درونکښ

(له جرثقيل نه مخ گرځېدلی)

درونکښ (په انگرېزي: Crane) چې په عربي جرثقيل نومېږي د ودانولو يوه تخنيکي وسيله ده چې درانده بارونه او پېټي او يا هم د ودانولو توکي له يوه ځای څخه بل ځای ته لېږدوي او يا هم له زمکې څخه پورته د ودانيو په دنگو برخو ته لېږدوي. درونکښ په عامه توگه د انسان په نسبت ډېر زيات وزن اوچتولو صلاحيت لري ځکه ددې استعمال په ټولو تعميراتي کارونو کې کيږي۔ درونکښ په لومړي ځل يونانيانو جوړ کړی وو هغه وخت به دونکښ د لرگي څخه جوړولی کېدلو ، چې کله به يي په درونکښ وزن اوچتاو نو يو ځناور لکه اسپه يا خر به يي په پړي د درونکښ سره وتړولو او د هغه د زور په ذريعه به يي پرې وزن اوچت کړو۔

درونکښ
ټوليز مالومات
ځانګړې وېشنيزه
چلوونکی
نور اړين مالومات
برخې
cockpit (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
يو ټاور کرېن کوم چې اوچتو اوچتو ودانو ته څيزونه پورته کوي

وروستو ورو ورو درونکښ کې پرمختگ وشو او د اوسپنې او نورو داسې کلکو څيزونو څخه جوړ شو۔ درونکښ کې ډېر قسمونه وي لکه ټاور کرېن،ميني کرين او داسې نور ډېر۔د هر قسم درونکښ يو ځانله کار وي لکه مثال په توگه د ټاور کرېن کار دا دی چې لوی لوی ودانو سر ته څيزونه پورته کړي،د ميني کرين کار دا دی چې وړو دوکانونو ته څيزونه پورته کړي۔


نور ولولئ