ښاري سیمه یا ودانه شوې سیمه د انسان استوګنځای دی چې د نفوس لوړ تراکم او د ودان شوي چاپېریال زېربنا لري. ښاري سیمې د ښاريتوب له لارې رامنځ ته کېږي او د ښاري مورفولوژي پر بنسټ په ښارونو، ښارګوټو، لویو ښارونو یا د ښار په لمنو  طبقه بندي کېږي. په ښاريتوب کې دا اصطلاح د کلیوالي سیمو لکه کلیو او کوچنکلیو سره توپیر لري؛ په ښاري ټولنپوهنه یا ښاري انسان پېژندنه کې د طبیعي چاپېریال سره توپیر لري. د ښاري انقلاب په ترځ کې د ښاري سیمو څخه د مخکې ټولنو را منځ ته کېدل د دې لامل شوې چې د عصري ښار جوړونې سره سم  انساني تمدن رامنځته شي چې د نورو بشري فعالیتونو په ګډون لکه د طبیعي زېرمو څخه ګټه اخیستنه په چاپېریال باندې د بشري اغېزو لامل شول. د "تراکم اغیزې"  د ثابت جوړښت د زیاتېدونکو کچو د اصلي پایلو څخه ګڼل کېږي. دا د هغو شرایطو له امله دی چې په یوه ټاکل شوې سیمه کې د صنعتي فعالیت د لوړې کچې له امله رامنځته کېږي. خو  بشري پانګې د پراختیا لپاره یو غوره چاپېریال په ورته وخت کې هم رامنځته کېږي. [۱]

په ۱۹۵۰ کال کې د نړۍ ښاري نفوس یوازې ۷۴۶ مېلیونه و چې له هغه راهیسې په څو لسیزو کې ۳،۹ بېلیونو ته لوړ شوی دی. په ۲۰۰۹ کال کې د ښاري سیمو د اوسېدونکو شمېر (۳،۴۲ بېلیونه) د کلیوالي سیمو د اوسېدونکو له شمېر (۳،۴۱ بېلیونه) څخه ډېر شو او له هغه وخت راهیسې نړۍ د کلیوالۍ په پرتله ښاري شوې ده. دا لومړی ځل و چې د نړۍ ډېری نفوس په ښار کې ژوند کاوه. په ۲۰۱۴ کال کې ۷،۳ بېلیونه وګړي په دې سیاره کې اوسېدل چې له هغې ډلې د نړۍ ښاري نفوس ۳،۹ بېلیون تنه و. په هغه وخت کې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزو چارو د نفوس څانګې وړاندوینه وکړه چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به ښاري نفوس ۶،۴ بېلیونو ته وده وکړي، چې د دې ودې ۳۷٪  به د دریو هېوادونو لکه چین، هند او نایجیریا څخه وي.     [۲][۳][۴][۵]

ملګري ملتونه د ښارونو، ښاري سیمو او د کلیوالي سیمو په اړه معلومات خپروي، اما تقریباً په بشپړ ډول د دې سیمو په ولسي تعریفونو تکیه کوي. د ملګرو ملتونو اصول او سپارښتنې وايي چې په ټوله نړۍ کې د ښاري او کلیوالي سیمو د بېلابېلو ځانګړتیاو له امله نړیوال تعریف شونی نه دی.  

ښاري سیمې د ښاريتوب د بهیر له لارې رامنځته کېږي او نوره وده کوي. ښاري سیمې د نفوس تراکم او ښاري پراخوالي د شننې په ګډون د بېلابېلو موخو لپاره محاسبه کېږي  

د ښاري سیمې پرخلاف، ستر-ښاري سیمې نه یوازې ښاري سیمې لري بلکې واړه ښارونه او منځنۍ کلیوالي ځمکې هم پکې شاملې دي چې له ټولنیز-اقتصادي اړخه په ځانګړې توګه په تګ راتګ سره د شغلي اړیکو له لارې د سیمې له مرکزي ښار سره تړلې دي، چې د سیمې مرکزي ښار د کار لومړني مارکیټ په توګه ګڼل کېږي.      

لکه څنګه چې د "ښاري سیمې" یو مفهوم په اقتصادي احصایه کې کارول کېږي نباید د "ښاري سیمې" له مفهوم سره ګډوډ شي چې د سړک د خوندیتوب په احصایه کې کارول کېږي. وروستی مفهوم د "سړک په خوندیتوب کې د ودانه سمیې" په نوم هم پېژندل کېږي. د ملي احصایې د ادارې د تعریف له مخې "ودانه سیمې هغه ځمکې ته ویل کېږي چې د ځانګړتیا له مخې نه بدلیدونکې ښاري وي، پدې معنی چې دوی د ښارګوټي یا ښار له ځانګړتیاوو څخه دي. په دې کې د ودانو شوو ځمکو هغه برخې شاملې دي چې لږ تر لږ ۲۰هکتاره (۲۰۰۰۰۰ مترمربع؛ ۴۹ جریبه) دي. هر هغه سیمې چې له غیر ښاري ځای څخه د  ۲۰۰ مترو څخه کم غیر ودانه سمیه باندې جلا شي، د واحده ودانه سیمه په نوم یادېږي.    [۶]

تعریفونه سمول

اروپایي هېوادونه ښاري شوې سیمې د ښارد بڼې سر سم د کارول شوې سیمې پر بنسټ تعریفوي، په عمومي توګه د ۲۰۰ مترو (۲۲۰ یارد)  څخه زیات واټن ته اجازه نه ورکوي او د نفوس د ډلو پر ځای د سپوږمکۍ انځورونه کاروي تر څو د ښاري ساحې پولې وټاکي. په لږ پرمختللو هېوادونو کې د ځمکې د کارونې او د نفوس تراکم د شرایطو سربیره، کله ناکله یو شرط دا دی چې د نفوس لویه برخه، معمولا ۷۵٪  په کرنه او/یا کب نیونه کې بوخت نه وي.

ختیځه آسیا سمول

چین سمول

د چين ښارونه له ٢٠٠٠ کال راهيسی په کال کې په اوسط ډول ۱۰٪ پراخ شوي دي. داسې اټکل کېږي چې د چین ښاري نفوس به تر ۲۰۵۰ کال پورې تر ۲۹۲ مېلیون تنو پورې لوړ شي په داسې حال کې چې ښارونه به یې د یو بېلیون څخه ډېر ګډ نفوس ولري. د هېواد د ښاريتوب کچه د ۱۹۷۸ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ له ۱۷،۴٪ څخه ۴۶،۶٪ ته لوړه شوې ده. د ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ مېلیون کډوالو کارګران په لویو ښارونو کې نیم وخت کار کوي چې په دوروي ډول د خپلو عایداتو سره کلیوالي سیمو ته راستنېږي.  [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

نن ورځ د بل هر هېواد په پرتله چين د بېجينګ، هانګ کانګ او شانګهای دری نړيوال ښارونه په ګډون ډېر ښارونه لري چې يو مېليون او يا ډېر اوږدمهاله اوسېدونکی لري، ؛ دا هېواد به تر ۲۰۲۵ کال پورې ۲۲۱ ښارونه ولري چې د یو مېلیون څخه ډېر اوسیدونکي به لري. په لاندې جدول کې ارقام د ۲۰۰۸ کال د سرشمېرنې له مخې ښودل شوي دي او د ښار د اداري پولو په منځ کې نفوس په کې شامل دی؛ کله چې ټول ښاري نفوس په پام کې ونیل شي یوه مختلفه درجه بندي شتون لري (چې ښاري او کلیوالي نفوس په کې شامل دی). د کډوالو کارګرانو لوی "متحرک نفوس" په ښاري سیمو کې سرشمېرنه له ستونزو سره مخ کوي؛ په لاندې ارقامو کې یوازې اوږد مهاله اوسیدونکي شامل دي.[۱۲][۱۳]

جاپان سمول

په جاپان کې ښاري شوې سیمې د ګڼ مېشتو ناحیو (DIDs) د نږدې سیمو په توګه تعریف کېږي چې د سرشمیرنې د شمېرښت ناحیې د واحدونو په توګه کاروي چې  شرط یې په هر کیلو متر مربع (۱۰۰۰۰/مایل مربع) کې د ۴۰۰۰ اوسېدونکو تراکم  دی.    

سویلي آسیا سمول

هند سمول

د هند د ۲۰۱۱ کال د سرشمېرنې لپاره، د ښاري سیمه هغه ځای دی چېږ تر لږه ۵۰۰۰ نفوس ولري چې په هر کیلو متر مربع (۱۰۰۰/مایل مربع)  یا لوړ کې د ۴۰۰ تنو تراکم ولري او له ۷۰٪ څخه پورته نفوس یې  او په غیر کرنیز فعالیتونه کې ګمارل شوی وي. هغه ځایونه چې د ښاري شرکت د کانتون هیئت یا د ښاري سیمې د خبر رسونې کمېټې له لوري اداره کیږي په اتوماتيک ډول ښاري سیمې ګڼل کېږي.    [۱۴]

د هند د ۲۰۱۱ سرشمیرنې هم د "ښاري تراکم" اصطلاح د یوځای ښاري سیمې په توګه تعریف کړه چې اصلي ښارګوټی او د هغې "پرمختیا" (نږدې ښاري څنډې) په کې شاملې دي.   [۱۵]

سرچینې سمول

  1. Baten, Joerg (2003). "Creating Firms for a New Century: Determinants of Firm Creation around 1900". European Review of Economic History. 7 (3): 301–329. doi:10.1017/S136149160300011X. hdl:10419/76463. S2CID 51520898 – عبر EBSCO. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. . City population to reach 6.4bn by 2050. Herald Globe.
  3. "United Nations Population Division – Department of Economic and Social Affairs". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Urban population growth". World Health Organization. د اصلي آرشيف څخه پر March 8, 2012 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. . Current world population. United Nations, Department of Economic and Social Affairs
  6. "2011 Census: Characteristics of Built-Up Areas (4. Introduction)". Office for National Statistics. 28 June 2013. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. . City population to reach 6.4bn by 2050. Herald Globe.
  8. "China urbanization (PDF)" (PDF). World Bank Institute. 2011. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 15 جنوري 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه 12 دسمبر 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Preparing for China's urban billion". McKinsey Global Institute. فبروري 2009. د اصلي آرشيف څخه پر 24 دسمبر 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه 12 دسمبر 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 3 February 2008 باندې). Migrants are China's 'factories without smoke'. CNN
  11. Tschang, Chi-Chu (4 February 2009). "A Tough New Year for China's Migrant Workers". Business Week. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Preparing for China's urban billion". McKinsey Global Institute. فبروري 2009. د اصلي آرشيف څخه پر 24 دسمبر 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه 12 دسمبر 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Francesco Sisci. "China's floating population a headache for census". The Straits Times. 22 September 2000.
  14. "Provisional Population Totals Urban Agglomerations and Cities, Data Highlights" (PDF). Census of India 2011. 13 February 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Urban Agglomeration". Arthapedia (په انګلیسي ژبه کي). India Economic Service. 10 April 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)