حبيب الله غا لب د افغانستان د عدليې وزير دی.

مخينه

د مرحوم مولوي محمد عمر کوهستاني غالب زوي چې د ۱۳۱۸ لمريز کال د غويي د مياشتې په ۱۷ نېټه د کاپيسا ولايت د کوهستان ولسوالۍ د قاضي خيلو په کلي کې يې نړۍ ته سترگې پرانستلې ، د زده کړو لومړنۍ دوره يې د پروان ولايت د گلبهار په مکتب کې پاي ته رسولي اووروسته د امام ابوحنيفه (ح) په مدرسه کې داخل او په ۱۳۳۷ لمريز کال کې د نوموړې مدرسې څخه فارغ او د تحصيل د دوام په منظور د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ کې داخل او د ۱۳۴۱ لمريز کال د ليندۍ په ۱۵ د ليسانس په اخيستلو د نوموړې پوهنځۍ څخه فارغ او د هماغه کال د مرغومي په لومړي نيټه په عدليې وزارت کې د مامور په صفت دنده اشغال کړه .

او تر ۱۳۶۱ لمريز کال پوري په عدليې وزارت کې د قلم مخصوص د عمومي مدير په صفت ، د کتابخانې آمريت ا و د قانون جوړولو د عمومي رياست په مختلفو څانگو کې د سلاکار په صفت دندې سرته رسولي دي . له ۱۳۴۵ څخه تر ۱۳۴۷د لمريز کال په اوږدو کې د ماسټرۍ دوره د فقه او قانون پوهنځۍ د قاهرې د مصر د الازهر پوهنتون کې د فقه او قانون د مقايسې په څانگه کې پوره کړي ده .

د قانونيت د جرم اوجزا کې يې خپله دوکتورا ثبت او د دوکتورا په رساله باندې تر يوي اندازې پوري کار سرته ورساوه البته د وخت د عدليې وزارت د راغوښتلوپه اثر د رسا لې د مناقشي څخه مخکې بېرته افغانستان ته راستون او د تقنين رياست او د قانون جوړولود چارو د انستيتوت په ديپارتمنت کې د سلاکار په صفت د تدقيق نا يب اود لويې څارنوالۍ د عريضو په دفتر کې دنده سرته رسولې او د قانونوال په درجه يې د علمي رتبې تثبيت شوي دي .

دندې

د نويو تحولاتو په راتگ سره چې په ۱۳۵۷ لمريز کال په هيواد کې منځ ته راغلل د وخت د رژيم په واسطه و نيول شو او يو څه وخت يي په محبس کې تېر کړ او وروسته د زندان له خوشې کېدلو نه تر يو کال پورې د پوليسو تر څارنې لاندې وه او د دويم ځل لپاره د تقنين په رياست کې داخل او دنده يې سرته رسوله او وروسته له يو څه وخت خدمت کولو نه، بيا يې نوي د تعقيب او نيولو امر يي صادراو د پاکستان هېواد ته په هجرت کولو مجبور شو او تر آخر د ۱۳۷۳ لمريز کال په نوموړې هيواد کې پاتې شو همدارنگه د هجرت په دوران کې هم د هېواد د مهاجرينو او مجاهدينو اولادونو ته د خدمت کولو نه يوه شېبه هم ارام نه دي نا ست او په لاندېنيو څانگو کې يې دندې سرته رسولې دي .

  1. د افغانستان د جهاد د ثقافتي شوري غړي او د اسلامې څيړنيزو څانگو رييس او د نوموړې شوري سرپرست.
  2. د يتيمانو د روزنې د مدينې منورې د خيريې موسسې رييس او د دعوت او جهاد پوهنتون استاد .
  3. د مجاهدينو د موقت دولت په دوران کې د عدليې وزارت د تقنين رييس .
  4. د اسرا د خيريه موسسي د دارالايتامونود ښوونې او روزنې رييس چې، په دغه ورځو کې د افغانستان د سولې او د قضيې د حل پروسه چې مرحوم د ملت بابا له خوا د نړيوالې ټولنې په مرسته په لاره اچول شوې وه د کويټې ،بن او روم په غونډو کې يې گډون درلوده .

د ۱۳۷۳ لمريز کال د مجاهدينو د برياوونه وروسته بېرته هيواد ته راستون او د لوي څارنوالۍ د مرستيال په صفت له قوانينونه د نظارت په چارو کې او د قانون نه د ساتنې او په عدليې او قضايې چارو کې دندې سرته رسولې دي او د اساسي قانون په طرحه او د دولت په راوړلو کې ،د سويس او واشنگټن په کنفرانسونوکې گډون کړي دي.

د موقت ،انتقالي او د ټاکل شوي دولت په دوران کې د (عدلي او قضايي )اصلاحاتو د خپلواک کميسيون دغړي په صفت او د قوانينو د ريفورم د کميټي رييس او د جمهوري رياست د مقام د حقوقي او عد ليي مشورتي بورډ غړي او د نوموړي بورډ رييس او د مقام د ساتنې سره يې د عدليې وزارت د حقوقي سلاکار په صفت دندې سرته رسولې دي او د اساسي قانون په لويه جرگه کې يې غړيتوب درلود .

د سعودي عربستان ،سوډان ،سويس ،ايټاليا ،آلمان، امريکا او د کاناډا هېوادونو ته يي کاري سفرونه درلودل. ددوﺉ علمي څيړنې د پوليسو ،څارنوالۍ او محبسونوپه دستگاووکې او همدارنگه د مصر او ترکيي په دارالتاديبونو کې شوې دې.دولتي رتبه يې د مافوق سره د څلور کاله قدمه او د څارنوالۍ د کار په دوران کې يې د څارنپوه علمي رتبه تر لاسه کړې.

سرچينې