداي اکسايد ، اوداسي نور. ۲ – دوهمي ککړونکې :- دغه ککړونکې دکيمياوي اوفوتو کيمياوي تعاملاتو په نتيجه کې منځته راځي .چي دلمړني ککړونکواونورو اتوموسفيري اجزاؤدتعاملاتوڅخه منځته راځې .لکه سلفرتراي اکسايد ،الديهايدونه ، کيتونونه ،پراکسي اسيتيل نايتريت،اوداسي نور. دهواککړونکو منشاوي دوه عمده منشاوي لري .يو طبعي منابع دي اوبل يې غير طبعي (بشري منابع ) دي.
طبعي منابع دهوادککړتیا
سمول▪ داتشفشانونو فعا ليت : چې په اتوموسفيرکې دکاربن داي اکسايد سلفراکسايد دزياتوالي سبب کيږي . کوچنۍ ذري اويا ګرد غبار ،تيزابي مواد ، اونور زهري ګازونه رامنځته کوې .
▪ شديد اوطوفاني بادونه : چې بعضي ذري اوګازونه هواته ليږي اودهوا دککړتيا سبب کيږي
(۲)شکل : شديد ياطوفاني بادونه ▪ دعضوي موادو خوساکيدنه : کوم چې ستره منبع دسلفري مرکباتوده ▪ وني اوبوټي : چې په ميليونه ټنه عضوي انتشار کيدونکې مرکبات ازادوي . ▪ تيزابي اورښتونه دي . ▪ کيهاني بمبارونه دي . چپ|بندانگشتی|250px|اثر باران اسیدی بر روی درختان
غيرطبعي يا بشري منابعدهوا دککړتیا
سمولد هوا د ککړتيا غير طبيعي مهمي منشاوي عبارت دې له د نقليه وسايلو ککړتياوي د خس او خاشاک د سوزولو ککړتياوي د حرارتي بريښنا د توليد د مرکزونو ککړتياوي د صنعتي کارخانو د پاتيشونو ککړتياوي د پخولوکرې دفلزاتو دويلي کولوکرې ، دا چي نوموړي وسايل هر کال ډيره اندازه ګاز او زيان راوړونکي ذرات په هوا کښې شيندييچي په چاپيريال کې د ورځني مرضونو سبب ګرځي . د اټکل له مخي د هوا ککړتيا په ښارونو کي ۷۰٪ د موټرو د دودکش څخه چي کوم ګازونه خارجيږي لکه کاربن مونو اکسايد اوداسي نور را منځ ته کيږي چې دغه په هوا کې موجوده ککړتيا په لويو ښارونو کې د مجاز حد څخه زياتوي طبيعي ګاز زياتره له ميتان څخه جوړ شوي دي مګر د بنزينو کاربن مونو اکسايد او هايدروکاربنونو په نسبت کمه اندازه زيانونه را منځته کوي د اخيستل شوي احصائي له مخې هغه موټرونه چې پترول استعمالوي په جهان کې ۲۵۰ مليون موټر موجود دي او دغه موټرونه روزانه په هوا کې ۰،۵ مليونه ټنه کاربن مونو اکسايد ګاز خپروي . ( مجيد مخدوم،۱۳۷۷ ، مندوزي ۱۳۹۰ ) کاربن ډاي اکسايد اودځمکې ګرميدنه . بندانگشتی|ددهراود دښار دهوا ککړتيا دکاربن ډاي اکسايد ګاز((co2 اندازه زموږ په اتوموسفير کې کله چې موږ زيات ګازولين ، دډبرو سکاره اوطبعي ګاز سوځوو زياتيږي په نارمل ډول بحرونه ځنګلونه ،کاربن ډاي اکسايد جذبوي . لاکن دوي نشي کولاي داپرلپسي زياتيدونکې وساتي.دځنګلونو اوونوقطعه کول دکاربن داي اکسايد اندازه داتوموسفير څخه جلاکول کموي همدارنګه زياتي وني سوځيدلي دي اوځمکه لوڅه شوي ده. دا محاسبه شوي ده چې دځنګلونو دوهلو له امله دکاربن داي اکسايد ۱۵-۳۰٪ هرکال اتوموسفير ته ځې .دلمروړانګې ځمکې ته تيريږي اوځمکې سطحه ګرميږي لاکن داتودوخه چي منځته راځي د کاربن ډاي اکسايد پواسطه منځته راځي . لکه څرنګه چې په شکل کې ښودل شويده داتراوسه نده روښانه چې دځمکې دګرميدني اغيزه به څومره سخته وي.ځينوساينس پوهانومحاسبه کړيده چي تر۲۰۳۰کال پوري به دکاربن داي اکسايداتوموسفيرسطحه دوچنده شي دابه دځمکې داتوموسفيردتودوخي ددرجي ۲-۵سانتي ګريد پوري لوړه کړي . که داواقع شي دابه دځمکې په اقليم يااب هواکې ژورتغيروي . دمثال په ډول دواورواويخ دويلي کيدلوزياتيدل دبحرونوداوبوسطحه لږترلږه دوه متره لوړه کړي چي دادهغوزياتوښارونودپاره چي دبحرپه غاړه واقع دي کافي ده چې داوبولاندي غرق شي نړيوالې هڅي پخواپيل شوي دي چې دفوصلي محروقاتواستعمال کم کړي اودځنګلونووهل ورواوياودرول شي داله سرتاسري هڅوغوښتنه کوي ځيني ساينس پوهان وړاندوينه کوي چې دځمکې ګرميدل په پرله پسي ډول دمخنيوي وړندي . دهوا دځينو عمده ککړونکو ،سرچينې اوناوړه اغيزې په لاندې ډول دې . ( ، مندوزي ، ۱۳۹۰) کاربن مونواکسايد(co) ذکرشوي غازبې رنګه ،بې بويه ،بې خونده اوداحتراق وړ،چې دانسان دعادي خواصوپواسطه دتشخيص وړنه دي .اومعمولادمحروقاتو(فسيلي محروقونه )دناقص احتراق په وخت کې اوپه مختلفوطريقوپه هواکې نشريږي اودژونددچاپيريال دککړتياسبب ګرځي . دکاربن مونواکسايد (co) طبعي سرچيني: کاربن مونو اکسايد دکاربن لرونکو موادو (سکرو) دنامکمل اکسيديشن په نتيجه کې توليديږي په طبيعت کې داتشفشاني انفجاراتو ،دکاربن لرونکو موادو دهواپه غياب کې (anaerobic) تجزيي څخه دخاوري دميکرو اورګانيزمونو پواسطه اوپه اتوموسفير کې دميتان داکسيديشن څخه لاسته راځي . په هواکي ددې غازدتوليد مهمي سرچينې عبارت دي له نقليه وسايل په ځانګړي توګه بنزيني موټري ،فوسيلې محروقاتو اوبقايا ؤ ، دکورونواوتجاري ځايونوګرمولووسايل دي . متفرقه منابع لکه دخسوخاشاکوسوځيدل دښارپه سطحه کې دپلاستيکونوسوځول دکاربن مونواکسايدخطر:
دغه غازيو زهري غازده چي دسږوله لارې دانسان بدن ته داخليږي دهغه دليل له مخي چې دکاربن مونواکسايد دترکيب قابليت دهيموګلوبين سره ۲۱۰ځلي داکسجن څخه زيات دي اودکاربوکسې هيموګلوبين دترکيب قابليت څو ځلې داکسي هيمو ګلوبين څخه ډير دي داکسي هيموګلوبين وظيفه دبدن ټولوحجروته داکسيجن رسول دې .
کاربن مونو اکسايد دفزيک له نظره په طبيعت کې دميتان ګاز او يا دفاضله اوبو دګاز داکسايد کيدو څخه اويا دجسدونو اوفاضله اوبو دورستيدو څخه لاسته راځي .د co دشته څخه په هوا کې تشويش په حقيقت کې په فضأ کې دهغه دزياتوالي علت دفسيلي محروقاتو دناقص احتراق په اثر دي .هر کال په ميليونه ټنه کاربن مونواکسايد چې دناقص احتراق په اثر دموټرو اودکارخانو دلوګي څخه توليديږي اوپه فضأ کې نشريږي .
دنايتروجن اکسايدونه : نايتروجن اکسايد معمولآ نايتريک (NO) اونايتروجن ډاي اکسايد (NO2) دنايتروجن اکسايدونه دې چې دواړه د(NOX) په واسطه ښودل کيږې . طبعې سرچينې يې دخاورې بکتريا نايتروجن ډاي اکسايد (نايترس اکسايد ازادوې ) چې اتومو سفير داکسيجن سره تعامل کوې اونايتروجن اکسايد جوړوي . N2O +O→2NO همدارنګه نايتروجن اکسايد دنايتروجن لرونکو موادو داحتراق څخه توليديږي . لکه دډبرو سکاره ، تيل ، طبعې ګاز اوګازولين . دواړه اکسايدونه NO اوNO2 په عين وخت کې توليديږي . همدارنګه په داخلې احتراق انجنونوکې دمحروق دسوځيدو څخه نايتروجن اکسايد ازاديږي . N2 + O2 → 2NO دNOX اغيزې: نايتروجن ډاي اکسايد په خاوره کې دنايترايتونو اونايترييتونو څخه توليديږي . داتومو سفير درطوبت په موجوديت کې په نايتريک اسيد (HNO3) بدليږي . چې دتيزابي باران باعث کيږي کله چې دهايدرو کاربونونو سره يو ځاي شي فوتو کيمياوي دود (Photochemical smog) جوړوي . دادود (لوګي) مخکې نه مخکې دککړونکو خبر (precursor) راوړونکي دي . داپه تنفسي ناحيه (Tract) زړه اوسترګو باندې اغيزه کوې .
سلفر اکسايد (sox) So2اوso3 زيات سلفر داي اکسايد داتشفشانونو اودسلفر لرونکو غازونو داکسيديشن څخه ازاديږي لکه هايدرو جن سلفايد ،چې دعضوې موا دو دتجزيې څخه توليديږي.
H2O + SO2 H2S + O2
سلفر داي اکسايد په ډيرو لږو غلظتونوکې (0,2ppm) په مغزو کې عکس العملونه منځته راوړي دهغې هوا تنفس چې ديو پي پي ام څخه په کمه اندازه ذکر شوي ګاز موجود وي دلسو دقيقو په موده کې دزړه دضربان اوتنفسي حرکتونو دزياتوالي سبب کيږي که هغه غلظت زيات شي (۱،۸ پي پي ام ) تنفسي مجرا ظرفيت کموي اوغاړه وچيږي . بل هم دفوسيلې محروقاتو لکه دډبرو سکاره ، خامو نفتو اونورو فوسيل لرونکو محروقاتو دسوځيدو اواحتراق څخه ،دبريښنا دتوليد په کارخانو اوپطرولي صنايعو کې منځته راځي . چې ددوي داصلي سرچينو څخه ده . اوتعامل يې په لاندې ډول ده . S + O2 → SO2 دsox اغيزې : پخپله سلفر داي اکسايد يو ټيپيک زهري غاز ندي . لاکن هغه سلفوريک اسيد اوسلفيټ جوړوي . کله چې داوبو سره تعامل وکړي زيا ن راوړونکې مواد دي .سلفر داي اکسايد دتند (تيز) بوي لرونکي دي اودخفه کيدو سبب کيږي . سلفيت ايروزولونه د sox دمختلفو تعاملاتو پواسطه منځته راځي . ايروزولونه په مشخص ډول په زړوخلکو کې دسختو تنفسي ستونزو سبب کيږي . سلفر اکسايد داوبو سره تعامل کوي چې تيزابي باران منځته راوړي . هايدروکاربونونه : هايدروکاربونونه دکاربن اوهايدروجن لرونکې عضوي مرکبونه دي يا په بل عبارت هايدرو جن اوکاربن لرونکي عضوي مرکبونه چې هايدروکاربونونه نوميږي لکه ميتان ، ايتان اوداسي نور چې دهغوي تعداد زرګونو ته رسيږي . هايدروکاربونونه کيداي شې چې اولي يا دوهمي ککړونکې واوسي .هايدرو کاربونونه دنور په مقابل کې حساس دي . دهايدرو کاربونونو طبعي سرچيني دغاز اوقسمآ دسوځيدلو (particulates) په شکلونو ازاديږي . همدارنګه رازراز وني اونباتات په زياته اندازه هايدروکاربونونه منتشروي . Peddy ځمکې په زيا ته اندازه ميتان توليدوي .همدارنګه بکتريا په ابي رسوبونو اوخاوره کې دهوا په نشتوالي کې دعضوي موادو دتجزئي څخه ميتان توليدوي. ميتان ۳ او ۷ کلو پورې په اتموسفير کې پاتې کيږي . چې کيمياوي تعامل ئي په لا ندي ډول دي .
همدارنګه مختلف انساني فعاليتونه په زياته اندازه هايدروکاربونونه اتموسفير ته ازادوي . چې پکې د پطرولو ، دډبرو سکارو ، لرګيو ، دسوځيدلو پاتي شونو او دتبخير کيدونکو محلولونو او همدارنګه دهغو کرو محصولاتو چې مړي په ايرو بدلوي (Incinerators) شامل دي .
دهايدروکاربونونو اغيزې :
اروماتيک هايدروکاربونونه دانسان پرصحت باندې زياتې زيان راوړونکې اغيزې لري نسبت اليفاتيک هايدروکاربونونوته . په عمومي ډول پخپله هايدروکاربونونه ډير مهم زيان راوړونګې ندي . لاکن کله چې دوي دنايتروجن اکسايدونو سره يوځاي شي photochemical smog لکه (PAN) Proxy acetyl Nitrate جوړوي .چې دانسان دصحت دخرابيدو سبب کيږي . دغه مرکبونه دسترګو دسوزش (Irritation) اوسږو ته زيان رسوي .(ر،نمني ، ۱۳۷۷ ، مندوزي ،۱۳۹۰ )
تيزابي باران (Acid Rain) : تيزابي باران په ۱۷ پيړۍ کې دبرطانوي (Augus smith) پوا سطه کشف شوي دي.
(۵)شکل:تيزابي باران اودهغه اغيزې په چاپيريال باندي
په هغه وخت کې تيزابي باران ته هغه د(precipitation) ورښت په توګه توجه لرله اواوس دتيزابي باران په نامه مشهور دي داوبو تيزابيت دکاربن ډاي اکسايد غاز دانحلا ل له امله دباران په اوبو کې دي چې معادله يې په لاندې ډول ده .
CO2 + H2O → H2 CO3
کاربونيک اسيد يو ضعيف تيزاب دي . دداسې بارانونو د PH کميت د۵،۶ څخه نه کميږي . داباران دژوند لپاره ګټور دي اودعادي باران (Normal Rain) په نوم همدارنګه په اتموسفير کې دسلفر او نايتروجن اکسايدونه هم وجود لري . دوي داکسيجن اواوبو سره تعامل کوي HNO3 او H2SO4 جوړوي . همدغه تيزابونه دباران داوبو سره يو ځاي کيږي او تعاملات سرته رسوي . نايتريک اسيد دتيزابي باران يو له اجزاوؤ څخه دي . کله چې نايتروجن اکسايد په دود(Smog) کې داوبو اواکسيجن سره په هوا کې تعامل کوي لاسته راځي . همدارنګه اتشفشاني انفجارات (Volcanic Eruption) ، HCL اتموسفير ته ازادوي اودموقتي تيزابي باران سبب کيږي . دتيزابي باران اغيزې (Effect of Acid Rain): تيزابي باران ډيري سختي (جدي) اغيزې لري. نوموړي فلزات لکه Hg ,Al ، Pb اوCa حلوي اواوبوته ئې داخلوي . دغه ايونونه له اوبو څخه په خاوره کې منحل کيږي اوځنګلونو دنمو دکميدو اودلرګيو دکيفيت دخرابيدو سبب کيږي .له اوبو څخه دغه فلزات په بحري حيواناتو کې جمع کيږي په پاي کې انسان اومرغانو ته داخليږي کله چې دغه حيوانات وخوري دAl زيات غلظت دماهيانو لپاره زيان راوړونکي دي کله چې دادماهي په غوږونو اغيزه وکړي دهغوي دخفه کيدو سبب کيږي . تيزابي باران ساختماني مواد ددوي دانحلال له امله تخريبوي . تيزابي باران په فولادو ، رنګونو سمنټو ، پلاستيکو ،Masonry Work په ساختماني مصالحو (لکه ډبره ،سمنټ اوخښته )او همدارنګه دمرمرو اواهاکې ډبرو په مادو اغيزه کوي اوويجاړوي ئي . دانسان صحت اواعضأ دسلفرډاي اکسايد څخه په زياته اندازه اغيزمن کيږي . دسلفوريک اسيد کوچنۍ قطرې پرصحت اوژونديو (Beings) باندې ويجاړونکي اغيزې لري. () Smog دsmog کلمه د دود (smoke) اولړي (Fog) کلمو څخه مشتق شوي ده . که دود (لوګي) داحيأ کوونکوکيمياوي موادولرونکي وي داحيأ کوونکې (کميدونکي) smog په نوم اوکه smog په زياته اندازه اکسيدايزکوونکي لکه اوزون ولري داکسيدايزکوونکي smog په نوم ياديږي .داsmog دغازي اجزاؤ له امله نامطبوع بوي لري . د photochemical smog اصلي تعامل کوونکي نايتريک اکسايد اوغيرمحروق شوي هايدروکاربونونه دي . که دنايتريک اسيد غلظت زيات وي داتر نايتروجن ډاي اکسايد پوري اکسيدايز کيږي . دا photochemical smog ته ژيړ رنګ ورکوي . د smog جوړولو لپاره لاندې شرائط ضروري دي . الف :- که NO اوهايدروکاربونونو اومفرو عضوي موادو (VOC) کافي اندازه موجوده وي اودحمل نقليه وسايلو پواسطه اتموسفير ته خپاره شي . ب :- ددې لپاره چې کيمياوي تعاملات په اسانۍ سره ترسره شي دلمر روښنايئ بايد موجوده وي . ج :- دهواحرکت بايد ورو وي ځکه چې دا دکيميا وي تعاملاتو مخنيوي اومزاحمت کوي .
NOX + VOC → Ozone + Pan
د Smog اغيزې :
Photochemical smog په اتوموسفير کې داکسيدايز کوونکو لکه H2O2, ،HNO3 ،PAN او O3 دجوړيدو په نتيجه کې منځته راځي. PAN دنباتاتو لپاره زهري دي اودسترګو دخارښت سبب کيږي. (مونوګراف منابع الودګي ،۱۳۹۰ ، مندوزي ۱۳۹۰ )
داحتراق په اثر دهواککړتيا:
سمولدمحروقاتو داحتراق په اثر so2, co, co2 اودنايتروجن اکسايدونه لاسته راځي چې داحتراق دکيفيت اوپه محروق کې دسلفر اونايتروجن دشتوالي څخه نماينده ګي کوي په تصفيه خانوکې ددې عناصرو دترکيبونو زياته برخه په مختلفو طريقو سره جلا کوي . ولي په بشپړه توګه ددوي لرې کول ډير ګران (قيمت)تماميږي ددې عناصرو داحتراق څخه لاسته راغلي ګازونه زهري دي چې حيواناتو ،نباتاتو انسان اوحتي ساختمانونوته زيان رسوي . داحتراق څخه co2 لاسته راغلي مقدار کم اوزيات دي که دco2 مقداردستاندرد څخه کم وي نه يواځي ضررلري بلکي دنباتاتو دنمولپاره ضروري دي کله چې د co2 مقدار دستاندرد څخه زيات وي دنبات لپاره مضر اودانسان لپاره هم ستړتيا راوړونکي دي . البته دco2 اغيزه په همدې پورې نه محدوديږي په طبيعت کې داکسيجن اوco2 دمقدار تر منځ ډيردقيق تعادل وجود لري چې يو له مهمو اغيزو څخه يي دلمر دوړانګو دزياتي تودوخې جذبيدل دي که co2 مقدار په اتوموسفير کې ډېر زيات شي داتوموسفير په لاندې طبقو کې دلمر دوړانګو جذب هم زياتيږي چې په ځينو سيمو کې زياتې وريځې منځته راځي په عمومي ډول په ځمکه کې دتودوخې اندازه په زيات مقدار زياتيږي . دتودوخې ددې زياتوالي پيش بيني شوي نښي عبارت دي له : دوريځې زياتوالي يا دقطب ديخچالونو ويلي کيدل اودسيلابونو منځته راتلل يا ديخ دنيولو ديوې بلي دورې منځته راتلل په احتراقې موټروکې دناقص احتراق په اثر دري نور ترکيبونه منځته راځي کاربن مونواکسايد غير محترق شوي هايدروکاربونونه چې بنزين اوګازويل خپله دهايدروکاربنو يو مخلوط دي چې دناقص احتراق په اثر نوي هايدروکاربونونه منځته راځي .درسته اوصحيح طريقه دککړتيا په کموالي باندې زياته اغيزه لري چې داکموالي خصوصآ دکاربن په هکله صدق کوي دمثال په توګه دډيزلې موټرو دغلطې طراحې په صورت کې دلوګي دزيات مقدار دتوليد سبب کيږي .که کاربن اولوګي هرڅومره کثيف اوچټل وي ولې بيا هم ډېر زيات ضرر نه لري . کاربن مونواکسايد سره لدې چې بې رنګه اوبې بويه دي خو شديد زهر دي . دموټرو په داخلې احتراق کې خصوصآ په بنزينې موټرو کې نسبتآ دکاربن مونواکسايد اندازه زياته توليديږي غيرمحترق شوي هايدروکاربونونه دبدبوي لرونکي دي اوپه زيات احتمال سره سرطان توليدونکي دي برسيره پردې په هغو سيموکې چې دموټرو شمېر زيات دي هغه وخت چې باد کم وي تياره رنګه غبار منځته راځي چې لمر دخپل ځان شاته پټوي . ځيني وختونه نوښتونه هم دموټرو دکار دمفيديت دزياتوالې لپاره هم کولاي شي دککړتيا دعواملو دزياتوالي سبب شي . دمثال په توګه په بنزيني موټرو کې سربې ترکيبونه داحتراق څخه وروسته دبخار په شکل دمجرأ له لارې خارجېږي چې دذرو په څېر په هوا کې په ځوړند شکل پاتې کېږي له څه وخت څخه وروسته په جامد شکل په ځمکه لوېږي چې دسربو داشکل ترټولو کم ضررلري ديادوني وړ ده چې سربې ترکيبونه چې په هر شکل وي او په هره طريقه چې انسان په بدن ، خصوصآ په ماشومانو کې جذب شي ذهر دي اودهغه رفعه ستونزمنه اويا غير ممکنه ده . www.en.wikipedia.org/wiki/Combustion) ،مندوزي ،۱۳۹۰ )
دډبروسکاره :
دډبروسکاره څه شي دې ؟ دډبروسکروڅخه دانرژي په توليد کې څنګه ګټه اخستل کيږي ولي موږدهغه څخه استفاده کوودهغه مصرف څومره ده ؟
تاريخې شاليد اوخپريدنه:
سمولپه تيرو وختوکې اکثره خلکو دډبرو دسکرو څخه دکورونو په تودولو کې ورڅخه ګټه اخسته همدارنګه دفولادو جوړولو په صنعت کې هم ترينه ګټه اخستل کيږي . په ۱۸۲۹ م کال کې دلومړې ځل لپاره لوکوموتيو (دډبروسکرو په سوځيدو سره ) دراګت په نوم جوړشو. دهغه څخه وروسته دډبرو سکرو لوکوميتونه په پراخه کچه په اوسپنوکې په کاريوړل شو . دبرق لومړني مرکز په ۱۸۸۲ م کال کې داډيسن په کارخانه کې جوړشو . ددې کارخانې څخه حاصل شوي بريښنا ۱۱۰ ولټه وه اوکولاي شي چې ۶۰۰۰ ګروپونه روښانه کړي . دډبرو سکاره دفوسيلي محروقاتو برخه ګڼل کيږي فوسيلي احتراق دژونديو موجوداتو بقاياوؤڅخه ده . چې په زرګونه کاله دځمکې لاندې پټ شوي دي . واښه (ګياوي )لمرينه انرژي دفوتوسنتيز دعمليې پواسطه اخلي اوګياهي سلولونه اوشکر جوړوي .کله چې ګياوي مري دهغوي پاتې شوني اودحيواناتو پاتي شوني چې دهغوي څخه تغذيه کوي ددريابونواوخاورو لاندې کيږي اودوخت په تيريدا سره دهغه دفشار لاندې دډبروپه سکرواوړي .
دډبروسکرودانرژي څخه دګټه اخستلولارې : په لمړيو کې دډبروسکاره دپوډرو په شکل وړيږي اوله ګرمي هواسره مخلوط کيږي . دغه عمل دډبرودسکرو دچټکې انرژي دازاديدو لامل ګرځي دډبروسکرو پوډر دريړو پواسطه دکرې لورته وړل کيږي اوهلته سوزي . دهغې څخه حاصل شوي حرارت اوبه په بخاربدلوي اودبخاردتوربينونود په حرکت راوستولامل ګرځي .
په پآيله کې انرژي په حقيقت کې دبخار توربين دګرمولو انرژي په حرکتې انرژي باندې بدلوي اوحرکتې ياخوځنده انرژي دجنراتورپواسطه په الکتريکې انرژي اوړي . په اخرکې دډبرو سکروڅخه لاسته راغلي دود دالکتروستاتيکې دودکشونو پواسطه تصفيه کيږي (مخکې لدې چې دهوادککړتيا لامل شي ) همدارنګه داوبوبخار(وروسته دتوربين په حرکت راوستلوڅخه ) سړيږي اوپه نوي توګه په اوبوبدليږي .
دډبروسکرودمعدنونوځانګړني ښيګڼي اوعيبونه: دډبروسکرو معدنونه دنړۍ په ګوټ ګوټ کې شتون لري دبعضي ساده معدنونو استخراج داقتصادې لاسته راوړنو څخه شميرل کيږي . چې دډبرودسکرومعدنونه ممکن د۳۰۰ نه تر ۴۰۰ کلونوپوري اخري (ختميدو) پړاو ته ورسيږي اوپه ضمن کې هر ټن Mj ۳۰ موجوده انرژي دډبروسکرو په هرکيلوګرام کې د m3۷۰۰ طبعي ګاز معادل ده . ښېګڼي : دډبروسکرودشتون ځايونه کولاي شو چې په هرځاي کي په لاره واچوو په ځانګړي توګه دالکتريکې انرژي دمصرف ځايونوسره . خلک ددغسي معدنونو څخه ويره نلري په مقابل کې هستوي معدنونه دي چې دسيمه ايزو خلکو دډار جوګه کيږي . يو حرارتي معدن چې کله له منځه ځي په اسانۍ سره کولاي شو دغه ځواک ځاي دنورو مصارفو دکارولو په موخه وکارؤو اويا کولاي شو چې دسوزيدو په واسطه ځاي پر ځاي کړو دتوليد شوي برق کنترول دډبروسکرو په واسطه ډير اسان وي . دډبروسکرو پواسطه رامنځته شوي انرژي ارزانه تماميږي دډبروسکرو دمعدنونو استخراج اوپيژندل اسانه دي . دډبروسکاره په پراخه پيمانه په کيمياوي منابعو کې ، حرارتي اوپلاستک کې په کاروړل کيږي . زيانونه: دډبروسکروانرژي دتجديد وړنده اوپه مليونونه کاله لازمه ده چې دغه ډول سون منځ ته راشې . يوشمير کندې دډبروسکرو داستخراج په موخه ډيري ستونزمني اودخطرونو څخه ډکي وي اوپه سلونو خلکو تراوسه خپل ژوند پکې دلاسه ورکړي ده.
دډبروسکرو معادن ډير ګران دي په ضمن کې دډبروسکرواستخراج غيراقتصادي ده دډبروسکرو انتقال ځواک ځاي ته ګران (غيراقتصادٍي ) پريوځي دډبروسکرواستخراج دژوند دچپيريال دبدلون لامل ګرځي اوزندګې بښونکې ژوند ته خطر متوجه کوي
په چاپيريال باندې اغيزې : اګرچې دډبروسکروسون ډاډه اومطمئن ده ولي يومهم عامل يې دچاپيريال تخريب ګڼلي شو دډبروسکرو ځواک ځايونه په زياته کچه دسلفراکسايد اونايتروجن اکسايدونه توليدوي په ضمن کې لاسته راغلي کاربن داي اکسايد ددغه ډول ځواک ځايونو څخه داسيدي بارانونو داورښت دزياتوالي لامل ګرځي . هرکال په نړۍ کې کابو دوه ميليونه انسانان دهوا دککړتيا له امله مري دې چارې ډيري حکومتونه هڅولي دي په دې برخه کې پانګونه وکړي کله چې ټيکنالوجي پرمختګ کوي او ښاري ژوند پراخيږي دغه ستونزه هم ورسره پراخيږي په هغې هوا کې چې موږ ېې راکاږو او انشاق کوو ېې نايټروجن ، اکسيجن ، داوبو بخارونه ، او نوربې اغيزې ګازونه موجود دي کله چې انسان په چاپريال کې فعاليت کوي دغه فعاليت ممکن ده هوا ته ځينې نور خطرناک ګازونه او لوګي هم وشړي چې روغتيا ته سخت تاوان لري که څه هم دهوا ککړتيا څو ډوله ده خو زموږ په هيواد کې يوازې دفسيلي سونګو له امله ککړتيا ډير اهميت لري او موږ هم يوازې په دې اړه خبرې کوو دغه ډول ککړتيا د تور کاربن په نامه ککړتيا هم بلل کيږي هغه مواد چې په کورونو کې دګرميدا يا پخلي لپاره کارول کيږي اويا هغه انرژي چې په ګاډو کې ترې استفاده کيږي او هغه مواد چې په کارخانو کې مصرفيږي ټول زموږ چاپريال ککړوي حتي په بخارۍ کې سوځيدونکي لرګي او يا په تنور کې سوځيدونکو خس او لرګي چاپريال په کافي اندازه ککړولي شي ځکه خو نن سبا انسانان په اټومي انرژي پسې دي چې هوا نه ککړوي هغه لوګي چې په کورونو کې توليديږي روغتيا ته ډير تاوان رسوي په تيره بيا ميرمنو او ماشومانو ته ډير ضرر لري ځکه چې دغه پرګنه ډير وخت په کورونو کې تيروي او زموږ ډيري کورونه دهواکشۍ سم سيسټمونه هم نه لري. www.en.wikipedia.org/wiki/coalusing)) پلاستيکي کڅوړې د چاپيريال د ککړتيا سبب ګرځي: په اوسني عصر کې انسانان ډيري داسې مواد کاروي چې په نورو مرکباتو دتجزيي وړتيانه لري دنوموړوموادو څخه يو هم پلاستيک ده .هغه پلاستيکي کڅوړې، چې په ترکيب کې پولي کاربونيت لري منع ګرځول شوې او پر ځاي يې بايد له بديلو کڅوړو ګټه پورته شي.زياتې فابريکې پلاستيکي کڅوړي بازارونوته دخرڅلاو لپاره عرضه کوي.هغه پلاستيکي کڅوړې، چې په ترکيب کې کيمياوي مواد لري منع شي او پر ځاى يې له کاغذي ، کاشي او تکه يې کڅوړو ګټه واخستل شي. چې په دغو پلاستيکي کڅوړو کې د سرب په نامه مواد دي، چې د روغتيا لپاره ډير خطرناک دي. همداراز هغه پلاستيکي کڅوړې، چې له کيمياوي موادو جوړې شوې وي د چاپيريال د ککړتيا سبب کيږي. دغه پلاستيکي کڅوړې د ۲۰۰ نه تر ۵۰۰ کلونو پورې د تجزيې وړ نه دي. چې په دې برخه کې بايد د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي او د تبليغاتو له لارې خلکو ته وويل شي هغه پلاستيکونه، چې په ترکيب کې پولي کاربونيټ لري د روغتيا او چاپيريال لپاره مضر دي. رسنۍ بايد د خلکو د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په برخه کې پوره ونډه واخلي. چې د هيواد وګړي دې د ګرمو او مايع خوراکي توکو د انتقال لپاره له رنګه پلاستيکي کڅوړو ګټه نه اخلي او د پلاستيکي کڅوړو له سوځولو دې ډډه وشي. که چيرې پلاستيکي مواد وسوځول شي داسې ناوړه غازونه توليدوي چې هواککړوي اودتنفسي ناروغيوسبب ګرځي عام وګړي بايد له تکه يي کاشي کڅوړو ګټه واخلي اوهغه پلاستيکي لوښي، چې په ترکيب کې يې پولي کاربونيت کارول شوي هيواد ته وارد نه شي او پرځاى يې له ښيښه يي لوښو کار واخستل شي. دا مهال په افغانستان کې د پلاستيکي کڅوړو جوړونې ۸۱ فابريکې فعاليت کوي، چې خپل توليدات د هيواد ډيرو برخو ته رسوي. خوکه دپلاستکي کڅوړو په ځاي دکاغذي کڅوړوڅخه استفاده وشي بياهم زمونږ چاپيريال کې به ککړتيا زياته وي . ځکه په صحيح توګه ورڅخه استفاده نه کيږي يا خوهم دخلکو بيغوري ده چې دغه پلاستيکي يا کاغذي کڅوړي په هرځاي کې غورځوي که چيري همدغه پلاستيکي يا کاغذي کڅوړي ددې په ځاي چې کوم دکثافاتو راټولولو ځاي کې واچوي اوهغه دښار ،انګړ څخه بهر وباسي دکوڅو ياانګړ منځ کې ورته اورورکوې چې دغه دکڅوړو سوځول بياهم ځيني مضره ګازات هواته ليږدوي اودغه ګازات دډول ډول ناروغيو سبب ګرځي . څيړونكو د مالوچو د ډنډرو، د جوارو د وږي او د افتاب پرست د ګل د ډنډرو په څير د بيولوژيكي پاتي شونو نه د په طبيعت كي د بيا كارولو وړ پلاستيك جوړ كړي دي. چي نوي پرمختګ به د هغو پلاستيكي موادو په كموالي كي اغيزمن وي چي په طبيعت كي د سلګونو كلونو لپاره پاتي كيږي. د نوي نسل پلاستيكونه د پوښولو په ټيكنالوژۍ كي يو نوي انقلاب رامنځته كړي. کومه پروژه چي د منځني ختيځ د پوهنتون (ODTÜ ) او تركيي د علمي او ټيكنولوژيكو څيړنو مركز (TÜBİTAK) په ملاتړ تر سره كيږي، د منځني ختيځ د پوهنتون د كيميا د انجينرۍ د څانګي علمي غړي پروفيسور دكتور افق باكر وويل چي د اوږدي مودي را هيسي د نوموړي پروژي پر سر د څيړنو له امله مو د پام وړ پايلي تر لاسه كړي دي. چي د نوموړي پروژي محتوا دوه جلا اړخونه جوړوي. د زرغونې كيميا اصطلاح د هر ورځي په زياتيدو سره د پراختيا په حال كي ده. پروفيسور دكتور افق باكرپه وينا چي په نړۍ كي د انرژۍ د بحران او كيمياوي موادو له امله د چاپيريال ككړتيا ددي لامل شوي ده چي د ( زرغونې كيميا) اصطلاح پراختيا ومومي. نوموړي پروژه به په دي چوكاټ كي د چاپيريال ته د زيانمنو موادو د كمولو په لاره كي مرسته وكړي. د يو زيات شمير پوهانو په اند په راتلونكو ۴۰ كلونو كي به د نړۍ نفت پاي ته ورسيږي. پرفيسور باكر زياتوي چي ( ځيني كسان فكر كوي چي يواځي به پترول او هغه نفت پاي ته ورسيږي چي په نقليه وسايطو كي تري ګټه اخيستل كيږي دا خو د نفتي موادو يواځي يوه كوچنۍ برخه ده . د بده مرغه هغه ټول مواد چي د پترو كيميا ريښه لري د پلاستيك نه نيولي تر (PVC) پوري ټول كيمياوي مواد به پاي ته ورسيږي. په پرمختللو هيوادونو كي د نفتي موادو د كمښت سره د مبارزي لپاره د پام ور څيړني رواني دي چي په دي چوكاټ كي د جوارو او غنمو په څير د زراعتي موادو نه د سون د موادو جوړل، يو غير انساني كار دي . ځكه چي اوس هم په نړۍ كي داسي هيوادونه شته چي وګړي يي د لوږي سره لاس او ګريوان دي. ځكه خو موږ د جوارو د وږي او د غنمو او افتاب پرست د ګل د ډنډرونو نه د بيولوژيكي پلاستيك په جوړولو كي ګټه اخلو. توليد شوي پلاستيك ميكروب نه نيسي په همدي اړه يو بل تن علمي غړي پرفيسور دكتور ګوركان كراكاش وايي چي د افتاب پرست د ګل او د مالوچو د ډنډر، د غنمو د بوسو، د جوارو د وږو په څير د بيولوژيكي كثافاتو نه جوړ شوي بيو پلاستيك د ګټي اخيستلو نه وروسته په چاپيريال كي د چټك له منځه تللو ځانګړتيا هم لري. د خوراكي موادو د پوښولو لپاره مناسب نوموړي پلاستيك د انتي ميكروبيكي ځانګړتيا په درلودلو سره په ځانګړي توګه د خوراكي موادو د پوښولو په ګډون په يو زيات شمير برخو د اړتيا وړ دي. سربيره پر دي د نوموړي پلاستيك په طبيعت كي په خپله له منځه ځي په دې ډول به په سلګونو كلونو كثافاتو په كموالي كي هم مرسته وكړي.
دنړۍ لس ککړ ښارونه
سمول۱۰ دنړۍ لس ککړ هیوادونه په ۲۰۱۷:[۱]
- زابل ایران
- گوالیور هند
- اللهآباد (هند)
- ریاض عربستان سعودی
- الجبیل عربستان سعودی
- پتنه هند
- رایپور هند
- بامندا کامرون
- شینگتای چین
- بائودینگ چین
اوبه : اوبه شفافه سپين رنګه ماده ده چې دټولوژونديو موجوداتو دژوندلپاره اړين کڼل کيږي په طبيعت کې داوبومقدارډيرزيات دي مګر ددې مقداريوازي په سلوکې يوه برخه داستفادي وړده . دانسانانودبدن په سلوکې پنځه ويشت برخي له اوبوڅخه ترکيب شوي دي. دتازه اوبو څخه د څښاک ،دکاليو پريمنځلو ، دغذايي موادو توليد ،دکبانوساتنه ،دماشينونوسړول ، کنګل جوړول ، دانحلاليت لپاره په کيمياوي فعاليتونو کې اوپه سلګونو نوروچاروکې کار اخستل کيږي . دڅښاک اواستعمال وړپاکې اوبه دکاريزونو ،چينو اوڅاګانوڅخه ترلاسه کيږي خوکله چې انسانان خپل ډيراني يا فاضله مواد ويالو ،سيندونو ، اوياسمندرونوکې غورځوي پاکې اوبه ددې موادوپه وسيله ککړيږي اوداستعمال څخه پاتې کيږي خوکله چې دموټرو اوکارخانو لوګي يا نورشين کوريزه غازونه دوريځوسره يو کيږي باران تيزابي کوي تيزابي باران دګوګړوتيزاب اونايتريک اسيدلري چې هيڅ ډول اړتيا هم نشي پوره کولاي . دځينو کارخانو لکه دچايو ، سګريتو ، بوره ، کاغذ جوړولو اونورو پاتي شونو چې اوبه ککړوي بايد په کلکوتختو بدل شي .په هواکې دشين کوريزو غازونو زياتوالي دادي چې دهوااصلي ترکيب له منځه ځي بارانونه ، اوبه ، وريځي ،اودهواطبقي تيزابي اوپه پايله کې منطقه القلي بڼه پيداکوي . د هوا د ككړتيا په سلوکې ۷۰ لامل د هغو ناسوځنده موادو په سبب دي، چې له موټرو دباندې وځي او په فضا كې معلق پاتې كيږي.
د افغانستان ښكلى چاپيريال، چې پخوا يې د توريزم له نظره د زياتو نړيوالو سيلانيانو پاملرنه ځانته را اړولې وه او له دې لارې هيواد ته ډير عايدات تر لاسه كيدل، اوس يې د چاپيريال د تخريب او ويجاړيدنې او دامنيت د ناډاډمن حالت په صورت كې دا ارزښت او اهميت په بشپړه توګه له لاسه وركړى دى.
ښارونو ته د خلكو د زيات بهير د راماتيدو، داستو ګنې لپاره دمناسبو كورونو كمښت او دښاروالۍ دخدمتونو نشتوالى، په ښارونو كې د خلكو ګڼه ګوڼه او تر څنګ يې د نقليه وسايلو د زياتوالي له امله د هوا او اوبو د ككړتيا او داسې نورو بې شميره ستونزو په خپل ځاى د ژوند چاپيريال له ډير ناوړه حالت سره مخامخ كړى دى. د يو ملت داستو ګنو د ژوند د چاپيريال ساتنه تر هر څه لومړى د هغوى خپله لومړنۍ او اساسي دنده ګڼل كيږي، ځكه چې انسان په خپله د ژوند د چاپيريال د تخريب او هم يې د ساتنې، بيارغونې او ښيرازه كولو په چارو كې بنسټيز نقش لري. نو همدې ټكي ته په پاملرنې موږ د خپل هيواد د ژوند د چاپيريال د ويجاړيدنې د مخنيوي لپاره تر هر څه لومړى په ملي سطحه د ژوند د چاپيريال ساتنې د فعالو ارګانونو او ادارو د موجوديت اړتيا احساسوو، چې د اجراآتو لپاره لازم قوانين او لايحې ولري، چې دا د دولت دنده او مسووليت دى او همداشان د ټولنې د استوګنو وګړو دنده ده ، چې د خپل چاپيريال په ساتنه کې له ښاروالې او نورو اړوندو چارواکو سره مرسته وکړي.(جي.تي.ميلر۱۳۷۷ ، www.villageearth.org )
اوزون (ozone) اوزون په انګرېزي:Ozone لايه د اکسيجن د عنصر يو شکل دي. سربيره پر دې چې اکسيجن په اتومي او ماليکيولي بڼه شتون لري، د درې اتومي ماليکول په شکل هم موجود وي
او هغه د اوزون O3 په نوم يادېږي. کله چې د برېښنا جريان د اکسيجن او يا هوا په منځ کې تيرېږي، ځانګړي بوي لري، چې علت يې د همدغه اوزون توليدېدل دي. اوزون په عادي شرايطو کې يو ګاز دي او د اکسيجن سره يې د ډېرو زياتو سړولو په نتيجه کې توپير کيداي شي. اوزون په -۱۱،۱۹ درجو د اوبو په څير مايع باندې بدليږي. په اوبو کې د اوزون د حل کيدو کچه د اکسيجن په پرتله ډېره زياته ده. ۱۰۰ حجمه اوبه د سانتي ګراد په صفر درجه کې د اوزون ۴۹ حجم په خپل ځان کې حل کولاي شي. د اوزون اتومي وزن ۱۵،۹۹۹۴ او ماليکيولي وزن يې ۴۷،۹۹۸۲ دي. د اوزون ماليکول د اکسيجن د ۳ اتومونو څخه ترکيب شوي دي. اوزون د سټراټوسفير په منځ کې د ۳۰ - ۸۰ ميلو (۴۸،۲۷ - ۱۲۸،۸۷۴ کيلومتر) واټن په پوله کې د ځمکې د مخ څخه پورته شتون لري او نژدې ۲۰ ميله (۳۲،۱۸ کيلومتر) پنډوالي لري. اوزون د ځمکې مخ د انفرارېډ وړانګو د زيان رسوونکو اغيزو څخه مخکې لدي چې ځمکې ته ورسيږي ژغوري. بنا پر دي اوزون په ځمکه دژوند لپاره ضرورده . داوزون طبقه څه شي ده: داوزون طبقه عبارت له هغه طبقي څخه ده چي دځمکې دکرې څخه په فضأ کې اودستراتو سفير په برخه کې چې داوزون دماليکولونو څخه جوړشوي او ددې سيارې چارچاپير يې ديوي پوکاڼې شکل نيولي ده. اوديو فلټر وظيفه دلمر دماورا بنفش دمضرو وړانګو د UV-B پنوم سرته رسوي دغه وړانګه يو ډير قوي نور ده چې دلمر څخه ځليږي اودانسان په روغتيا اوچاپيريال بدي پا يلې لري. دستراتو سفير طبقه دتروپوسفير دلايي څخه وروسته دځمکې په فضاکي قرارلري اودځمکې له ۱۰-۲۰ کيلو متري څخه شروع او تر ۴۰-۵۰ کيلو مترو پوري دوام کوې.( http://ozon.unep.org[مړه لينکونه]) داوزون طبقې شکل (بڼه) . داوزون طبقه دځمکې پرمخ دژوند کولو لپاره ډيره ارزښتناکه ده دغه طبقه دفلټر په شان عمل کوي چې دلمر دماورابنفش وړانګو يا UV – B څخه ځمکې ته مخنيوي کوي . په هغه صورت کې چې داوزون دماليکولونو دتخريب يا ورانوني سرعت زيات وي دهغه
(۱۴)شکل:اوزون چې دمضره وړانګومخنيوي کوي دځاي پر ځاي کوني داوزون دنوي ماليکولونو سره چې په طبعې ډول سره توليديږي نو دکار پايله به داوزون طبقې کمبودي وي ددغه اوزون طبقې تخريب ددفعي ځواک البته حفاظتي دفاعي ځواک دکمښت لامل ګرځي چې په پايله کې دځمکې کره د UV- B دزيا تو وړانګو دلګيدو سبب ګرځي يا ځمکه ددغه وړانګو لاندي راځي . دما ورابنفش پيژندونکو (پوهانو) دلمر دغه ماورابنفش وړانګې په دريو برخو ويشلې چې عبارت دي له UV – A/ UV – B/ UV - C چېUV - C دځمکې سطحې ته نه رسيږي او د UV – B وړانګې تريوې اندازي پوري داوزون طبقې په فلتر کې ګرفتاريږي اودUV – A وړانګې په پوره ډول داوزون طبقې څخه تيريږي پدې ډله کې UV – B اصلي مقصر اولا مل دصدمو اوخطرونو دځمکې دمخ پر موجوداتو اوناوړه پايلو په چاپيريال ده . داوزون طبقي تخريب: اوزون يو ګاز ده چي داکسيجن د دري اتومي ماليکولونو څخه جوړ شويدي او ددري اتومه اکسيجن لرونکي ده . پد اسي حال کې چې داکسيجن کوم ماليکولونه چې موږ يې تنفس کوو يواځې د دوه اتومه اکسيجن لرونکي دي . داکسيجن ماليکولونه دفعل او انفعال په ترڅ کې داوزون ماليکولونه او په همدي حال کې دورته عکس العمل په نتيجه کې داوزون ماليکولونه داکسيجن په ماليکولونو اوړي . په هغه حالت کې چې داوزون دماليکولونو اندازه يا شميرالبته دتشکيل شوي ماليکولونو دتخريب شوي يا تجزيه شوي ماليکولونو دشمير سره برابروي نوموړي عکس العمل دحرکتي توازن په حالت کې قرار لري .
اوزون څنګه تخريبږي: داوزون دماليکولونو ترمنځ تعادل يا توازن اوداوزون دماليکولونو تخريب دحرارت فشار ، دچاپيريا ل شرائط اودماليکولونو ترمنځ تراکم پوري اړه لري . دغه توازن اوتعادل کولاي شي چې ټول ماليکولونه چې داوزون دماليکولونو سره په عکس العمل کي دي مختل کړې اوپه پايله کې هغه له منځه يوسي که چيرته دتخريب سرعت زيات وي ولي دنوي تشکيل شوي اوزون دماليکولونو دسرعت داندازي څخه زيات کم وي نو پدي حالت کې نوموړي توازن دموازنې يا تعادل حالت څخه خارجيږي اوکمبود داوزون دماليکولونو دتراکم به وي . دمونتريال دپروتوکول له مخې داوزون يوه اندازه خرابونکې مواد (ODS) پيژندل شوي اوله هغوي څخه ګټه اخيستل شوي . ددې موادو دتخريب ځواک ډيرلوړ ده ځکه دهغوي فعل اوانفعال داوزون دماليکولونو سره په يو کړيز فوتو کيمياوي ډول صورت نيسي .
دهغې څخه وروسته چې داوزون يو ماليکول تخريبږي نو ODS خپل فعاليت ته داوزون دټولوماليکولونو سره ادامه ورکوي. داوزون طبقې دتخريب موادو دعمر دوران ددي موادو په ډول پوري تړلي چې د ۱۰۰ – ۴۰۰ کالو پوري ده نوپدي خاطر يو ماليکول ODS کولاي شي په سلګونو داوزون ماليکولونه تخريب کړي .
داوزون طبقې تخريب کوونکې مواد داوزون طبقې تخريب کوونکې مواد کيميا وي مواد دي چې پوره يا بشپړ پوتانشيل څخه داوزون دماليکولونو دعکس العمل لپاره په ستراتو سفير کې برخه مند دي . دغه مواد اساسآ د کلورو لرونکو هايدروکاربونو ،فلورولرونکو يابروم لرونکو څخه تشکيل شوي اوعبارت د ي له . کلورو فلورو کاربن ، هايدرو کلورو فلورو کاربن ،هالونونه ، هايدروبرومو فلوروکاربونونه ، بروموکلوروميتان ، ميتايل کلوروفارم ، تتراکلورايد کاربن اوميتايل برومايد .
داوزون طبقې دتخريب نښي نښانېپه چاپيريال اودانسان په روغتيا باندي
دلمر مهم اثرات دځمکې پر مخ دماورابنفش وړانګې زياتوالي په لاندي ډول خلا صه کيږي. دوګړوروغتيا : دانسان دبدن دحفاظتي ياساتونکې سيستم تخريب د DNA دزيانمن کيدو له لاري چې د عفوني او ميکروبي ناروغيو لامل ګرځي دماوراءبنفش دB وړانګه دپوستکي دسرطان اصلي لامل ده چې خبيث او سليم پيژندل شوي دي ددغي وړانګي زياتوالي کيداي شي دملغلروداوبو اودسترګو دړنديدو سبب شي.
وني اوبوټي : داوزون دطبقي کمښت په کرنه ، ځنګلونو بدي اغيزي لري دماوراءبنفش وړانګه په کيمياوي ترکيباتو کې په ځيني بوټو کي دتوپير لامل ګرځي په کرنيزو توکو باندي ډول ډول تجربو دا جوته کړيده چې زياته زيان منونکې (مضر) د B دوړانګې په وړاندي عبارت دي له کورني بوټي لکه کدو هندواڼه خټکي اوهمدارنګه دغه وړانګه په رومي بانجانو ، کچالو ،چغندر ،لوبيا اوهمداسي نوروکيږي. همدارنګه تجربو ښودلي چې مخروطي شکل لرونکي تخم ګياوي اوبوټي ددغي پيښي ښکار دي.
ابي اورګانيزمونه : دماوراءبنفش وړانګه يا B په اوبوزلو اورګانيزمونو په ځانګړي توګه واړه موجودات لکه :پلانکتونه ،داوبو واښه ، خرچنګونه اوداسي نوروباندي اغيزه کوي. مواداومصالې :
کوم مواد چې په ودانيو (ساختماني) ،رنګونو ، لرګيو ،پلاستک اونور چې کله دوړانګي په مقابل کي واقع شي نو تجزيه کيږي په ځانګړي توګه پلاستيکونه دغه ضررونه اواغيزي په شاړو سيمو کي زياتي وي چې دغه خسارات کولاي شي هرکال په ملياردونو ډالروته ورسيږي .
دځمکي دمخ دود : دBماوراءبنفش وړانګه دځمکي پر مخ ددود دزياتوالي لامل ګرځي په ځانګړي ډول په هغو ښارونو کې چې دخارجي يا بهرني ګازونو انتشار چې دفوتو کيميا وي عکس العمل سبب ګرځي دغه پيښې هم دچاپيريال اوروغتيا په وړاندي دخنډجوګه کيږي .
دکلورو فلورو کاربونونو (CFCS) رول داوزون په تخريب کې :کلوروفلورو کاربونونه (CFCS) داوزون دقشر دتخريب سبب گرزي معمولآ دغه کيمياوي مواد ديخوونکو په توګه په ايرکنډيشنونوکې استعماليږي . دوي ستراتوسفير ته منتشر کيږي کله چې دوي دماؤراي بنفش وړانګو سره مخامخ کيږي دکلورين ازاد راډيکلونه توليديږي . دغه دکلورين ازاد راډيکلونه داوزون سره تعامل کوي دهغه دتخريبيدو سبب ګرزي .حتي دکلورين يو منفرد ازاد راډيکل کولاي شي تقريبآ ۱۰۰۰۰۰ داوزون ماليکولونه تخريب کړي . (http://ozon.unep.org[مړه لينکونه] ،مندوزي ،۱۳۹۰ )
دککړي هوا دزيانونوڅخه مخنيوي.
سمولدټولونه غوره لاره دوښو (ګيا) دزيانمن کيدو دناپاکي هوا پواسطه کمول اويا هم له منځه وړل دي په رامنځته شوي سيمه کي . دوهمه لار . په ورو (تدريجي) ډول دحساسو ګياګانو ځاي په ځاي کول دي . او دريمه لار دکيماوي درملو استعمال دي چي د وښو د سوريو د خلاسيدو او يا په لږه اندازه د زيانونو څخه مخنيوي وکړي . له شک څخه پرته چي انسان به هيڅکله هم د داسي ورځي ليدونکي نه وي چې بشپړ لاس رسي او کنترول په مضرو ګازونو چې محيط خرابوي ولري . ولي د هوا پيژندني د معلوماتو په کتنه د ککړونکو موادو اندازه چې انسان ته خطرناک دي اټکل کړو . په داسي حالاتو کې د هوا د ککړتيا سلنه لوړيږي او ځيني فابريکې بايد ملزمي کړو چې يا د ککړتيا د توليد منبع ودروي او يا حد اقل د خپل فعاليت کچه را ټيټه کړي د مثال په توګه د ډبرو د سکرو څخه ګټه واخلي چې د کم مقدار ګوګړو لرونکې دي . ګياوي د ناپاکي هوا له منځه وړلو لامل دي : يو زيات شمير څيړني ښيي چي واښه د هوا په پاکيدو او دپاکي هوا په را منځته کولو کي ستره ونډه لري په ۱۹۷۳ م کال کي بنت وهيل د کنترول وړ محفظه کي شفتله د هايدرو فلوريک اسيد (HF) سلفرداي اکسايد (So2) اوزون (O3) نايتروجن داي اوکسايد (No2) په مقابل کي کيښوده او ثابته يي کړه (HF,So2,No2,No) د ليدو وړ برخي د ګياه دپورتنۍ برخي او وروسته د شفتلي ځمکې ته د نږدې برخي د محفظه څخه غوڅي شوي فلوريک اسيد هغه ماده وه چې ډيره ښه په بشپړ ډول جذب شوه په هغه راپور کې چې په ۱۹۷۱ م کال کې د هيل په واسطه خپور شوي وو هغه ويلي وو چې واښه د ککړوونکو عواملو جذبونکي او هوا پاکوي . هغه ادعا وکړه چې واښه (ګياه) په لانديني ترتيب سره د هر څه نه زيات د ککړوونکو منابعو د جذب وړتيا لري کلوريک اسيد ، سلفر داي اکسايد ، کلورين ، نايتروجن داي اکسايد ، اواوزون دي، او نايتروجن اکسايد دغه مطالعات او ټولي تجربي دا جوتوي چې ګياوې د اتوموسفير د ککړتيا په مخنيوي کې ديوي طبعي جذبونکي منبع په توګه ستره ونډه لري .
سالم ژوند دپاکي هوا سره:
سمولپه عمومي ډول متخصصين پدي باور دي چې دپاکي هوا (تصفيه شوي هوا) څخه ګټه دټولو هغه کسا نو لپاره چې په ښارونو،کليو ،اوسيمو کي اوسيږي ضروري ده ولي په ځانګړي توګه دنوي ځوانانو (زڼو) زړودتنفسي ناروغانو او اميدوارو ښځو لپاره چي بشپړو پړاونو (full stage) درلودونکي وي حمي اوضروري ده نو بنآ پدې خاطر توصيه يا سپارښتنه کيږي چي ماشومان ،زاړه ،اميدواره ښځي دککړتيا ۱۶)شکل:وني بوټي اوپاک چاپيريال څرنګه چي دکورونو او تړل شوي فضاؤداخل نسبت ازادي فضاته ککړوي نوپدي خاطر دتصفيه کوونکې دستګاه(full stage)استعمال دارزښت وړده ددغه ډول محصولاتو دمصرف يوازني بازار دامريکې هيواددي چي دNEOAIR په مارک سره وړاندي شوي دي .(مجيدمخدوم ،۱۳۹۰ )
ددستګاه دکار کولو ميتود يا لاره : دهوا دتصفيې دستګاه دچاپيريال ناپاکه هوا دخپلو زورورو پکو په ځواک سره راکش کاږې (جذبوي) اوله پنځه ډوله فلتر ديو وي ګروپ ،اودمنفې ايون دمولد چې په مجموع کې ۷ اووه پړ (۱۷)شکل:==دهوادتصفيه کوونکې دستګاه پړاوونه==
هوا په بشپړ ډول اوپه همزمان کې تصفيه ،تازه ، اود تنفس وړ اوداکسيجن څخه ډکه هوا رامينځته کوې . اوتاسو ته هغه ځاي درکوي چې هره ورځ ځان دطبيعت په زړه يا درشل کې اودغرو په لمنو او ځنګلونو په غيږه کې ځان احساس کړي. دهوا تصفيه کيدنه : دپيش فلتر څخه په ګټه اخستلو سره : دزراتو جذب دمثال په توګه دفرش ، پردې ، وېښته اود حيوانا تو بڼکې دهوا ګرد خاوره . پلاسما فلتر: دالرژيکې ذراتو الکتريکې جذب اودنانو ټکنا لوژې څخه په ګټه اخستلو دبويونو او ګازونو جذب .
دفعال کاربن فلټر: دګازونو جذب لکه کاربن مونو اکسايد دسګرت دبوي په شمول.
دهپا فلټر: دټولو الرژيکې معلقو ذراتو جذب چې د۰،۱ ميکرون ذرات اودهوامضر ککړونکې چې لدې جملې څخه ويروسونه ، باکترياوې اوعضوې انتشار شوي ګازونه جذب کوې . TIO2 فلټر: تيتانيم داي اکسايد فلتر دي فوتو کاتلست (تيتانيم داي اکسايد + ګروپ يو وي) له لاري نامطبوع بويونه ، بکترياوي ويروسونه جذبوي.
(UV-LAMP): دخوګې انفلونزا دويروسونو اوهوا کې ژوند کونکې بکترياوي له منځه وړې.
منفې ايون : دهوا دپاکوالې په خاطر او دچاپيريال داکسيجن زياتوالي اودهغه ککړونکوله منځه وړل چې دمثبت ايون لرونکې وې .(فريده ګلبابايي ،۱۳۷۸ ==دهوا دتصفيه کوونکې دستګاه ګټې== : دغوره طبې اوددرملنې لار په تنفسي ناروغيو ، دزړه ناروغيو ، حساسيت ، برونشيت ، دوينې لوړ فشار ، شديدسينوزايټ ، ميګرين اود سرطان ضد لومړني رامنځته کيدونکې اثرات اودافسردګې ضد اود هغه مثبته پايله دوجود په روغتيا اودپوستکې په سلامتيا ک
دتايئد وړده : دملګرو ملتونو(WHO ) داروپا داستاندارد ټولنه يا CE د ISO9001شهادتنامه لرونکې
دککړونکې نوم تاثير يې په انسان باندې کاربن مونواکسايد (CO) سستې، ضعيفوالي ، دعضلو درد، فکرې اختلال ، بيهوشې ، تشنج دنايتروجن اکسايدونه Nox مزمن برونشيت ، دسږو پړسوب ، اوليدلو کمي سلفر داي اکسايد دګوګړو (SO2) دسترګې پړسوب ، دپوزې پړسوب ، او په تنفسې دستګاه کې اودمغزو دعکس العمل رامنځته کيدل. سرب (pb) دوينې جګ فشار ، دوينې کمبود ، دپښتورګوناروغي ، په لوست اوليک کې تاخير ، دحافظې کمزورې اوپه کوچنيا نو کي دخبروکولو اوکړنو ستونزې
دهوا پاکونکې دستګاه داستعمال ګټې.
دبکتريا ويروسونو اود خوګې انفلونزا يا خطريز انفلونزا څخه مخنيوي کوې. دمثبتو ايونونو له منځه وړل او ککړونکو دستګاؤ لکه جنراتورونه ، دښار ګروپونه دراحت اوارام خوب کولو سره مرسته کوې اودکوم فشار پرته اوزون ، سلفرداي اکسايد ، نايتروجن داي اکسايد ، کاربن مونو اکسايد دجذب قابليت دزهرې ګازونو له هغې جملې څخه دتړل شوي چاپير يال دخوسا بوي له منځه وړل په ځانګړي توګه دسګريت بوي
==دصنايعو سره دژوند دچاپير يال دککړتيا اړيکه==: دژوند دمحيط ککړتيا دانسانانو ناروغي اوبې وخته مرګونه په لاندې عواملو پوري اړه لري . ۱- دخلکو بې خبري دککړتيا دزيان راوړونکو مسايلو اودهغوي رول دژوند په محيط کې. ۲ – دښارپه داخل کې مسافر وړونکې بسونه ،ميلي بسونه ، خصوصي اوعمومي موټري ، موټر سايکل ، الوتکې ،اورګاډي ، کشتۍ داټومي صنايعو تجربې اونور دهواککړتيا کې اساسي رول درلود اولري ئي . ۳ – دمحروقاتو دغيرمناسب په فابريکو اوکارخانوکې دژوند دچاپيريال يو له ککړونکو عواملو څخه شميرل کيږي . ۴ – په صنعتي کارخانو کې دتصفيي دستګاه نه لرل دکارخانو دبيکاره (فضوله ) موادو تويول دسيندونو په اوبو کې په عمده ډول درندو فلزاتو لرونکې ترکيبونه نورخطر ناک کيمياوي مواد لري اوهمدارنګه نفتي مواد چې داوبو دککړتيا ، داوبو دحيواناتو او نباتاتو دمنځه تلو سبب ګرځي . ۵ – پوهيږو چې اوبه دژوند يو موجوداتو دحياتي موادوڅخه ده چې له هغې څخه په کرنه کې زياته ګټه اخستل کيږي داوبو ککړيدل دزياتو محصولاتو دککړيدو سبب ګرځي اوپه نتيجه کې دزياتو ناروغيو دمنځته راتلو باعث ګرځي . ۶ – مسموم کوونکي غازونه چې دنقليه وسايلو اوکارخانو څخه رامنځته کيږي دمرغانو ژوند هم دستونزو سره مخامخ کړي دي . ۷ – اسيدي بارانونه چې دژوند دچاپيريال دککړتيا څخه رامنځته کيږي چې دزراعتي محصولا تو په له منځه وړلو او دځمکو په شنډ کولو کې مهم رول لري . ۸ – دځمکې دتودوخي ددرجي زياتوالي اوداوزون دقشر تخريب دهغو ګازونو څخه اغيزمن شوي دي کوم چې دفابريکو اونقليه وسايلو څخه چې دفوسيلي محروقاتو څخه استفاده کوي متصاعد کيږي . ۹ – دژوند دچاپيريال مسايلو ته نه پاملرنه اويا کم اهميت ورکول . داجتماعي فعاليتونو دبازده (بهر) دکموالي مهم عامل دي اولدې لارې دټولني اقتصادته ډير زيات زيان رسيږي .(مندوزي ،۱۳۹۰ ) ==دهوادککړتيا پرضد مبارزه== : هغه هوا چې تنفس کوو ئي پاکونه يې دټولني دهرغړي يو له ډيرو مهمو دندو څخه ده دامريکا دمتحده ايالاتو رئيس جمهور د ۱۹۶۷ م کال کنګرې ته په خپل پيغام کې داسې څرګنده کړي وه . دفضا ککړتيا پدې وجه نده چې دمخنيوي وړنده او نه پدې خاطرده چې هغه نشوکولاي له منځه يوسو دفضأ ککړتيا دنه پاملرني نتيجه ده اونه بايد دغه غفلت تکرارشي اوبايد دامريکا اوسيدونکې دخپلو نماينده ګانو له لاري دخپل ځان اوخپلو بچيانو لپاره دهغې هوا چې تنفس کوي دناروغۍ دويرې پرته دحق غوښتونکې شي دغه ککړتيا به له منځه ولاړه شي . داروپا دستراسبورګ په کنفرانس کې چې په ۱۹۶۴ م کال کې داير شو چې دهم ګټو دولتونو په پو هاوې کې مشارکت (ګډون) رامنځته شو . تقريبآ دنړۍ په ټولو ځايونو کې په خلکو کې هوښيارې رامنځته شوه چې ددولتې ادارو څخه دشکايتونو څپې راپورته شوې چې بايد دککړتيا په مقابل کې دمبارزې پرضد له خپل ځانه غبرګون وښيي .
==دهوادککړتيا په مقابل کې دخلکو اودهغوي داستازو دندې==: دستراسبورګ په کنفرانس کې يوه مهمه مسئله رامنځته شوه چې دپيسو دتامين مسئله ده . يا په بل عبارت دککړتيا په مقابل کې مبارزه زياتومالي امکاناتو ته ضرورت لري په دې شرائطو کې ددولت اودمجلس دنماينده ګانو دنده داده چې داسې مقررات اوقوانين تهيه اوتصويب کړې چې داجرائيه عمل موجب شي دسارې په توګه په فرانسه کې موجود قوانين اودبلې خوا دټولنې دافرادو وظيفه ده چې بايد هوشيار اوبيدار وي او دلازم پوهاوې څخه برخورداروي تر څويو مؤقتي تشويش په يوه ډله ايزه اعصابي اختلال تبديل نشي . (مندوزي ،۱۳۹۰ ) دونوګټې : و- نې دهوا څخه کاربن ډاي اکسايد زبيښي (فوتوسنتيز) و- نې دسيوري اوترشح له لارې طبعي ساړه رامنځته کوي . د- کورونو ترڅنګ وني کولاي شي دباد ، واوري په وړاندې خونديتوب رامنځته اودتودوخي په کموالي کې مرسته کوي . د- کروندو په شاوخوا کې وني کولاشي په کروندو باندي دباداوتودوخي دزور مخنيوي وکړي په داسې حال کې چې دځمکې دبرسيره حاصل ورکوونکي خاوري دضايع کيدو مخه يي نيولي اونم ښه وساتي . و- ني تازه ميوې اومغزلرونکي ميوې ورکوي . و- ني ښکلا ته زياتوالي ورکوي اوسيمه سمسور ساتي . و- ني دوحشي ژوو لپاره داوسيدو ځاي رامنځ ته کوي (ځنګل) د- ونو پاڼي چې دمني په موسم کې دونو څخه راتوئيږي دبڼونو لپاره په يوي ښې سري اړول کيږي . د- واټونو پر غاړه وني درازراز غږونو په کموالي کې مرسته کوي . دککړتيا په مقابل کې دمبارزې لاري چاري: هغه لارې چارې چې دهغوي پواسطه کولاي شو دهيواد په اوسنيو شرائيطو کې دهوا ککړتياتر ټاکلې حده پورې کمي کړاي شو . ۱ – داګزوز لوګيو دبې خطره کولو په خا طر دکتاليستي تبديلوونکو دنصبولوطرحه . ۲ – دهغه عراده جاتو درول چې اساسي ترميم ته اړتيا لري اونيمګړتياؤو درفع کولو په صورت دبيا استفادې اجازه . ۳ – دعراده جاتو دلوازمو اوپرزوارزانه کول اوله ځنډ څخه پرته دمصرف کوونکو په واک کي ورکول . ۴ – دککړتيا درفع کولو په خاطر دعراده جاتو داخلي جوړونکي باندې دامنل چي موجوده ټاکلو نورمونو متابعت وکړي . ۵ – دنقليه وسايطو داګزوز څخه دراو تونکوککړتياؤودکنترول دمرکزونو ايجادول ۶ – دشخصي نقليه وسايطو پرځاي دټولني داړتيا سره سم عامه نقليه وسائطو ځاي پرځاي کول. ۷ – هغه کارخانې چې دګاز رسولو شبکې په مسير کې پرتې دي دګازي انرژي څخه ګټه واخستل شي اودنه امکان په صورت کې ښايي دسپکو اوکم سلفر لرونکي محروقاتو څخه استفاده کول پکاردي . ۸ – دکارخانو په اړينو برخو کې دککړونکو موادو کنترول دستګاه نصبول . ۹ – دښار په بهر کې دمناسبو سيمو ټاکل اوهلته دنووصنعتي واحدونو ځاي پرځاي کول اوبيا ورته دښاردننه څخه دټولو صنايعو ليږدونه .
۱۰ - دهستوګنو په سيمو کې زياتره دګاز اوانرژۍ څخه دګټي اخستني په خاطر دګاز رسولو دشبکو دسيستم پراختيا .
۱۱ – په هغه سيمو کې چې دګاز ميلي شرکت ښاريانو ته دګاز لازمي اسانتياوي برابري کړي وي نودګاز څخه اخيستنه لازمي وګرځوي . ۱۲ – دسوخت دوسايلو داخلي جوړونکي اړايستل شي ترڅو دواحد سټندرد څخه پيروي وکړي اودګازونو وسايلو عرضه کولو ته دي لاتشويق شي . ۱۳ – خلک دخپلو محروقاتي دستګاؤو دنيمګړتيا په ليري کولو مکلف دي . ۱۴ – دښار اوسيدونکي دې دسونګ دمناسبو موادو داستفادې په موخه په ډله ايز ډول وپوهول شي اودهغوي همکاري دې په دې برخه کې لاسته راوړل شي . ۱۵ – دلويو ساختمانونو ،هوټلونو ،دوغتونونو اوادارو خاوندان دخپلو مرکزي حرارتي دستګاؤو دفني نيمګړتياؤپه لري کولو مجبور کړاي شي چې د مناسبو محروقاتو څخه دي استفاده وکړي . په پورتنيو مواردو سربيره دهواد ککړتيا مسئله اوښار جوړول يو له بله بيل نه دي . دهوادککړتيا دمخنيوي په طرحو کې دښار جوړوني مسايل بايد په بشپړ ډول په پام کې ونيول شي دمثال په ډول دسړکونو پخول او اسفالټ کول اود پلي لارو اساسي جوړول په کافي اندازه دشنو خياباني سيمو رامنځته کول . ديادوني وړده چې دچاپيريال ساتني په هکله په قران عظيم الشان اونبوي احاديثو کې يي څوڅوځلي يادونه شويده دمثال په توګه که قيامت راغي اوپدې حال کې ستاسي په لاس کوم نيالګي ؤو نو که فرصت يي درلود ودي کري ځکه هغه ته اجر ورکول کيږي .(حديث عمده القاري) تمت با الخير
(مندوزي،۱۳۹۰ )ايله
ډيري طبعي سرچينې له ککړونکو ګازي هواوڅخه وجود لري چې په هغه کې اورغورځونکې دځنګلونو سوځيدنه اوخپاره شوي ګازونه دي . په ځينو مواردوکې دخرابي هوا دخپرېدني طبعي لمن برابره يازياته وي کوم چې دانسان دفعاليتونو په ترڅ کې رامنځته کيږي .دتخنيک په پرمختګ سره دزياتو ګازونوخپرېدنه له هغه مرکزونوچې فوسيلي منشأ لري اودودي(خراب) موټرونوڅخه کولاي شونوم واخلوچې په هيڅ يو مخکني پيړيو کې وجود نه درلود. تردې چې په مخکنيو زمانو کې هم انسانانوفعاليتونه دهوادککړتيا لامل کيدو . کوم دود چې دلرګيو څخه هغه هم دپخلې اوداسې نورو موخوپه اړه ؤلکه دکورونو ګرمول چې دادهوا دککړتيا لامل ؤ. پدې ورستيو کې دزياتو کوششونواوفعاليتونو اودصنعت دمنځته راتګ له امله دهوا ککړتيا زياته شوي ده بالخصوص دډبروسکرو سوځول دسلفرداي اکسايد په واسطه چې دهوا دشديد ککړېدو لامل ده په ښارونو کې هوا زياته ککړه کړېده . ددې لپاره چې دانسان سلامتي ته صدمه ونه رسيږي دمحيط دنظام لپاره ساختمانونه جوړشو .دهواککړتيا يو نړيواله مسئله ده چې دانسان دژوند مهمي برخي ترتاثيرلاندې نيسي دزراعتي محصولاتو تهدېد اوورپسې دځمکې دکرې ګرميدل له ۲-۵ درجو دسانتي ګرېد غذائي منابع کموي اوغذائي مصرفونه زياتوي پدې برخه کې بله مهمه مسئله داده چې دبشر سلامتيا دخطر سره مخامخ کيږي دمختلفو ناروغيو منځته راتګ لکه عفوني ، شرواني ، قلبي ، تنفسي ،چې دتودوخي ددرجې تغير اود حفظ الصحه سيستمونو دګډوډېدو له امله دڅښاک اوبوته نه لاسرسي اودبکترياؤزياتوالي دځينو ناروغيو دزياتوالي لکه عفوني ،اسهال دمنځته راتلو سبب کيږي . ډول ډول طبعي افتونو اوحادثاتو زياتوالي چې له هغې جملې څخه دهوا دتودوخي لوړوالي اوورپسې شدېد سيلابونو ،طوفانونو اووچکالي له امله امکان لري چې قحطي ، بې کوره کيدل ، رواني ناروغيومنځته راتګ اودمرګ ژوبلې سبب شي . دنورو برخو له جملې څخه چې دهوادککړتيا تر تاثير لاندې راځي ايکوسيستم ده هغه ايکوسيستمونه چې خطر کې واقع دي کولاي شو چې دځنګلونو څخه يادونه وکړو چې تجربو ښودلي چې دنړۍ دتودوخي ديودرجې لوړوالي دمتوسط حد څخه دځنګلونو په وده باندې اغيزه کوي . اودبيماريو دمنځته راتګ اوداورلګيدو لاملونه ځان سره لري .دموجوده اوبو بخار په اتوموسفير کې په مستقيم ډول دبشر دکنترول لاندې نده د غه اوبه داقليم په ککړتيا کې يومهم اومثبت اهميت لري . ګرمه کولاي شي چې ډېر رطوبت ځان سره وساتي يعني دتودوخي دزياتيدو له امله داوبودبخاراندازه زياتيږي اودګازونو دزياتوالي سبب ګرځي . اوس مهال کاربن داي اکسايد ۶۰ په سلو کې دګلخانه ئي ګار سبب ګرځي اودغه ګازونه په طبعي ډول په اتوموسفير کې موجود دي اما دډبروسکروله سوځولو ، نفتو ،طبعي ګازونو څخه کاربن حاصليږي اودمختلفو ترکيبونو سره کاربن ډاي اکسايد ازادوي .
وړانديزونه
سمولزمونږ ګڼ شمير وړانديزونه زمونږ دهيوادافغانستان دچاپيريال په اړونددي چې ورځ په ورځ ئي هواککړه اوخرابيږي نوښايي زموږدولتي ادارې دغه مسؤليتونه په غاړه واخلي . – مسؤلي ادارې په ځانګړي ډول دچاپيريال ساتني ملي اداره ، دښارجوړولو وزارت دکرني وزارت ، ديو بل سره دستونزو په شريکولواوهمغږي کې دنوموړو ناخوالو سره چې مخکې تري يادونه وشوه غوروکړي . ۲ – دکابل دترافيکو رياست دزړو موټرو دورود څخه ډډه وکړي اودزيات تيل اودود توليدونکو موټروته ماشينونه ګازي کړي . ۳ – ښاروالي ، دښارجوړولو وزارت اوفوائد عامه بايد دزرغونوني ،کاناليزاسيون ، دنوي سړکونو جوړونه اوعملي پلانونه په نظر کې ونيسي يا يي پلي کړي . ۴ – داوبو اوبريښنا وزارت زرترزره دهيواد په دريابونو دبريښنا دبندونو په جوړولو اقدام وکړي . ۵ – دتجارت وزارت بايد دبې کيفيته تيلو دواردولو څخه دداخلې وزارت په همکاري اقدام وکړي . ۶ – داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت بايد دچاپيريال دککړتيا دمخنيوي په خاطر خپروني درسنيو له لاري خپرې کړي . ۷ – دحج اواوقافو وزارت دجوماتونو دملا امامانو له لاري داسلامي نظافت پيغام دخلکو غوږونو ته ورسوي .
سرچینې
سمولپورته کوونکی فیض الرحمن احمدي دلغمان پوهنتون د کرنې پوهنځی دچاپیریال ساتنې او ځنګلونوڅانګې محصل