جال وزر لرونکي خوځندکې

Neuroptera
جال وزر لرونکي خوځندکې
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
څېرمه شاخه شپږ پښې لرونکی ژوي
کلاس خوځندکې
څېرمه کلاس وزر لرونکی خوځندکې
طايفه جال وزر لرونکي خوځندکې

جال وزر لرونکي خوځندکې (علمي نوم: Neuroptera) د غوښه خوړونکو خوځندکو څخه یوه طايفه ده چې اووه زره ډوله ژوي لري. د هغو خوځندکو څخه اوښاره ډوله مچان، زمرى ډوله مېږیان او کونگ ډوله مچان تر ټولو مشهور دي. جال وزر لرونکي خوځندکې نرمي باريکه تنه او لویې مرکبې سترگې لري. د لویو سترگو په منځ کې دوه انتينه پروت دي. اوږدوالي یې ۲ - ۷۵ میلیمتره دي او وزرونو پلنوالي یی ۵ - ۷۵ میلیمتره دي.