جیمز فارمر

جیمز لیونارډ فارمر جونیر (۱۹۲۰ ز، د  جنوري ۱۲مه – ۱۹۹۹ ز ، د جولای ۹مه) یو امریکایی مدني فعال او د مدني حقونو د غورځنګ مشر و "چې د توکمیز تبعیض او بېلتون له منځه وړلو لپاره یې غیر تاوتریخجن لاریونونه هڅولي او له مارټین لوتر کینګ جونیر سره یې ګډ خدمت کړی دی." نوموړی په ۱۹۶۱ ز کال کې د آزادۍ سپرلۍ تر نامه لاندې خوځښت پیلوونکی او تنظیموونکی و، کوم چې په پای کې په متحده ایالاتو کې په ایالتي ټرانسپورټ کې د تبعیض او بېلوالي د له منځته تللو لامل شو.[۲][۳]

جیمز فارمر
جیمز فارمر
جیمز فارمر

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل ډايبېټېز مېلېټوز   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه وګړنيز حقوق [۱]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

په ۱۹۴۲ ز کال کې ښاغلي فارمر له جورج هاوسر، جیمز آر رابینسون، سامویل اي ریلي، برنیس فیشر، هومر جک او جو ګین سره یوځای په شیکاګو کې د نژادي مساواتو کمېټه جوړه کړه. دا کمېټه، وروسته د نژادي یا توکمیزو مساواتو د کانګرس (CORE) په نامه  یاده شوه. نوموړي په متحده ایالاتو کې د عدم تشدد له لارې د نژادي توپیرپالنې د پای ته رسولو لپاره ځان وقف کړی و. فارمر له ۱۹۴۲ ز کال نه تر ۱۹۴۴ ز کال پورې د توکمیزو مساواتو د کانګریس د رئیس په توګه دنده ترسره کړې.

په ۱۹۶۰مو ز کلونو کې فارمر د "د کینګ، د رنګین پوستانو د پرمختګ د ملي ټولنې (NAACP) د مشر روی ویلکینز او د ښاري اتحادیې د مشر ویټني یانګ ترڅنګ، د ۱۹۶۰مې ز لسیزې د مدني حقونو د څلورو سترو رهبرانو له ډلې نه و." [۴][۵][۶]

ژوندلیک سمول

د ژوند لومړني پړاوونه سمول

جیمز اېل فارمر جونیر د ټګزاس ایالت په مارشال ښار کې د جیمز اېل فارمر سینیر او پیرل هوسټون په کورنۍ کې زېږېدلی، چې دواړه ښوونکي وو. د هغه پلار د تورپوستانو په تاریخي وایلي کالج کې پروفیسور و، یو مېتودېست پادري و او له بوسټن پوهنتون نه یې په الهیاتو کې دوکتورا کړې وه. د هغه مور د کور مېرمن وه او د فلوریډا له بیتون - کوکمن انستېتیوت نه فارغه شوې وه او هم پخوانۍ ښوونکې وه.[۷]

یو وخت چې فارمر د درېیو یا څلورو کلونو په عمر کوچنی هلک و او له خپلې مور سره ښار ته وتلی و، کوکاکولا یې وغوښته. د هغه مور په کلکه ورته وویل چې: نه، چې کور ته نه وي رسېدلی، صبر به کوي. فارمر غوښتل چې سملاسي به یوه ورته واخلي او په حسد سره یې بل ځوان هلک ته وکتل چې، دننه ولاړ او کوک یې واخیست. مور یې ورته وویل چې: بل هلک کولای شي، په دغه پلورنځي کې کوک واخلي، ځکه هغه سپین پوستی دی، خو فارمر یو رنګین پوستی و او هلته یې د تګ اجازه نه لرله. دا ټاکونکې او غیر عادلانه شېبه لومړۍ هغه وه، مګر وروستۍ نه وه، هغه تجربه چې فارمر د نژادي یا توکمیز تبعیض او بېلوالې په اړه د خاطرې په توګه په یاد لرله.[۸]

کله چې فارمر ۱۰ کلن و، د هغه تره فریډ، ترور یې هیلین او د تره زوی یې موریل له نیویارک نه د هغوی لیدو ته راغلل. دوی له هغه لوري په اورګاډي کې د خوب کوټې په ترلاسه کولو کې له ستونزې سره نه وو مخامخ شوي، خو د بېرته ستنېدو پر مهال یې ترلاسه کولو ته اندېښمن وو. فارمر  له خپل پلار سره د اورګاډي تمځای ته ولاړ. د هغه پلار د تمځای مدیر قانع کړ چې د هغه تره ته په اورګاډي کې د خوب یوه کوټه ورکړي، فارمر متوجه شو، چې پلار یې دروغ وایي. فارمر یې د پلار د دروغو په اورېدو سره ډېر حیران شو، ځکه پلار یې یو پادري و. په لاره کې يې پلار ورته وويل: زه بايد ستا د تره فريډ په اړه دا دروغ ووايم، دا يوازېنۍ لار وه چې موږ د خوب د کوټې دا رزرويشن ترلاسه کولای شو. خدای (ج) به ما وبښي. فارمر بیا هم پر دې ډېر خپه او نهیلی و چې پلار یې په اورګاډي کې د خوب خونې ترلاسه کولو لپاره باید دروغ ویلي وای. همدا هغه شېبه وه چې له امله یې فارمر خپل ژوند د نژادي تبعیض د پای ته رسولو لپاره وقف کړ.[۹][۱۰]

فارمر یو پوه او هوښیار ماشوم و. په ۱۹۳۴ ز کال کې د ۱۴ کلنۍ په عمر کې د نوي ځوان په توګه، هغه په وایلي کالج کې نوم لیکنه وکړه، د ټګزاس په مارشال ښار کې د تور پوستانو هغه تاریخي کالج چې د هغه پلار په کې تدریس کاوه. هغه د مناظرې او بحثونو د ټیم د یوه غړي په توګه وټاکل شو. د انګلیسي یو پروفیسور میلوین بي تولسن د هغه لارښود وټاکل شو.[۱۱]

د ځوانۍ ژوند سمول

په ۲۱ کلنۍ کې فارمر له ولسمشر فرانکلین ډي روزولټ سره د کتنې او خبرو لپاره سپینې ماڼۍ ته ور وبلل شو. لومړۍ مېرمنې ایلنور روزولټ د هغه پر بلنلیک لاسلیک کړی و. له ولسمشر سره تر خبرو مخکې مېرمن روزولټ له ملاقات کوونکې ډلې سره خبرې وکړې. فارمر سملاسي د هغې خوښ شو او دوی دواړو دا مجلس انحصار کړ. کله چې دا ډله له ولسمشر روزولټ سره ملاقات ته ورغله، مېرمن روزولټ څارله او شاته یې ناسته وه. د رسمیاتو له ترسره کېدو وروسته، ځوانانو ته اجازه ورکړل شوه چې پوښتنې وکړي. فارمر وويل: "تاسو په خپله پرانېستونکې وينا کې بریتانیا او فرانسه د آزادۍ اتلان وبلل. په افريقا کې د هغوی استعماري سياستونو ته په کتلو، چې دغه اصل دروغ ثابتوي، څه ډول به يې مدافعین وګڼل شي؟" ولسمشر په تاکتیک سره د پوښتنې له ځوابولو ډډه وکړه. هغې په لوړ غږ وویل: "یوه دقیقه، تاسو پوښتنې ته ځواب ورنه کړ!" که څه هم ولسمشر بیا هم د هغه پوښتنې ته هغسې ځواب ورنه کړ، لکه څنګه چې فارمر مطرح کړې وه، خو دا چې فارمر پوهېده چې پوښتنه یې هلته مطرح کړې وه، آرام و. [۱۲][۱۳][۱۴]

ښاغلی فارمر په ۱۹۳۸ ز کال کې له وایلي کالج نه د علومو لېسانس سند ترلاسه کړ او په ۱۹۴۱ ز کال کې یې د هاروارډ پوهنتون د ادیانو له څانګې نه د الهیاتو د لېسانس سند ترلاسه کړ. په وایلي کې، فارمر د نژادي تبعیض له امله ډېر کړېده او د توکمپالنې د هغو مشخصو پېښو یادونه به یې کوله، چې نوموړي د ژوند په لومړیو کې لیدلې وې او یا یې ځورولی و. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال فارمر د یوه امین او باوجدانه اعتراض کوونکي په توګه رسمي حیثیت خپل کړی و.[۱۵]

ښاغلی فارمر په هاروارډ پوهنتون کې د الهیاتو د یوه پروفیسور هاروارډ تورمن تر اغېزې لاندې و او هم د ګاندي په بڼه له سوله‌ییزوالي سره یې مینه پیدا شوه. مارتین لوتر کینګ جونیر هم وروسته په همدې اړه مطالعه وکړه او د دې تګلارې ډېری اصول یې خپل کړل. فارمر پر دې فکر کول پیل کړل، چې څه ډول په امریکا کې د توکمپالنې د دودونو او چلندونو مخه ونیسي او په ورته وخت کې یې د پخلاینې په فیلوشپ کې کار کاوه، چې هغه د کالج له بشپړولو وروسته ورغلی و.[۱۶][۱۷]

د ۱۹۵۰مې ز لسیزې په اوږدو کې، فارمر د صنعتي ډیموکراسۍ د زده کوونکو د ټولنې (SLID) د سکرتر په توګه دنده ترسره کوله، چې د صنعتي ډیموکراسۍ د سوسیالستي ټولنې د ځوانانو څانګه وه. صنعتي ډیموکراسۍ د زده کوونکو ټولنه (SLID) وروسته بیا د ډیموکراتیکې ټولنې د زده کوونکو پر ټولنه بدله شوه.

فارمر په ۱۹۴۵ ز کال کې له ویني کریسټي سره واده وکړ. ویني له واده وروسته ډېر ژر امیندواره شوه. هغې بیا د فارمر د کوټ په جیب کې د یوې نجلۍ یو یادښت  وموند، هغه پېښه چې د دوی د واده د پای ته رسېدو لامل شوه. وروسته هغې سقط جنین وکړ او ډېر ژر دواړو طلاق سره واخیست.[۱۸]

څو کاله وروسته، فارمر له لولا اې پیټرسن سره واده وکړ. نوموړې په هوجکین ناروغۍ اخته شوې وه او دواړو ته ویل شوي وو چې باید ماشومان ونه لري، ځکه په هغه وخت کې امیندواري د سرطان دزیاتېدو لامل کېده. کلونه وروسته، دوی د بیاکتنې غوښتنه وکړه. هغه مهال بیا لولا وهڅول شوه چې، د ماشومانو د لرلو هڅه وکړي. هغې یو سقط جنین وکړ، خو وروسته یې بیا یوه لور وشوه. لور یې ټامي لین فارمر نومېده او د ۱۹۵۹ ز کال د فبروري پر ۱۴مه زېږېدلې وه. دویمه لور یې هم ابي فارمر، بیا په ۱۹۶۲ کال وزېږېده.[۱۹]

میراث او ویاړونه سمول

  • د ماري واشنګټن کالج په کمپس کې د فارمر یوه نیم‌تنه‌يي مجسمه نصب شوې ده.
  • په ۱۹۸۷ز کال کې ماري واشنګټن کالج د جیمز فارمر د سکالرانو پروګرام رامنځته کړ، چې د لږه کیو زده کوونکي وهڅوي چې په کالج کې شامل شي.
  • په ۱۹۹۵ز کال کې د مارشال ښار د بارني سړک نوم د جیمز فارمر سړک ته بدل کړ، چېرې چې نوموړی رالوی شوی و.[۲۰]
  • په ۱۹۹۸ ز کال کې ولسمشر بل کلنټن فارمر ته د آزادۍ په برخه کې د ولسمشرۍ مډال ورکړ.[۲۱]

– آزادي او برابري په متحده ایالاتو کې ارثي حقونه دي: له همدې امله زه ځوانان هڅوم چې له دغه حق نه د محرومو خلکو په استازیتوب ودرېږي او خبرې وکړي. موږ لا تر اوسه د خپل هېواد د جوړولو کار پای ته نه دی رسولی. هغه نقل قول چې د ویرجینیا ایالت په فریډریکزبرګ ښار کې په ماري واشنګټن پوهنتون کې د هغه په ​​یادګار په ډبرو کې کښل شوی.

  • په ۲۰۱۲ ز کال کې د ویرجینیا کتابتون، د افریقایي امریکایي مخکښو څېرو په "پیاوړې نارینه او ښځینه" ټولګه کې فارمر د لومړنیو ویاړلو څېرو په ډله کې یاد کړی.[۲۲]
  • په ۲۰۲۰ ز کال کې د ماري واشنګټن پوهنتون د پخواني ټرینکل تالار نوم د جیمز فارمر تالار ته د دوکتور فارمر په درناوي بدل شو، چېرېچې هغه د خپل ژوند وروستي کلونه په دغه پوهنتون کې د تاریخ د پروفیسور په توګه تېر کړل.[۲۳]

سرچینې سمول

  1. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=kup19990000026307 — د نشر نېټه: ۱۸ جنوري ۲۰۲۳
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. (په July 10, 1999 باندې). Obituary: Civil rights leader James Farmer dead at 79 by Paul Tolme, The Associated Press. کينډۍ:Open accessISBN 1682260186
  4. (په July 10, 1999 باندې). Obituary: Civil rights leader James Farmer dead at 79 by Paul Tolme, The Associated Press. کينډۍ:Open accessISBN 1682260186
  5. (په 13 July 1999 باندې). Paid Notice: Deaths FARMER, JAMES. The New York Times.
  6. (په 11 July 1999 باندې). NAACP celebrates 90th birthday, recommits to civil rights (NY: Associated Press)..کينډۍ:Open access
  7. Arsenault, p. 29
  8. Farmer, p. 31
  9. Farmer, p. 65
  10. Farmer, p. 6
  11. Farmer, pp. 117–21
  12. Farmer, p. 69
  13. Farmer, p. 70
  14. Farmer, pp. 69–70
  15. (په July 10, 1999 باندې). Obituary: Civil rights leader James Farmer dead at 79 by Paul Tolme, The Associated Press. کينډۍ:Open accessISBN 1682260186
  16. (په July 10, 1999 باندې). Obituary: Civil rights leader James Farmer dead at 79 by Paul Tolme, The Associated Press. کينډۍ:Open accessISBN 1682260186
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Farmer
  20. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  21. (په July 10, 1999 باندې). Obituary: Civil rights leader James Farmer dead at 79 by Paul Tolme, The Associated Press. کينډۍ:Open accessISBN 1682260186
  22. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  23. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.