حوزې مارتي
حوزي جولیان مارتي پرېز ( هسپانوي تلفظ یې [خوزي مارېتي/ xoˈse maɾˈti] د ۱۸۵۳ ز کال د جنورۍ په ۲۸ زېږېدلی - د ۱۸۹۵ ز کال د مې میاشتې په ۱۹ مړ شوی. یو کیوبایي ملت پال، شاعر، فلیسوف، مقاله لیکونکی او ناشر و، هغه له هسپانیې څخه د خپل هېواد په خپلواک کولو کې د خپل رول له امله د کیوبا د ملي اتل په توګه پېژندل کېږي. هغه د لاتینې امریکا په ادبیاتو کې هم یوه پېژندل شوې څېره ده. هغه له سیاسي اړخه ډېر فعال و او د سیاست له مهمو نظر خاوندانو او فلیسوفانو څخه یو و. هغه په ۱۹ پېړۍ کې د خپلو لیکنو او سیاسي فعالیتونو له لارې د هسپانیې له امپراتورۍ څخه د کیوبا د خپلواکۍ د هڅو په سمبول بدل شو او هغه اوس "د کیوبا د خپلواکۍ د رسول" په توګه یادیږي. هغه له نوې ځوانۍ څخه خپل ژوند د کیوبا د سیاسي خپلواکۍ او د ازادۍ د دودولو او د ټولو امریکایي هسپانویانو، د فکري خپلواکۍ لپاره ځانګړی کړ. هم انقلابي کیوبایانو او هم هغه ډلې کیوبایانو چې مخکې د انقلاب پیلولو ته مایل نه وو د هغه مړینه یې له هسپانیې څخه د کیوبا د خپلواکۍ لپاره د غم ناره یاده کړه.[۴][۵][۶]
حوزې مارتي | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | هاوانا [۲] |
مړینه | |
تابعیت | اسپانیا |
واک | |
قونسلګري | |
د واکمنۍ دوران ۳ مارچ ۱۸۸۷ – ۲۹ فبروري ۱۸۹۲ |
|
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | اسپانيايي ژبه [۳] |
پوځي خدمت | |
مقام | تورن جنرال |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
مارتي د هسپانیې د سترواکۍ په هاوانا کې زېږېدلی خپل سیاسي فعالیتونه یې په کم عمر کې پیل کړل. هغه هسپانیا، لاتیني امریکا او متحده ایالاتو ته سفرونه وکړل او د کیوبا د خپلواکۍ د ارمان لپاره یې عامه پوهاوی او ملاتړ زیات کړ. د کیوبا له مهاجرې ټولنې سره په ځانګړي ډول په فلورېدا کې اتحاد د هسپانیا خلاف د کیوبا د خپلواکۍ د جګړې د بریا لپاره ډېر اړین و. هغه د دغې جګړې په طرحه او پلي کولو کې کلیدي رول درلود او همدارنګه د کیوبا د انقلابي ګوند او د هغه د اېډيالوژۍ طراح هم و. هغه د ۱۸۹۵ ز کال د مې میاشتې په ۱۹ مه د ډوس ري یوس په جګړه کې مړ شو. مارتي د اوسنۍ پېړۍ په لومړیو کې د لاتینې امریکا له لویو روښان فکرانو څخه بلل کېږي. د شعرونو یوه ټولکه، مقالې، لیکونه، ویناوالۍ، یو ناول او د ماشومانو لپاره یوه مجله د هغه مکتوب آثار دي.
هغه د امریکا او لاتینې امریکا د ډېری ورځپاڼو لپاره لیکنې وکړې؛ هغه همدارنګه د یو شمېر ورځپاڼو بنسټ کېښود. د هغه د پاترېیا ورځپاڼه د کیوبا د خپلواکۍ د تبلیغاتو لپاره د هغه تر ټولو مهمه وسیله وه. د هغه تر مړینې وروسته د وېرسوس سېنسیلوس (ساده ایاتونه) له کتاب څخه د ګوانتانامېرا په سندرې واوښته چې په ډاډمن ډول د کیوبا د هېوادپالنې سندره ده. د ازادۍ، خپلواکۍ او ديموکراسي مفاهم د هغه د ټولو اثارو له وتلو موضوع ګانو څخه دي، چې پر نیکواراګايي شاعر روبین داريو او چيلییایي شاعر ګبرېلا مېسترال يې اغېز درلود. د کیوبا د ۱۸۵۹ ز کال تر انقلاب وروسته د مارتي اېډیالوژي د کیوبا په سیاست کې په اصلي محرکه قوه بدله شوه. هغه همدارنګه د کیوبا د شهید په توګه یادیږي. [۷][۸][۹]
ژوند
سموللومړنی ژوند، کیوبا: ۱۸۵۳-۷۰ ۱۸ ز کلونه
سمولحوزې جولیان مارتي پيرېز د ۱۸۵۳ز کال د جنورۍ په ۲۸ د هاوانا د پاولا په ۴۱ سړک کې د هسپانوي مور او پلار په کور کې نړۍ ته راغی، پلار يې ماریانو مارتي ناوارو له والېنسیا او مور یې ليونور پرېز کابرا د کناري د ټاپووزمو له اصلي اوسېدونکو څخه وه. مارتي د ۷ خویندو: لیونور، ماریانا، ماریا دېل کارمېن، ماریا دېل پېلر، ریتا امېلیا، انتونیا او دولورېس مشر ورور و. هغه ته د فېبروري په ۱۲ د سانتو انجېل کاسټوډیو په کلیسا کې د تمعید غسل ورکړل شو. کله چې هغه څلور کلن و د هغه کورنۍ له کیوبا څخه د هسپانیا والېنسیا ته کډه شوه، خو دوه کاله وروسته دوی ټاپووزمې ته راستانه شول او حوزه یې د سانتا کلارا په سیمه کې چېرته کې د هغه پلار د زندان د ساتونکي په توګه کار کاوه، په يوه سیمهییز دولتي ښوونځي کې شامل کړ. [۱۰]
هغه په ۱۸۶۵ ز کال کې په Escuela de Instrucción Primaria Superior Municipal de Varones کې چې مشري يې د رافېل ماریا ډي مېنډېف پر غاره وه نوم لیکنه وکړه. منډېف د مارتي د سیاسي فلسفو په پراختیا کې اغېزمن کس و. د هغه د ټولنیز او سیاسي وجدان په پراختیا کې د هغه ښه ملګري فرمېن والډوس ډومېنګز چې د یوې شتمنې غلام لرونکې کورنۍ غړی و برخه لرله. د همهغه کال په اپرېل کې مارتي او ګڼو نورو زدهکړیالانو د ابراهام لېنکن د وژنې د خبر تر اورېدو وروسته، د هغه کس د مړینې لپاره خپل درد د ډلهییزې غمرازۍ له لارې شریک کړ چې په متحده ایالاتو کې يې د مرییتوب اصولو د له منځ وړلو امر کړی و. مارتي په ۱۸۶۶ ز کال کې د ( Instituto de Segunda Enseñanza ) انسټيټيوټ ته لار ومونده چې مېنډېف د هغه د زدهکړو لګښت ورکاوه. [۱۱]
مارتي د ۱۸۶۷ ز کال په سپټامبر کې په Escuela Profesional de Pintura y Escultura de La Habana (د هاوانا د نقاشۍ او مجسمې جوړونې حرفوي ښوونځی) کې چې د سن الحاندرو په نوم یادېده، نوم لیکنه وکړه، تر څو د رسامۍ په ټولګيو کې ګډون وکړي. هغه هيلهمن و چې په دې برخه کې به وځلېږي، خو تجارتي بریا یې ترلاسه نه کړه. هغه په ۱۸۶۷ ز کال کې د سان پابلو ښوونځي ته هم لار ومونده چې د منډېف له خوا جوړه شوې وه او مشري يې هم د هغه پر غاړه وه، هلته یې د لیسانس درجې د دویم او درېیم ټولګي لپاره نوملیکنه وکړه او د ښوونځي په اداري چارو کې يې له منډېف سره مرسته کوله. د ۱۸۶۸ ز کال په اپرېل کې د هغه شعر د منډېف مېرمنې (A Micaela) ته ډالۍ شو. د هغه En la Muerte de Miguel Ángel شعر د ګوانباکووا (Guanabacoa') په ورځپاڼه کې څرګند شو. [۱۲]
هغه مهال چې په ۱۸۶۸ ز کال کې په کیوبا کې لس کلنه جګړه پيل شوه، د کیوبا د ملتپالو په پلوۍ په ټوله کیوبا کې کلپونه رامنځته شول چې حوزه او ملګری یې فرمين له هغوی سره یوځای شول. مارتي د کیوبا د ژر تر ژره آزادۍ او خپلواکۍ لپاره هيلهمن و. هغه د دغه خیال لپاره شعر ویل پیل کړل او په ورته حال کې يې هڅه دا وه چې د دغې هيلې لپاره یو کار ترسره کړي. هغه په ۱۸۶۹ ز کال کې خپله لومړنۍ سیاسي لیکنه د اېلډيابلوکجیولو ورځپاڼې په یوازینۍ ګڼه کې د فرمېن والډېسډومېنګز په واسطه خپره کړه. په همهغه کال کې يې «ابدالا» چې د شعر په قالب کې یو هېوادپاله ډارامه وه، د لا پاترېیا لېبري ورځپاڼې په یو ټوک کې په خپله خپره کړه. «ابدالا» د نوبیا په نوم د یو خیالي هېواد کیسه ده چې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. د هغه د اکتوبر د لسمې (10 de Octubre) غزل هم د همدغه کال په بهیر کې لیکل شوی و چې وروسته د هغه له مشهورو شعرونو څخه یو شو او وروسته د هغه د ښوونځي په ورځپاڼه کې خپور شو. [۱۲][۱۳]
د همهغه کال په مارچ کې استعماري چارواکو ښوونځۍ وتاړه او د مارتي زدهکړې يې ودرولې. هغه په کم عمر کې په خپله خاوره د هسپانويانو له واکمنۍ څخه ناخوښ شو او په همدې توګه يې په کیوبا کې د دود غلامۍ پر وړاندې هم په زړه کې کرکه راپیدا شوه. [۱۴]
هغه د ۱۸۶۹ ز کال د اکتوبر په ۲۱مه په ۱۶ کلنۍ کې، د هسپانیا د دولت له خوا د خیانت او رشوت خوړلو د تور په لټه، د هسپانیا په پوځ کې د مارتي او فرمېن ملګري ته د دوی د رټونکی لیک تر کشف وروسته ونیول شو او په ملي زندان کې بندي شو. له څلورو میاشتو څخه ډېر وخت وروسته مارتي خپل تورونه ومنل او په ۶ کاله بند محکوم شو. مور یې د خپل ۱۶ کلن کوچني زوی د ژغورنې لپاره دولت ته د لیکونو د لېږلو له لارې هڅه وکړه، پلار يې د قانوني ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره خپل وکيل ملګري ته ورغی، خو د هغوی هڅه ناکامه وه، په پای کې مارتي ناروغ شو، پښې يې د زولنو له امله سختې ټپي شوې وې. په پایله کې هغه د اېسلا ډي پاینوس په نوم د کیوبا بلې برخې ته ولېږل شو. ورپسې هسپانوي چارواکو پرېکړه وکړه چې هغه هسپانیا ته تبعید کړي. مارتي چې هغه مهال ۱۸ کلن و، په هسپانیا کې يې په دې هيله د خپلو زدهکړو د دوام اجازه تر لاسه کړه چې هسپانیا ته به وفادار پاتې کېږي. [۱۵][۱۶]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118578235 — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118578235 — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/25863523
- ↑ Hudson, Michael (15 January 2000). "Speech to the Communist Party of Cuba". نه اخيستل شوی 5 August 2015.
- ↑ Mace, Elisabeth. "The economic thinking of Jose Marti: Legacy foundation for the integration of America". Archived from the original on 8 September 2015. نه اخيستل شوی 5 August 2015.
- ↑ "Jose Marti, apostle of Cuban Independence". www.historyofcuba.com. Archived from the original on 2022-05-21. نه اخيستل شوی 2019-07-22.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "José Martí Bust on Cuba's Highest Peak".
- ↑ "José Martí, soul of the Cuban Revolution". 22 January 2018.
- ↑ Garganigo, John F. Huellas de las literaturas hispanoamericanas Upper Saddle River: Prentice Hall, 1997. P 272
- ↑ Alborch Bataller 1995, p. 15
- ↑ Fidalgo 1998, p. 26
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Alborch Bataller 1995, p. 16
- ↑ López 2006, p. 232
- ↑ "End of Slavery in Cuba". www.historyofcuba.com. Archived from the original on 2022-12-19. نه اخيستل شوی 2019-07-22.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Alborch Bataller 1995, p. 18
- ↑ Jones 1953, p. 398