جمشېد احمد (عاجز قريشي)

د يوويشتمې پېړۍ د پټو خو لويو شاعرانو له جملې څخه يو هم جمشېد احمد قريشي دی. جمشېد احمد قريشي د ژوند سختيو او د ځانګړي شوق او زوق لمخې د شعر او شاعرۍ په لورې مخه کړه. د څو تېرو کلونو را پدېخوا يې تر درې سوه (۳۰۰) زیات شعرونه وليکل خو د اقتصادي او يو لړ اجتماعي مشکلاتو له کبله يې ونشوای کړای چې د کتاب په بڼه يې خپور کړي. جمشېد احمد قريشي چې يو شمېر يې دوهم (غني خان) هم بولي په خپلو شعرونو سره د زیاتو زړونه خپل کړي دي.

شخصي ژوند سمول

شاعر او ليکوال جمشېد احمد عاجز(قريشي) په ۱۳۷۳ هـ.ش کال کې د لغمان ولایت د مهترلام اړوند د هرمل د قريې د لعل کلا په يوه متدینه کورنۍ کې وزېږېد. عاجز قريشي د مرحوم سمونیار احمد ګل (غلجي قريشي) زوی د سید الرحمن قريشي لمسی، د حبیب الرحمن بن حضرت ګل قريشي کړوسی ده. ښاغلي قريشي د خپل پلار د ورپېښې ناروغۍ له کبله په ماشومتوب کې له لاسه ورکړ، چې وروسته يې بیا تره (کاکا) د هغه پالنه په ځان ومنله خو سره لدې بيا هم ښاغلي قريشي د خپل هوډ او مينه له لاسه ورنکړه. د ژوند مشکلاتو او ځانګړې مينې شعر او شاعري ته وهڅوه او تر ډېره يې په دغه برخه کې کار هم وکړ خو د يو شمېر مشکلاتو له کبله ونه توانېده چې په دغه برخه کې شهرت ته ورسېږي.

زده کړې سمول

جمشېد احمد عاجز قريشي چې کله د خپل پلار په کوچنيوالي کې له لاسه ورکړ له يو لړ مشکلاتو سره مخامخ شو، خو دغو مشکلاتو ونه شوای کړای چې د ده د زده کړو مخه ونيسي. تر اووم صنف پورې يې د عمر بن خطاب په ثانوي روزنتون کې، او وروسته تر هغه يې خپلې ټولې زده کړې د هرمل يا ارمل په عالي لېسه کې سر ته ورسولې. لکه مخکې چې وویل شول ښاغلي قريشي د زده کړو سره زیاته مينه درلوده او غوښتل يې چې لوړې زده کړې وکړي خو د يو شمېر اقتصادي مشکلاتو له کبله يې ونه شوای کړای چې لوړې زده کړې تر سره کړي.

آثار سمول
جمشېد احمد قريشي د شعر، شاعري او ليکوالۍ په برخه کې زیات کار کړي خو د يو لړ مشکلاتو له کبله يې ونشوای کړای چې د يو کتاب په بڼه يې راټول کړي

.خو بيا يې هم د شعرونو اندازه تر ۳۰۰ لوړيږي.

سبک سمول

لکه مخکې چې وویل شول جمشېد احمد د يو شمېر کسانو له نظره دوهم غني خان دی دا ځکه چې د جمشېد احمد شعرونه هم د غني خان بابا په څېر تر ډېره فلسفي دی.

د شعر نمونه سمول

عشق کې گير په زنځير په زندان يم مين

د غمو د دردو په جهان يم مين

زه د شور زه د زور په دنيا کوم څه

د آرام د انجام انتها کوم څه

زه مجنون د جنون په بيابان يم مئن

ستا سور لمر، شين سهر، تورې شپې څه کوم

ستا شراب ستا کباب ستا پيالې څه کوم

لېونی سپېلنی په جانان يم مئن

له ازل په مزل يم د ورکې يو لار

په کنډر په لوړ غر، گرځم تږی نهار

په تقدير، په تعبير، که په ځان يم مئن

يو عميقه لوړ خيال د جنت په مثال

په معنی کې خطا، په خطا کې معنی

که بلبل د کوم گل، په خزان يم مئن

تور شيطان په جهان، ورک مسير لټوي

خو اسمان، پټ پنهان بل تدبير لټوي

گنهگار خوار و زار په ايمان يم مئن

که فرياد که د اه، جوړه کړي کربلا

خو معصوم، خوار يتيم ته کوې شنه خندا

زه عاجز قريشي ستا په شان يم مئن

 
له چپ طرفه: جمشېد احمد قريشي، حيات الله قريشي، مسعود افغان
دا هم وگورئ سمول

. سيد الرحمن قريشي

. عبدالهادي قريشي

. حيات الله قريشي