داسو میراژ- ۲۰۰۰
داسو میراژ- ۲۰۰۰ Dassault Mirage 2000 | |
---|---|
هېواد | فرانسه |
د الوتکې ډول | ښکاری الوتکه |
د الوتکې تولیدونکی | Dassault Aviation |
لمړی الوتنه | ۱۰.۳. ۱۹۷۸ |
د الوتکې استعمالونکی | فرانسوي هوایی ځواک |
د الوتکې قیمت | ۲۳ میلیونه ډالار |
داسو میراژ-۲۰۰۰ (په فرانسوي کې:Dassault Mirage 2000) د جټ برید کونکی فرانسوي ښکاري الوتکه ده چی د هوایی او منځنی اهدافو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. دغه الوتکه کولای سی په شپه کې او د باران په وخت کې جگړه وکړی او تر ټولو فرانسوی رهبری شوی راکټونه او بمونه کارولای سی.
تاریخ
داسو میراژ- ۲۰۰۰ په ۷۰ کلو کې په فرانسې کی طرح او جوړ شو. تر ۱۹۷۸ کال پورې ۵الوتکې جوړې شوې او د میراژ- ۲۰۰۰ لمړي الوتنه د ۱۰ مارچ په ۱۹۷۸ کال کې تر سره شوه. فرانسوي هوایی ځواک دغه ښکاري الوتکه د ۱۹۸۴ کال څخه راهسی کاروي. داسو میراژ – ۲۰۰۰ د ۱۹۸۶ کال څخه د ډوپلېر نوی راډار کاروی. دغه راډار کولای سی ۸ هدفونه وڅاري او پر ۴ هدفونو یوځل برید وکړی.