جمعه ګل مجاهد

ښاغلی جمعه گل مجاهد سره له دې،چي په سترگو معيوب دئ بياهم په ژوند کي ناهيلی نه دئ او دژوند هره چاره په خورا غيرت پرمخ وړي او له دغه ژونده خوند اخلي،د مجاهد صاحب شاعري يوبل څه دي،چي انسان ورته په حېرانتيا پاته کېږي او ډېری شعرونه يې له حالاتو او عشقه رنگ اخلي، د ده شعرونه ټوله په ياد دي ،چي پر خورا قوي حافظې يې دلالت کوي تاسو يې دغه لاندي غزل وگورئ،چي ناهلي معيوب ته څه پکښي وايې! غزل: زما آتله زما ځان معلوله زه دي ترتا سمه قربان معلوله

گوره په ژوند کي ،چي ناهيلی نه سې په ځان باور ولره گران معلوله

په خپلو مټوکي دي زور پيداکړه ځلانده لمر سه پر جهان معلوله

وچاته تمه دغيران مه کوه په خپله وگټه غيران معلوله

زه مجاهد،چي ستا په ننگ وياړمه دقدر وړ يې قدر دان معلوله شاعر:جمعه گل مجاهد[۱]

سرچینې سمول

  1. خبريال ټکی کام (مې ٢٠١۵). "زما آتله زما ځان معلوله". عبدالمنان ارغند. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]