جوزف چېمبرلېن

جوزف چمبرلین Joseph Chamberlain جوزف په ۱۸۳۶ کال د دجولای په ۸ نېټه د لندن ښار کې زېږېدلی او په ۱۹۱۴ کال کې د جولای ۲د لندن ښار کې مړ شوی. جوزف سوداگر، په ټولنیزو اصلاحاتو کې ځانگړی رول لوبونکی . افراطې سیاستمدار، سرسخته امپریالست او د نورو افراطي کونکی وو. د سیاسي پارټي پالیسي ته کار کولو نه ېې عملي بریا زیاته خوښوله او په سیاست کې ېې عملی بریا تر تنظیم ته وفاداره پاتې کېدو غوره گڼله. جوزف د لندن ښار نامتو بوټ جوړونکي زوی وو چې خپله ېې له پوهنتونه نفرت کاوه او په ۱۶ کلنی کې ېې په سوداگري پېل وکړ. په ۳۸ کلنی کې په مدني چارو کې لاس وهنه پېل کړه او ځان ېې د بېرمېنگم ښار لپاره ولسوال کاندید کړ او په تعلیمي سیستم کې اصلاحاتو، د کورونو جوړونه کې بهتري او په ښار کې د خلکو لپاره نورو اسانتېاوو برابرولو جوزف ته ملي امتېاز وروباښه. په ۴۰ کلنی کې جوزف د انگلستان د گاز او اوبو سیستم لپاره ډېر کار وکړ چې په خپل دوران کې تر ټولو بریالی انگریز بلل کېده. په ۱۸۷۶ کې ېې ځان د انگلستان پارلمان ته کاندید کړ خو د پارلمان غړو د جوزف افراطي نظریاتو او د ده په پالیسی پورې ځان نه تړلو وېرولي وو. په دې دوره کې جوزف د محلي حکومت اصلاحاتو ته کار وکړ او د غریبو لپاره ېې د کورونو غوښتنه وکړه، د دې تر څنگ ېې تعلیم مفت کړ د دهقانانو لپاره د ۳ جیربه ځمکې او یوې غوا غوښتونکی شو. په ۱۸۸۰ کې ېې د ایرلنډ سره هم په اصلاحاتو کې همکاري وکړه په ۱۸۹۵ کې د انگلستان د مستعمرو لپاره د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو چې ډېر ژر پرې په جنوبي افریقا کې د جرمونو تور پرې ولگېد ( د بوېر په نامه جگړه ېې وکړه بوېر هغه جرمنیان او هالنډیان چې افریکنرس هم ورته وایی په جنوبي افریقا کې مېشت ووپر دوي ېې حمله وکړه). خو وروسته له تحقیقاتو ېې خپل سپیناوی وکړ دا جنگ د جوزف لخوا په مخ ولاړ چې د دې جنگ له وجې انگلستان ته په نظامي او سیاسي لحاظ تاوان واوښت په اروپا کې په سیاسي لحاظ بې ملگري پاتې شو جرمنانو چې تل ېې غوښتل له انگرېزانو سره سیاسي اتحاد ولري له لاسه ورکړ او هم ېې ډېر نظامي تلفات ولیدل. له دې وروسته بیا بېرمېنگم ته ولاړ او ځان ېې کاندید کړ همدا ېې اخری سیاسی بریا وه او له هغې وروسته پرې مغزي سکته راغله چې تر مرگه پورې ېې بې پناه او بېچاره کړ

تړلې لیکنې سمول

لندن وېلز