حميده برمکي

حمیده برمکې په انګلیسي Hamida Barmaki) زوکړه ۴ جنورې ۱۹۷۰) دحقوقو پوهنځي استاده او په افغانستان کې د وگړو دحقونو په څانگه کې کارکوونکې وه. حمیده برمکي دخپلې کورنۍ له ټولو غړو سره د ۱۳۸۹ کال دسلواغې په ۸ نېټه، په کابل کې په یوې ځانمرگي بمي بريد کې ووژل شوه.

برمکې
حمیده
د کابل په دیوالونو د میرمن برمکې په یاد انځورونه
د کابل په دیوالونو د میرمن برمکې په یاد انځورونه

د شخص مالومات
اصلي نوم حمیده
پيدايښت ۴ جنورې ۱۹۷۰م کال
کابل
مړینه 28 جنوري 2011 (41 کاله)[۱]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
کابل   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د افغانستان اسلامي جمهوریت   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ژوند ملګری ډاکټر مسعود یما
عملي ژوند
زده کړې د کابل پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک استازه او د بشري حقونو فعاله
دندې د کابل پوهنتون   ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ

ژوند

سمول

زده کړې

سمول

حمیده برمکي د ۱۹۷۰ زېږيز کال دجنورۍ په ۴مه نېټه،په کابل ښارکې وزېږېده. له اریانا لېسې څخه د فراغت وروسته د دغو(۱۹۸۷-۱۹۷۷)کلونو شاوخوا د کابل پوهنتون دحقوقواوسیاسي علومو پوهنځي ته شامله شوه.دهغې د غوره پایلو په بهير کې هغې ته په قضایي ډگرکې د دندې دسرته رسولو لارهواره شوه. په ۱۹۹۹-۱۹۹۱ز کلونو کې مخکې له دې چې په کابل پوهنتون کې دحقوقو د څانگې استاده شي شاوخوا دغو(۲۰۱۱-۱۹۹۹)ز کالونو کې د قانون دعملي کولو په هکله د لازیاتې پوهې دترلاسه کولو په موخه،هغه د لویې څارنوالۍ د عملي کار (ستاژ) په پروگرام کې شامله شوه. په اکاډمیک ډگرکې دهغې دخوښې موضوع د مدني قانون بنسټیز مسایل و. حمیده برمکي د هغو گوتو په شمېرافغانو ښځو په کتار کې راځي چې د لوړ نظر خاوندانې دي. نوموړې داسلام او رومن جرمنیک په حقوقي غونډالونو کې یې ژوره مطالعه درلوده چې دافغانستان لپاره د ترکیبي قانوني سرچینو بنسټ جوړوي.

ليکنې

سمول

آغلې برمکي په دري گړدود ليکنې کړي او د نوموړې څخه ېې د کارونو په پايله کې ېې مقالې او څو رسالې پاتې دي . نوموړې د يو مسلکي کتاب تابيا هم کړې وه چې په خواشينۍ سره ترې نیمگړی پاتې دی . د هغو له کتاره د کابل پوهنتون د «ترجمه اساسنامه» ترعنوان لاندې رساله په(۲۰۰۲)کال کې راووته. په انگرېزي ژبه د ماسټرۍ تيزس ېې د بلوگانا پوهنتون لپاره په کال ۲۰۰۴زېږيز کې وليکله.دهغې وروستی اثر د (حقوقووجایب) ترسرليک لاندې یو لوی کتاب دی چې دهغې داکاډمیکو ملگرو په مرسته به په راتلونکي کې بشپړ شي.د حمیدې برمکي اکاډمیک کارونه دافغانستان دحقوقي سیستم د سختیو دبشپړ درک په موخه دي. په همدې منظور هغې نه یوازې د کلاسیکو میتودونو یعنې د اسلام او سيکولر قوانینو له ژباړې څخه کار اخیستی، بلکې دافغانستان په حقوقي غونډال کې شته ستونزوته یې د حل لارې موندلو لپاره په حقوقي پرتله ییز تحلیل او شننې باندې باور درلود. هغې دري،پښتو،انگلیسي او عربي ژبې زده وې. د هغې د ښو اخلاقو، او دوستانه چال چلند له کبله ېې په خپلو زده کوونکيو او همکارانو کې ځانگړی ځای درلود او دهغې له اکاډميکو وړتیاؤ، حوصلې او له هرچاسره دهغې له مهربانه چلند څخه ېې ستاینه کوله. له پوهنځي څخه دلسانس پردرجې سربېره،پروفیسور برمکي د ماسټر ۍ درجه د توسعې ،نوښت او بدلون په څانگو کې د ایټالیا دبلوگانا له پوهنتون څخه په لاس راوړه. د ۲۰۱۰ کال په دسامبرکې نوموړې ددوکتورا اسکالرشیپ د جرمني په هامبورگ کې د ماکس پلانک دمقایسوي حقوقو او بین المللي خصوصي حقوقو له انستیتیوت څخه ترلاسه کړه. په کابل پوهنتون کې دحقوقو دماسټرۍ لومړنی پروگرام چې په نېږدې راتلونکې کې به پیل شي،دحقوقو دپوهنځي لپاره چېرته چې هغې تر ۱۹۹۲ کال پورې په هغه ځای کې زدکړې کړې وې،دحمیدې برمکي ترټولو مهم میراث دی.حمیدې برمکي دا پرگرام په هېواد کې دننه دممتازو حقوقپوهانود پرمختگ لپاره یو ډېر ښه فرصت لیدلو او ټول لوبغاړي یې دې ته قانع کړل چې دهغې لپاره لازمې اوگډې هڅې وکړي.

سیاسي ژو ند

سمول

پراکاډمیکو کارونو سربېره حمیده برمکي له وړوکتوبه بشري حقونو ته ژمنه وه.مخکې یې دافغانستان په ملي رادیو تلویزون کې دیوې ځوانې ویاندې په توگه(۱۹۸۷-۱۹۸۵د ښځو دحقونو او ځانگړو گټو د پراختیا لپاره ځانگړې مینه درلوده. د کورنیو جگړو په منځنۍ دوره کې یې د«نقش زنان دربازسازی اجتماعی افغاستان» ترعنوان لاندې یوه مقاله ولیکله.(جزوه، افغانستان......فردا، ۱۹۹۳) له هغه وروسته هغې له تاوتریخوالي پرته مسایل،دافغانستان دټولنې د زیان منونکو قشرونو دحقونولپاره سختې سیاسي هڅې دخپلو اکاډمیکو کارونو په ترکیب کې شاملې کړې.دطالبانو له سقوط وروسته هغې وکړای شول چې په ټولنه کې کاروکړي او بې له ځنډه خپل اړوند ځای ته منصوبه شي په دې وخت کې هغې دکابل پوهنتون دښځو دشوری دغړې په توگه،په اظطراري لویه جرگه او دسولې په جرگه کې داستازې په توگه(۲۰۰۲) او (۲۰۰۹) خدمت کړی وو. هغې په ۲۰۰۹ کال کې خپل دبشري حقونوسازمان( موسسه خدمات حقوقي خراسان) تاسیس کړ.د خراسان د حقوقي خدمتونو د موسسې بنسټیزه موخه له خپلو حقونو څخه دوگړو دپوهې اوچتول ، ښځو او نورو گوښه شویو ډلوته دوړیا حقوقي خدمتونو وړاندې کول وو. په هماغه کال دهغې نوم د ریاست جمهوري ددفتر په واسطه دافغانستان د ښځو چارو د احتمالي وزیرې په توگه یاد شوی وو.

د ۲۰۰۸ کال دمارچ څخه تر مړینې پورې،حمیدې برمکي دماکس پلانک په انستیتیوت کې چې دالمان دهېواد یو داسې څیړنیز انستیتیوت دی چې له عدلي ،قضایي بنسټونو اوپوهنتونونوڅخه په پراخه فعالیتونو سره ملاتړ کوي د بین المللي حقوقو او عامه مقایسوی حقوقو لپاره،داستازې په توگه دنده ترسره کړې ده.نوموړې له افغان او الماني څېړونکي ټیم سره یو ځای،د هېواد دقضایي بنسټونو دپیاوړتیا،په بین المللي کچه د علمي حقوقي فرهنگ دپراختیا او په افغانستان کې دشته قوانینو دښه والي په موخه،په ځانگړې ډول د سترې محکمې لپاره د پروژو د اجرا اوتطبیق نوښتگره وه. دهغې نورې دندې: دلس پور (ایپک) دبین المللي حقوقو دانستیتیوت دپروژې همغږونکې،دکابل پوهنتون د ملي څیړنیزې پالیسۍ دمرکز دحقوقو اوسیاسي علومو ددېپارتمنت ریسه(۲۰۰۶-۲۰۰۸)،د افغانستان د ارزیابۍ او څېړنې دواحد(ای ار ای یو) حقوقي سلاکاره(۲۰۰۶)،دحقوق اسلام څخه دښځو د خبرولو دبرنامې مدیره،(بنیاد اسیا)(۲۰۰۴)،د ښځو حقوقپوهانو دشوری دبرنامو مدیره(۲۰۰۴-۲۰۰۳)،دقانون اوجندر دکمېسیون غړې(یونیفم)(۲۰۰۴-۲۰۰۳)،او دکابل پوهنتون دحقوقو اوسیاسي علومو دپوهنځي دمرستیالې په توگه(۲۰۰۲).

==۳==د افغانستان دبشر حقونو په کمېسیون کې د اطفالو دحقونو کمیشنره: حمیده برمکي په ۲۰۰۹ کال کې دماکس پلانک په انستیتیوت کې دخپلو مسولیتونو په ساتلو سره،دافغانستان دبشري حقونو په کمېسیون کې د اطفالو دحقونو دکمېشنرې په توگه وټاکل شوه.هغه په خپله نوې دنده کې نه یوازې په هېوادکې دننه بلکه په بین المللي کچه له زیات شهرت څخه برخمنه شوه. حمیده برمکي دافغانستان په جگړه ځپلي هېوادکې په ژوره توگه د اطفالو دزیان مننې څخه اندېښمنه وه.بېلابېلو ولایتونوته یې سفرونه کړي وو ترڅو د بشري حقونو دکمېسیون له کارکوونکو سره سلا وکړي او دقضیو په هکله څېړنه او تحلیلونه وکړي، او په څرگند ډول یې په دولت نیوکه کوله.دمطالعاتو له پایلو څخه یوه ددې ښودونکې وه چې له اطفالو څخه ناوړه گټه اخیستنه ورځ په ورځ په زیاتېدو ده.دهغه له خپرېدو وروسته بې له ځنډه ،حمیدې برمکي د ماکس پلانک دانستیتیوت او دافغانستان دبشر دحقونو دکمېسیو ن ترمنځ گډ کار چې د ښځې او ماشوم دحقونو په اړه د ورکشاپ جوړول وو ، دافغانستان په یوه سیمه کې پیل کړ.دهغې دا کار د پولیسو په واسطه د اطفالو داستخدام او دنظامي چارواکو په واسطه له ماشومانو څخه د ناوړه جنسي گټې اخیستنې دپای ته رسولولپاره ډېر اغېزمن وو.په همدې وخت کې دامنیتي ځواکونو په واسطه د قانوني عمرڅخه د ښکته اطفالو د استخدام په وړاندې چې ډېر ځورول کېدل اوهمداراز له ماشومانو څخه د ناوړه جنسي گټې اخیستنې دعمل په وړاندې دهغې مبارزه خورا اغېزمنه وه .همداراز حمیده برمکي د اطفالو دازدواج په اړه ډېره اندېښمنه وه. ټاکل شوې وه چې دهغې تر مړینې یوه ورځ وروسته له سترې محکمې سره د نجونو له حقونو څخه دملاتړ په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک کړي.

حمیدې برمکي دهېواد په قضایي نظام کې دعرفي قوانینو په اړه په روانو بحثونو کې،روښانه دریځ اختیارکړی وو. دخپلو تجربو پربنسټ په ډېرو قضیو کې ترهغه وخته چې کورنۍ جگړه شتون ولري هغې د اروپا په سیستم له عصري قضایي نظام څخه په کلکه ملاتړ کاوه او دسنتي بنسټونو او دشخړو دحل د ډولونو لکه دپښتنو جرگه چې له بشري حقونو څخه په ځانگړي ډول داطفالو او ښځو له حقونو څخه په سترگو پټولو باندې پېژندل شوې ده،درسمي کولو مخالفه وه.

مړینه او درناوی

سمول

د۲۰۱۰ کال دجنوري په ۲۸ نېټه،حمیده برمکي،دهغې مېړه مسعود یما دسردارمحمد داودخان په روغتون کې دطب ډاکټر او دمالیې وزارت کارکوونکی دخپلو څلورو اولادونو سره (نارون دنیا، واره سحر،مرغانه،نیلا او احمد بلال) په کابل ښارکې په فاینست سوپر مارکیټ کې په یو ځان وژونکي برید کې خپل ځانونه له لاسه ورکړل.لږترلږه اته تنه نورهم په دې پېښه کې له منځه ولاړل. یوه له هغې څخه دهېواد ځوانه قاضي ناجیه دصدیق الله صالح لور وه.هغه په ۲۰۰۹ کال کې دقضایي ستاژ دهغه کورس زده کوونکې وه چې دماکس پلانک دانستیتیوت له خوا چې حمیده برمکي یې همغږونکې وه او دسترې محکمې په ملاتړ جوړشوی وو،.حزب اسلامي او همداراز طالبانو چې ممکن د حقاني یا کومې بلې تروریستي شبکې پورې اړوند وي،ددې برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.برید په ناڅاپي توگه وشو،ځکه دا ډول بریدونه درخصتۍ په ورځو کې کم پیښیږي.گمان کېږي چې ځان وژونکي د کوم لوړ پوړي چارواکي دوژلو قصد درلود ، خوکله چې پخپل لومړي پلان کې ناکام شو، نو سوپر مارکېټ یې په ناڅاپي ډول انتخاب کړ. مبصرین له دې واقعیت څخه په کلکه نیوکه کوي چې دافغانستان دولت په ښکاره ډول له هغه سازمان سره دسولې په خبرواترو لگیا دی چې د غیرنظامیانو پرضد یې له تاوتریخوالي د ډک عمل مسولیت منلی. دبشر دحقونو دخپلواک کمېسیون مشره سیما ثمر دحمیدې برمکي په اړه د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په کابل کې خبرې کوي: حمیدې برمکي خپل مور اوپلار رحم الدین خان او انیسه،څلور خورانې او څلور وروران،دخپل مېړه مور محبوبه حقوقمل چې دهېواد له پخوانیو نومورو سناتورانو اوهمداراز داساسي قانون دکمېسیون غړې ده، یوازې پرېښودل.د۲۰۱۱ کال دجنوري په ۲۹ نېټه ، په شهدای صالحین کې له دوه زرو زیاتو کسانو خپلوانو او همکارانو یې د خاورې سپارلو په مراسمو کې گډون کړی وو. دعیدگاه په جامع جومات او په نوي ښار کې په ښځینه سالون کې له لس زرو زیاتو کسانو د درناوي او ډاډینې مراتب دهغې د فاتخې په مراسمو کې، وړاندې کړل. دافغانستان دبشر دحقونو خپلواک کمېسیون د۲۰۱۱ کال دفبرورۍ په لومړۍ نېټه د غم مراسم جوړ کړي وو.د یواکاډمیک او بین المللي شخصیت په توگه دحمیدې برمکي د یاد دژوندي ساتلو لپاره، ټاکل شوې ده دحقوقو اوسیاسی علومو دپوهنځي ریاست او دماکس پلانک انستیتیوت په گډه دحمیدې برمکي په نوم دمقایسوي اوبین المللي حقوقو کتابتون جوړ کړي. دواړه اړخونه دحمیدې برمکي د یاد لپاره دکابل پوهنتون په انگړ کې دیو منار دجوړولو پلان لري.

غوره شوې خپرونې

سمول

۱ - دوجایبو حقوق( دکابل پوهنتون- درسي کتاب) . ۲۰۰۸

۲ - په افغانستان کې د سیاسي بې ثباتۍ عوامل اودهغې دښه والي لپاره ممکنې حل لارې(دکابل پوهنتون دڅېړنیزې پالیسۍ ملي مرکز) ۲۰۰۸-۲۰۰۷

۳ - په اسلام کې دښځې حقوق او دافغانستان اساسنامه(د ۲۰۰۶ کال په جون کې د کابل د بنیاد اسیا په واسطه خپره شوې رساله)

۴ - د افغانستان په بیا روغونه کې د ښځو رول، دکار په بازار کې دښځو ادغام،په تبعید او توسعه کې وضعیت .،...(دماسترۍ تېزس، داېټالیا دبلوگانا پوهنتون) ۲۰۰۵

۵ - په اسلام کې دښځې سیاسي حقوق ( ددحقوق په مجله کې خپره شوې مقاله،دحقوقواوسیاسي علومو پوهنځي)

۶ - رشوت اودهغې دزیاتېدو عوامل(دعدالت په مجله کې خپره شوې مقاله، دعدلیې وزارت) . ۲۰۰۶

۷ - انفرادي قراردادونه(دحقوق په مجله کې خپره شوې مقاله، دحقوقو اوسیاسي علومو پوهنځی) . ۲۰۰۶

۸ - دښځې پرضد تاوتریخوالی( دحقوق بشر په مجله کې خپره شوې مقاله،کابل) ۲۰۰۴

په نور معلومات

سمول

http://en.wikipedia.org/wiki/Hamida_Barmaki

  1. http://www.unicef.org/media/media_57568.html