جنرال شودیخېل

جرنیل شودی خېل شہید داوړ د ستر مشر ایپي فقیر د لښکر یو تگړه او نامتو سپه سلار وو. شهید ‍شودی خیل د شمالي وزیرستان اوسیدونکی او د قبیلې همزوڼی شاخ سره یی تعلق درلود. د پلار نوم یی حیات خیل وو او د پلار وفات وروسته هغه د خپل کلی مشر وټاکل شو. په کال ۱۹۲۹ کی په افغانستان کی د بچه سقاو په خلاف په جگړی کی یی د بادشاه نادرشاه حمایت کړی وو. کله چی نادرشاه د هغه شجاعت ولید نو هغه ته یی د جرنیل رتبه ورکړه. د فقیرایپی د جهاد په دوران کی هغه د داوړو ځوانان راټول کړل او د مشر فقیرایپی لښکر سره یی یوځای کړل او د گوریلاوی جنگونو کی یی ډیر بریاوی تر لاسه کړی. فقیرایپی د هغه د زړه ورتوب او شجاعت سخه ډیر خوښ شو. د کال ۱۹۴۰ د انگریزانو خفیه رپورټ کی درج شوی وه چی شودی خیل د کلکی ارادی سړی وه هغه فقیرایپی ته هوډ ورکړی وو چی هغه به ورسره د انگریزانو د خاتمی پوری ورسره ملگری وی د هغه غازیانو به د انگریزانو لاری نیولی او د هغوی تگ را تگ کی کموالی راوستلی وه. کله چی انگریزان خبر شول چی شودی خیل په خپل کلی کی دی نو پیرنگی سکاوټس د خټی کلی معاصره کړ خو د هغه غازیانو د سکاوټس په سخته مقابله وکړه او سکاوټس یی په شا کړل. بیا سکاوټس جنگی طیاری را وغوښتلی او ټول کلی یی بمبار کړ پدی وخت کی بدبختا یو بم په ونه ولگید او د بم یوه پرزه د شودی خیل په سر ولگیده او ځای پر ځای یی شهید کړ.