جان والیس (۳ دسمبر ۱۶۱۶- ۸ نومبر ۱۷۰۳ ز کال) انګلیسي ریاضي پوه او روحاني شخصیت و چې ورته د بې نهایت حساب د پراختیا یوه اندازه کرېدت اړوندېږي. نوموړي د ۱۶۴۳ او ۱۶۸۹ ز کلونو ترمنځ د پارلمان د مشر کوډ لیکونکي (cryptographer) او وروسته په شاهي محکمه کې دنده ترسره کړې. نوموړۍ د بې نهایت مفهوم ته د اړوند سمبول ∞ د جوړولو کریدت لري. هغه په ورته ډول د بې نهایت وړې شمېرې لپاره 1/∞ وکاروه. جان والیس د نیوټن هم عصره او د ریاضیاتو د لومړني رنسانس له مخکښانونه یو و.[۳][۴][۵][۶]

جان والیس
جان والیس

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت انګلستان پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون (۱۶۳۷–۱۶۴۰)[۲]  ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه شمېرپوهنه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
کار ورکوونکی اکسفورډ پوهنتون [۲]  ويکيډاټا کې (P108) ځانګړنې بدلې کړئ

ژوندلیک

سمول

د زده کړو مخینه

سمول
  • په کمبرېج کې ماسټري، له اکسفورډ دوکتورا.
  • په ټینټېرډن، کېنټ کې د ګرامر ښوونځی (۱۶۲۵-۱۶۳۱ ز کال).
  • په فلیسټېد، ایساکس کې د مارټین هولبیچ ښوونځي (۱۶۳۱-۱۶۳۲).
  • کمبریج پوهنتون، ایمانوئل کالج، (۱۶۳۲-۱۶۳۷ لېسانس)، (۱۶۳۷-۱۶۴۷ ماستري).
  • له اکسفورډ پوهنتون څخه دوکتورا (D.D.) (۱۶۵۴).

ژوند

سمول

جان والیس په اشفورد کېنت (Ashford, Kent) کې وزېږېد. هغه د پادري جان والیس (John Wallis) او جونانا چاپمن (Joanna Chapman) له پنځو بچیانو درېم و. هغه ابتدایي زده کړې په آشفورډ کې په یوه ښوونځي کې وکړې، خو په ۱۶۲۵ ز کال د وبا د لګېدو له امله په ټینټرډن کې د جیمز مواتس ښوونځي (James Movat's school in Tenterden) ته ولاړ. والیس د لومړي ځل لپاره په ۱۶۳۱ ز کال کې په فلسټېډ (Felsted) ښوونځي کې (چې په فلسټېډ کې د مارتین هولبیچ ښوونځي په نوم پېژندل کېږي) له ریاضیاتو سره مخامخ شو. هغه له ریاضیاتو خوند اخیست، خو د هغه زده کړې نامنظمې وې، "ځکه هغه مهال په اکاډمیک ډول ریاضیات لوستل ډېر کم و او تر ډېرې کچې په میخانیکي ډول و" (سکرایبا  ۱۹۷۰ز) . په فلسټېډ کې په ښوونځي کې والیس زده کړل، چې څه ډول لاتین ولیکي. هغه مهال نوموړی په فرانسوي، یوناني او عبراني ژبو بلد و. له دې چې په پام کې وه، هغه باید ډاکټر شي، په ۱۶۳۲ ز کال کې د کمبرېج ایمانوئل کالج (Emmanuel College, Cambridge) ته ولېږل شو. نوموړی هغه مهال چې هلته و، د وینې د ګرځېدو (circulation of the blood) د ډول دکتورین یې زده کړل؛ ویل کېږي چې، دا په اروپا کې لومړی ځل و چې دغه نظریه په ښکاره ډول بحث ته وړاندې شوه، خو له دې سره، ده په ریاضیاتو تمرکز درلود. هغه په ۱۶۳۷ ز کال کې لېسانس (Bachelor of Arts) او په ۱۶۴۰ ز کال کې ماسټري واخیسته، چې له هغه وروسته یې پادریتوب (کشیش) پیل وکړ. له ۱۶۴۳ څخه تر ۱۶۴۹ ز کال پورې یې د ویسټ منېسټر په پارلمان (Westminster Assembly)  کې د بې رایې کاتب په توګه دنده ترسره کړه. په ۱۶۴۴ ز کال کې د کمبرېج په کوین کالج کې د غړي په توګه وټاکل شو، خو له واده وروسته اړ شو چې له هغه ځایه استعفا ورکړي.[۷][۸]

دغه مهال والیس پارلماني ډلې ته ډېر نږدې شوی و، کېدای شي، هغه هم له دې امله و چې نوموړی په فلسټېډ ښوونځي کې هولبیچ ته ډېر نږدې و. هغه له دوی سره د شاهي کوډونو په لوستلو کې ډېره مرسته کوله. هغه مهال د کوډونو کیفیت یو له بله سره ګډ و؛ په دغه برخه کې د فرانکیوس وایتې (François Viète) په څېر ریاضي پوهانو په یو شمېر بریاو سربېره، د کوډونو د طراحي تجزیې او تحلیل بنسټونه په خوارا کمزورې بڼه درک شوي وو. ډېری کوډونه لنډ مهالي وو او په یو پټ لوګاریتم به یې تکیه لرله، چې د یوې بدلون موندونکې کیلې لرونکي سیستم پر خلاف و. دې والیس دې ته پام شو چې وروستی ډول یې ډېر خوندي دی – ان ده به خپله هغه " نه ماتېدونکي" بلل، خو له دې سره  سره چې، هغه په خپله دغه ادعا ډېر ډاډمن نه و، چې د ښکاره لوګاریتم لرونکو کوډونو پلوي وکړي. نوموړی د بهرنیو قدرتونو له خوا د کوډونو له کارولو اندېښمن و، هغه به ردول، د بېلګې په توګه: په ۱۶۹۷ ز کال کې یې هانورین زده کوونکو ته د کوډونو جوړولو په برخه کې د زده کړو ورکولو اړوند دګوتفرید لیبنیز(Gottfried Leibniz) غوښتنه رد کړه.[۹]

لندن ته له راستنېدو وروسته – هغه په ۱۶۴۳ ز کال کې په St Gabriel Fenchurch کلیسا کې پادري شو- وروسته له هغې د ساینس پوهانو له یوې ډلې سره یوځای شو، چې وروسته په شاهي ټولنه (Royal Society) واوښته. په پای کې هغه وتوانېد چې د ریاضي په برخه کې خپله بې کچې لېوالتیا څرګنده کړي، په ۱۶۴۷ ز کال کې په Clavis Mathematicae کې د څو اونیو پر مهال په ویلیام اوګترېد (William Oughtred) برلاسی شو. هغه ډېر ژر د خپلو رسالو په لیکلو پیل وکړ، چې په ګڼ شمېر موضوعاتو را څرخېدې  او د خپل عمر تر پایه یې دغې چارې ته دوام ورکړ. والیس په انګلنډ کې، د ریاضي مفاهمیو په تړاو خپله لومړۍ نظرغوښتنه ولیکله او په هغو کې یې د هندو – عربیک سیستم په اړه بحث وکړ.[۱۰]

والیس د لومړي چارلس د اعدامولو د لاسلیک پر ضد له معتدله پریسبیترینس (Presbyterians) سره ودرېده، چې له امله یې د خپلواکو پرله پسې دښمني په ځان ومنله. له دغو مخالفتونو سره، هغه په ۱۶۴۹ ز کال کې په اکسفورډ پوهنتون کې د هندسې په برخه کې د ساولیان په چوکۍ (Savilian Chair of Geometry) وګومارل شو، چېرې چې هغه تر خپل مرګه پورې، یعنې د ۱۷۰۳ ز کال د نومبر تر ۸ مې پاتې شو. په ۱۶۵۰ ز کې هغه د وزیر په توګه وټاکل شو. له هغه وروسته یې د دوو کلونو لپاره د ریچارد ډارلي (Richard Darley) او مېرمن وېري (Lady Vere) د خصوصي پادري په توګه دنده ترسره کړه. په ۱۶۶۱ ز کال کې، په ساوي کنفرانس (Savoy Conference) کې یو له دولسو پریسبیترینس استازو څخه و.

نوموړی، په ریاضي سربېره د الهیاتو، منطق، انګلیسي ژبې د ګرامر او فلسفې په برخو کې هم لیکنې لري، هغه ګڼو ماشومانو ته د خبرو زده کولو په داسې روزنیز پروګرام هم کار وکړ، چې وکولای شي، په لیټل کوټ هاوس کې (Littlecote House) خبرې وکړي. ویلیام هولډر (William Holder) وړاندې له دې چې کاڼه سړي الکساندر پوپهام (Alexander Popham) ته خبرې کول ور زده کړي، څو په " روښانه، واضحه او زړه راښکونکي ډول خبرې وکړي". وروسته له دې والیس ادعا وکړه چې: د دغه کار کرېدت ده ته اړوندېږي، چې له امله یې هولډر والیس تورن کړ، چې " خپل ګاونډی یې د ټوپک خولې ته برابر کړی او د هغو پر غنایمو یې ځان ښکلی کړی دی".[۱۱][۱۲][۱۳]

په اکسفورډ پوهنتون کې د ساولیان هندسې د پروفیسور په توګه د والیس ګومارل کېدل

سمول

په ۱۶۴۷ ز کال کې له اکسفورډ پوهنتون څخه د پارلمان د غړو لیدنه د دې لامل شوه چې، (د ۱۶۴۸ ز کال په نومبر کې) د ساولیان هندسې او ستور پېژندنې د پروفیسورانو په ګډون یو شمېر لوړ پوړي پوهان له دندې ګوښه شي. په ۱۶۴۹ ز کال کې والیس د ساولیان هندسې د پروفیسور په توګه وګمارل شو، خو داسې ښکارېده چې والیس د سیاسي لاملونو له امله ګومارل شوی و (ښایي هم له دې امله چې د شاهي کورنۍ اړوند مخکینی پروفیسور پیټر ټرنر(Peter Turner)، چې د استادۍ په دوو څوکیو د دندې په ترسره کولو سربېره، د ریاضي په برخه کې هېڅ اثر نه و لیکلی)، په داسې حال کې چې والیس د هېواد مخکښ کوډ جوړوونکی (cryptographer) او د ساینس پوهانو د نا رسمي ټولنې غړی و، چې وروسته په سلطنتي ټولنې بدله شوه، هغه د ریاضي پوه په توګه مشهور نه و، خو له دې سره د ساولیان پروفیسور په توګه د هغه ګومارل کېدل، چې ۵۴ کاله یې خدمت وکړ، ډېر پرځای ګڼل کېږي.[۱۴]

د حساب ماشین په څېر د والیس وړتیا

سمول

د ریاضي په برخه کې د والیس د وړتیاوو بل اړخ هم د ذهني حساب کولو وړتیا وه. هغه به په ستونزه ویده کېده او ډېر مهال به هغه وخت چې په خپل بستر کې به ویښ پروت و، ذهني حسابونه کول. یوه شپه، هغه د ۵۳ رقمي عدد جذري محاسبه کړې وه، چې پر سهار یې د هغه ۲۷ رقمي پایله په بشپړ ډول له خپل ذهن نه ولیکله. دا هغه شهکار و چې، د  پام وړ وګڼل شو او د سلطنتي ټولنې مشر هنري اودلنبرګ خپل یو همکار ولېږه، څو وڅېړي چې والیس په څه ډول دغه کار ترسره کړی دی. د ده دغه چاره، دومره مهمه وګڼل شوه چې، ان په ۱۶۸۵ ز کال کې د سلطنتي ټولنې په فلسفي معاملاتو کې د بحث وړ موضوع وګرځېده.[۱۵][۱۶]

نور فعالیتونه

سمول

د هغه د منطق علم (Institutio logicae ) کتاب، چې په ۱۶۸۷ ز کال کې خپور شو، ډېر مشهور و. د هغه له خوا لیکل شوی انګلیسي ګرامر (Grammatica linguae Anglicanae) تر اتلسمې پېړۍ پورې چاپېده. هغه د الهیاتو په برخه کې هم لیکنې کړې دي.[۱۷]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ NNDB people ID: https://www.nndb.com/people/599/000087338/
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  3. Random House Dictionary.
  4. Smith, David Eugene (1917). "John Wallis As a Cryptographer". Bulletin of the American Mathematical Society. 24 (2): 82–96. doi:10.1090/s0002-9904-1917-03015-7. MR 1560009.
  5. کينډۍ:Cite EB1911
  6. Kearns, D. A. (1958). "John Wallis and complex numbers". The Mathematics Teacher. 51 (5): 373–374. JSTOR 27955680.
  7. کينډۍ:Acad
  8. Yule, G. Udny (1939). "John Wallis, D.D., F.R.S.". Notes and Records of the Royal Society of London. 2 (1): 74–82. doi:10.1098/rsnr.1939.0012. JSTOR 3087253.
  9. Kahn, David (1967), The Codebreakers: The Story of Secret Writing, New York: Macmillan, p. 169, LCCN 63016109
  10. 4
  11. Holder, Philosophical Transactions of the Royal Society, supplement, 10.
  12. W. Holder, W. (1668). "Of an Experiment, Concerning Deafness". Philosophical Transactions of the Royal Society 3, pp. 665–668.
  13. "Find could end 350-year science dispute". BBC. 26 July 2008. نه اخيستل شوی 5 May 2018.
  14. John Wallis: Time-line via Oxford University
  15. Dr. Wallis (1685) "Two extracts of the Journal of the Phil. Soc. of Oxford; one containing a paper, communicated March 31, 1685, by the Reverend Dr. Wallis, president of that society, concerning the strength of memory when applied with due attention; … ", Philosophical Transactions of the Royal Society of London, 15 : 1269-1271. Available on-line at: Royal Society of London[مړه لينکونه]
  16. Hoppen, K. Theodore (2013), The Common Scientist of the Seventeenth Century: A Study of the Dublin Philosophical Society, 1683–1708, Routledge Library Editions: History & Philosophy of Science, vol. 15, Routledge, p. 157, ISBN 9781135028541
  17. کينډۍ:Cite EB1911