جین چارلز لئونارد دي سیسمونډي
جین چارلز لئونارډ ډي سیسمونډي (چې د جین چارلز لئونارد سیسمونډي دی سیسمونډي په نوم هم پېژندل کېږي) (فرانسوي: [ʒɑ̃ ʃaʁl leɔnaʁ də sismɔ̃di]؛ د ۱۷۷۳ کال د مې ۹ – د ۱۸۴۲ کال د جون ۲۵)، چې اصلي نوم یې سیمونډي ؤ، یو سویسي تاریخ پوه او سیاسي اقتصاد پوه ؤ، هغه په فرانسوي او ایټالیوي تاریخ کې د خپلو آثارو او د خپلو اقتصادي نظرونو په پار زیات مشهور دی. په ۱۸۱۹ کال کې د هغه (d'économie politique, ou de la richesse dans ses rapports avec la Popular) اثر د آزاد اقتصاد لومړۍ لیبرال انتقادي تحلیل ښيي. د اوزګارۍ بیمې، د روغتیایي مرستو، تصاعدي مالیې، د کاري ساعتونو د تنظیم او د تقاعد د طرحې یو له مخکښو پلویانو څخه ؤ. همدارنګه لومړی کس ؤ چې د proletariat اصطلاح یې جوړه کړه چې په کپیټلیزم کې رامنځ ته شوې کارګر طبقې ته اشاره کوي، او میو ارزښت (mieux value ) په اړه د هغه بحث د مازاد ارزښت مفهوم اټکل کوي. د ګیرت سټیډمن جونز په وینا، " ډېر هغه څه چې سیسمونډي لیکلي د عصري صنعت د سوسیالیستي انتقاد د معیاري ټولګې برخه وګرځېدل،" او هغه یې په کمونیست مانیفست کې انتقادي تبصرې ته ورساوه. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
جین چارلز لئونارد دي سیسمونډي | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | فرانسه (۱۷۹۸–۱۸۱۳)
سويټزرلينډ (۱۸۱۵–) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
سمول |
لومړنی ژوند
سمولداسې برېښي چې پلرنۍ کورنۍ یې لږترلږه له هغه وخت راهیسې چې د نانټ د حکم په باطل کولو کې له داوفین څخه سویس ته کډه شوه، د سیمونډ نوم یې په ځان کېښود. وروسته له دې چې سیسمونډي لیکوال شو، د سیسمونډي پیسان کورنۍ سره، چې هغه وخت د غوړېد په حال کې وه، د خپلې کورنۍ د هویت په لیدلو سره، متوجه شو چې د هغې کورنې ځینې غړي فرانسې ته کډه شوي دي، پرته له کوم ثبوت څخه یې دا اړیکه و انګېرله او ځان یې سیسمونډي ونومو. [۱۱]
که څه هم سیمونډیان پخپله د جینوا د لوړې طبقې ښاریان وو او مقام او شتمني یې دواړه درلودې، سره له دې چې پلار یې هم د کلي کشیش ؤ. ماما یې جاکوب ورنس، نامتو کشیش او د ولټایر او روسو ملګری ؤ. [۱۲]
دا راتلونکی تاریخ پوه ښه روزل شوی ؤ، خو کورنۍ یې غوښتل چې د ادبیاتو پر ځای سوداګرۍ ته ځان وقف کړي، نو په لیون کې د بانک مامور شو. بیا انقلاب پیل شو او څرنګه چې په جینوا یې اغیزه وکړه، د سیمونډي کورنۍ انګلستان ته پناه یوړه، چې هلته اتلس میاشتې پاتې شول (۱۷۹۳-۱۷۹۴). ویل کېږي د دې له امله چې اقلیم یې خوښ نه شو، یېرته جینوا ته راستانه شول، خو چارو حالات او شرایط یې لاهم نامساعد ولیدل؛ حتی یوه افسانه هم شته چې د کورنۍ مشر په خپله په ښار کې د شیدو پلورلو ته اړ شوی ؤ. د کورنۍ د شتمنۍ لویه برخه یې وپلوره او پیسو سره یې ایټالیې ته کډه وکړه، لوکا او پیستویا ته یې نږدې په پیسکیا کې یوه کوچنۍ کرونده وپیروده او په خپله یې د کرنې کار پیل کړ. [۱۱]
سیسموندي هلته هم د خپلو لاسونو او هم مغزو پر مټ سخت کار وکړ او خپلو تجربو يې ورته د لومړي کتاب (Tableau de l'Agriculture toscane ) لومړني مواد برابر کړل، چې جینوا ته له راستنېدو وروسته یې په ۱۸۰۱ کال کې خپور کړ. سیسموندي په ځوانۍ کې د ملتونو شتمنۍ کتاب (The Wealth of Nations) لوستلی ؤ او د سمېت له تیوریو سره یې ټینګ تړاو پیدا کړ. ظاهراً یې په سیاسي اقتصاد کې يې خپل لومړی اثر (De la richesse commerciale ou principes de l'economie politique appliqué à la legislation du commerce)) (په ۱۸۰۳ کال) خپور کړ، ترڅو د سمېت اصل تشریح او مشهور کړي، خو په دې پسې سیسومنډي زیات وخت په تاریخي څېړنه باندې تېر کړ چې هم دې ته وقف شوی ؤ. هغه د ۱۸۱۸ کال شاوخوا کله چې نوموړي ته دنده وسپارل شوه ترڅو د اډینبورګ دایره المعارف (Edinburgh Encyclopædia) لپاره د "سیاسي اقتصاد" په اړه لیکنه وکړي، سیاسي اقتصاد ته یې بیا خپل پام راواړو. دا کار په ۱۸۱۵ کال کې د لومړي ستر ناورین له رامنځ ته کېدو وروسته په جدي اقتصادي رکود پسې پېښ شو. [۱۳]
سرچينې
سمول- ↑ "Jean Charles Léonard Simonde de Sismondi". Encyclopedia of World Biography. (2004).
- ↑ Stewart, Ross E. (1984). "Sismondi's Forgotten Ethical Critique of Early Capitalism". Journal of Business Ethics. 3 (3): 227–234. doi:10.1007/BF00382924. S2CID 154967384.
- ↑ Spiegel, Henry William (1991). The Growth of Economic Thought. Duke University Press. pp. 302–303.
- ↑ Ekins, Paul; Max-Neef, Manfred (2006). Real Life Economics. Routledge. pp. 91–93.
- ↑ Murray, Christopher John (2004). Encyclopedia of the Romantic Era, 1760-1850, Volume 2. Taylor & Francis. pp. 1054–1055.
- ↑ Ekelund Jr, Robert B.; Hébert, Robert F. (2006). A History of Economic Theory and Method: Fifth Edition. Waveland Press. p. 226.
- ↑ Lutz, Mark A. (2002). Economics for the Common Good: Two Centuries of Economic Thought in the Humanist Tradition. Routledge. pp. 55–57.
- ↑ McCracken, Harlan Linneus (2001). Value Theory and Business Cycles. Minerva Group. p. 22.
- ↑ Stedman Jones, Gareth (2006). "Saint-Simon and the Liberal origins of the Socialist critique of Political Economy". In Aprile, Sylvie; Bensimon, Fabrice (eds.). La France et l'Angleterre au XIXe siècle. Échanges, représentations, comparaisons. Créaphis. pp. 21–47.
- ↑ Nicolas Eyguesier (2018). "Marx, primitive accumulation, and the impact of Sismondi". The European Journal of the History of Economic Thought. 25 (5): 833–858. doi:10.1080/09672567.2018.1523943.
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ کينډۍ:EB1911
- ↑ Charles Dardier (1876). Ésaĭe Gasc, citoyen de Genève: sa politique et sa théologie, Genève – Constance – Montauban 1748–1813. Sandoz et Fischbacher. p. 54.
- ↑ "An Introduction to the Study of Crisis by Kuruma Samezō 1929".