مېرمن حليمه حافظه د پښتو د مشهور شاعر خوشحال خان خټك لور او د عبدالقادر خان خټك سكنۍ خور وه چې د دې د ژوند او د شعر حالات د پښتو ادبياتو په يوه اهم اثر "پټه خزانه" كې ذكر شوی دی.

". . . د خان عليين مكان خوشحال خان خټك لور وه، چې د عبدالقادر خان خټك سكه خور كېده، زما پلار هسي روايت كا: چې زه "بنو" ته ولاړم، په هغه وقت كي دا پښتنه ژوندۍ وه، او د خپل پلار په ژوند يې مروجه علوم ولوستل، او بيا د شيخ سعدي لاهوري رحمآ الله عليه مريده سوه، او د خپل پلار په لاس يې بيعت وكا چې هغه هم د شيخ دوران خليفه و.

روايت كا: چې حليمه بي بي فاضله او عارفه ښځه ده، او په سرا پرده د عصمت ناسته ده، مېړه يې نه دى كړئ او د خالق عبادت كا، او دخپل ورور عبدالقادر خان په كور كي نورو ښځو ته لوستل كا، او قرآن عظيم يې هم په ياد دئ _ زما پلار وويل: چې حليمه بي بي په پښتو ښه اشعار هم وايي، او په خپل عصر سرامداقران ده، او موزو نان د پښتو يې اشعار خوښوي، د تصوف او طريقت كتب يې ټول لوستلي دي، او هسي وايي: چې مشكلات د مثنوي شريف او مكتوبات د حضرت امام رباني قدس سره حل كوي، د حليمې په اشعارو كي مجازي عشق نه ښكاري _ بلكه ټول شعرونه يې د حقيقت پر لار دي، او د محبوب حقيقي صفت كا دغه يوه بدله يې زما پلار و ماته وويل: چې په خزانه كښي يې دا خلوم. رحمآ الله عليها

باندنۍ تړنې