دانیل ډي ټامپکېنز

دانیل ډي ټامپکېنز (د ۱۷۷۴ ز ز کال د جون له ۲۱ مې – د ۱۸۲۵ز  ز کال د جون تر ۱۱ مې پورې) یو امریکایی سیاستوال و. نوموړي له ۱۸۰۷ ز ز کال نه تر ۱۷۱۸ز ز کال پورې د نیویارک څلورم والي و او له ۱۸۱۷ز نه تر ۱۸۲۵ ز پورې د متحده ایالاتو شپږم مرستیال ولسمشر و.

دانیل ډي ټامپکېنز
دانیل ډي ټامپکېنز
دانیل ډي ټامپکېنز

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ جون ۱۷۷۴[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 11 جون 1825 (51 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۶]
قاضي   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
دانیل ډي ټامپکېنز
دانیل ډي ټامپکېنز

ټامپکېنز چې د نیویارک ښار په سکارسډېل سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، د کولمبیا له ز کالج نه تر فارغېدو وروسته په نیویارک ښار کې د حقوقو په برخه کې کار وکړ. نوموړی په ۱۸۰۱ ز ز کال کې له نیویارک نه د اساسي قانون د کنوانسیون استازی و او د ۱۸۰۴ ز ز کال نه تر ۱۸۰۷ ز ز کال پورې یې د نیویارک په ستره محکمه کې دنده پر مخ یووړه. نوموړي په ۱۸۰۷ ز کال کې، د نیویارک والي مورګن لیوس ته ماتې ورکړه او د نیویارک والي شو. هغه د ۱۸۰۷ نه تر ۱۸۱۷ز پورې په دې چوکې کې دنده پر مخ یوړه او د ۱۸۱۲ ز کال د جګړې په اوږدو کې يې هم په دې مقام کې دنده درلوده. د جګړې په اوږدو کې، زیاتره وختونه د اربکیو د سبمالولو او تادیه کولو لپاره به چې کله مقننه مجلس غونډې نه درلودې یا به یې د اړتیا پیسې تصویب نه کړې، نوموړي خپل پیسې لګښت کولې.

ټامپکېنز د ۱۶۱۸ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا د مرستیال ولسمشر چوکۍ ته نوماند و. د محدود فدرالي اپوزیسیون پر وړاندې د جېمز مونرو او ټامپکېنز ټکټ په اسانۍ سره برلاسی شو. نوموړي د ۱۸۱۷ ز کال نه تر ۱۸۲۵ ز کال پورې د مرستیال ولسمشر په توګه خدمت وکړ او د ۱۹ پېړۍ یوازینی مرستیال و چې دوه بشپړې دورې یې خدمت وکړ. هغه په ۱۸۲۰ ز کال کې د نیویارک د والي په توګه د بلې دورې لپاره ډګر ته راغئ، خو د ډي وېټ کلېنټن له خوا یې ماتې وخوړه. ټامپکېنز د ۱۸۱۲ ز کال له جګړې وروسته، په کمزوري فزیکي او مالي حالت کې و، مالي حالت یې د ۱۸۱۲ ز کال د جګړې په اوږدو کې د نظامي هلوځلو لپاره د نوموړي د شخصي لګښتونو له امله رامنځ ته شوی و. نوموړی د الکولو په څښاک روږدی شو او په ۱۸۲۳ ز کال د فدرالي حکومت له خوا د پیسو د بېرته ورکړې تر څنګ و نه توانېد، خپل مالي توان بېرته ترلاسه کړي. ټامپکېنز د ۱۸۲۵ ز کال ز کال د جون په میاشت کې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه.  

نوم سمول

ټامپکېنز د دانیل ټامپکېنز له خوا د تعمید غسل ترلاسه کړ او د کولمبیا په کالج کې د زده کړو په اوږدو کې یې په خپل نوم کې منځنی D توری اضافه کړ، ترڅو د بل دانیل ټامپکېنز نه چې هلته زده کوونکی و، توپیر شي. په دې اړه چې منځنۍ D د کومې کلیمې لومړی حرف دی، اختلاف شته، ځینو Decius وړاندې کړې ده، خو په عمومي توګه منل شوې پایله دا ده چې دا توری د هېڅ شی لپاره نه و او یوازې د دې لپاره و چې نوموړی د بل دانیل ټامپکېنز نه توپیر شي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳] 

د  ژوند لومړي کلونه، کورنۍ او تجربه سمول

دانیل ډي ټومپکینز د ۱۷۷۴ ز کال جون په ۲۱ نېټه د نیویارک ښار د ویسټچسټر ناحیې په سکارسډېل کې، په خپل کور د فاکس میډو په ملکیت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. مور یې سارا ان (هیات) او پلار یې جانتان ګریفین ټامپکېنز و. د نوموړي مشر ورور، ز کالیب ټامپکېنز د متحده ایالاتو د مشرانو په جرګې د ۱۸۱۷ ز کال نه تر ۱۸۲۱ ز کال پورې استازی و. دانیل ټامپکېنز په ۱۷۹۵ ز کال کې د نیویارک ښار د کولمبیا له ز کالج نه فارغ شو او وروسته یې د جیمز کېنټ او پیټر جې منرو سره یو ځای حقوق ولوستل. نوموړي په ۱۷۹۷ ز کال کې د مدافع وکیلانو غړیتوب ترلاسه کړ او په نیویارک ښار کې یې په کار پیل وکړ. د کېنټ او منرو د فدرالیستي لیدلوري سربېره، ټامپکېنز د ډیموکرات جمهوري غوښتونکي په توګه په سیاست کې ګام پورته کړ. نوموړي په ۱۸۰۱ ز کال کې د نیویارک ایالت په استازیتوب د اساسي قانون د کنوانسیون استازی و او په ۱۸۰۴ ز کال کې د نیویارک ایالت د مجلس غړی و. هغه د متحده ایالاتو د کانګرس نهمې دورې ته لاره و موندله، خو د دورې له پیل مخکې یې د ۳۰ کلنۍ په عمر کې له دې امله  استعفا ورکړه، چې د نیویارک د سترې محکمې د مشرتابه پلاوي په توګه یې دنده ترلاسه کړه، چې په دې چوکۍ کې نوموړي له ۱۸۰۴ ز کال نه تر ۱۸۰۷ ز کال پورې دنده پر مخ یووړه.  [۱۴][۱۵][۱۶]

۲۳ کلن دانیل ټامپکېنز د ۱۷۹۸ ز کال فبرورۍ په ۲۰ نېټه د نیویارک ښار د قضایه شورا د مرستیال، منګل مینتورن له لور، ۱۶ کلنې هانا مینتورن سره واده وکړ. دوی اته ماشومان درلودل، چې له ډلې یې اریټا مینتورن ټامپکېنز (چې د ۱۸۰۰ ز کال د جولای په ۳۱ زیږېدلی وه) او په ۱۸۱۸ ز کال کې یې د سمېت تامپسن له زوی سره واده وکړ، او (منګل) مینتورن ټامپکېنز (د ۱۸۰۷ ز کال د ډسمبر له ۲۶ نه د ۱۸۸۱ ز کال د جون تر ۵ پورې)، چې په ۱۸۵۲ ز کال کې د نیویارک د ولایت د چوکۍ لپاره د آزادې خاورې د ګوند نوماند و. د ټامپکېنز کورنۍ هنري بریورټن (۱۸۰۱ – ۱۸۷۹ز کال) تر روزنې لاندې ونیو چې په تڼکیتوب کې یتیم شوی و. بریورټن په ۱۸۱۳ ز کال کې د متحده ایالاتو پوځي اکاډمي (ویسټ پاینټ) ته ولاړ او د امریکا د کورنۍ جګړې پرمهال یې د انجینر افسر په توګه دنده ترسره کړه او په ۱۸۶۷ ز کال کې له پوځ نه تقاعد شو. [۱۷][۱۸]

د ستاټن ټاپو ټامپکېنزویل برخه د هغه په نوم په ویاړ ونومول شوه. ټامپکېنز په ۱۸۱۵ ز کال کې د نوموړي ټاپو ختیځې څنډې ته د نیوبرایتن د وان بسکیرک فارم او په ګریمز هېل کې د ملکیت په پېرودلو سره هستوګن شول. د هغه اصلي هستوګنځی فورټ پلېس ته نږدې په فورټ هیل کې و، چې په ۱۸۷۴ ز کال کې وسوځېد. [۱۹]

د دوی ماشومان حنا او مینتورن د دوی د مور په نوم ونومول شول او په ستاټین ټاپو کې د هانا او مینتورن سړکونه د دوی د نومونو په ویاړ نومول شوي دي. د ستاټین ټاپو د ویسټرویلټ واټ د هغوی د لور، د حنا د مېړه په ویاړ ونومول شو. حنا په هغه کال چې  میړه یې د ولسمشر مرستیال شو، ناروغه وه او ونه توانېده چې د نوموړي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي. نوموړې له هغه نه وروسته څلور کاله په تومپکینسویل، ستاټین ټاپو کې ژوندی پاتې شوه. [۲۰][۲۱]

والي سمول

د ۱۸۰۷ ز کال د اپریل په ۳۰ نېټه، ټامپکېنز برحاله والي مورګن لېویس ته ماتې ورکړه – چې ټامپکینز ۳۵۰۷۴ رایې او لېویس ۳۰۹۸۹ رایې ترلاسه کړې – او تر ۱۸۱۷ ز کال پورې د نیویارک د والي په چوکۍ په دنده پاتې شو. نوموړی په ۱۸۱۰ ز کال کې جوناس پلاټ ته په ماتې ورکولو سره، بیا وټاکل شو، چې ټامپکېنز ۴۳۰۸۴ رایې او جوناس پلاټ ۳۶۴۸۴ رایې ترلاسه کړې. نوموړي په ۱۸۱۳ ز کال کې سټیفن وان رینسیلیر له ماتې سره مخ کړ - چې ټامپکېنز ۴۳۳۲۴ رایې او وان رینسیلیر ۳۹۷۱۸ رایې ترلاسه کړې - او په ۱۸۱۶ ز کال کې روفس کینګ له نوموړي نه ته ماتې وخوړه - چې ټامپکېنز ۴۵۴۱۲ او کینګ ۳۸۶۴۷ رایې ترلاسه کړې. ټامپکېنز په ​​لومړي پړاو کې د دې چوکۍ لپاره د ډی وېټ کلېنټن له خوا ملاتړ شو، خو ټامپکېنز وروسته له کلېنټن سره اړیکې پرې کړې او د ۱۸۰۸ ز کال په ولسمشریزو په ټاکنو کې یې د کلېنټن په ځای د جیمز میډیسن ملاتړ وکړ. [۲۲]

ټامپکېنز د ۱۸۱۲ ز کال د جګړې په اوږدو کې، د جګړې ترټولو اغېزمن والي و. نوموړي د دولتي اربکیو په تنظیم کې ارزښتناکه وڼده درلوده او د ټاکنې پر بنسټ د جلب او جذب له لارې د یو چمتو دولتي نظامي ځواک جوړښت ته پراختیا ورکړه.  په ۱۸۱۴ ز کال کې نوموړي د ولسمشر جیمز میډیسن له خوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت له چوکۍ نه ډه ډه وکړه، پرځای یې د فدرالي نظامي حوزې د قوماندان په توګه وټاکل شو چې د نیویارک ښار هم پکې شامل و. [۲۳]

ټامپکېنز همدارنګه په ۱۸۱۴ ز کال کې د امریکا د لرغون پېژندنې د ټولنې د غړی په توګه وټاکل شو.[۲۴]

ټامپکېنز په ۱۸۱۵ ز کال کې د ستاټین ټاپو په ختیځه څنډه کې استوګنځی جوړ کړ چې د ټامپکېنزویل په نوم یادېږي. په ۱۸۱۷ ز کال کې نوموړي نږدې د ساحل په یوه برخه کې یو لنګر تاسیس کړ او د ستاټین ټاپو او منهاټن ترمنځ یې د بخار بېړیو ته ورځنۍ چوپړتیاوې پیل کړې. نوموړي په ۱۸۱۶ ز کال کې د سینټ انډریو له کلیسا نه د ټامپکېنزویل تر نوم لاندې ډېره ځمکه وپېرله، خو د هغه د مالي ستونزو له امله د کلیسا له خوا بېرته سلب شوه. د هغه زوم او لور، ډاکټر جان ایس او هانا ویسټرویلټ بیا دا ملکیت وپېرود، چې وروسته یې د پلورلو لپاره په ډېرو برخو ووېش.

والي ټامپکېنز په ۱۸۱۷ ز کال کې، وړاندیز وکړ چې د ۱۸۲۷ ز کال د جولای ۴ نېټه د هغه نیټې په توګه وټاکل شي چې په نیویارک کې د ټولو غلامان - د هغو کسان په ګډون چې د ۱۷۹۹ ز کال د جولای له ۴ نه مخکې زیږیدلي وو، (او هغوی چې له دې امله د آزادۍ  وړ نه وو) – باید آزاد شي. [۲۵]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Daniel-D-Tompkins — subject named as: Daniel D. Tompkins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6rf66fq — subject named as: Daniel D. Tompkins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1039 — subject named as: Daniel D. Tompkins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ CERL Thesaurus ID: https://data.cerl.org/thesaurus/cnp02135442 — subject named as: Daniel D. Tompkins — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپرونکی: Consortium of European Research Libraries — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License او Creative Commons Attribution 2.0 Generic
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=tompkinsd — subject named as: Daniel D. Tompkins
  6. او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — د نشر نېټه: ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: American Astronomical Society او Tufts University
  7. Publishers weekly, Volume 195, Part 2. New Providence, New Jersey: R.R. Bowker Co. 1969. د کتاب پاڼې 100. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Fredriksen, John C. (2000). Green Coats and Glory: The United States Regiment of Riflemen, 1808–1821. Youngstown, NY: Old Fort Niagara Association. د کتاب پاڼې 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780941967228. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. New York State Historical Association (1920). "Governor Tompkins' Middle Name". State Service: An Illustrated Monthly Magazine Devoted to the Government of the State of New York and Its Affairs. Albany, NY: State Service Magazine Co., Inc. 4: 502. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Winchester, Charles M. (February 1, 1920). "New York's Forty-Four Governors". State Service: An Illustrated Monthly Magazine. Albany, NY: State Service Magazine Company: 147. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Winchester, Charles M. (June 1, 1920). "Governor Tompkins' Middle Name". State Service: An Illustrated Monthly Magazine. Albany, NY: State Service Magazine Company: 502. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Skinner, Charles R. (1919). Governors of New York from 1777 to 1920. Albany, NY: J. B. Lyon Company. د کتاب پاڼې 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Smith, Henry T. (1898). Manual of Westchester County. 1. White Plains, NY: Henry T. Smith. د کتاب پاڼې 246. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "FOX MEADOW SALES. First Break Made Into Famous Westchester Estate", New York Times, April 3, 1921, p. 76
  15. Cox, Thomas H. (2009). Gibbons v. Ogden, Law, and Society in the Early Republic. Athens, OH: Ohio University Press. د کتاب پاڼې 92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8214-1846-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Gibbons v. Ogden, Law, and Society in the Early Republic، ص. 92.
  17. (March 3, 1798). Marriages, The Weekly Magazine, p. 160 (1798)
  18. Irwin, Ray W. Daniel D. Tompkins: Governor of New York and Vice President of the United States, p. 27 (1968)
  19. "Staten Island Memories: A lifetime of public service". SILive.com. March 2013. د لاسرسي‌نېټه April 16, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Platt, Tevah (June 3, 2010).Neighborhood still memorializes Daniel Tompkins, Staten Island Advance
  21. Dunlap, Leslie W. Our Vice-Presidents and Second Ladies, p. 32–34 (1988)
  22. "Daniel D. Tompkins, 6th Vice President (1817–1825)". US Senate. US Senate. د لاسرسي‌نېټه October 22, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Spencer C. Tucker, The Encyclopedia Of the War Of 1812, 2012, page 713
  24. "MemberListT". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. White, Shane. Somewhat More Independent: The End of Slavery in New York City, 1770–1810. University of Georgia Press, 1991. pp. 53–54