تیموتی لیری
تیموتی فرانسېس لیری (زوکړه: د ۱۹۲۰ زکال د اکتوبر ۲۲ مه – مړینه: د ۱۹۹۶ زکال د مۍ ۳۱ مه) امریکایي ارواه پوه او لیکوال و چې د اروايي بدلون کوونکو درملو څخه د کلک ملاتړ له امله شهرت لري. د لیري چارې د ګستاخانه وړاندوینو او منفورو تبلیغاتو په توګه په دوه ګوني ډول ارزول کېږي. الن ګینزبرګ نوموړی «د امریکایانو د آګهۍ اتل» او ټام رابینز بیا «شجاع ارواه پوه» بللی. [۳][۴]
تیموتی لیری | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | د پروستات سرطان |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | ساپوهنه |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون [۲] |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
لیری د هاروارډ پوهنتون د درملګر ارواه پوه په توګه په مکسیکو کې په جادویي مرخېړیو باندې له څرګندې ازموینې وروسته په هاروارډ کې د سیلو سایبین پروژې بنسټ کېښود. نوموړي له ۱۹۶۰ زکال څخه تر ۱۹۶۲ زکال پورې د دغې پروژې مشري وکړه؛ هغه د لایزرژیک اسید دی اتیل امید (ال اس ډي) او سیلوسایبین اغېز چې په متحده ایالاتو کې قانوني و د کانکورډ بندخونې په ازمویښتي پروژه او د مارش چپل په ازمویښتي پروژه کې وڅېړه. د هاروارډ د علمي پلاوي ډېری غړو د هغه د څېړنو علمي او اخلاقي مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست ځکه هغه اروایي تغیر راوړونکي درمل د خپلو موضوعاتو د موندنې په موخه کارول او همدارنګه یې په زده کړیالانو باندې فشار راوړ څو له هغو کار واخلي. د رابرټ تورمن په نامه د هغه یو زده کوونکی دا ردوي چې لیری دې زده کوونکي په زور اړ کړي وي له دغو درملو ګټه واخلي. هاروارډ د ۱۹۶۳ زکال په مۍ میاشت کې لیري او د هغه همکار ریچارډ الفرت (چې وروسته د رام داس په نوم پېژندل کېده) له خپلو دندو ګوښه کړل. ډېری خلک په هاروارډ کې د رواني حالت ګرځونکو درملو د کارونې په رسوایۍ وروسته خبر شول. [۵][۶][۷][۸]
لیری باوري و چې ال اس ډي په اروايي درملنه کې د لوړې درملیزې ګټې پوتانشیل (وړتیا) لري. هغه له ال اس ډي څخه ګټنه کوله او له ال اس ډي څخه یې د ذهن او شخصي حقیقت د فلسفې د پراختیا په برخه کې کار واخیست. د هاروارډ له پرېښودو وروسته هغه په ښکاره توګه د اروايي حالت بدلونکو درملو ته تبلیغ کاوه چې له امله یې د ۱۹۶۰مې لسېزې د پېژندل شوو کلتور ضد څېرو په کتار کې راغی. هغه له یو شمېر تکراري عبارتونو (تکیه کلام) لکه له «روښانه کولو، تنظیم کولو، خوشي کولو»، «برابرولو او تنظیم کولو» او «د ځان اړوند فکر وکړۍ او اقتدار تر پوښتنې لاندې راولی» څخه کار اخیست چې د هغه فلسفه یې ترویج کوله. نوموړي د فرا انساني فضايي مهاجرت، د هوښ د زیاتوالي او د عمر د زیاتوالي اړوند مکررې څرګندونې کولې او د هغو اړوند یې لیکنې وکړې. لیری، د اېکسو- سایکالوژي (Exo-Psychology ) په نامه خپل کتاب کې (۱۹۷۷ زکال کې خپور شوی) د هوښیارۍ اته مدار لرونکي ماډل ته پراختیا ورکړه او د هغه اړوند یې ویناوې کړې چې ځینې مهال یي په ځان د هغو «اجرا کوونکی فیلسوف باله». [۹][۱۰][۱۱]
د ۱۹۶۰مې لسیزې څخه تر ۱۹۷۰ زکال پورې لیري ۳۶ ځله ونیول شو. یوځل ولسمشر ریچارډ نېکسون هغه «د امریکا تر ټولو خطرناک کس» وباله. [۱۲]
لومړی ژوند او زده کړې
سموللیری د ماساچوست په سپرینګفیلډ کې وزېږېد؛ نوموړی د یوې کاتولیک ایرلنډي کورنۍ یوازنی ماشوم و. پلار یې تیموتي «توته» لیري د غاښونو ډاکټر و چې خپله مېرمن ابېګېل یې هغه مهال خوشې کړه چې لیری ۱۴ کلن و. نوموړي د سپرینګفیلډ په کلاسیک عالي لیسه کې زده کړې وکړې. [۱۳]
لیری له ۱۹۳۸ زکال څخه تر ۱۹۴۰ زکال پورې د ماساچوستس په ووسټر کې په هالي کراس کالج کې زده کړې وکړې. د خپل پلار د فشار له امله د نیویارک وسټ پاینټ پوځي اکاډمي ته ولاړ. په لومړۍ میاشت کې د «نوي روزونکي» په توګه د قواعدو څخه د سرغړونې له امله یې ګڼ شمېر منفي پاینټونه ترلاسه کړل، خو نوموړی د هغو زده کوونکو د دسپلیني نظم اړوند راپور نه لرلو له امله چې ده پرې نظارت درلود له شدیدو ستونزو سره مخ شو. نوموړی همدارنګه د شرابو په خوړولو او په هغو باندې په اعتراف نه کولو تورن شو چې له امله یې د اکاډمۍ د افتخاراتو کمېټې ترې استعفا وغوښته. هغه پر ځان لګېدلي تورونه وه نه منل او «چپ پاتې شو» - په دې معنی چې هغه نور ځان له زده کړیالانو لرې کړ. پوځي محکمې هغه ته برائت ورکړ، خو د هغه چوپتیا دوام وموند او له دې سره بیا هم په نوموړي باندې د کوچنیو قواعدو د نقض له امله نیوکو دوام درلود. د دویم کال پر مهال مور یې د متحده ایالاتو سناتور ډیویډ آی. ولش ته ورغله چې د دوی خپل و او په دې اړوند یې شخصا څېړنه کوله. د ویاړونو کمېټې له کوم جنجال پرته خپل دریځ بدل کړ او اعلان یې وکړ چې د پوځي محکمې حکم ته درناوی کوي. له دې وروسته لیری استعفا ورکړه او په ویاړ له پوځ څخه مرخص شو. نږدې ۵۰ کاله وروسته نوموړي وویل چې «دا یوازنۍ عادلانه محکمه وه چې د ما اړوند جوړه شوې وه». [۱۴]
نوموړی د خپلې کورنۍ له نارضایتۍ سربېره د ۱۹۴۱ زکال په وروستیو کې د الاباما پوهنتون ته ولاړ ځکه دغه پوهنتون نوموړی بې له کوم جنجاله منلی و. نوموړي د دغه پوهنتون په ROTC ښوونیز پروګرام کې ونډه واخیسته، عالي نمرو اخیستلو ته یې هڅه کوله او همدارنګه یې د ارواه پوهنې (په هاروارډ کې د روزل شوي ډونالډ رامسډل او میډلبري تر نظر لاندې) او بیولوژي په برخه کې د خپلو علایقو پراختیا ته مخه کړه. لیري یو کال وروسته له دې امله چې د نجونو په لیلیه کې یې یوه شپه تېره کړې وه له پوهنتون وویستل او په همدې سره د نړیوالې دویمې جګړې په نیمایي کې یې له عسکرۍ خدمت څخه د خلاصون په موخه د زده کړیالۍ اجازه له لاسه ورکړه. لیری په ۱۹۴۳ زکال کې د متحده ایالاتو پوځ ته وغوښتل شو او لومړنۍ پوځي زده کړې یې په فورټ یوستیس کې وکړې. نوموړي د افسرۍ رتبې د ترلاسه کولو په لار کې د پوځ د روزنیزې تخصصي څانګې د ارواه پوهنې په برخه کې نوم ثبت کړ چې په دغه څانګه کې د کار کولو لپاره یې درې میاشتې په جورج ټاون او شپږ میاشتې په اوهایو پوهنتون کې زده کړې وکړې.[۱۵]
د جګړې په پای ته رسېدو سره، لیری د الاباما پوهنتون ته ولاړ ځکه چې د اوهایو په پوهنتون کې یې د ارواه پوهنې په برخه کې د یوې دورې کریدت له ځان سره درلود. نوموړي خپلې زده کړې د پر لیکه زده کړو پر بنسټ بشپړې کړې او د ۱۹۴۵ زکال په اګست کې فارغ شو.
د لیسانس سند له ترلاسه کولو وروسته لیری خپل علمي مسلک ته مخه کړه. په ۱۹۴۶ زکال کې یې په پولمن کې د واشنګټن له ایالتي کالج څخه د ارواه پوهنې په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه، چېرې چې نوموړي د ارواه پوه لي کرونباخ تر څار لاندې زده کړې وکړې. د نوموړي د ماسټرۍ د تېزس موضوع د ویسلر د بالغو وګړو د ځیرکتیا د کچې اړوند کلنیکي څېړنه وه. [۱۶]
په ۱۹۴۷ زکال کې د ماریان لومړۍ ماشومه، سوزان وزېږېدله. دوه کاله وروسته د جک په نامه د هغوی یو زوی هم پیدا شو. لیري په ۱۹۵۰ زکال کې د برکلي، کلیفورنیا له پوهنتون څخه د اروایي درملنې په برخه کې دوکتورا ترلاسه کړه. [۱۷]
لیری د سانفرانسېسکو، کالیفورنیا پوهنتون د درملیزې ارواه پوهنې د مرستیال ښوونکي په توګه په بې ایریا (د خلیج منطقه) کې پاتې شو. ورته مهال نوموړي د کالیفورنیا په اوکلنډ کې د کایزر روغتون د ارواه پوهنې د برخې بنسټ کېښود او یو خصوصي سلاکار یې هم ځانته ونیو. [۱۸]
د لیری کورنی ګډ ژوند، د خیانت او همدارنګه د دواړو له خوا د الکولو د څښلو له امله له ستونزو سره مخ شو. ماریان بالاخره په ۱۹۵۵ زکال کې د ځان وژنې له امله مړه شوه. نوموړي په دغه دوره کې ځان د هغه ناڅرګند سازماني کارکوونکي په توګه توصیف کړی «چې هر سهار به د مسافر وړونکو موټرو په اوږد کتار کې ولاړ و او کار ته به تله او بېرته به د شپې راتله چې بیا به یې مارتیني څښل ... لکه متوسطې طبقې ته د اړوندو میلیونونو روڼ آندو، لیبرال روبوټانو په څېر».[۱۹][۲۰]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118826247 — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ https://www.nytimes.com/2019/04/04/obituaries/ralph-metzner-dead.html — د نشر نېټه: ۲ اپرېل ۲۰۲۰
- ↑ "Timothy Leary". Biography (په انګليسي). نه اخيستل شوی February 2, 2020.
- ↑ "Timothy Leary". psychology.fas.harvard.edu (په انګليسي). نه اخيستل شوی February 2, 2020.
- ↑ Kansra, Nikita; Shih, Cynthia W. (May 21, 2012). "Harvard LSD Research Draws National Attention". The Harvard Crimson. Archived from the original on March 20, 2018. نه اخيستل شوی March 15, 2018.
- ↑ Department of Psychology. "Timothy Leary (1920–1996)". Harvard University. Archived from the original on April 5, 2018. نه اخيستل شوی February 16, 2018.
- ↑ کينډۍ:Cite podcast
- ↑ Junker, Howard (July 5, 1965). "LSD: 'The Contact High'". The Nation. Archived from the original on September 24, 2017. نه اخيستل شوی May 31, 2017.
- ↑ Isralowitz, Richard (May 14, 2004). Drug Use: A Reference Handbook. ABC-CLIO. p. 183. ISBN 978-1576077085. نه اخيستل شوی April 1, 2016.
Leary explored the cultural and philosophical implications of psychedelic drugs
- ↑ Donaldson, Robert H. (2015). Modern America: A Documentary History of the Nation Since 1945. Routledge. p. 128. ISBN 978-0765615374. نه اخيستل شوی April 1, 2016.
Leary not only used and distributed the drug, he founded a sort of LSD philosophy of use that involved aspects of mind expansion and the revelation of personal truth through 'dropping acid'.
- ↑ Gillespie, Nick (June 15, 2006). "Psychedelic, Man". The Washington Post. Archived from the original on March 31, 2017. نه اخيستل شوی September 16, 2017.
- ↑ Mansnerus, Laura (June 1, 1996). "Timothy Leary, Pied Piper of Psychedelic 60s, Dies at 75". The New York Times. Obituary. نه اخيستل شوی July 11, 2008.
- ↑ Mansnerus, Laura (June 1, 1996). "Timothy Leary, Pied Piper of Psychedelic 60s, Dies at 75". The New York Times. Obituary. نه اخيستل شوی July 11, 2008.
- ↑ Peter O. Whitmer, Aquarius Revisited: Seven Who Created the Sixties Counterculture That Changed America (NY: Citadel Press, 1991), 21–25
- ↑ "Timothy Leary". Pabook.libraries.psu.edu. Archived from the original on October 28, 2014. نه اخيستل شوی May 19, 2014.
- ↑ "WSU - Myths and Legends". Washington State Magazine. 2010. Archived from the original on December 8, 2015. نه اخيستل شوی January 13, 2016.
- ↑ "Timothy Leary Papers 1910 - 2009". New York Public Library. 2009. Archived from the original on January 16, 2016. نه اخيستل شوی January 19, 2016.
- ↑ Announcement of the School of Medicine - Fall and Spring Semesters, 1950 - 1951. University of California Medical Center. 1950. نه اخيستل شوی May 19, 2014.
- ↑ Mansnerus, Laura (June 1, 1996). "Timothy Leary, Pied Piper of Psychedelic 60s, Dies at 75". The New York Times. Obituary. نه اخيستل شوی July 11, 2008.
- ↑ Torgoff, Martin (2004). Can't Find My Way Home: America in the Great Stoned Age. Simon and Schuster. p. 72. ISBN 0-7432-3010-8.