جامعه اسلامیه (علامه ټاون)
جامعه اسلاميه (علامه ټاون) یو ستر اسلامي پوهنتون دی چي د پاکستان بلوچستان ایالت په لوېديځ کي موقعیت لري او د دیني دعوت او محمدي امت د چوپړ لپاره په ایشیا براعظم (لویه وچه) کي تر ټولو غټه څانګه (اداره) ده .
| ||||
---|---|---|---|---|
مالومات | ||||
جوړېدو نېټه | ۱۹۹۷ | |||
تړاو | وفاق المدارس العربية | |||
ډول | ایالتي پوهنتون | |||
د لارښوونې ډول | اسلامي او عصري علوم | |||
جغرافيايي موقعيت | ||||
سړک | بای پاس سړک | |||
ځای | چمن، پاکستان | |||
شمېر | ||||
د ځانګړې الې پارامیتر ونه موندل شو . | ||||
سمول |
دا پوهنتون په چمن chaman ښارګوټي کي شتون لري کوم چي د پاکستان او افغانستان په مینځ کي یو وېشنیزه (باډري) علاقه ده [۱] .
د تاسیس نېټه
سمولدا پوهنتون په ۱۹۹۷ عیسوي کال د الحاج علامه عبد الغني (شهید) رحمه الله تعالی پر لاس تاسیس شو، یاني : بنسټ یې په همدا یاد کال کي کښېښودل شو .
او د لومړي ځل لپاره علامه صاحب په دې پوهنتون کي په ۲۰۰۰ عیسوي کي چي له ۱۴۲۱ هجري سره سمون خوري د دوره حدیث (لویه دوره) سبقان پيل کړله چي ورځ د چهارشنبې وه، بیا یې تر دې مبارکي افتتاح (پرانیستني) وروسته نور پاته علوم او فنون پکي پيل کړله [۲] .
څانګې او ټولګې
سمولپه دې جامعه اسلامیه پوهنتون کي څو څانګې او یو معهد شتون لري او هغه لکه :
- د دار الإفتاء څانګه .
- د نوو او پخوانیو علومو څانګه او په دې څانګه کي د علم حکمت ټولګه ؛ د علم منطق ټولګه ؛ د فلسفې ټولګه او داسي نورې ځانګړې ټولګې شتون لري . او دا ټول علوم په پښتو ژبه پکي درسیږي او د پښتو ژبه په چمن chaman ښارګوټي کي رسمي ژبه ده .
- د وفاقي درجو څانګه کوم چي د (وفاق المدارس العربية) په نامه یادیږي .
- د دار المبتدئین څانګه .
- د حفظ او تجوید څانګه .
- د نشر او اشاعت څانګه او په دې کي میاشتنیزي مجلې او ځانګړې مواد خپریږي او دا ډول ورځنۍ فتاواوې له همدې څانګې څخه خپریږي .
- د نبوي احادیثو څانګه (غټه او وړه دوره) .
- د ښځینه د تعلیم او تربیت څانګه .
- همدا ډول په جامعه اسلامیه پوهنتون کي اداري څانګه (دفتر) شتون لري چي د همدې پوهنتون لاري چاري پر مخ بیایي .
- د علمي بحوثو اداره شتون پکي لري .
- د تألیف او تحقیق څانګه شتون پکي لري .
- او د عربي ژبي د زده کړي یو معهد شتون پکي لري [۳] .
نورې ځانګړنې
سمول- د دې ستر پوهنتون د لارو چارو پر مختلونکی کس حضرت علامه ابن علامه حافظ محمد یوسف مدّ ظله العالي دی او دی د خپل پلار علامه عبد الغني (شهید) تر شهادت وروسته د نایب په توګه ټاکل شوی دی .
- تر اوسه له دې ستر پوهنتون څخه شپږ زره ۶۰۰۰ فاضلانو د فضیلت پګړۍ پر سر کړي او د نړیوالو سندونو خاوندان شوي دي کوم چي د هغوی تړاو له افغانستان، پاکستان او ایران سره دی .
- په دې پوهنتون کي د هلال کمېټۍ هم شتون لري کومه چي د روژې او اخترانو حکم صادروي .
- په دې پوهنتون (علامه ټاون) کي د سبقونو په دوران کي د هري چهارشنبې په شپه د طالبانو د تدریب لپاره تدریسي مقابلې هم تر سره کیږي .
- په دې پوهنتون کي ټولې هغې غټې مسئلې او دعواوې سره حل او فصل کیږي کومې چي د بلوچستان ایالت په بېلابېلو ښارونو کي پيښيږي ؛ په ځانګړې توګه دا مسئلې او دعواوي زیاتره مهالونه د چمن chaman د ښارګوټي وي .
- همدا ډول په جامعه اسلامیه (علامه ټاون) کي د (تعلیم بالغان) په نامه مجلس جوړیږي چي په هغه کي ومېرمنو ته اونیزه اصلاحي بیان کیږي .
- همدا ډول پکي د جمعې تر لمانځه وروسته وتاجرانو ته کاروباري مسئلې بیانیږي .
- همدا ډول د روژې په میاشت کي هر ماځيګر تر لمانځه وروسته د روژې احکام او مسئلې بیانیږي او بیا یې په آخري لسو ورځو کي د اعتکاف په دوران کي د اعتکاف او اختر اړوند احکام بیانیږي .
- د حج (ذو الحجه) تر میاشتي مخکي د حج او عمرې احکام بیانیږي چي په دې کي د حج مکمل کورس ښودل کیږي .
- د سبقانو په دوران کي د هري چهارشنبې په شپه په دې پوهنتون کي اصلاحي او روحاني مجلسونه تیاریږي .
- د سهار تر لمانځه وروسته د درسونو په ورځو کي طالبان د سورت یس شریف تلاوت کوي ؛ ځکه چي د دې په لوستولو ودوی ته برکت حاصلیږي ؛ په علم کي یې زیاتوب راځي او د عام محمدي اُمت د حاجتونو د پوره کېدلو یو لامل جوړیږي .
- د دې پوهنتون په آخیرني بغل کي د حضرت شیخ صاحب علامه عبد الغني (شهید) رحمة الله علیه مرقد او مدفن هم شتون لري کوم چي د دې ستر پوهنتون (جامعه اسلامیه) مؤسس دی او د ده مدفن په داسي طریقه پکي برابر شوی چي هغه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پر سنتو برابر دی .
- او په پای کي د جامعه اسلامیه علامه ټاون له ځانګړنو څخه دا ده چي : ودې ته په کتلو او په ناسته کي یو ډول خوشالي او فیض شتون لري ؛ په ځانګړې توګه دا ځانګړتیا د چمن واوسېدونکې ته ډېره ښه معلومه شوې ؛ مګر نه چي د الله تعالی نه وي ورته خوښه شوې هغه ته یې درک نه معلومیږي [۴] .