جاده میوند

جاده میوند یا میوند څلور لارۍ د افغانستان په پلازمینه کابل کي یوه لویه لاره ده. دلته یو پراخه بولیوارډ د 1948 په شاوخوا کي د یو عصري اصلي سړک په توګه جوړ سو. که څه هم د کابل ښار له هغه وخت راهیسي پرله پسې لوی سوی دی، خو جاده میوند بیا هم د ډیری اوسیدونکو لپاره د پیر او پلور ځای دی، دا ځکه چي یاده سیمه هر څه لري او د ډیرو پخوانیو بازارونو لکه منډیي او نورو سره نښتې ده.

نوم او تاریخ

سمول

د جاده میوند نوم په 19 پېړۍ کي د انګرېز _افغان هغه نښتي ته ورګرځي چي د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کي رامنځ ته او انګريزي لښکرو پکښي ماته وخوړه. یاده جاده په افغانستان کي د کورنیو جګړو پر مهال ډېره سخته زیانمنه سول.