جان ډي راکفیلر

مشر جان ډي راکفیلر (۱۸۳۹ زکال جولای، ۸ مه  – ۱۹۳۷ زکال مارچ، ۲۳ مه) یو وتلی امریکایی سوداګر او د بشرپالنې پلوی و. هغه په پراخه کچه د هر وخت تر ټولو شمتن امریکایی او په معاصره تاریخ کې تر ټولو بډایه ځوک ګڼل کیدو. راکفیلر په نیویارک کې په یو لویه کورنۍ کې زیږیدلی و چې د «اهايو» په «کلیولینډ» کې له مېشتېدو مخکې یې څو ځله خپل تمځایونه تغیر کړل. هغه په شپاړس کلنۍ کې د کتاب ساتونکي مرستیال شو او په شل کلنۍ کې د ډېرو سوداګريو په شراکت کې ورګډ شو، او خپله سوداګري یې د تیلو د تصفیې په کاروبار متمرکزه کړه. راکفیلر په ۱۸۷۰ز کال کې  د تیلو معياري شرکت پرانیست. هغه  تر ۱۸۹۷ز کال پورې دا شرکت پر مخ بوت او د دې یو لوی ونډه لرونکی و.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

جان ډي راکفیلر
(انګلیسي: John D. Rockefeller د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان ډي راکفیلر
جان ډي راکفیلر

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: John Davison Rockefeller د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۸ جولای ۱۸۳۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 23 مې 1937 (98 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۷][۸][۹][۱۰]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلرنی ټاټوبی جرمني   د (P66) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ګڼونکی   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۱][۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کل دولت 663400000 امريکايي ډالر (۲۰۰۷)  د (P2218) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لکه څنګه چې د تیلو او پیترولو اهمیت وده وکړه، د راکفیلر شتمني هم زياته شوه، هغه په هیواد کې تر ټولو بډایه څوک شو چې په خپل اوج کې يې د متحده ایالاتو د ټولو تیلو نوي سلنه اداره کول. د برېښنا تر معرفي کیدو پورې، تیل په ټول هیواد کې د رڼا د وسيلې په توګه او د موټرو د اختراع څخه وروسته د سونګ توکو په توګه کاریدل. سربیره پردې، راکفیلر د پټلۍ په صنعت هم لوی اغیز تر لاسه کړ، کوم چې د هغه تیل  ټول هیواد ته لیږدول. د تیلو معیاري شرکت په متحده ایالاتو کې لومړۍ اعتباري سوادګري وه. راکفیلر د پیترولو په صنعت کې انقلاب راوست او د شرکتي او ټیکنالوژیکي اختراعاتو له لارې په پراخه کچه د تیلو د تولید د لګښت او په پراخه توګه د تیلو د بیې په کمولو کې ګټور و. د هغه شرکت او سوداګريزې کړنې تر نيوکو لاندې راغلې، په ځانګړي ډول د ليکوال «ایډا ټاربیل» په لیکنو کې.

په ۱۹۱۱ز کال کې، سترې محکمې پریکړه وکړه چې «معیاری تیل» باید د فدرالي اعتبار ضد قوانینو څخه د سرغړونې له امله له منځه یوړل شي. دا په څلور دېشو جلا ادارو وویشل شوه، په کوم چې «ایکس موبایل، چیورون کارپوریشن» او ځینی نور شامل وو – ځینی یې لا هم په نړۍ کې د عاید تر ټولو لوړه کچه لري. په پايله کې ثابته شوه چې د شرکت انفرادي ونډو شتمني د ټول شرکت له شتمنۍ څخه، کله چې يوه اداره وه، زیاته وه –يعنې د ونډو مجموعه يې له ټول ارزښت څخه زياته وه – ځکه چې د لومړيو کلونو په پرتله د هغې د ونډو په ارزښت کې دوه او درې برابره زياتوالی راغلی و. په پایله کې، د ملي شتمنۍ د نږدې ۲٪ سلنه ارزښت په لرلو سره، راکفیلر د هیواد لومړنی ميلياردر شو. د هغه د شخصی شتمنۍ اټکل په ۱۹۱۳ز  کال کې ۹۰۰ ميليونه ډالر شوی و، کوم چې په هغه کال کې د متحده ایالاتو د ناخالص کورني عايد  ۳۹.۱ مليارده و، يعنې نږدې ۳٪. دا د هغه تر ټولو زياته خالصه شتمني وه او د ۲۴.۷ مليارده ډالرو سره برابره وه (په ۲۰۲۱ ز کال کی د ډالرو د انفلاسیون (پړسوب) له مخی).  [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

راکفیلر د هغه د ژوند د تیرو څلوېښتو کلونو زیاته برخه په «کیکویت» کې په تقاعد کې تیره کړه، د اوسپنې نامتو «انډریو کارنیګي» په څېر له نورو مهمو صنعتکارانو سره، د نیویارک په «ویسټچیسټر» کې د هغه شتمني د اوسنۍ بشرپالنې جوړښت بیانوي. د هغه شتمني په بنسټيز ډول د داسې بنسټونو د جوړولو په مټ د په نښه شوي بشرپالنې د نوي منظمې تګلارې د پیدا کولو لپاره وکارول شوه، د کومو چې په طب، زده کړې او ساينسي څېړنو ستر اغېز وغورځېد. د هغه بنسټونو په طبی څیړنو کې پرمختګونو ته لار پیدا کړه او په متحده ایالاتو کې د ژیړې تبې او د ګیډې د چینجي نږدې له منځه وړلو کې ډیر ګټور و. هغه او «کارنیګي» د خپلو خیریه مؤسسو له لارې د «ابراهیم فلکنسر» کار ته بڼه او انګیزه ورکړه، چا چې د «په امریکا کې طبي زدکړې» په نوم په خپله مقاله کې د شلمې پېړۍ د امريکايي طبي نظام د بنسټ په توګه تجرباتي نشام ته پیاوړتيا ورکړه.   [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

راکفیلر د شیکاګو پوهنتون او راکفیلر پوهنتون بنسټګر هم و او په فیلیپین کې د مرکزي فیلپیني پوهنتون د جوړولو په برخه کې يې مالي مرسته وکړه. هغه یو پرهېزګار شمالي تعمید کوونکی و او د ډېرو هغو ادارو ملاتړ يې کاوه چې د کليساوو پر بنسټ جوړې شوې. هغه په خپل ټول ژوند کې د شرابو او تمباکو څخه ډډه وکړه. د مشورې لپاره، هغه په خپلې میرمنې «لورا سپیلمان راکفیلر» تکیه کوله، له چا سره چې هغه پنځه بچیان درلودل. هغه د «ایری» سرک «تعميدي ماموءريت» کلیسا وفادار غړی و، د یکشنبې په ورځ په ښوونځی کې ښوونکی، همدا راز معتمد، پالونکی او کله کله يې د دربان په توګه خدمت وړاندې کاوه. مذهب د هغه په ټول ژوند کې یو لارښونکی ځواک و او هغه باور درلود چې همدا يې د بريا وسيله ده. راکفیلر د ټولنيز داروينزيم د اند پر بنسټ د پانګوال نظام پلوی هم بلل کېږي، ويل کېږي هغه به ډېر ځله ويل چې «د يوې سترې سوداګرۍ وده يواځې د غوره ژوند بقا ده».  [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د ژوند لومړي کلونه سمول

راکفیلر د نیویارک په «ریچفورډ» کې د چلبازۍ هنرمند «ویلیم ایوري بیل راکفیلر» او «ایلیزا ډاویسون» دویم بچی و. هغه یوه مشره خور درلوده چې «موسی» نومیده او څلور کشران وروڼه او خویندې: کشر ویلیم، میري او غبرګوني فرانکلین (فرانک) او فرانسیز. د هغه پلار د انګريز او المانی توکمی و، په داسې حال کې چې د هغه مور «السټر سکاټ« توکمې وه. بیل لومړی د چارتراشو پلورونکی او بیا وروسته هغه پلورونکی شو چې د پلور لپاره سفر کوي، هغه  خپل ځان د بوټو د ډاکټر په توګه معرفي کاوه چې د قوت شربت یی پلورلو، د ځایی خلکو لخوا د «لوی بیل» او «شیطان بیل» په توګه پېژندل شوی و. هغه له دوديزو اخلاقو څخه بې پروا و، هغه يو سرايله وجود پر مخ وړ او کله لکه به خپلې کورنۍ ته راستنېدو. بل په ټول ژوند کې د دسيسو د جوړولو له امله بدنام و. د «لوسي» او «چان» د زیږدنې په منځ کې، بیل او د هغه د ساتلې ښځې او کور خادمې «نانسي براون» د «کلورینډا» په نوم يوه لور درلوده چې په کم عمرۍ کې مړه شوه. د جان او کشر ویلیم د زیږدنې تر منځ، بیل او نانسي د کورنیلا په نوم یو بله لور هم لرله. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

«ایلیزا» یو کورجوړونکې او د تعمید يوه پرهېزګاره غسل ورکونکې وه او کله به چې بل د اوږدې مودې لپاره تللی و، نوموړې به په کور کې د ظاهري ثبات ساتلو هڅه کوله. نوموړې خپله پرهېزګاري او د خپل مېړه د دوه مېرمنو درلودلو تر څنګ د نوموړي دوه ګونی ژوند هم وزغملو. «ایلیزا» فطرتاً او د اړتيا پر بنسټ لږ لګښت کاوه او هغې خپل زوی ته ورښودلي و چې «د خپلې خوښې لګښت بې ارزښته غوښتنې منځ ته راوړي». جان د کور په منظمو کارونو کې خپله ونډه تر سره کړه او د «پیلمرغانو» په پالنه او د خوږو او الوګانو په پلورلو کې یې اضافي پیسې تر لاسه کړې، په پای کې یې ګاونډیانو ته لږې پیسې په پور ورکړې. هغه د خپل پلار په دې نصيحت عمل وکړ چې «د خوراکونو لپاره د لوښو سوداګري وکړه» او تل د هرې معاملې غوره برخه تر لاسه کوه. بیل یو ځل لافه ووهله چې «زه د هر چانس په تر لاسه کولو سره خپل ماشومان غواړم. زه غواړم دوی تیز کړم». په هر حال، د هغه مور د هغه په روزنه او پالنه کې ډېره اغېزمنه وه، په داسې حال کې چې د هغه د ژوند په جریان کې هغه د خپل پلار څخه لا زیات خپل ځان لرې کړ. وروسته هغه ویلی و «د اول نه، زه په کار کولو، سپما کولو او ورکړه روزل شوی وم». [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb14639280k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/John-D-Rockefeller — subject named as: John D. Rockefeller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w698868g — subject named as: John D. Rockefeller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/886 — subject named as: John Davison Rockefeller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/rockefeller-john-davison — subject named as: John Davison Rockefeller
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=johndavisonrockefelj — subject named as: John D. Rockefeller
  7. http://www.nytimes.com/2010/06/09/business/09estate.html?src=busln
  8. http://www.nytimes.com/2010/06/09/business/09estate.html
  9. http://www.nytimes.com/2006/12/04/world/asia/04azerbaijan.html?ref=world
  10. http://www.nytimes.com/2006/12/04/world/asia/04azerbaijan.html?ref=world
  11. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb14639280k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵
  12. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/37823331
  13. . The Richest Americans. Fortune. CNN
  14. (په July 15, 2007 باندې). The Wealthiest Americans Ever.
  15. "Top 10 Richest Men of All Time". AskMen.com. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "The Rockefellers". PBS. د اصلي آرشيف څخه پر January 26, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Nicholas, Tom; Fouka, Vasiliki. "John D. Rockefeller: The Richest Man in the World". hbs.edu. President & Fellows of Harvard College. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. US Gross Domestic Product 1913-1939 Stuck on Stupid: U.S. Economy http://www.usstuckonstupid.com/sos_charts.php#gdp Archived 2021-06-02 at the Wayback Machine.
  19. Hanson, Elizabeth (January 2000). The Rockefeller University Achievements: A Century of Science for the Benefit of Humankind, 1901–2001. The Rockefeller University Press. کينډۍ:ISBN.
  20. 10 richest people in the entire history, fbacs.com; accessed October 21, 2016.
  21. Daniel Gross (July 2, 2006). "Giving It Away, Then and Now - The New York Times". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Hookworm: Exporting a Campaign". Rockefeller Archive Center. د اصلي آرشيف څخه پر March 20, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په June 23, 2011 باندې). The Man Who Invented Medical School. The Atlantic
  24. Fosdick 1989، ص. کينډۍ:Page needed.
  25. A walk through the beautiful Central. Retrieved August 5, 2019.
  26. Facts about Central. Retrieved September 5, 2019.
  27. Martin, Albro (1999), "John D. Rockefeller", Encyclopedia Americana, 23 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Hofstadter 1992، ص. 45.
  29. Schultz, Duane P.; Schultz, Sydney Ellen, A History of Modern Psychology, د کتاب پاڼې 128 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Chernow 1998، ص. 52.
  31. Chernow 1998, p. 7. "A prudent, straitlaced Baptist of Scotch-Irish descent, deeply attached to his daughter, John Davison must have sensed the world of trouble that awaited Eliza..."
  32. Chernow 1998, Chapter one: "The Flimflam Man" via New York Times.
  33. Chernow 1998، ص. 6.
  34. Chernow 1998، ص. 11.
  35. "The Philanthropists: John D. Rockefeller - Tim Challies". October 13, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Segall 2001، صص. 15–16.
  37. Segall 2001، ص. 14.
  38. Chernow 1998، ص. 43.