مېرمن دلشاد خاتون د امير على لور او د امير حسن ماندينه وه، مېړه يې څو موده په بلخ كي حکومت كړى و. د شعر او شاعرى سره يې مينه درلوده او په خپله يې هم كله كله ښه خواږه خواږه اشعار ويل، په نثر كي يې ښه پوره لاس درلود. د دې آثار هم زموږ د نورو خويندو په شان د زمانې په لاس بر باد شوي دي. فقط دغه لاندي دوه مطلع يې لاس ته راغلي دي چې د نمونې په توگه يې دلته راوړو:

اشكى كه سر ز گوشهْ چشمم برون كند

بر روى من نشيند و د عوى خون كند

يادا:

حل شد از غم همه مشكل كه مرا در دل بود

جز غم عشق كه حل كردن آن مشكل بود