جورج واشنګټن

جورج واشنګټن (۱۷۳۲  د فبرورۍ ۲۲ – ۱۷۹۹ ز دسمبر ۱۴) يو امريکايي پوځي افسر، سياستپوه او د امريکا بنسټ اېښودونکی و، هغه له ۱۷۸۹ز کال څخه تر ۱۷۹۷ز کال پورې د امريکا د لومړي ولسمشر په توګه کار وکړ. د يادې لويې وچې د کانګريس له خوا د همدې لويې وچې د پوځ د قوماندان په توګه ټاکل شوي واشنګټن، د امريکا په انقلابي جګړه کې هيوادپاله ځواکونه د بريا پر لور رهبري کړل، هغه په ۱۷۸۷ز کال کې د اساسي قانون د کنوانسيون مشري وکړه، په کوم کې چې د متحده ايالاتو اساسي قانون او فدرالي دولت جوړ شو. د هېواد د جوړېدو په شپو ورځو کې د څو اړخيزې مشرۍ له امله واشنګټن ته «د ملت پلار» ويل کېږي.  [۲۲]

جورج واشنګټن
(انګلیسي: George Washington د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جورج واشنګټن
جورج واشنګټن

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۲ فبروري ۱۷۳۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه 14 ډيسمبر 1799 (67 کاله)[۱۴][۱][۱۵][۱۶][۳][۴][۵][۶][۷][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نيويارک   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي (۲۲ فبروري ۱۷۳۲–۴ جولای ۱۷۷۶)
د امریکا متحده ایالات (۴ جولای ۱۷۷۶–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 74 اينچ
188 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند خپلواک کاندید   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت انتراکس   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱۷][۱۸][۱۹]
ليکوال [۲۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام ډګروال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د امريکا انقلابي جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جورج واشنګټن
جورج واشنګټن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د واشنګټن لومړي عمومي دفتر له ۱۷۴۹ ز څخه تر ۱۷۵۰ز کال پورې د ويرجينيا د کلپپر ولسوالۍ د رسمي نقشې جوړولو په توګه کار وکړ. له دې وروسته، هغه د فرانسوي او هندي جګړې په اوږدو کې خپله لومړۍ پوځي زده کړه تر لاسه کړه (هغه همدا راز د ويرجينيا د کنډک مشري هم تر لاسه کړه). وروسته هغه د ويرجينيا د برګس شورا د غړي په توګه وټاکل شو او له دې ځايه د لويې وچې کانګريس ته د استازي په حیث غوره شو. له همدې ځايه نوموړی د لويې وچې د پوځ د عمومي قوماندان په توګه انتخاب شو. د دې منصب پر مهال (له فرانس سره په ائیتلاف کې ) هغه د امريکايي ځواکونو مشري وکړه، بریتانوي ځواکونه يې د امريکا د انقلابي جګړو پر مهال په يارک ټاون کې مات او هغوی تسليم شول. کله چې په ۱۷۸۳ ز کال کې د پاريس تړون لاسليک شو، هغه له خپلې دندې څخه استعفا وکړه.

واشنګټن د متحده ايالاتو د اساسي قانون په تصويب او منلو کې مهمه ونډه درلوده. هغه دوه ځلې د ولسمشر د ټاکونکې جرګګۍ له خوا د ولسمشر په توګه وټاکل شو. په داسې   حال کې چې د کابينې د غړو  تاماس جيفرسن او الکساندر هاميلټن تر منځ د سختو سياليو پر مهال بې پری پاتې شو، نوموړي يو پياوړی ملي او له مالي اړخه غوره حکومت وکړ. د فرانسې د انقلاب پر مهال يې د بې پريتوب تګلاره اعلان کړه او د «جي» تړون يې تحريم کړ. د «ښاغلي ولسمشر» په ګډون، نوموړي د ولسمشرۍ د دفتر لپاره تلپاتې مخينه پرېښوده او د جمهوري غوښتنې په اړه د هغه د مخه ښې وينا  يوه روښانه وينا بلل کېږي. 

واشنګټن له سلو زيات مريان درلودل، د مرييتوب د خونديتابه او مريتوب د محدودولو لپاره د کانګريس له خوا تصويب شوې کړنې يې لاسليک کړې. له ۱۷۷۸ ز څخه راپيل هغه د مريتوب له ادارو سره په ستونزه کې ښکېل شو او په خپله وصيتنامه کې يې «وليام لي» ازد کړ. د خپلې مېرمنې «مارتا واشنګټن» له مرګ وروسته يې، خپل يو سل او دروېشت نورو مريانو د ازادېدو پرېکړه وکړه. مېرمنې يې د خپل مېړه د هيلو درناوی وکړ او له مرګ مخکې يې د ۱۸۰۱ ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه دا مريان ازاد کړل. هغه همدا راز په خپله وصيتنامه کې درې دېرش نور مريان ازاد کړل، کوم چې هغه د خپل اوښي سره د پور په يو تړون کې تر لاسه کړي وو. واشنګټن هڅه وکړه چې اصلي امريکايي استوګن په انګليسي-امريکايي کلتور کې جذب کړي، خو د خونړيو نښتو په حالاتو کې يې د اصلي اوسېدونکو سره مقابله وکړه. هغه د انجليکي کليسا او فري ميسن (يوې پټې ټولنيزې ډلې) غړی و،  په عام ډول او د ولسمشر په توګه يې په پراخه ډول په مذهبي ازادۍ ټينګار کاوه. له مرګ وروسته، هغه «په جګړه کې لومړی، په سوله کې لومړی او د خپلو هېوادوالو په زړونو کې د لومړي» په توګه وستايل شو. [۲۳][۲۴][۲۵]

په تاریخي ودانيو، فدرالي رخصتیو، بېلا بېلو رسنيو او جغرافيايي ځايونو سره د واشنګټن يادونه کېږي، چې په دې ځايونو کې ملي پلازمېنه، د واشنګټن ايالت، مهرونه، دود پيسه شامل دي، ډېرو پوهانو او ټولپوښتنو کې هغه د متحده ايالاتو د سترو ولسمشرانو په منځ کې شمېرل شوی. په ۱۹۷۶ ز کال کې، د متحده ايالاتو د دوه سومې کليزې د لمانځلو د مراسمو پر مهال، واشنګټن ته د متحده ايالاتو د پوځونو د جنرال رتبه ورکړل شوه.

د ژوند لومړي کلونه (۱۷۳۲-۱۷۵۲) سمول

د واشنګټن کورنۍ د ويرجينيا شتمنه او په کرنيزو چارو کې بوخته کورنۍ وه، چې خپله شتمني يې د ځمکو له سوداګرۍ او تمباکو له کښت څخه په لاس راوړې وه. د واشنګټن د نېکه «جان واشنګټن» په ۱۶۵۶ز کال کې د انګلستان له «نارت همپتينشاير» د «سولګريو» څخه د انګلستان مستعمرې ويرجينيا ته کډه کړې وه، هلته يې پنځه سوه جريبه (۲۰۰ هکتاره) ځمکه تر لاسه کړه، همدا راز د «پوټوماک» سيند په څنډه کې يې د «ليټل هنټنګ ګريک» هم تر لاسه کړ. جورج واشنګټن د ۱۷۳۲ز کال د فبرورۍ په دوه وېشتمه نېټه، د ويرجينيا ايالت د ويسټ موريلينډ ولسوالۍ په «پاپس ګريک» سيمه کې وزېږېد، هغه د خپل پلار او مور «اګسټاين» او «ماري بال واشنګټن» د شپږو بچيانو له ډلې لومړی اولاد و. پلار يې د سولې يو قاضي او منل شوې ولسي څېره وه، پلار يې د لومړۍ مېرمنې «جان بوټلر» څخه هم څلور بچيان درلودل. دې کورنۍ په ۱۷۳۵ز کال کې «ليټل هنټنګ ګريک» ته کوچ وکړ. په ۱۷۳۸ز کال کې دوی د ويرجينيا د «راپاهانوک» رود پر څنډه د «فردريکزبورګ» اړوند «فري» کروندځای ته وکوچېدل. کله چې اګوسټاين په ۱۷۴۳ز کال کې مړ شو، واشنګټن ته فري کروندځای او لس مريان په میراث پاتې شول؛ دهغه مشر ناسکه ورور «لارنس» ته «ليټل هنټنګ ګريک» په ميراث کې پاتې شو او دې ځای ته يې د «ماونټ ورنون» نوم ورکړ.[۲۶][۲۷]

واشګنټن رسمي زده کړې نه وې کړې، مشرانو وروڼو يې د انګلستان په اپلبي ګرامر ښوونځي کې زده کړې تر لاسه کړې وې، خو واشنګټن په هارټفيلډ کې د لور چرچ ښوونځي ته تللي و. هغه رياضيات، مثلثات او د ځمکو نقشه جوړول زده کړي و او يو ښه طرحه جوړونکی او نقشه اېستونکی و. د بلوغ په لومړيو کلونو کې به هغه  «له پام وړ ځواک» او «دقت» سره لیکنې کولې؛ په هر حال، د هغو لیکنو کمه اندازه ټوکې يا ظرافت هم درلود. د ستاينې، حيثيت او ځواک په لټه کې به هغه د خپلو ناکاميو او کميو پړه د نورو په بې اغېزۍ اچوله. [۲۸]

واشنګټن به ډېر ځله ماونټ ويرون او بيلوير ته تلو، دا هغه کروندځايونه و چې د لاورنس د خسر ويليام فيرفکس ملکيت و. فيرفکس د واشنګټن پالونکی او ملاتړ پلار شو او واشنګټن له يوې ډلې سره په ۱۷۴۸ز کال کې د «شنينادوا» په دره کې د فيرفکس د ملکيتونو ارزونه و کړه. راتلونکی کال هغه د وليام او ماري له پوهنځي څخه د ارزونکي جواز تر لاسه کړ. که څه هم واشنګټن د کار زده کولو دوديز پړاو تر سره نه کړ، فيرفاکس بیا هم د ويرجينيا د کلپپر ولسوالۍ د نقشې جوړونکي په توګه وټاکه او په دې توګه هغه د ۱۷۴۹ز کال د جولای په شلمه نېټه په کلپپر ولسوالۍ کې د خپل دفتر لپاره لوړه وکړه. هغه له سرحدي سيمو سره بلدتيا پيدا کړه او پايله په ۱۷۵۰ز کال کې يې له خپلې دندې استعفا وکړه، هغه د «بلو ريج» د لویديځو غرونو ارزونې ته دوام ورکړ. تر ۱۷۵۲ز کال پورې هغه په دې دره کې نږدې پنځلس سوه جريبه ځمکه (۶۰۰ هکتاره) رانيولې وه او د ۲۳۱۵ جريبه (۹۳۷ هکتاره) ځمکې څښتن و.[۲۹][۳۰]

په ۱۷۵۱ز کال کې، واشنګټن د لاورينس په ملګرتيا «باربيډاس» ته په لومړي ځل له هېواده بهر سفر وکړ، هغه هيله درلوده چې، د هغه ځای اب و هوا به يې د ورور د سیل ناروغۍ لپاره درملنه شي. واشنګټن په دې سفر کې د ننکيو په ناروغۍ اخته شو، له دې ناروغۍ هغه وژغورل شو، خو د هغه په مخ يې يو څه نښې او زخمونه پاتې شول. لاورنس په ۱۷۵۲ز کال کې مړ شو او واشنګټن د هغه له کونډې څخه «ماونټ ويرنن» په اجازه واخيست؛ خو په ۱۷۶۱ز کال کې د هغې له مرګ سملاسي وروسته، دا ځای  واشنګټن ته په میراث ور پاتې شو.[۳۱][۳۲][۳۳]

استعماري پوځي دنده (۱۷۵۲-۱۷۵۸ز) سمول

د ويرجينيا د مليشې مرستيال قوماندان په توګه د لارنس واشنګټن له دندې څخه د هغه ميرنی ورور جورج هم الهام واخيست ، تر څو د ماموريت په لټه کې شي. د ويرجينيا مرستيال والي «رابرټ دينويدي» واشنګټن د څلورو نظامي برخو له منځه د يوې برخې د مشر او قوماندان په توګه وټاکه. انګريزانو او فرانسويانو د «اوهايو» درې د واک تر لاسه کولو لپاره سیالي کوله. په داسې حال کې چې انګريزانو د «اوهايو» د سيند په څنډو کې کلاوې جوړولې، فرانسويانو هم همدا چاره پر مخ وړه – يعنې د اوهايو د سمندر او ايري جهيل تر منځ د کلاوو په جوړولو بوخت وو.[۳۴]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ https://d-nb.info/gnd/11876439X/about/lds — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۲۲ — سمونګر: جرمن ملي کتابتون
  2. http://www.anb.org/articles/02/02-00332.html
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6028ps4 — subject named as: George Washington — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1075 — subject named as: George Washington — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6781 — subject named as: George Washington — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p2570.htm#i25694 — subject named as: George Washington — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/washington-george — subject named as: George Washington — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11928912p — subject named as: George Washington — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0071874.xml — subject named as: George Washington — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=washington — subject named as: George Washington
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=george;n=washington — subject named as: George Washington
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ https://cs.isabart.org/person/112676 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ George Washington
  14. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11928912p — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۲۲ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11928912p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/George-Washington — subject named as: George Washington — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  17. http://www.britannica.com/blogs/2007/06/from-contemplative-man-to-flickering-man/
  18. او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — د نشر نېټه: ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: American Astronomical Society او Tufts University
  19. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/11876439X — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۲۲ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  20. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  21. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/53856867
  22. Coe, Alexis (June 20, 2020). "The Father of the Nation, George Washington Was Also a Doting Dad to His Family". Smithsonian (magazine). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "A Decision to Free His Slaves". mountvernon.org. د لاسرسي‌نېټه August 17, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "slave, Abram (at Pamocra; New Kent County, Va.)". financial.gwpapers.org. د لاسرسي‌نېټه August 24, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Hughes, Hillary "First in War, First in Peace, and First in the Hearts of His Countrymen". The Digital Encyclopedia of George Washington. Mount Vernon, Virginia: Mount Vernon Ladies' Association. 
  26. Chernow 2010، صص. 3–6.
  27. Unger 2019، صص. 100–101.
  28. Ferling 1988، صص. 57–58.
  29. "George Washington's Professional Surveys"، 3rd prgh.
  30. "George Washington's Professional Surveys"، 2nd prgh.
  31. Chernow 2010، صص. 26, 98.
  32. Flexner 1974، ص. 8.
  33. Chernow 2010، ص. 24.
  34. Ferling 2009، صص. 15–16.