جان راسل، لومړی ارل راسل

جان راسل، لومړی ارل راسل (زوکړه: د ۱۷۹۲ زکال د اګست ۱۸ مه – مړینه: د ۱۸۷۸ زکال د مۍ ۲۸ مه) بریتانوی وېګ او لېبرال سیاستوال و چې له ۱۸۴۶ زکال څخه تر ۱۸۵۲ زکال او همدارنګه له ۱۸۶۵ زکال څخه یې تر ۱۸۶۶ زکال پورې دوه ځله د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ.

جان راسل، لومړی ارل راسل
جان راسل، لومړی ارل راسل
جان راسل، لومړی ارل راسل

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت لويې برېتانيا پاچايي

د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) (۱۸۶۸–۱۸۷۸)  ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
جايزې
 ائیټ گرینډ کراس آف دی آرډر آف سینټ مائیکل اینډ سینټ جورج   ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
جان راسل، لومړی ارل راسل
جان راسل، لومړی ارل راسل

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

راسل د بېډفورډ د شپږم دوک دریم زوی و چې په ۱۸۱۳ زکال کې یې پارلمان ته له لار موندو وړاندې په ویسټ منېسټر ښوونځي او ایدنبورګ پوهنتون کې زده کړې وکړې. نوموړي په ۱۸۲۸ زکال کې د ازمایښت قانون د لغو کولو په برخه کې اصلي رول درلود چې له مخې یې د کاتولیکانو او پروتستانت مخالفینو پر وړاندې تبعیض ترسره کېده. نوموړی د اصلاحاتو د ۱۸۳۲ زکال د قانون یو له اصلي طراحانو څخه و چې له مخې یې د بیارغونې له مهاله وروسته مهم پارلماني اصلاحات رامنځته شول چې له اشرافي او د ځمکو له څښتنانو څخه د حکومت د خلاصون او همدارنګه د دیموکراسۍ پر لور لومړنی مهم ګام و. نوموړی متوسطو طبقاتو او همدارنګه د بریتانیا مخ پر ودې صنعتي ښارونو او ښارګوټو ته د رایو ورکولو د حق ملاتړی و، خو هیڅکله یې د رایو ورکولو د عمومي حق څخه ملاتړ وه نه کړ او له پټې رایې ورکونې سره یې مخالفت څرګند کړ. راسل په خپل حرفوي ژوند کې د ډېری مسایلو اړوند ښکاره خبرې کولې، په ۱۸۲۰ مه لسیزه کې یې له کاتولیک آزادۍ ملاتړ وکړ، په ۱۸۴۵ زکال کې یې د غله جاتو د قانون د لغو کولو غوښتنه وکړه، په ۱۸۵۰ زکال کې یې د پاپ پیوس نهم له خوا د کاتولیک کشیشانو د مقام بېرته را منځته کول وغندل او همدارنګه یې په ۱۸۶۰ مه لسیزه ې د ایټالیا له یو موټي کېدو ملاتړ وکړ.

د راسل د وزارت دورې څلور لسیزې وخت ونیو. راسل د دوه دورو لومړي وزارت سربېره له ۱۸۳۱ زکال څخه تر ۱۸۶۵ زکال پورې د ارل ګرې، ویسکانټ ملبورن، ارل آبرډین او ویسکانټ پالمرسټون په کابینو کې خدمت وکړ. له پالمرسټون سره د راسل اړیکه تر ډېره جنجالي وه چې له امله یې په ۱۸۵۲ زکال کې د راسل لومړنی حکومت او همدارنګه په ۱۸۵۸ زکال کې د پالمرسټون لومړنی حکومت وپاشل شو. له دې سره په ۱۸۵۹ زکال کې د دوی بیاځلي اتحاد د لیبرال متحد ګوند بنسټ جوړ کړ چې په راتلونکو لسیزو کې یې د بریتانیا په سیاست واک درلود. په داسې حال کې چې راسل په ۱۸۳۰ مه لسیزه کې یو پیاوړی وزیر و او د اصلاحاتو له بهیر سره یې د وېګانو له ژمنتیا سره مرسته وکړه، خو د لومړي وزیر په توګه په خپلو چارو کې ډېر لږ بریالی و. د لومړي وزارت په دواړو دورو کې هغه له یوې پاشل شوې کابینې او همدارنګه په عوامو جرګه کې له کمزوري ملاتړ رنځېده، دغه چاره په دې معنی وه چې هغه نشو کولای ډېری خپل پروګرامونه ترسره کړي. د لومړني لومړي وزارت پر مهال یې ادارې وه نشو کولای په آیرلنډ کې له قحطۍ سره په سمه توګه مبارزه وکړي، چې له امله یې د ایرلنډ د وګړو یو پر څلورمه برخه د مړینې او یا هم کډوالۍ ښکار شول. د لومړي وزارت په دویمه دوره کې یې په پارلماني اصلاحاتو باندې د زیات ټینګار له امله خپل ګوند په دوه برخو ووېشل شو او اړ شو څو د ډربي او ډیزرائیلي د ځان غوښتونکو اصلاحاتو د لایحو د اجرا کېدو له امله دنده خوشې کړي. داسې ویل کېږي چې له ۱۸۴۶ زکال څخه تر ۱۸۵۲ زکال پورې د راسل لومړی وزارت د پخواني وېګ ګوند د پاتې شونو استازیتوب کاوه په داسې حال کې چې له ۱۸۶۵ زکال څخه تر ۱۸۶۶ زکال پورې یې لومړی وزارت د لیبرال ګوند د پاتې شونو استازیتوب کاوه چې د هغو ځای یې نیولی و.[۸][۹]

مخینه او لومړی ژوند

سمول

راسل د ۱۷۹۲ زکال د اګست په ۱۸ مه د بریتانیا په لوړ پوړې اشرافي طبقه کې وزېږېد. نوموړی د بېډفورډ د شپږم دوک جان راسل او د څلورم ویسکانټ ټورینګټون، جورج بینګ د لور جورجیانا بینګ دریم زوی و. د راسل کورنۍ له اولسمې پېړۍ راهیسې په انګلستان کې د وېګ اصلي سلسلې ته اړونده وه چې د هېواد له بډایه ځمکو لرونکو کورنیو څخه وه، خو د بېډفورډ د شپږم دوک د کشر زوی په توګه دا تمه نه کېده چې د کورنۍ ارث دې ورته پاتې شي. د دوک د کشري زوی په توګه هغه د «لارډ جان راسل» په توګه پېژندل کېده خو دا ورته کافي نه و، همدا و چې هغه په عوامو جرګه کې یوه څوکۍ ونیوله او تر هغه مهاله په عوامو جرګه کې و کله چې په ۱۸۶۱ زکال کې ارل شو او د مشرانو جرګې ته یې لار ومونده.

راسل د زیږون له عادي مهال څخه دوه میاشتې وړاندې وزېږېد همدا و چې په ماشومتوب کې کوچنی او ناروغ و (آن په لویوالي کې یې له ۵ فوټه او ۵ اینچو څخه لنډ قد درلود او لنډ قد یې تر ډېره د هغه د سیاسي مخالفینو او کاریکاتور جوړونکو د ریشخندي موضوع جوړله). په ۱۸۰۱ زکال کې د ۹ کلونو په عمر ښوونځي ته ولاړ. له لږ ځنډ وروسته یې مور مړ شوه. هغه مهال چې په ۱۸۰۴ زکال کې د ویسټ منېسټر ښوونځي څخه د ناروغۍ له امله وویستل شو، د اډمونډ کارټرایت په ګډون د یو شمېر ښوونکو له خوا وروزل شو. په ۱۸۰۶ زکال کې د راسل پلار د ملي یووالي په حکومت کې د ایرلنډ ګورنر جنرال وټاکل شو همدا وخت و چې ځوان راسل له چارلز جیمز فاکس سره بلد شو. فاکس د راسل د سیاسي مفکورې جوړونکی اتل و او همدارنګه د ژوند په اوږدو کې هغه ته الهام بخښونکی و. راسل له ۱۸۰۹ زکال څخه تر ۱۸۱۲ زکال پورې ایډنبورګ پوهنتون ته ولاړ او له پروفیسور جان پیلفیر سره به اوسېده چې د هغه په زده کړو یې نظارت درلود. هغه هېڅکله د زده کړو سند ترلاسه نکړ. په داسې حال کې چې د نوموړي روغتیايي حالت چندان ښه نه و خو بیا یې هم په پریمانه کچه بریتانیا او نورو هېوادونو ته سفرونه کول او په ۱۸۱۰ زکال کې د بیډفورډ شایر ملیشه ډلې کپتاني پر غاړه واخیسته. راسل په اروپا لویه وچه کې د خپلو سفرونو په ترڅ کې هسپانیا ته ولاړ چېرې چې ورور یې په شبه جزیروي جګړه کې د لارډ ولینګټون د یاور په توګه خدمت کاوه. راتلونکی کال نوموړي د ۱۸۱۴ زکال په ډسمبر میاشت کې البا ته له تبعید شوي سترواک ناپلیون سره ۹۰ دقیقه یي ملاقات درلود. [۱۰][۱۱][۱۰][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

مذهبي لیدلوري

سمول

په ساده توګه راسل متعصب مذهبي کس نه و او د انګلستان د کلیسا په چوکاټ کې یې له انګلیکان کلیساو څخه ملاتړ کاوه. نوموړی له «اکسفورډ خوځښت» سره مخالف و، ځکه د هغو «تراکتاریايي» غړي له حده زیات متعصب او رومن کاتولېزم ته ډېر نږدې و. په ۱۸۵۹ زکال کې یې خپل دیني اړخ بدل کړ او هوډ یې یې وکړ څو غیر انګلیکان وګړي سیمه ئیزو انګلیکان کلیساو ته د مالیاتو له ورکړې خلاص کړي. د کلیسا د مالي چارو پر وړاندې د هغه لوری نیول او سیاسي مخالفتونه د دې لامل وګرځېدل چې د کلیساو په ډېری غونډو کې ورباندې نیوکې وشي او پر هغه ملنډې ووهل شي. [۱۷][۱۸][۱۹]

وروستي کلونه او مړینه

سمول

په ۱۸۷۴ زکال کې د هغه د نګور آمبرلي او په ۱۸۷۶ زکال د هغه د زوی ویسکانټ امبرلي له مړینې وروسته، لومړي ارل او کونټیس راسل خپل یتیم لمسیان جان («فرانک») راسل او برتراند راسل را لوی کړل چې فرانک بیا د خپل نیکه له مړینې وروسته دویم ارل راسل شو. برتراند راسل هم په مشهور فیلسوف واوښت چې خپل بابا یې «په ویلچر کې د مهربانه سړي» په توګه توصیف کاوه. [۲۰]

ارل راسل د ۱۸۷۸ زکال د مۍ په ۲۸ مه په پمبروک لوژ کې په خپل کور کې ومړ. لومړي وزیر، ارل بیکنسفیلډ د هغه د عمومي جنازې او په ویست منېسټر مقبره کې د نوموړي د خښېدو وړاندیز وکړ، خو کونټیس راسل د خپل وفات شوي مېړه په غوښتنه چې باید د خپلې کورنۍ او اجدادو په خوا کې خښ کړای شي دغه وړاندیز رد کړ. نوموړی په چنیز باکینګهامشر کې د سنټ مایکل کلیسا په بېډفورډ مقبره کې خښ کړای شو. [۲۱]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 116711086  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6hd7z19 — subject named as: John Russell, 1st Earl Russell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10193 — subject named as: John Russell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p2566.htm#i25660 — subject named as: John Russell, 1st Earl Russell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?193589 — subject named as: John Russell Russell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/russell-john — subject named as: John Russell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=russellj — subject named as: John Russell
  8. Taylor 1976، م. 67.
  9. Cannon او Crowcroft 2015، م. 827.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Walpole 1889a، مم. 62–76.
  11. Walpole 1889a، مم. 74–75.
  12. Prest 1972، م. 11-13.
  13. Reid 1895، م. 12.
  14. Reid 1895، م. 9.
  15. Scherer 1999، م. 5.
  16. Prest 2009.
  17. Chadwick 1966، مم. 129, 146, 479.
  18. Ellens 1987، مم. 232–249.
  19. Nikol 1974، مم. 341–357.
  20. Clark 2011، Ch. 1.
  21. کينډۍ:Hansard