جين بارتيک

بیټي جین بارتیک (ني جینینګس؛ دیسمبر ۲۷، ۱۹۲۴ – مارچ ۲۳، ۲۰۱۱) د ENIAC کمپیوټر یو له اصلي شپږو پروګرام جوړونکو څخه وه.

جين بارتيک
جين بارتيک
جين بارتيک

د شخص معلومات
زېږون نوم
پيدايښت ۲۷ ډيسمبر ۱۹۲۴[۲][۳][۴]
مړینه 23 مارچ 2011 (87 کاله)[۵][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
د کړنې څانګه شمېرپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بارتیک په ښونځي کې ریاضیات ولوستل او بیا یې د پینسلوانیا په پوهنتون کې کار پيل کړ، لومړی یې په لاس د توغیدونکو شیانو د تګ راتګ محاسبه کوله او وروسته یې د ENIAC  په کارولو محاسبه کوله. نور پنځه ENIAC پروګرام جوړونکي هر یو «بیټي هولبیرټون، روت ټاټیلباوم، کاتلین انټونیلي، مارلین میلټزر» او «فرانسیس سپینس» وو. کله چې بارتیک او د هغې همکارانو په ENIAC کې کار کاوه د پروګرامینګ ډېری اساسات یې پر مخ وړي او کوډ کړي وو، ځکه چې دا د خپل وخت لومړی کمپیوټر و.

په ENIAC د هغې له کار کولو وروسته، بارتیک په BINAC او UNIVAC کار وکړ، او د لیکوالې، مدیرې، انجینیرې او پرواګرامرې په توګه په مختلفو تخنیکي شرکتونو کې يې وخت تیر کړ. هغې خپل وروستي کلونه د شتمنۍ د استازې په توګه تیر کړل او په ۲۰۱۱ کال کې د زړه د وینې د وينې ټينګېدو د ناروغۍ له امله مړه شوه.

د منځپانګې مدیریت چوکاټ د ډروپل موضوع ، د بارتیک په ویاړ نومول شوې.  [۶]

د ژند لومړي کلونه او زده کړه سمول

بیټي جین جینینګز په ګینټري کاونټي، میسوري کې په ۱۹۲۴ز کال کې زیږیدلې، هغه په اوو خوېندو وروڼو کې شپږمه وه. د هغې پلار، ویلیم سمیت جینینګز(۱۸۹۳-۱۹۷۱) د «الانتوس ګروف» و، چیرته چې هغه د ښونځي ښوونکی او کروندګر و. د هغې مور، «لولا می سپینهاور» (۱۸۸۷-۱۹۸۸) د الانتوس اوسېدونکې وه. جینینګز درې مشران وروڼه ویلیم (جنوري ۱۰، ۱۹۱۵)، رابرټ (مارچ ۱۵، ۱۹۱۸) او ریمونډ (جنوري ۲۳، ۱۹۲۲) درلودل؛ دوه مشرانې خویندې «ایما» (اګسټ ۱۱، ۱۹۱۶) او «لولو» (اګسټ ۲۲، ۱۹۱۹) او یوه کشره خور، میبل (دیسمبر ۱۵، ۱۹۲۸) يې درلودلې.[۷][۸][۹][۱۰]

په کوچنيوالي کې د نيا د کتلو لپاره په اس ورتله، د هغې آنا به دغه ځوانې نجلۍ ته هره ورځ د لوستلو لپاره ورځپاڼه رانیوله او هغه يې د خپل ټول ژوند لپاره یوه نمونه وګرځیده. هغې خپلې زدکړې په يو سيمه ييز د يوې خونې ښونځي کې پيل کړې، او په سافټبال لوبه کې د مهارت له امله په سيمه ييزه کچه د پام وړ وګرځېده. په لیسه کې د زده کړې لپاره، هغې د خپلې مشرې خور سره په ګاونډي ښار کې ژوند کاوه، چیرته چې دې ښوونځي موقعیت درلود او که څه هم هغه ۱۴ کلنه وه هغې هره ورځ موټر چلول پیل کړل. د ۱۶ کلونو په عمر په ۱۹۱۴ز کال کې هغه د «سټینبیري» عالي لیسې څخه فارغه شوه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

هغې د شمال لویدیځ د میسوري ایالت د ښوونکي کالج کې زده کړې وکړې چې اوس د شمال لویدیځ میسوري ایالت پوهنتون په نوم پیژندل کیږي، هغې د ریاضیاتو او ورسره لږه د انګلیسي زده کړه وکړه او په ۱۹۴۵ز کې فارغه شوه. جینینګز په خپل ټولګي کې د ریاضیاتو د سند یواځینۍ تر لاسه کوونکې وه. که څه هم هغې په اصل کې د ژورنالیزم د زده کړې اراده درلوده، خو پریکړه يې وکړه چې ریاضي ولولي، ځکه چې هغې د خپل سلاکار سره خرابې اړیکې درلودې. وروسته د هغې په ژوند کې، هغې په ۱۹۵۷ز کال کې د پنسلوانیا په پوهنتون کې په انګلیسي کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ او په ۲۰۰۲ز کال کې د شمال لویدیځ میسوري ایالت پوهنتون له خوا د افتخاري دوکتورا سند ورکړل شو.  [۱۵][۱۶][۱۷]

مسلک سمول

په ۱۹۴۵ز کال کې د متحده ایالاتو پوځ د جکړې د هڅو سره د مرستې لپاره له پوهنتون څخه ریاضي پوهان جلب کړل؛ سره له دې چې د هغې د سلاکار له خوا خبرداری ورکړل شوی و چې هغه به د پوځ سره «په يو غټ نظام کې هېڅ اهميت» ونه لري او د دې پر ځای چې د ریاضیاتو ښوونکې شي، بارتیک پریکړه وکړه چې یو انساني کمپیوټر شي. د بارتیک د حساب پروفیسر هغه وهڅوله چې د پنسلوانیا په پوهنتون کې دنده واخلي، ځکه چې هغوی «تفاضلي محلل» درلودل (differential analyzer د وخت يو ډول کمپيوټر و). [۱۸][۱۹]

هغې په ۲۰ کلنۍ کې دواړو IBM او د پنسلوانیا پوهنتون ته نوم لیکنه وکړه. که څه هم د IBM له خوا رد شوه، جینینګز د پنسلوانیا د پوهنتون له خوا په دنده وګمارل شوه چې په «ابیرډین پرووینګ ګراونډ» کې يې د فوځ د وسلو لپاره کار کاوه، چیرې چې هغې د توغیدونکو تګ راتګ د لارې محاسبه په لاس کوله.[۲۰][۲۱]

کله چې هغې هلته کار کاوه، بارتیک د خپل راتلونکي مېړه «ویلیم بارتیک» سره ولیدل، چې د پنسلوانیا په پوهنتون کې د پنټاګون په پروژه کې انجنیر و. دوی د ۱۹۴۶ز کال په دسمبر کې واده وکړ.[۲۲][۲۳]

کله چې بریښنایی شمیریز بشپړونکی او کمپیوټر (ENIAC) جوړ شو، د کوم موخه چې د توغیدونکو د تګ راتګ لارې محاسبه وه چې مخکې به دامحاسبه انساني کمپیوټر لکه بارتیک په لاس کوله، هغې غوښتنه وکړه چې د دې پروژې برخه شي او بالاخره د دې کمپیوټر د لومړۍ پروګرامرې په توګه وټاکل شوه. بارتیک څخه وغوښتل شول چې پرته له دې چې کوم تخنیکونه وروښودل شي د ENIAC ستونزې جوړې کړي. [۲۴]

بارتیک او پنځه نورې ښځې (بیټي هولبیرټون، روت ټاټیلباوم، کاتلین انټونیلي، مارلین میلټزر او فرانسیس سپینس) د ENIAC لپاره مرکزي پروګرامرانې انتخاب شوې وې. زیاتې نورو ښځو چې عموماً پېژندل شوې نه دي، د جګړې په وخت کې د نارینه کارګر د کمښت پر مهال يې د ENIAC په جوړولو کې برخه اخیستې.[۲۵][۲۶][۲۷]

بارتیک، څوک چې د بیټي هولبیرټون سره شریکه مشره پروګرامره شوه، او هغه نور څلور اصلي پروګرامران د ENIAC په چلولو کې خورا ماهرې شوې؛ بې له دې چې په کوم لارښود متکي وي، دې ډلې د دې وسيلې د ډیاګرامونو بیاکتنه وکړه، له هغو  انجینرانو سره يې مرکې وکړې، کومو چې دا اله جوړه کړې وه  او دا معلومات یې بيا د خپل ځان لپاره د اړينو مهارتونو د زده کولو په موخه وکارول. په پیل کې، دوی ته د ENIAC د هارډویر د لیدلو اجازه نه وه، ځکه چې دا لا تر اوسه ډلبندي شوی نه و او دوی امنیتي تایید نه و تر لاسه کړی؛ هغوی باید دا زده کړې وای چې څنګه دا ماشین یواځې د سمبوليکو ډیاګرامونو له لارې پروګرام کړي. د ښځو دې شپږ کسیز ټولې ته هم په پیل کې د یوځای کار کولو لپاره ځای نه و ورکړل شوی، نو دوی د کار کولو لپاره داسې ځای پیدا کړ، چيرې چې هغوی کولای شول یو بل سره وګوري چې دا ځایونه پریښودل شوي ټولګي او د ټولنې د غړو کورونه وو.[۲۸][۲۹]

کله چې دې شپږو ښځو په ENIAC باندې کار کاوه، هغوی فرعي کارچارې، په نورو شيانو کې د څيزونو کارول (subroutines, nesting د کمپيوټري پروګرام اصطلاحات دي) او نور د پروګرام اساسي تخنیکونه جوړ کړل او داسې ويل کېدای شي چې ډیجیټل کمپیوټرونو پروګرام کولو تخصص يې ایجاد کړ. بارتیک او د ENIAC نورو ښځینه پروګرامرانو د ماشین فیزیکي تعدیل زده کړی و چې سویچونو ته حرکت ورکول او د مزو بیرته راګرځول و، څو دغه ماشین پروګرام کړي. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سربیره پر دې چې دوی په اصل کې د توغیدونکو د تګ راتګ د محاسبې د ترسره کولو لپاره ګمارل شوي وو، شپږ ښځینه پروګرام کونکې ډیر ژر د لاس الاموس هستوي حسابونو چلونکې شوې او په عمومي توګه یې د ماشین پروګرام کولو اندازه پراخه کړه. د پوځ لپاره د مهمې تګ راتګ لارې پروګرام، کوم چې ا ثابتوله چې ENIAC له ځانګړتياوو سره سم کار کوي، د پروګرام کولو شريکه «هولبرټن»  وه، څوک چې هغه مهال د «بیټي سینډر» په نوم مشهوره وه. د بارتیک او هالبیرټون پروګرام د دې لپاره انتخاب شو چې  ENIAC عوامو او لویو ساینسي ټولنو ته معرفي کړي. دا ښودنه د ۱۹۴۶ز کال د فبرورۍ مياشتې په پنځلسمه نېټه تر سره شوه او یو لوی بریالیتوب و. ENIAC ثابته کړه چې دا د «Mark I »  څخه تېز عمل کوي، کوم چې په هاورډ کې یو مشهور الیکټرومیخانیکي ماشین و، دا یې هم وښوده یو کار چې انساني کمپیوټر یې په ۴۰ ساعتونو کې تر سره کوي دا ماشین به یې په ۲۰ ثانیو کې تر سره کوي. [۳۴][۳۵][۳۶]

بارتیک په ۱۹۴۶ز کال کې د ENIAC لومړۍ عامه ښودنه تشریح کړه:

کومه ورځ چې ENIAC  نړۍ ته وروپیژندل شو، زما د ژوند د ورځو څخه یوه ډیره خوشحاله ورځ وه. د ماشین ښودنه په زړه پورې وه. ENIAC تګ راتګ د مرمۍ د سفر څخه ژر محاسبه کاوه. موږ د محاسبې کاپیانې ورکړې، هغه شان چې دوی تر سره شوط وې. ENIAC له هغه وخته مخکې د هر ماشین څخه ۱۰۰۰ ځله تیز و. د دې د ځلیدونکي څراغونو سره، دا یو اغیزمن ماشین هم و چې په ګرافیک ډول یې د دې ښودنه کوله چې دا واقعا څومره چټکه محاسبه کوي. [۳۷]

سرچينې سمول

  1. Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — د نشر نېټه: ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۹ — نشرونه لخوا د: The New York Times — د خپرولو نیټه: ۸ اپرېل ۲۰۱۱
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6k36md7 — subject named as: Jean Bartik — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/68065028 — subject named as: Jean Bartik — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — نشرونه لخوا د: CNN.com — د خپرولو نیټه: ۲۳ مارچ ۲۰۱۱
  6. "Bartik". Drupal. 22 February 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Tech Women: Meet Jean Jennings Bartik, ENIAC Programmer - SheThePeople TV" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Jean Bartik". Computer History Museum. د اصلي آرشيف څخه پر March 11, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 31, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Bartik biography". www-history.mcs.st-and.ac.uk. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Oral History: Jean Bartik" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Tech Women: Meet Jean Jennings Bartik, ENIAC Programmer - SheThePeople TV" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. O'Connor, J. J.; Robertson, E. F. "Jean Bartik biography". www-groups.dcs.st-and.ac.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Reed, Jennifer (2016). Computer scientist Jean Bartik. Minneapolis. OCLC 938387267. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1512413106. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Bartik, Jean Jennings (2013). Rickman, Jon T.; Todd, Kim D. (المحررون). Pioneer programmer: Jean Jennings Bartik and the computer that changed the world. Kirksville, Missouri: Truman State University Press. OCLC 854828754. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781612480862. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Jean Bartik". Computer History Museum. د اصلي آرشيف څخه پر March 11, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 31, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Barkley Fritz, W. (1996). "The Women of ENIAC". IEEE Annals of the History of Computing. 18 (3): 13–28. doi:10.1109/85.511940. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. D., Todd, Kim (2015). Jean Jennings Bartik computer pioneer. Kirksville, Missouri. OCLC 935185503. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1612481456. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Bartik, Jean Jennings (2013). Rickman, Jon T.; Todd, Kim D. (المحررون). Pioneer programmer: Jean Jennings Bartik and the computer that changed the world. Kirksville, Missouri: Truman State University Press. OCLC 854828754. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781612480862. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Barkley Fritz, W. (1996). "The Women of ENIAC". IEEE Annals of the History of Computing. 18 (3): 13–28. doi:10.1109/85.511940. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. O'Connor, J. J.; Robertson, E. F. "Jean Bartik biography". www-groups.dcs.st-and.ac.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Lohr, Steve (2011-04-07). "Jean Bartik, Software Pioneer, Dies at 86". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Barkley Fritz, W. (1996). "The Women of ENIAC". IEEE Annals of the History of Computing. 18 (3): 13–28. doi:10.1109/85.511940. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Lohr, Steve (2011-04-07). "Jean Bartik, Software Pioneer, Dies at 86". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Beyer, Kurt (2009). Grace Hopper and the Invention of the Information Age. MIT Press. د کتاب پاڼي 178–181. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-01310-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Juavinett, Ashley (2017-10-06). "5 facts about Jean Bartik, expert programmer of the world's first computer". Massive Science. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Bartik, Jean Jennings (2013). Rickman, Jon T.; Todd, Kim D. (المحررون). Pioneer programmer: Jean Jennings Bartik and the computer that changed the world. Kirksville, Missouri: Truman State University Press. OCLC 854828754. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781612480862. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Abbate, Janet (2012). Recoding gender : women's changing participation in computing. Cambridge, Mass.: MIT Press. OCLC 813929041. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780262018067. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Barkley Fritz, W. (1996). "The Women of ENIAC". IEEE Annals of the History of Computing. 18 (3): 13–28. doi:10.1109/85.511940. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "ENIAC Programmers". WITI Hall of Fame. Women in Technology International (WITI). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. O'Connor, J. J.; Robertson, E. F. "Jean Bartik biography". www-groups.dcs.st-and.ac.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Lohr, Steve (2011-04-07). "Jean Bartik, Software Pioneer, Dies at 86". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Walter, Isaacson (2015-10-06). The innovators: how a group of hackers, geniuses, and geeks created the digital revolution (الطبعة First Simon & Schuster hardcover). New York. OCLC 876012030. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1476708706. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "ENIAC Programmers". WITI Hall of Fame. Women in Technology International (WITI). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Juavinett, Ashley (2017-10-06). "5 facts about Jean Bartik, expert programmer of the world's first computer". Massive Science. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. D., Todd, Kim (2015). Jean Jennings Bartik computer pioneer. Kirksville, Missouri. OCLC 935185503. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1612481456. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Bartik, Jean Jennings (2013). Rickman, Jon T.; Todd, Kim D. (المحررون). Pioneer programmer: Jean Jennings Bartik and the computer that changed the world. Kirksville, Missouri: Truman State University Press. OCLC 854828754. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781612480862. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Richard F. Clippinger: Award Recipient". IEEE Computer Society. د لاسرسي‌نېټه June 8, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)