د انساني نژاد اصلاح

یوجینیک یا د انساني نژاد اصلاح د هغو باورونو او عملونو مجموعه ده چې موخه یې د انساني نفوس یا جمعیت د جینیټيکي کیفیت ښه کول دي. له تاریخي پلوه اصلاح غوښتونکو هڅه کړې تر څو د هغو افرادو او ډلو په حذفولو سره چې ټيټ یا بې اهمیته ګڼل کېږي، یا د هغو کسانو په ملاتړ سره چې برتر ګڼل کېږي، د انسان جینیټیکي بېلابېلوالی یا د جینونو خزانه بدله کړي. په وروستیو کلونو کې دغه اصطلاح د کریسپر او جینیټيک سکرینېنګ په څېر ټکنالوژيو د کارولو په اړه د بیولوژيکو اخلاقو په بحثونو کې کارېدلې ده او په دې برخه کې تاوده بحثونه پر دې متمرکز دي چې دغه ټکنالوژۍ د نژاد اصلاح وبلل شي که نه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

دا مفهوم تر دې اصلاح ډېر پخوانی دی؛ اپلاتون تر میلاد شاوخوا ۴۰۰ کاله وړاندې د انسان لپاره د انتخابي روزنې د اصولو وړاندیز وکړ. په نولسمه پېړۍ کې د نژادي اصلاح لومړنیو پلویانو دغه اصول د وګړنیو ډلو یا خلکو د ښه کولو لپاره یوه لاره ګڼله. په اوسنۍ استفاده کې د نژادي اصلاح یا یوجینیک اصطلاح له علمي توکم‌پالنې سره نږدې تړاو لري. د بیولوژيکو اخلاقو هغه اوسني پوهان چې د نوې نژادي اصلاح ملاتړي دي، دغه چاره په ډلو کې غړیتوب ته له پامه پرته د فردي ځانګړنو د پیاوړي کولو یوه لاره ګڼي.

که څه هم د نژادي اصلاح اصول د لرغوني یونان په لومړیو وختونو کې اجرا کېدل، خو د نژادي اصلاح معاصر تاریخ د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې هغه مهال پیل شو چې په بریتانیا کې د نژادي اصلاح ولسي غورځنګ رامنځته شو او وروسته بیا د متحدو ایالتونو، کاناډا، استرالیا او ګڼو اروپایي هېوادونو په ګډون ډېرو هېوادونو ته پراخ شو. په دې دوره کې د ټولو سیاسي ډلو اړوندو خلکو د نژادي اصلاح پلويتوب یا ملاتړ وکړ. په پایله کې یې ګڼو هېوادونو د خپل نفوس د جینیټيکي خزانو یا زېرمو د کیفیت ښه کولو په موخه د نژادي اصلاح پالیسۍ غوره کړې. په دغسې پلانونو یا پالیسیو کې مثبت اقدامات شامل وو؛ د بېلګې په توګه هغه خلک چې د مثل د تولید لپاره مناسب ګڼل کېدل، د مثل تولید ته هڅول کېدل. همدا راز منفي اقدامات هم په کې شامل وو؛ د بېلګې په توګه هغه اشخاص چې د مثل د تولید لپاره مناسب نه بلل کېدل، په اجباري ډول له واده منع کېدل او شنډ کېدل. هغه کسان چې د مثل د تولید لپاره نامناسب بلل کېدل، تر ډېره د ذهني یا جسمي ناتوانیو لرونکي کسان، هغه کسان چې د ځیرکۍ د کچې یا هوشي ضریب (ای.کیو) په ازموینو کې یې کمې نمرې اخیستې، مجرمان او د ټيټو اقلیتي ډلو غړي په کې شامل وو.[۷][۸]

د نژادي اصلاح غورځنګ له نازي جرمني او هولوکاسټ سره هم اړوند و. په ۱۹۴۵ او ۱۹۴۶ کلونو کې د نورنبرګ په محکمو کې ډېرو تورنو کسانو په خپله دفاع کې هڅه کوله چې د خپلو بشري حقونو نقض په دې ادعا سره توجیه کړي چې د نازي جرمني او متحدو ایالتونو د نژادي اصلاح د پروګرامونو تر منځ کم توپير موجود دی. تر دویمې نړیوالې جګړې په را وروسته لسیزو کې پر بشري حقونو له ډېر ټینګار سره ګڼو هېوادونو د نژادي اصلاح له پالیسیو لاس واخیست؛ خو له دې سره سره د متحدو ایالتونو، کاناډا او سویډن په ګډون ځینو هېوادونو د اشخاصو اجباري شنډولو ته دوام ورکړ.[۹]

د نژادي اصلاح پر پالیسیو نیوکه دا ده چې دې ته له پامه پرته چې منفي پالیسۍ عملي کېږي که مثبتې، خو په هر حالت کې ناوړه ګټه ترې اخیستل کېدای شي، ځکه چې د جینیټيکي انتخاب معیارونه د هغې ډلې له‌خوا ټاکل کېږي چې هغه مهال سیاسي واک ورسره وي. پر دې سربېره، ډېر نور خلک پر منفي نژادي اصلاح په ځانګړي ډول د هغو بنسټیزو بشري حقونو د نقض په توګه نیوکه کوي چې په ۱۹۶۸ کال کې د تهران له اعلامیې را وروسته د مثل د تولید د حق په توګه پېژندل کېږي. بله نیوکه دا ده چې د نژادي اصلاح پالیسۍ د جینیټيکي بېلابېلوالي د له منځه تګ لامل کېږي چې پایله یې د جینیټيکي بېلابېلوالي د له منځه تګ په دلیل د ګډې وینې یا همخونۍ افت دی. د نژادي اصلاح پر معاصرو پالیسیو بله نیوکه دا ده چې غواړي په دایمي او مصنوعي ډول میلیونونه کاله تکامل ټکنی کړي او وايي چې د «پاکو» او «ګډو وډو» جینیټيکي کرښو ایستل ښايي پر جینیټيکي ایکولوژۍ پراخې جانبي اغېزې ولري چې د نوعو پر خوندیتوب یې منفي اغېزې د بېلګې په توګه یادېږي. [۱۰][۱۱][۱۲]

تاریخچه

سمول

پیدایښت او پراختیا

سمول

د نژادي اصلاح بېلابېلې بڼې له زرګونو کلونو راهیسې موجودې دي. د برازیل ځینې ځايي خلک د ښکېلاک یا استعمار تر دوران له مخکې مهال څخه د هغو ماشومانو په وژلو مشهور دي چې له جسمي پلوه نیمګړي زیږېږي. په لرغوني یونان کې فیلسوف «اپلاتون» د یوې ساتونکې طبقې یا پاړکي د جوړولو لپاره د انتخابي جوړو د معاشرت یا نسلګیرۍ وړاندیز وکړ. په سپارټا کې هر سپارټاوال ماشوم د مشرانو د شورا «ګیروسیا» له‌خوا ارزول کېده او مشخصوله یې چې ایا دا ماشوم د ژوند لپاره مناسب دی که نه.[۱۳][۱۴]

د روم د جمهوریت په لومړیو کلونو کې هر رومي پلار د قانون له مخې مؤظف و چې که ماشوم یې ډاروونکې څېره ولري، باید زر تر زره یې ووژني. د «ټاسیټوس» په وینا، د رومي سترواکۍ په دوره کې د هغه مهال جرمني قبایلو د خپلې ټولنې هر هغه غړی په اوبو کې په غورځولو سره واژه چې ډارن یا کم‌زړی، جنګ نه غوښتونکی او یا په نورو ګناوو ککړ به و. له دې سره سره، اوسني تاریخ‌لیکوال په دغسې جزئیاتو د ټاسیټوس لیکنې باوري نه ګڼي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

نژادي اصلاح په ډېرو پوهنتونونو او کالجونو کې پر یوه علمي څانګه بدله شوه او له ګڼو سرچینو څخه یې بودیجه ترلاسه کړه. د عمومي ملاتړ د جلب او په والدینو کې د مسؤولانه اصلاح‌غوښتنې د ارزښتونو لوري ته د افکارو د را اړولو لپاره ځینې سازمانونه جوړ شول چې په ۱۹۰۷ کال کې د بریتانیا د نژادي اصلاح ښوونیزه ټولنه او په ۱۹۲۱ کال کې د امریکا د نژادي اصلاح ټولنه یې د بېلګې په توګه یادولی شو. دغه دواړې ټولنې د مخکښو روحانیونو د ملاتړ په لټه کې وې او له مذهبي ارمانونو سره د تطابق لپاره یې خپل پیغام بدل کړ. په ۱۹۰۹ کال کې انګرېزو روحانیونو «ویلیم اینګي» او «جېمز پیل» د نژادي اصلاح د ښوونیزې ټولنې لپاره لیکنې وکړې. «اینګي» په ۱۹۲۱ کال کې د نژادي اصلاح نړیوال کنفرانس ته د ویناوال په توګه بلل شوی و چې د نیویارک د لوی کاتولیک راهب «پاټریک جوزف هیز» له‌خوا هم تایید شو. له لوی نژاد څخه د تېرېدو (یا د اروپا د تاریخ نژادي بنسټونه» په نامه کتاب چې امریکايي اصلاح‌غوښتونکي، حقوق‌پوه او انسان‌پېژندونکي «مډیسون ګرنټ» لیکلی و، په ۱۹۱۶ کال کې خپور شو. که څه هم دغه کتاب اغېزناک و، خو د خپرېدو په لومړیو کې یو څه له پامه وغورځول شو او څو څو واره وکتل شو. له دې سره سره، دا کتاب د داسې خلکو له‌خوا وکارول شو چې د «علمي توکم‌پالنې» د توجیه لپاره یې د محدود مهاجرت پلویتوب کاوه.[۲۵][۲۶][۲۷]

نژادي اصلاح د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې د یوه ټولنیز غورځنګ په توګه ډېره مشهوره شوه او دا هغه مهال و چې په ټوله نړۍ کې دولتونو، بنسټونو او بانفوذه اشخاصو ترویج کړه. ګڼو هېوادونو د نژادي اصلاح بېلابېلې پالیسۍ تصویب کړې چې جینیټیک سکرینېنګ، د زیږون کنترول، د زیږون د بېلابېلو کچو دودول، د واده محدودیتونه، جلا کول (هم نژادي جدايي او هم د رواني ناروغانو جدايي)، اجباري شنډول، د جنین اجباري سقط یا اجباري امېندواري یې د بېلګې په توګه یادولی شو چې د ټولو پایله بالاخره نسل‌وژنه شوه. په ۲۰۱۴ کال کې د جینوم په اېډېټ یا سمون کې د پرمختګونو له لارې (د افرادو د ټاکنې پر ځای) د جین ټاکنه شونې شوه او پایله یې هغه څه شول چې کله ناکله نوې نژادي اصلاح، نیویوجینیک یا هم لېبرال یوجینیک بلل کېږي؛ دا هغه څه دي چې پر فردي ازادۍ تمرکز لري او ظاهراً له توکم‌پالنې یا نژاد پرستۍ، جنسیت‌پالنې، هېټېروسېکسېزم او یا پر ځیرکۍ له تمرکز سره کار نه‌لري.[۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې

سمول
  1. "εὐγενής". Greek Word Study Tool. Medford, Massachusetts: Tufts University. 2009. Archived from the original on 5 March 2021. نه اخيستل شوی 19 October 2017. Database includes entries from A Greek–English Lexicon and other English dictionaries of Ancient Greek.
  2. "Eugenics – African American Studies". Oxford Bibliographies. Archived from the original on 24 June 2019. نه اخيستل شوی 2019-07-25. Racially targeted sterilization practices between the 1960s and the present have been perhaps the most common topic among scholars arguing for, and challenging, the ongoing power of eugenics in the United States. Indeed, unlike in the modern period, contemporary expressions of eugenics have met with widespread, thoroughgoing resistance
  3. "Eugenics". Unified Medical Language System (Psychological Index Terms). Bethesda, Maryland: National Library of Medicine. 2009. Archived from the original on 16 October 2010. نه اخيستل شوی 19 October 2017.
  4. Galton, Francis (1904). "Eugenics: Its Definition, Scope, and Aims". The American Journal of Sociology. X (1): 82. Bibcode:1904Natur..70...82.. doi:10.1038/070082a0. Archived from the original on 1 March 2006. نه اخيستل شوی 1 January 2020.
  5. Spektorowski, Alberto; Ireni-Saban, Liza (2013). Politics of Eugenics: Productionism, Population, and National Welfare. London: Routledge. p. 24. ISBN 978-0-203-74023-1. Archived from the original on 19 October 2021. نه اخيستل شوی 16 January 2017. As an applied science, thus, the practice of eugenics referred to everything from prenatal care for mothers to forced sterilization and euthanasia. Galton divided the practice of eugenics into two types—positive and negative—both aimed at improving the human race through selective breeding.
  6. Veit, Walter; Anomaly, Jonathan; Agar, Nicholas; Singer, Peter; Fleischman, Diana; Minerva, Francesca (2021). "Can 'eugenics' be defended?". Monash Bioethics Review. 39 (1): 60–67. doi:10.1007/s40592-021-00129-1. PMC 8321981. PMID 34033008.
  7. Hansen, Randall; King, Desmond (1 January 2001). "Eugenic Ideas, Political Interests and Policy Variance Immigration and Sterilization Policy in Britain and U.S". World Politics. 53 (2): 237–263. doi:10.1353/wp.2001.0003. JSTOR 25054146. PMID 18193564. S2CID 19634871.
  8. McGregor, Russell (2002). "'Breed out the colour' or the importance of being white". Australian Historical Studies. 33 (120): 286–302. doi:10.1080/10314610208596220. S2CID 143863018. Archived from the original on 25 February 2021. نه اخيستل شوی 18 February 2021.
  9. Bashford, Alison; Levine, Philippa (2010-08-03). The Oxford Handbook of the History of Eugenics. Oxford University Press. p. 327. ISBN 978-0199706532. Archived from the original on 15 May 2022. نه اخيستل شوی 26 February 2020. Eugenics was prominent at the Nuremberg trials [...] much was made of the similarity between U.S. and German eugenics by the defense, who argued that German eugenics differed little from that practiced in the United States [...].
  10. Galton, David (2002). Eugenics : The Future of Human Life in the 21st Century. London: Abacus. p. 48. ISBN 0349113777.
  11. Withrock, Isabelle (2015). "Genetic diseases conferring resistance to infectious diseases". Genes & Diseases. 2 (3): 247–254. doi:10.1016/j.gendis.2015.02.008. PMC 6150079. PMID 30258868.
  12. Black 2003.
  13. Feitosa, Saulo Ferreira; Garrafa, Volnei; Cornelli, Gabriele; Tardivo, Carla; Carvalho, Samuel José de (May 2010). "Bioethics, culture and infanticide in Brazilian indigenous communities: the Zuruahá case". Cadernos de Saúde Pública. 26 (5): 853–865. doi:10.1590/S0102-311X2010000500002. PMID 20563380.
  14. "Eugenics". Stanford Encyclopedia of Philosophy. (2 July 2014). Center for the Study of Language and Information, Stanford University. 
  15. Geographica, Strabo, Book 5, page 467. "And they say that among the Samnitae there is a law which is indeed honourable and conducive to noble qualities; for they are not permitted to give their daughters in marriage to whom they wish, but every year ten virgins and ten young men, the noblest of each sex, are selected, and, of these, the first choice of the virgins is given to the first choice of the young men, and the second to the second, and so on to the end; but if the young man who wins the meed of honour changes and turns out bad, they disgrace him and take away from him the woman given him."
  16. The Laws of the Twelve Tables, شاوخوا 450 BC "A dreadfully deformed child shall be quickly killed" Archived 22 August 2018 at the Wayback Machine.
  17. Tacitus. Germania.XII "Traitors and deserters are hanged on trees; the coward, the unwarlike, the man stained with abominable vices, is plunged into the mire of the morass, with a hurdle put over him."
  18. Sanders, Karin (2009). Bodies in the Bog and the Archaeological Imagination. University of Chicago Press. p. 62. ISBN 978-0226734040. Archived from the original on 1 August 2020. نه اخيستل شوی 23 August 2018. Tacitus's Germania, read through this kind of filter, became a manual for racial and sexual eugenics
  19. Krebs, Christopher (2011). A Most Dangerous Book: Tacitus's Germania from the Roman Empire to the Third Reich. New York: W. W. Norton & Company. pp. 48–49. ISBN 978-0393062656.
  20. Simon, Emily T. (21 February 2008). "Ancient text has long and dangerous reach". The Harvard Gazette. Archived from the original on 26 June 2020. نه اخيستل شوی 24 June 2020.
  21. Bowler, Peter J (2003), Evolution: The History of an Idea (3rd ed.), University of California Press, pp. 308–310
  22. Hansen, Randall (2005). "Eugenics". In Gibney, Matthew J.; Hansen, Randall (eds.). Eugenics: Immigration and Asylum from 1990 to Present. ABC-CLIO. نه اخيستل شوی 23 September 2013.
  23. James D., Watson; Berry, Andrew (2009). DNA: The Secret of Life. Knopf. Archived from the original on 15 March 2021. نه اخيستل شوی 31 August 2017.
  24. Blom 2008، م. 336.
  25. Allen, Garland E. (2004). "Was Nazi eugenics created in the US?". EMBO Reports. 5 (5): 451–452. doi:10.1038/sj.embor.7400158. PMC 1299061.
  26. Baker, G. J. (2014). "Christianity and Eugenics: The Place of Religion in the British Eugenics Education Society and the American Eugenics Society, شاوخوا 1907–1940". Social History of Medicine. 27 (2): 281–302. doi:10.1093/shm/hku008. PMC 4001825. PMID 24778464.
  27. Lindsay, J. A. (1917). "The passing of the great race, or the racial basis of european history". The Eugenics Review. 9 (2): 139–141. PMC 2942213.
  28. Ridley, Matt (1999). Genome: The Autobiography of a Species in 23 Chapters. New York: HarperCollins. pp. 290–291. ISBN 978-0-06-089408-5.
  29. Goering, Sara (2014), "Eugenics", in Zalta, Edward N. (ed.), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2014 ed.), Metaphysics Research Lab, Stanford University, archived from the original on 7 November 2020, نه اخيستل شوی 2022-05-04
  30. Reis, Alex; Hornblower, Breton; Robb, Brett; Tzertzinis, George (2014). "CRISPR/Cas9 and Targeted Genome Editing: A New Era in Molecular Biology". NEB Expressions (I). Archived from the original on 23 June 2015. نه اخيستل شوی 8 July 2015.