جواهر لال نهرو پوهنتون

جواهر لال نهرو پوهنتون
{{#if:

جواهر لال نهرو پوهنتون یو عامه پوهنتون دی چې د هند په نوي ډیلي کې موقعیت لري. دا د هېواد یو له معتبرو پوهنتونونو څخه دی. په دې پوهنتون کې هر ډول کورسونه شتون لري. زده کونکي نه یوازې له هند څخه بلکې له بهر څخه هم دلته د زده کړې لپاره راځي. تاسو کولی شئ په JNU کې د تدریسي ښوونکو اکاډمیک مهارتونه له دې حقیقت څخه اټکل کړئ چې نن ورځ دا پوهنتون د هند له غوره پوهنتونونو څخه شمېرل کیږي.

جوړښت1969l مېلادي کال د اپرېل 22مه (1969l مېلادي کال د اپرېل 22مه)
ډولعامه پوهنتون[۱]
بوديجهINR۲۰۰ crore (US$۳۰ million)[۲]
زده کړيالانو مديروي کی ساراسوات[۳]
نايب چانسلرمامیدالا جګدیش کمار[۴]
لیدونکید هندوستان ولسمشر
ښوونکې عمله
599[۵]
زده کوونکي8,082[۵]
انډرگریجویټ1,053[۵]
پوسټ گریجویټ2,291[۵]
4,594[۵]
نور زده کوونکي
144[۵]
ځاینوی ډيلی، ډيلی، هندوستان
څانګهښاري سيمه، ټول کينډۍ:تحویل
تړنېد پوهنتون د مرستو کمیسیون (هند)، NAAC، AIU، په سینټ لوئس کې د واشنګټن پوهنتون McDonnell International Scholars Academy[۶]
وېبپاڼهwww.jnu.ac.in
Jawaharlal Nehru University Logo.svg

تاریخ سمول

د جواهر لال نهرو پوهنتون په ۱۹۶۹ کې د پارلمان د یوه قانون له مخې رامنځ ته شو [۷] ، دا لومړی پوهنتون دی چې د هند د لومړي وزیر جواهر لال نهرو په نوم نومول شوی دی. د دې پوهنتون بنسټ ګر او لومړنی رئيس پوهاند مونس رضا و [۸] [۹] . د جواهر لال نهرو پوهنتون د جوړولو قانون د ۱۹۶۵ کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د هغه وخت د پوهنې وزیر ایم سي چګلا له خوا په راجیه سبا کې وړاندې شو. بهوشن ګوپتا په دې اند و، چې دا باید د بل هر پوهنتون په څېر نه وي، د ساینسي سوسیالیزم په څېر یو نوی پوهنځی رامنځته کړي او یو شی چې دا پوهنتون یې باید ډاډمن کړي، د لوړو نظریاتو ساتل او د ټولنې له کمزورو طبقو څخه د ملاتړ په برخه کې محصلینو ته د لاسرسي زمینه برابرول دي. په 16 نومبر 1966، د پوهنتون بېل په لوک سبا کې تصویب شو او په 22 اپرېل 1969 کې، د جواهر لال نهرو پوهنتون قانون [۱۰] نافذ شو.

په پوهنتون کې سیاست سمول

د 2010 کال راهیسې، پوهنتون د زده کونکو سیاست لپاره په سر کې دی. ډېری مخکښ نومونه لکه کنهیا کمار ، شېهلا رشید او عمر خالد د دې پوهنتون سره تړاو لري. یو عمومي تاثر دا دی چې دلته زده کونکي د بي جي پي( بهارت جنتا پارټي يانې د هندوستان د خلکو ګوند) ای بي وي پي او کيڼ اړخو په ډلو وېشل شوي دي.

تړلې ادارې سمول

جواهر لال نهرو پوهنتون په ټول هېواد کې د ډېرو موسسو سره تړلی او اعتبار لري.

دفاعي بنسټونه سمول

  • د پوځي کیډیټ کالج، دهرادون
  • د نظامي انجینرۍ کالج، پونا
  • د ملي دفاع اکاډمۍ، پونا
  • د هند سمندري اکاډمۍ

د څېړنې او پراختیا موسسې سمول

  • د مرکزي مخدره توکو د څېړنې انسټیټیوټ، لکنو
  • د سیلولر او مالیکولر بیولوژی مرکز، حیدرآباد
  • د انټر پوهنتون سرعت مرکز، نوي ډیلي
  • د مایکروبیل ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ، چندیګړ
  • د رامان څېړنیز مرکز، بنګلور
  • د معافیت ملي انسټیټیوټ، نوی ډیلی

سره له دې، د نړۍ له 71 څخه زیاتو پوهنتونونو سره د تبادلې پروګرامونه او بنسټیز ملاتړ روان دی.

دا پوهنتون پلان لري چې په بهار کې یو مرکز [۱۱] جوړ کړي.

هغه افسران چې د هند په اداري خدماتو کې تر روزنې لاندې دي د جواهر لال پوهنتون له خوا به د عامه مدیریت [۱۲] په برخه کې د ماسټرۍ سند ورکړل شي.

جایزه سمول

جواهر لال پوهنتون ته په ۲۰۱۷ کال کې د هند د ولسمشر له خوا د غوره پوهنتون [۱۳] جایزه ورکړل شوه.

درجه بندي سمول

جواهر لال پوهنتون په هند کې یو مخکښ پوهنتون دی او په ټوله نړۍ کې د تدریس او څېړنې یو مشهور مرکز دی. دا د هندوستان د ټولو پوهنتونونو په منځ کې د 2016 کال د ملي ادارې د [۱۴] درجه بندۍ په چوکاټ کې دریم ځای لري.

په 2018 کې، بيا دا په ټولیزه توګه شپږم او د پوهنتونونو په منځ کې دویم و.

حوالې سمول

  1. "Stastistical Data Of Central Universities – Jawaharlal Nehru University". د لاسرسي‌نېټه 26 ډېسمبر 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  2. "Everything you need to know about how JNU uses taxpayers' money, in 5 charts". د لاسرسي‌نېټه 16 سپتمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  3. "Chancellor". د لاسرسي‌نېټه 2 سپتمبر 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |accessdate= (مساعدة)
  4. "Vice Chancellor". Jawaharlal Nehru University, Delhi. د اصلي آرشيف څخه پر 7 جنوري 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه 26 جولای 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ ۵٫۴ ۵٫۵ "48th Annual Report (1 اپرېل 2017 to 31 مارچ 2018)" (PDF). Jawaharlal Nehru University. 27 نومبر 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "McDonnell International Scholars Academy". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Jawaharlal Nehru University Act 1966" (PDF). د لاسرسي‌نېټه 7 ستمبر 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |access-date= (مساعدة)
  8. "We need a sustainable framework that synthesizes human and environmental elements of security: Vice President". pib.nic.in. مؤرشف من الأصل في ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Raza, Moonis; Nangia, Sudesh (27 نومبر 1986). "Atlas of the Child in India". Concept Publishing Company. مؤرشف من الأصل في ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۸ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Jawaharlal Nehru University Vision". د اصلي آرشيف څخه پر 29 جنوری 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه 7 مارچ 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |archive-date= (مساعدة)
  11. "After BHU, JNU submits proposal to set up a Campus in Bihar". IANS. news.biharprabha.com. مؤرشف من الأصل في ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه 19 فروری 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |access-date= (مساعدة)
  12. Gohain, Manash Pratim (24 نومبر 2015). "IAS trainees to get MA degrees from Jawaharlal Nehru University". The Times of India. مؤرشف من الأصل في ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه 13 مارچ 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ANI (2 مارچ 2017). "JNU wins Visitor's Awards 2017 for best university". مؤرشف من الأصل في ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۸ – عبر Business Standard. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Jawaharlal Nehru University الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)