جان هينکاک (۱۷۳۷ د جنوري ۲۳مه – ۱۷۹۴ ز، د اکتوبر ۸ مه) د امريکا د جوړوونکو له ډلې يو و، هغه يو سوداګر، سياستمدار او د امريکايي انقلاب يو پياوړی هېوادپال و. هغه د لويې وچې د دويم کانګريس مشري وکړه او د ماساچوسټس د ټولګټو درېيم والي و. د هغه يادونه د متحده ايالاتو د خپلواکۍ پر اعلاميه د لوی او ډولي لاسليک له امله هم کېږي، دومره زيات چې جان هينکاک په متحده ايالاتو کې د يو چا د لاسليک لپاره لقب ګرځېدلی. هغه همدا راز، د کانفډريشن په اصولو لاسليک کړی او په ۱۷۸۸ز کال کې يې له خپل اغېز څخه په ګټې اخستنې سره ډاډ ورکړ چې ماساچوسټس د متحده ايالاتو اساسي قانون تصويب کړی دی.[۱۰]

جان هينکاک
(انګلیسي: John Hancock د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۳ جنوري ۱۷۳۷[۱][۲]
مړینه 8 اکتوبر 1793 (56 کاله)[۱][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
جان هينکاک

له امريکايي انقلاب مخکې، هینکاک په ديارلسو مستعمرو کې له شتمنو خلکو څخه و، چې له خپل تره څخه يې د ګټې وړ سوداګريز کاروبار په ميراث وړی و. هغه خپله سياسي دنده په بوسټن کې د يو سیمه ييز اغېزناک سياستمدار سمويل اډمز تر پاملرنې لاندې پيل کړه، خو دواړه بيا وروسته سره جلا شول. کله چې په ۱۷۶۰ز کلونو کې د مستعمرو او لويې بریتانيې تر منځ کړکېچ ستر شو، هينکاک به خپله شتمني د مستعمرو په ګټه کاروله. هغه په ماساچوسيټس کې خورا شهرت پيدا کړ، په ځانګړي ډول، کله چې بریتانوي مسئولينو په ۱۷۶۸ز کال کې د «ليبرټي» په نوم د هغه بېړۍ ونيوله او په هغه يې د قاچاق تور پورې کړ. په پای کې دا تورونه لرې شول، ډېر ځله هغه په تاریخي سندونو کې د قاچاقبر په نوم ياد شوی دی، خو دا تورونه اوس هم تر پوښتنې لاندې دي.

د ژوند لومړي کلونهسمول

هينکاک د ۱۷۳۷ز کال د جنورۍ مياشتې په دروېشتمه نېټه د ماساچوسټس په برينټري سيمه کې زېږېدلی و، د ښارګوټي په هغه برخه کې چې وروسته بيا د «کوينسي» په نوم يو جلا ښار شو. هغه د برينټري د اوسېدنکي ډګروال «کشر جان هينکاک» او د هينګم د اوسېدونکې «ميري هاک ټاکسټر» (د کشر سمويل ټاکسټر کونډه) زوی و. په کوچنيوالي کې هينکاک د ځوان جان اډمز ناڅاپه ملګری شو، چاته چې په ۱۷۳۵ز کال کې جان اډمز مذهبي غسل ورکړی و. هينکاک هوسا ژوند کړی و، يو مريی يې درلود، چې د کور په کارونو کې به يې له هغه سره مرسته کوله.[۱۱][۱۲][۱۳]

په ۱۷۴۴ز کال کې د هينکاک د پلار له مرګ وروسته، هغه د خپل اکا او تينديار تاماس هينکاک او لايډيا (هينچمان) هينکاک سره اوسېدو ته استول شوی و.  تاماس هينکاک د يو شرکت څښتن و چې د هينکاک د کور په نوم پېژندل کېده، دې شرکت له بریتانيې څخه جوړ شوي توکي واردول او شراب، وهيل کبان، تيل او ماهيان يې صادرول. د تاماس هينکاک بريالۍ سوداګرۍ ،هغه د بوسټن يو شتمن او پېژندل شوی اوسېدونکی ګرځولی و. هغه او لايډيا له خپلو ګڼو خادمانو او مريانو سره د بيکن هيل په هينکاک مانور کې اوسېدل. دې جوړې، خپل بچيان نه درلودل، په همدې بنسټ يې د جان پر ژوند واکمن اغېز درلود.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په ۱۷۵۰ز کال کې د بوسټن له لاتين ښوونځي څخه تر فراعت وروسته، هينکاک په هارورډ کالج کې داخله واخسته او په ۱۷۵۴ز کال کې يې د لېسانس سند تر لاسه کړ. له فراغت وروسته په داسې حل کې چې د فرانسې او هند جګړه پيل شوې وه، د خپل تره لپاره يې کار پيل کړ. توماس هينکاک د ماساچوسټس له شاهي والیانو سره نژدې اړیکې درلودې او د جګړې پر مهال يې د ګټې وړ تړونونه خپل کړل. جان هينکاک په دې کلونو کې، د خپل تره د سوداګرۍ په اړه ډېر څه زده کړل او په شرکت کې د برخې اخستلو لپاره روزل شوی و. هينکاک سخت کاروکړ، خو د يو شتمن اشراف زاده له دندې يې هم خوند واخيست او د ارزښتمنو لباسونو مينه هم ورسره پیدا شوه. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

له ۱۷۶۰ز کال څخه تر ۱۷۶۱ز کال پورې، هينکاک په انګلستان کې اوسېده او له پېرودونکو او مهيا کوونکو سره يې اړيکې جوړوولې. بوسټن ته له ستنېدو وروسته، په داسې حال کې چې د تره روغتيا يې مخ په خرابېدو وه، هينکاک د «هينکاک هاوس» مسئوليت په غاړه واخيست او د ۱۷۶۳ز کال د جنورۍ په مياشت کې د دې شرکت بشپړ شريک شو. هغه په   ۱۷۶۲ ز کال د اکتوبر په مياشت کې سنټ ا نډريو د ماسوني تنظيم غړی شو، چې دې چارې هغه د بوسټن له ډېرو اغېزناکو اوسېدونکو سره په اړیکه کې کړ. کله چې په ۱۷۶۴ز کال کې تاماس هينکاک مړ شو، سوداګري، هينکاک مانور، د کور دوه يا درې مريان او زرګونه جريبه ځمکه يې جان ته په ميراث کې پاتې شول، په دې توګه هغه په ټوله مستعمره کې تر ټولو شتمن سړی شو. زرګونو مريانو د جان او د هغه د ترور لپاره کار کاوه، خو په پايله کې د توماس هينکاک د وصيت د شرايطو پر بنسټ، آزاد کړای شول. داسې هېڅ شواهد نه شته، چې جان هينکاک دې کله مريان اخستي يا پلورلي وي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د سترواکۍ مخ پر زياتېدونکی کړکېچسمول

په اووه کلنه جګړه کې له بريا وروسته، بریتانوي سترواکي په پورونو کې ډوبه وه. د عايد د نوو سرچينو په لټه کې بریتانوي پارلمان د لومړي ځل لپاره نېغ په نېغه پر مستعمرو د مالياتو اېښودلو غوښتنه وکړه، چې د ۱۷۶۴ز کال د «شوګل قانون» څخه پيل شول. له دې مخکې د ۱۷۳۳ ز «ملاس قانون» څخه د پام وړ ماليات نه تر لاسه کېدل، کوم چې له غرب الهند څخه د بېړيو په وسیله پر لېږد (انتقال)  اېښودل شوې ماليه وه؛ ځکه چې د قاچاق له لارې له دې مالیاتو تېښته کېده او قاچاق هغه جرم بلل کېده، چې زيانمن شخص يې نه درلود. نه يوازې دا چې په مستعمرو کې قاچاق په ټولنيز ډول کوم بد تور نه بلل کېده، بلکې په سرحدي ښارونو کې چېرې چې سوداګري د شتمنۍ د تر لاسه کولو لومړۍ سرچينه وه، د ټولنې له خوا له قاچاق څخه د پام وړ ملاتړ هم کېده او ان شونې وه، چې د نيول کېدو په حالت کې بيمه هم تر لاسه کړي. د مستعمرو سوداګرو د خپلو ناروا مالونو د اصليت، هويت، لارو او منځپانګې د پټولو لپاره د غولوونکو لارو چارو يوه اغېزمنه زېرمه چمتو کړې وه. په دې غولوونکو لارو چارو کې، د جعلي سندونو جوړول هم شامل وو، چې وښيي دا مالونه قانوني او اجازه لرونکي دي. بریتانويانو ته تر ټولو ناهيلي کوونکې دا وه، چې کله به يو څه ونيول شول، سيمه یيزو سوداګرو کولای شول، خواخوږې ولايتي محکمې وکاروي، تر څو نيول شوي توکي تر لاسه کړي او د دوی قضيې به و ايستل شوې. د بېلګې په ډول: ايډوارډ رانډولف په نوي انګلينډ کې د مالياتو لپاره ټاکل شوي مدير، له ۱۶۸۰ز کال څخه د ۱۶۸۲ز کال تر پايه پورې د نيولو اړوند شپږ دېرش قضيې محکمې ته راوړې او له دوو پرته ټولو ته برئت ورکړل شو. له بلې خوا به، کله کله سوداګرو دا قضيې په خپلو لاسو کې اخستې او نيول شوي غیر قانوني توکي به يې غلا کول.[۳۰][۳۱]

«د شوګر قانون» په بوسټن کې غوصه راوپاروله، چېرې چې دې قانون ته په پراخه کچه د مستعمرو د حقوقو د ماتولو په توګه کتل کېدل. د جيمز اوتيس او سمويل ادمز په څېر خلک په دې باور و. له دې امله چې د مستعمرو استازولي په پارلمان کې نه شته، پارلمان نه شي کولای، له دوی ماليات تر لاسه کړي، يوازې د مستعمرو مجلسونه، چېرته چې د کالونۍ د استوګنو استازولي شته، کولای شي پر دوی مالیات کېږدي. تر اوسه هينکاک يو سياسي فعال نه و، هغه د اقتصادي لاملونو پر بنسټ په مالياتو نيوکه وکړه، نه د اساسي قانون تر بنسټ.[۳۱]

په داسې وخت کې چې، له لويې بریتانيې سره کړکېچ مخ پر زېاتېدو و، هينکاک د يوې مخکښې سياسي څېرې په توګه راڅرګند شو. د ۱۷۶۵ز کال د مارچ په مياشت کې، هغه د بوسټن د پنځو ټاکونکو له ډلې غوره شو، دا هغه څوکۍ وه چې د هغه تره د څو کلونو لپاره پرې کار کړی و. د پارلمان له خوا د ۱۷۶۵ز کال «د سټامپ قانون» له تصويب ډېر ژر وروسته، په حقوقي سندونو د مالياتو اېښودل کېدو بلواوې او منظم مقاومت راپیدا کړ، دا ماليات له کلونو راهيسې په بریتانيه کې اېښودل شوي وو، خو په مستعمرو کې د منلو وړ نه وو، لکه:  په وصيت نامه ماليه.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

سرچينې او ياداښتونهسمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6x749wh — subject named as: John Hancock — د نشر نېټه: ۲۵ مې ۲۰۲۱
  2. پیوستون : 440  — د نشر نېټه: ۲۵ مې ۲۰۲۱
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/440 — subject named as: John Hancock — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/hancock-john — subject named as: John Hancock — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb16277145q — subject named as: John Hancock — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  6. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/25339 — subject named as: John Hancock — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  7. https://famouskin.com/family-group.php?name=38359
  8. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=johnhancockj
  9. او http://hdl.handle.net/10427/005073 A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825 — د نشر نېټه: ۲۳ ډيسمبر ۲۰۲۰ — خپرونکی: American Astronomical Society او Tufts University
  10. Harlow G. Unger (September 21, 2000). John Hancock: Merchant King and American Patriot. Wiley. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-471-33209-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Fowler 1980، ص. 8.
  12. Allan 1948، ص. 22.
  13. Allan 1948، صص. 22, 372n48. The date was January 12, 1736, according to the Julian calendar then in use. Not all sources fully convert his birth date to the New Style, and so the date is also given as January 12, 1736 (Old Style), January 12, 1737 (partial conversion), or January 12, 1736/7 (dual dating).
  14. Fowler 1980، ص. 18.
  15. Unger 2000، ص. 16.
  16. Fowler 1980، صص. 11–14.
  17. Fowler 2000b.
  18. Unger 2000، ص. 50.
  19. Allan 1948، صص. 58–59.
  20. Allan 1948، ص. 61.
  21. Allan 1948، صص. 32–41.
  22. Fowler 1980، ص. 31.
  23. Fowler 1980، ص. 78.
  24. Unger 2000، صص. 66–68.
  25. Fowler 1980، صص. 48–59.
  26. Allan 1948، ص. 85.
  27. Unger 2000، ص. 63.
  28. Allan 1948، ص. 74.
  29. Fowler 1980، ص. 46.
  30. Smuggler Nation, Page 15
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ Fowler 1980، ص. 53.
  32. Fowler 1980، ص. 56.
  33. Fowler 1980، صص. 58–60.
  34. Fowler 1980، صص. 63–64.
  35. Fowler 1980، ص. 55.