Ixodida
خمندکان
مملکه ژوی
بې شمزۍ ژوي
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
څېرمه شاخه نوسی لرونکې ژوې
کلاس غڼه ډوله ژوي
تیره خمندک ډوله ژوي
طايفه خمندکان

خمندکان یا خمنډکان یا کنې یا کنکې یا منگوړان (علمي نوم: Ixodida) د خمندک ډوله ژويو څخه طفيلي ژوي دي چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي. نوموړې ژوې د انسانانو او نورو ژويو وينه څښي او خطرناک ساري رنځونه لکه لايم ناروغی او کنکه لېږندويه انسېفلايټس سرايت کوي. ددې ژوو ۹۰۰ ډوله ژوې پېژندل شوي دي. خمنډکان په دوو مهمو کورنيو نرم خمندکان او کلک خمندکان تقسیمېږي.

توصيف سمول

خمندکان کوچنی طفيلي ژوي دي.اوږدوالي یې ۳ - ۶ ميليمتره دي. بدن یې د دوو برخو (capitulum او idiosoma)څخه جوړېږي. د سر برخه (capitulum) د سر او خولې څخه جوړېږي. د ټټر برخه (idiosoma) څلور جوړې پښې، (هره پښه شپږ برخې (coxa, trochanter, femur, patella, tibia, tarsus) لري. د پښې برخې د عضلو په مرسته تړل شوي دي.) د هضم اعضا او جنسي اعضا لري. د حس اعضا پر مخکيني پښو باندي وجود لري چې د هالېړ غړۍ په نومه پېژندل شوي دي. نوموړي غړۍ په رښتیاني کې کيميایي غوږۍ ده چې لوندوالی او کیمیايي توکې شنلای سي او دبيولو حس هم لري.