خلف بن هشام

خلف بن هشام بن ثعلب بن خلف بن ثعلب بن هشيم بن ثعلب بن داود بن مقسم بن غالب الاسدى البغدادي البزار چې کنیه یې ابو محمد و، په ۱۵۰هجري قمري کال کې زېږېدلی دی.

دی له سليم او هغه له حمزه څخه روایت خپل کړی دی. چې د ځان لپاره یې بیا یو قرائت خپل کړی. اوس د قرائت امامانو په لسو لومړنیو نامتو قاریانو په ډله کې شمېرل کېږي.

ده قرائت له سلیم بن عیسی او عبدالرحمن بن ابي حماد او هغه له حمزه الکوفي څخه، یعقوب بن خلیفه الاعشی، ابي زید سعید بن اوس الانصاري ا هغه بیا له المفضل الضبی څخه خپل قرائتونه خپل کړي دي.