که چيري د تڼيو پښتنو د نسب شجره په غور سره و څيړل شي نو جو ته به شي چې دوی په اصل کې کر لا ڼي پښتا نه دي٠ تڼی د شيتک زوی دی او دغه قبيله په دريو عمده څا نگو و يشلې شوې ده يعني ار يوزي، مر يخيل او سينکي٠

تڼي په عمو مي ډول د افغا نستان د خو ست و لايت د تڼيو په ولسوالۍ کې چې د خو ست جنوب ته مو قعيت لري استو گنه لري٠ د تڼيو سهيل ته گوربز او مده خيل وزير پر اته دي چې د ډيو رنډ کر ښه مده خيل او تڼي سره جلا کوي، لو يد يز ته يې ځدراڼ، شمال ته يې د شمل سيند او اسما عيل خيل او ختيزې بر خې ته يې هم گو ر بز پر اته دي٠

د تڼيو قبيله پر ١١٢ سترو او کو چنيو کليو و يشلې شوې ده٠ ددوی لو يد يز خواته غر ډير اباد او زياتره خلک يې په غر ونو کې او سيږي٠

د حيات افغا ني د تا ريخ مؤ لف ډپټي محمد حيات خان په خپل دغه مشهور اثر کې چې١٤٤ کلو نه دمخه يې کښلی دی د تڼيو په اړوند داسي ليکلي دي:

{ تڼي د خو ست په لو يديز او جنوب کې ميشته او زيا تره په غر ونو کې او سيږي، خو ځيني خلک يې د غر ونو په لمنو کې هم استو گنه لري٠ ددوی لوی کلی د درگي په ميدان کې دی چې ٥٠٠ کوره لري٠ ويل کيږي چې ددوی دوسله والو کسا نو شمير ١٠٠٠ تنو ته رسيږي٠ ددرگي پر ته چې ددوی د سيمې خورا لوی کلی دی دا لا ندې کلي هم مشهور دي٠: حصارک، گو خه، نر خی او اتمان٠ تڼي په مسقفو يا چت لرونکو کورونو کې ژ وند کوي٠ ددوی لو يديز غر ښه شين دی، گڼ سيوری لري او دلته ډير ښکاري با زان هم شته٠ د تڼيو ټول شمير ١٢٠٠٠ زره تنه دي، چې له دغه شمير نه يې ٣٠٠٠ تنه و سله وال دي٠ ددوی د ټو پکو شمير ددوی وسله والو کسا نو په پر تله ٤/١ لږ دي٠ ددوی ٣٠٠٠ تنه تورې لري٠ په تڼيو کې هغه خلک چې ټو پک نه لري، نو تورې او سپر ونه ضرور له ځا نه سره ساتي٠ تڼي ډير زړور او جنگيالي سر تيري دي٠ د خوست د سيمي په گوند يو کې دوی په سپين گو ندۍ کې شا مل دي٠ تڼي زياتره د کر کيلې په چا رو بو خت دي، ځمکې يې للمي، خو يوه اندازه يې د اوبو په ذريعه خړو بيږي٠ ددوی ځيني خلک د بنو تر سيمې پورې د تنبا کو او نورو شيا نو سو داگري کوي، خو له خپلې سيمې نه يې بهر زيا تره تگ راتگ نه خو ښيږي، که څه هم دوی د خو ست د سيمې دحا کم رعيت بلل کيږي او د کال ١٠٠٠ روپۍ ما ليه ور کوي٠ سره له دې چې دومره لږه ما ليه ورکوي، خو بيا هم د خپل غر ور ، زړور تيا او سختو غر ونو د شته والي له کبله کله نا کله د خو ست د حا کم نه يا غي کيږي٠ که څه هم د تڼيو تر مينځ کو رنۍ د ښمنۍ نشته، خود دغې قبيلې ښا خو نه په دوو گو ندونو ويشل شوي دي چې ار يوزي او سينکي يې په يوه گو ند او مر يخيل يې په بل گو ند پورې اړه لري چې د شمير له مخې دمريخيلو او بيا په مر يخيلو کې د اتي خيلو شمير زيات دی٠ په مري خيلو کې درې نا مې په يوه خوا او خيبي خيل، اتما نزي او خبر زي په بله خوا دي٠ گل خان او گل هيبت ددرې نا مې په ښاخ، اسما عيل او داد گل د خيبي خيلو په څا نگې او خان، فقير، شير احمد او دلواز د تڼيو د قبيلې ملکان دي ٠}

په او سني وخت کې د تڼيو ستر کلي دادي: حصارک ، گو خه، نر خی، ايتمان، کو چون، ډبر، وريځی، دير ملکه، سنگړای، تور خيل او ور ژله٠

تڼي په عمو مي تو گه لوړې ونې، غنم رنگه او ښا يسته څيري لري٠ دوی زړور او جنگيالي خلک دي٠ د هيواد د خپلو اکۍ په در يو جگړو کې چې د انگر يزي ښکيلا کگرو پر خلا ف شوې ده د تڼيو ونډه ډيره در نه ده٠ د روسي ير غلگرو په وړاندې هم دوی د مقا ومت سنگر ونه تا وده سا تلي وو٠

د تڼيو د قبيلې ښا خو نه :

لکه چې ددې مقالې په لو مړ نۍ بر خه کې وويل شول چې تڼي کر لا ڼي پښتا نه دي او په در يو عمده ښا خو نو ويشل شوي دي، ددوی د پا تي ښا خو نو نو مو نه په لا ندې ډول دي : درې نومي، ار يو زي،مر يخيل، سينکي، گد يو خيل، جنگي خيل، تر خيل، عبد الخيل،اتي خيل، نو کو ر خيل، عيس خيل، زنده خيل، شبو خيل، حا جي خيل،سره، بنده خيل،کول کهول،خند گي، منتگ، رو شا نه، دک خيل،خيدود خيل،پيزن خيل،ميدود، ډبري، وتک خيل، اتو نزي،ميمي خيل، سيټ خيل، گو يد ا خيل، مينه خيل،خبر زي،تور خيل، ايد ل خيل، بر يم خيل،ار گند خيل،حصا رکي، سپير کي،چيچکي، کا مل خيل، لجي خيل، ميران، زرک،شهداد خيل، لا جمير خيل، انډي خيل، شارزي خيل، پا يک خيل، ار شه خيل، بکر خيل، خو جي خيل، تر ين خيل، ر شيد خيل، ابر اهيم خيل او نور٠٠٠

د تڼيو د قبيلې شمير :

لکه چې دمخه مو ولو ستل د حيات افغا ني مؤ لف ١٤٤ کلو نه دمخه دتڼيومجمو عي شمير ١٢٠٠٠زره تنه ښو دلي وو، خو د ورو ستيو دسر شمير نو او سر وي گا نو له مخې ددوی او سنی شمير تر ٣٠ زرو تنو زيات ښو دل شوی دی٠

د تڼيو د قبيلي مشهور کسان :

تڼي په مجمو عي تو گه د علم او پو هې سره ز يا ته مينه لري چې د علم او پو هې په ډگر کې د يو شمير کسا نو نو مو نه اخيستلای شو٠

١- استاد حکيم تڼيوال: چې په يو وخت کې د کا بل پو هنتون ا ستاد و٠ دده د پښتنو او پښتنو د ټو لني په ا ړوند زياتې مقالې ليکلي او يو اثر يې چې د ښا غلي پو هاند ر سول امين په ملگر تيا ليکلی و د" پښتنو ټو لنيز - اقتصادي جو ړښت " نو ميږي چې په ١٣٦٥ لمرېز کال د افغا نستان د علو مو اکا ډمۍ د پښتو څيړ نو د نړ يوال مر کز له خوا د ښا غلي د سر محقق د مر ستيال جلات خان حکمتي په سر يزې او اډيټ خپور شوی دی چې د پښتنو د قبيلوي جوړښت په اړوند يو گټور کتاب دی٠ استاد حکيم تڼيوال د پکتيا دو الي په تو گه هم دنده سر ته رسوله ، چې بيا ورو سته په شهادت ور سيد٠

٢- استاد گلداد: په پيل کې د ننگر هار د طب په پو هنځي استادو چې خپلې زده کړې يې په شوروي اتحاد کې سر ته رسولې وي، ور وسته د لوړو زده کړو وزير او بياد افغا نستان د علو مو اکا ډمۍ د ر ئيس په تو گه يې هم دنده سر ته ر سوله٠

٣- استاد وزېر تڼيوال : د هند په عليگړ ه پو هنتون کې يې د ژ بپو هنې په بر خه کې خپله ما ستري ا خيستې وه، د کا بل پو هنتون د ژبو او اد بياتو د پو هنځي د پښتو ډيپار تمنټ استاد واو ورو سته د افغا نستان د علو مو په ا کا ډمۍ کې د خپر ونو مديرو، څه مو ده يې د المان د بر لين په پو هنتون کې د پښتو ژبې استا دهم پا تې شوی و،چې د ژبپو هنې په بر خه کې يې زيا تې مقا لې ليکلي دي٠

٤- د سر محقق مر ستيال مو لا جان تڼيوال : د کا بل په پو هنتون کې يې د ليسا نس او المان کې يې د ما سترۍ تر کچې پورې زده کړې کړي دي٠ دی همدااوس هم د افغاانستان د علو مو اکا ډمۍ د ژبو او اد بياتو په مر کز کې علمي غړی دی او د پښتو دگر امر او ژبپو هنې په اړوند په څيړنو بو خت دی او په ژبپو هنه کې يې ډيرې مقالې ليکلي دي٠

٥- احمد جان تڼی: د کا بل پو هنتون د فلسفې د څا نگې فا رغ دی، وروسته يې د ژو رنا ليزم سره مينه پيد اشوه، د ملي دفاع وزارت په نشر اتي بر خو او هم د با ختر اژانس کې يې خپلې دندې تر سره کړي دي٠ د هيواد په ډيرو ور څپا ڼو او مجلو کې يې گڼ شمير مقا لې خپرې شوي دي٠

٥- شهنواز تڼی: د افغا نستان د اردو صا حب منصب و، په شوروي اتحاد کې يې زده کړې کړې دي ،ورو سته يې د ډ اکټر نجيب الله په و خت کې دافغا نستان د دفاع دوز ير په تو گه دنده سر ته رسوله٠

سرچينې

  • ١- حيات افغا ني ، پښتو ژباړه، د پيښور چاپ،٤٣٣ او ٤٣٤ مخونه٠
  • ٢-پښتني قبيلې، دکتور لطيف ياد،٨٣-٨٤ او ٨٥ مخو نه، د پيښور چاپ٠
  • ٣-پښتانه د تا ريخ په رڼا کې، دسيد بهادر شاه ظفر کا کا خيل تا ليف،پيښور٠١٣٩٦ مخ٠
  • ٤-معلومات مختصر در باره اقوام و قبائل سر حدي کشور، د شير رحمن دوړ تاليف،٦٧ مخ، کابل٠