مېرمن حرهْ جلالى د سلطان بهاء الدين سام مور وه، چې هغه د محمد زوى او محمد د ملك فخرالدين مسعود بامياني زوى و. دا مېرمن د سلطان غياث الدين محمد سام او سلطان معزالدين چې د غور لوى پاچاهان وه، خور بلل كېده، چې منهاج السراج يې تر دې دواړو وروڼو فاضله او ښه بولي او داسي وايي: ". . . . اين همشيره از هر دو سلطان بهتر بود . . . ." دا مېرمن د شمس الدين محمد په نكاح وه، چې د باميان پر تخت ناست و.