جان ګرينليف وايټير

جان ګرينليف وايټير (۱۸۰۷ ډسمبر ۱۷ – ۱۸۹۲ سپټمبر ۷) امريکايي کوېکر (د ملګرو ټولنې غړی) شاعر او په متحده ايالتونو کې د غلامۍ د له منځه وړلو ملاتړی و. وايټير چې په پرله پسې ډول د جګړې پلوي شاعر په توګه لېست کې شامل شو، له سکاتلېنډي شاعر روبرت برنس “Robert Burns” څخه اغېزمن شوی و. وايټير په ځانګړي ډول د غلامۍ ضد ليکنو او همدارنګه د خپل ۱۸۶۶ ز کال د “Snow-Bound” کتاب له امله د يادونې وړ دی.

جان ګرينليف وايټير
جان ګرينليف وايټير
جان ګرينليف وايټير

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
هديره ماساچوست   ويکيډاټا کې (P119) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
لاسليک
جان ګرينليف وايټير
جان ګرينليف وايټير

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

ژوند ليک

سمول

د ژوند لومړي وختونه او کار

سمول

جان ګرينليف وايټير د ماساچوسيتس په هاورهېل “Haverhill” کې د دوی په کليوالي کور کې د ۱۸۰۷ ز کال د ډسمبر پر ۱۷ نېټه زېږېدلی دی. پلار يې جان او مور يې ابيګالي (هسسي) وايټير نومېدل. منځنی نوم يې فکر کېږي، چې د نوموړي د پروتستانت فرانسوي نيکونو “feuillevert” معنا لري. هغه له خپل مور او پلار، يو ورور او دوه خويندو، مورنۍ ترور (خاله)، کاکا او د زيارت کوونکو له يو ثابت بهیر او کروندې لپاره له ګومارل شويو شرکتونو يا مرستو سره پر يوه بزګره کورنۍ کې لوی شو. د يو هلک په توګه جوته وه، چې وايټير د رنګ ړوند و او د رسېدلو يا پخو او اومه توتانو تر منځ يې توپير نه شو کولی. کرونده يې ډېره ګټوره نه وه او يوازې د کروندې د پر مخ وړلو لپاره پوره پيسې وې. نوموړی په خپله هم د کروندې له سخت کار څخه خلاص نه و او له په خپل ټول ژوند کې له ناسمې روغتيايي او فزيکي کمزورۍ څخه وکړېده. که څه هم لږې رسمي زده کړې يې ترلاسه کړې، مګر يو حريص يا لېوال لوستونکی و چې د کويکريزم په اړه يې د خپل پلار شپږ کتابونه ولوستل. د يادو کتابونو لارښوونې په پای کې د نوموړي د نظريې بنسټ شو. وايټير له خپل مذهب او په ځانګړي ډول د انسان دوستۍ پر اصالت، خواخوږۍ او ټولنيزې ځواب وينه باندې د هغه له فشار څخه خورا اغېزمن و.  [۲][۳][۴]

وايټير لومړنی شخص و، چې د يو ښوونکي له لورې شاعرۍ ته وروپېژندل شو. د نوموړي خور ماري وايټير “Mary Whittier” د هغه له اجازې څخه پرته د نيوبريپورټ “Newburyport” خپلواکو مطبوعاتو “Free Press” ته د هغه لومړی شعر ولېږه او د يادې رسنۍ مدير ويليم للويد ګاريسن “William Lloyd Garrison” د «الوهيت» په نوم ياد شعر د ۱۸۲۶ ز کال د جون پر ۸ نېټه خپور کړ. ګاريسن او همدارنګه يو بل سيممه ايز مدير وايټير په نوې پرانېستل شوې “Haverhill Academy” کې ګډون ته وهڅاوه. وايټير د ښوونځي لوستلو لپاره د پيسو برابرولو په موخه د يو څه وخت لپاره بوټ ګنډونکی یا موچي شو او د ښوونځي له ادارې سره يې داسې راکړه ورکړه هم وشوه، چې د روزنې د اداينې په بدل کې به له کروندې څخه خواړه ورکوي. نوموړي له خپلې دويمې دورې څخه مخکې د يوې کوټې په هغه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه د خدمت کولو له لارې د خپلې روزنې په موخه پيسې تر لاسه کړې، چې اوس د ماساچوسيتس ميريمېک “Merrimac” سيمه ده. هغه له ۱۸۲۷ څخه تر ۱۸۲۸ ز کال پورې “Haverhill Academy” ولوستله او يوازې په دوه دورو کې يې د عالي ليسې زده کړې بشپړې کړې. [۵][۶][۷]

وايټير په ۱۸۲۸ ز کال کې د لومړي ځل لپاره د نيل “Neal” د مجلې له لارې له کره کتونکي جان نيل “John Neal” له لورې د خپل کار له امله په عمومي ډول د پام وړ وستايل شو. وايټير د زوړ يا سپين ږيري او ثابت ليکوال نظريې ته ارزښت ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې: «که چېرې نيل د دې له امله زما ليکنه خوښه نه کړي، چې زه په اړه کې د سوداګرۍ يا پيسو ګټلو وږی يم؛ نو زه به شاعري او د ادبي مزاج اړوند هر څه پرېږدم». د ۱۸۲۹ ز کال په يو ليک کې نيل هغه (وايټير) ته وويل چې: «ټينګار وکړه او زه ډاډه يم چې ته په هر ډول چې وي، خپله نېکه بدله به تر لاسه کړې». د “Rachel Dyer” په نوم د نيل د ۱۸۲۸ ز کال ناول وايټير هيله مند کړ، چې په خپلو کيسو او شعرونو کې د نوي انګلېنډ کوډې يا جادو جوړ کړي. [۸][۹][۱۰][۱۱]

ګاريسن نوموړي ته د ملي انسان دوستۍ “National Philanthropist” د مدير دنده ورکړه، چې بوسټن مېشت اعتدال اونيزه وه. په مديريت کې له يو لړ بدلون څخه لږه موده وروسته ګاريسن يو ځل بيا بوسټن کې د «امريکايي توليدونکي:American Manufacturer» اونيزې د مدير په توګه وټاکه. وايټير د ولسمشر اندريو جېکسن “President Andrew Jackson” ښکاره نقاد و او په ۱۸۳۰ ز کال په هارټفورډ، کننيکټيکټ “Hartford, Connecticut” کې د نوي انګلېنډ د اونيزې کتنې “New England Weekly Review” نامتو مدير و، چې په نوي انګلېنډ کې د وېګ ډلې تر ټولو نفوذ لرونکی ژورنال و. نوموړي په ورته وخت کې په ۱۸۳۸ ز کال د نوي انګلېنډ مجله “The New England Magazine” کې د ورمونټانو د ۱۷۷۹ ز کال سندره “The Song of the Vermonters, 1779” هم  خپره کړه. ياد شعر د نږدې شپږ کالونو لپاره په تېروتنې سره د ايتن الين “Ethan Allen” ګڼل کېده. وايټير په ۱۸۵۸ ز کال کې د نوموړي ليکوالي ومنله. [۱۲]

د غلامۍ د له منځه وړلو فعاليت

سمول

د ۱۸۳۰ لسيزې پر مهال وايټير د سياست لېوال شو، مګر د ۲۵ کلنۍ په عمر يې له پارلماني ټاکنو څخه وروسته له عصبي کمزورۍ څخه ورنځېده او بېرته کور ته ستون شو. ۱۸۳۳ ز کال د نوموړي لپاره د بدلون ټکی و. يو ځل بيا يې له ګاريسن سره اړيکې راژوندۍ کړې او خپل موخې ته د رسېدلو لپاره د غلامۍ د له منځه وړلو احساس د ځوان کوېکر هڅول پيل کړل.

وايټير په ۱۸۳۳ ز کال کې د «عدالت او غوره والی» په نوم د غلامۍ ضد پمفلېټ خپور کړ او له همدې ځای څخه يې د خپل ژوند راتلونکي شل کالونه د غلامۍ د له منځه وړلو موخې ته ځانګړي کړل. د نوموړي مخالفې رسالې يا پمفلېټ د هغه ټولې هيلې ځکه ړنګې کړې، چې د نوموړي د سمدستي ازادۍ غوښتنې شمالي سوداګر او سويلي باداران دواړه ورسره په دښمنۍ کې واچول، مګر د هغه دليل يا موخې پر وړاندې يې د وايټير ژمنتيا هم کره کړه، چې نوموړي په اخلاقي ډول سمه او په ټولنيز ډول اړينه وګڼله. نوموړی د غلامۍ ضد امريکايي ټولنې “American Anti-Slavery Society” بنسټګر غړی و او د ۱۸۳۳ ز کال د غلامۍ ضد اعلاميه يې هم لاسليک کړه، چې نوموړي زياتره وخت د خپل ژوند تر ټولو ګټور کار وګڼه. [۱۳]

د وايټير سياسي وړتوب (مهارت) نوموړی د ريبار په توګه ګټور کړ او د غلامۍ له منځه وړلو انګېزه يا موخه کې د غلامۍ ضد پارلماني مشرانو د يو ځای کېدلو لېوالتيا يې خورا ارزښتناکه وه. نوموړي له ۱۸۳۵ څخه تر ۱۸۳۸ ز کال پورې په پراخه کچه شمال کې سفر وکړ، ناستو کې يې ګډون وکړ، رايې يې تر لاسه کړې، ولس ته يې وينا وکړه او سياستپوهانو ته يې ريباري وکړه. وايټير د خپل دې کار له امله د توندو ځوابونو مناسبه برخه تر لاسه کړه، څو ځلې پرې ډله ايز بريد وشو، په تيږو وويشتل شو او له ښار څخه وشړل شو.

هغه له ۱۸۳۸ څخه تر ۱۸۴۰ ز کال پورې په فلادلفيا کې د “Pennsylvania Freeman” مدير و، چې په شمال کې د غلامۍ ضد مخکښه ورځپاڼه وه او وار له مخه د ملي څېړونکې “National Enquirer” په نوم پېژندل کېده. د ۱۸۳۸ ز کال په می کې يادې خپرونې يا نشريې خپل دفترونه پر شمالي شپږمه کوڅه “North Sixth Street” باندې نوي پرانېستل شوي پنسلوانيا هال “Pennsylvania Hall” ته ولېږدول، چې د لېږد بهير يې د غلامۍ پلوې پارېدلې ډلې له لورې د لومړنۍ ودانۍ له سوځولو څخه لږه موده وروسته پېښ شو. [۱۴][۱۵]

په ۱۸۳۸ ز کال کې د “New Hampshire” چارلس جي اتيرټون “Charles G. Atherton” پينځه پرېکړه ليکونه وړاندې کړل. ياد پرېکړه ليکونه د نوي پرېکړه ليک په توګه تصويب او رامنځته شوي وو، چې له هغو بحثونو څخه يې د کانګرس مخنيوی وکړ چې د غلامۍ د پای ته رسولو يادونه يې وکړه. کانګرس ياد پرېکړه ليکونه د ۱۸۳۸ ز کال د ډسمبر پر ۱۲ نېټه تاييد کړل، چې د “Atherton Gag” په توګه وپېژندل شول. وايټير نوموړی (اتيرټون) د غلامۍ د له منځه وړلو په اړه خپلو زياتو شعرونو کې د بد يا بې ارزښته شخص په توګه ياد کړ، چې ځان يې د غلامي پلوي سويل څخه د خپلو ديموکرات ملګرو په مرسته خورا نږدې متحد کړی و. د خولې ورپټولو “Gag” قاعده تر ۱۸۴۴ ز کال پورې د پلي کېدلو وړ وه، چې له يادې نېټې څخه وروسته د جان کوېنسي ادامس “John Quincy Adams” د يوې هڅې په واسطه د مقننه مجلس له لورې ناقانونه شوه. [۱۶]

د ۱۸۳۰ لسيزې په پای کې د غلامۍ د له منځه وړلو خوځښت په ماتېدو پيل وکړ. وايټير پر خپله دې عقيده باندې کلک ودرېد، چې له سياسي هڅې څخه لرې اخلاقي عمل بې ګټې و. نوموړی پوه شو، چې بريا د اخلاقي هڅونې تر څنګ قانوني بدلون هم غوښته. دې نظريې په يوازې ځان له ګاريسن څخه يو تريخ بېلتون وزېږوه او وايټير په ۱۸۳۹ ز کال د “Liberty Party” بنسټګر غړی شو. په ۱۸۴۰ ز کال يې لندن کې د غلامۍ ضد نړيواله ناسته کې ګډون وکړ. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118807161  — د نشر نېټه: ۲۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Wagenknecht, 3
  3. Pickard T. Samuel, Life and Letters of John Greenleaf Whittier, Haskell House Publishers, New York (1907), SBN 8383-0191-6
  4. Wagenknecht, 18
  5. Wagenknecht, 5
  6. Woodwell, 12
  7. Woodwell, 17
  8. Sears, Donald A. (1978). John Neal. Boston, Massachusetts: Twayne Publishers. p. 113, quoting Whittier. ISBN 080-5-7723-08.
  9. Kayorie, James Stephen Merritt (2019). "John Neal (1793-1876)". In Baumgartner, Jody C. (ed.). American Political Humor: Masters of Satire and Their Impact on U.S. Policy and Culture. Santa Barbara, California: ABC-CLIO. p. 90. ISBN 9781440854866.
  10. Pollard, John A. (2018) [Originally published in Bulletin of Friends Historical Association, vol. 32, no. 1, Spring 1943, pp. 5-12]. "John Neal, Doctor of American Literature". In DiMercurio, Catherine C. (ed.). Nineteenth-Century Literature Criticism: Criticism of the Works of Novelists, Philosophers, and Other Creative Writers Who Dies between 1800 and 1899, from the First Published Critical Appraisals to Current Evaluations. Farmington Hills, Michigan: Gale, A Cengage Company. p. 187, quoting John Neal. ISBN 978-1-4103-7851-4.
  11. Lease, Benjamin (1972). That Wild Fellow John Neal and the American Literary Revolution. Chicago, Illinois: University of Chicago Press. p. 129. ISBN 0-226-46969-7.
  12. Woodwell, 25
  13. Wagenknecht, 13
  14. Wagenknecht, 6
  15. Ehrlich, Eugene; Carruth, Gorton (1982). The Oxford Illustrated Literary Guide to the United States. New York: Oxford University Press. p. 206. ISBN 0-19-503186-5.
  16. Miller, William Lee (1998). Arguing about Slavery: John Quincy Adams and the Great Battle in the United States. ISBN 9780679768449. بياځلي په January 16, 2020.
  17. Corps, Terry (2009). The A to Z of the Jacksonian Era and Manifest Destiny. Latham, MD: Scarecrow Press. pp. 343–44. ISBN 978-0810868502. بياځلي په 4 February 2018.
  18. List of delegates, Anti-Slavery Convention 1840, Retrieved 3 August 2015
  19. Laurie, 59
  20. Ehrlich, Eugene and Gorton Carruth. The Oxford Illustrated Literary Guide to the United States. New York: Oxford University Press, 1982: 51. ISBN 0-19-503186-5
  21. Laurie, 60
  22. Wagenknecht, 6