مېرمن حياته د افغانستان د هرات ولايت يوه شاعره وه چې نژدې لس زره بيتونه يې نظم كړي دي. هغه په "بي بي جاني" هم مشهوره وه، چې لمړى د نور علي شاه ماندينه وه او د هغه تر مرگ وروسته ملامحمد خراساني و غوښتله، او د عروض او قواعدو علوم يې له خپل مېړه څخه پوره ولوستل او په دې علومو كې يې ښه مهارت وموند.

د دې مېرمنې شعرونه په بېلابېلو تذكرو كې راغلي دي.