جبري شنډول یا
جبري عقيم سازي (
انګليسي ژبه:
Compulsory sterilization ) یوه اصطلاح ده چې د حاکمو حکومتونو لخوا د بېلابېلو خلکو د شنډولو لپاره د هر ډول جبر او هدفي پلان سره تړاو لري. ډېری هېوادونو د شلمې پېړۍ په پیل کې د اجباري شنډولو پروګرامونه پلي کړل.
[۱] که څه هم دا ډول پروګرامونه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې غیرقانوني دي، د جبري شنډولو قضیې هم دوام لري.
- انګليسي ويکيپېډيا «Compulsory sterilization». ۲۳ جنوري ۲۰۲۱.