توماس پېن (د ۱۷۳۷کال فبرورۍ۹ـ ۱۸۰۹ کال جون ۸) په انګلستان کې زېږېدلی یو امریکایي سیاسي فعال، فیلسوف، سیاسي تیوریسن او انقلابي و. هغه د امریکا د انقلاب په پیل کې په ۱۷۷۶ز کال کې د سلیم عقل (Common Sense) او په ۱۷۷۶-۱۷۸۳ ز کلونو کې د امریکايي کړکېچ (The American Crisis) په نامه دوه تر ټولو اغېزناکې مقالې ولیکلې او په ۱۷۷۶ز کال کې يې وطنپالو ته په الهام ورکولو سره مرسته وکړه څو له سترې بریټانیې خپلواکي واخلي. د هغه په اندونو کې د روښنايي پېر د انتقالي بشري حقونو هیلې منعکسې شوې وې. [۲][۳][۴]

توماس پېن
توماس پېن

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت لويې برېتانيا پاچايي (–۱۷۷۶)

د امریکا متحده ایالات (۱۷۷۶–۱۷۸۷) لويې برېتانيا پاچايي (۱۷۸۷–۱۷۹۰) فرانسه (۲۶ اگسټ ۱۷۹۲–۱۸۰۲) د امریکا متحده ایالات (۱۸۰۲–)  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

دين
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه
لاسليک
توماس پېن

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

پېن د نورفالک ایالت په تېټفورډ سیمه کې وزېږېد او په ۱۷۷۴ز کال کې يې د بنجامین فرنکلین په مرسته بریټانوي امریکايي مستعمرو ته کډه وکړه او کله چې امریکا ته ورسېد، د هغه هېواد په انقلاب کې يې برخه واخیسته. نږدې هر پاڅونوال د هغه د سلیم عقل ۴۷ پاڼه ییزه مقاله لوستې یا اورېدلې وه او دا د امریکا تر ټولو ډېر پلورل شوی کتاب هم ګڼل کېده. په دې لیکنه کې له لويې بریټانیې څخه د خپلواکۍ اخیستو لپاره د پاڅون غوښتنې شننې شوې دي. د امریکايي کړکېچ کتاب یې بیا د انقلاب پلوه مقالو لړۍ وه. پېن تر ۱۷۹۰ز کال پورې په فرانسه کې و اوسېدلو او د فرانسې په انقلاب کې په ژوره توګه ښکېل و. هغه په ۱۷۹۱ز کال کې د انسان حقونه (Rights of Man) کتاب ولیکه چې په هغه کې د منتقدینو پر وړاندې د فرانسې انقلاب دفاع یې کړې وه. په انګریزالاصله ایرلنډي محافظه کار لیکوال اېډمونډ بروک د بریدونو له امله، په ۱۷۹۲ز کال کې په غایبانه توګه د بلواګرۍ په تور په جرم محکوم شو. [۵][۶]

د ځوان ویلیام پیټ بريټانوي حکومت اندېښنه درلوده هسې نه چې د فرانسې انقلاب بریټانیا کې خپور شي، نو ځکه يې د هغو اثارو پر ضد مبارزه پیل کړه چې د سختدریځه فلسفو څخه يې ملاتړ کولو. د پېن هغه اثار چې د حکومت راپرځولو لپاره يې د خلکو د حق لپاره غږ پورته کاوه، په نښه شول او په دې ډول د ۱۷۹۲ ز کال په لومړیو کې د هغه د نیول کېدو حکم هم صادر شو. پېن په سپټمبر میاشت کې فرانسې ته وتښتېد او هلته يې د دې سربېره چې په فرانسوي ژبه خبرې نشو کولای، په چټکه توګه د فرانسې ملي کنوانسیون ته وټاکل شو. د فرانسې ژیروندینس ګوند دی خپل متحد وباله؛ په پایله کې، د موناژناغدز Montagnards ګوند په ځانګړې توګه مکسمیلیان روبیسپییر Maximilien Robespierre دښمن وباله.  

د ۱۷۹۳ز کال په ډېسمبر میاشت کې، پېن ونیول شو او په پاریس کې د لوګزامبورګ زندان ته یوړل شو. په زندان کې هغه د دلیل پېر (The Age of Reason) (۱۷۹۳-۱۷۹۴) په کتاب باندې کار ته دوام ورکړ. جېمز مونرو چې وروسته د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر شو او له خپلو ډيپلوماټیکو اړیکو څخه یې ګټه واخیسته او د ۱۷۹۴ز کال په نوامبر په میاشت کې يې پېن له زندان څخه راووېست. پېن د خپلو لیکنو او پر خپلو پخوانیو متحدینو د برید له امله چې فکر یې کولو خیانت يې ورسره کړی، ډېر مشهور شو. د دلیل پېر کتاب او نورو لیکنو يې د خدای باورۍ لپاره غږ پورته کړ، دلیل خپلواک فکر ته يې وده ورکړه او په ټوله کې يې د دینونو او په ځانګړې توګه مسیحي ډکټورین د بنسټیز کولو پر ضد جروبحث وکړ. په ۱۷۹۶ز کال کې هغه جورج واشنګټن ته یو تند پرانیستی لیک خپور کړ او هغه يې یو بې کفایته جنرال او ریاکار شخص بللی ؤ. هغه په ۱۷۹۷ز کال کې د کرنیز عدالت (Agrarian Justice) کتاب خپور کړ او په هغې کې د ملکیت پر اصل یې بحث کړی و او د ځمکې پر څښتنانو د میراث د یو ځلي مالیې له لارې يې د حداقل ډاډمن عاید مفهوم په اړه لیکلي وو. په ۱۸۰۲ز کال کې هغه د امریکا متحده ایالاتو ته راستون شو او د ۱۸۰۹ز کال د جون میاشتې په ۸ نېټه مړ شو. یوازې شپږ تنه يې مړي ته راغلي وو او د مسیحیت د ریشخندولو او د ولس پر مشرانو د بریدونو له امله خلکو مخ ترې اړولی و. [۷][۸]

ماشومتوب، ځواني او زده کړې

سمول
 
په تیټفورډ ګرامر ښوونځي کې زوړ ښوونځی، چېرې چې پېن  زده کړې کولې.

توماس پېن د ۱۷۳۶ز کال د جنورۍ میاشتې په ۲۹ نېټه (یا د ۱۷۳۷کال د فبرورۍ میاشتې په ۹ نېټه)، د انګلستان د نورفاک ایالت په تیټفورډ سیمه کې زېږېدلی دی. د پلار نوم يې جوزېف پېن و. هغه یو بزګر و او ښځينه واسکټ جوړونکی و. د مور نوم يې فرانیس (نې کاک) پېن و. جوزېف یو کوېکر عیسوی او فرانسیس یوه انګلیکان عیسوۍ وه. د هغو ادعاوو سربېره چې وايي توماس په ۱۷۷۴ز کال کې امریکا ته له کډه کېدو سره سم د خپلې کورنۍ د نوم سپېلېنګ بدل کړی دی. هغه په ۱۷۶۹ز کال کې کله چې د سسیکس ایالت په لیویس سیمه کې و هم د "پېن" نوم کارولو. [۹][۱۰][۱۱]

پېن د تیټفورډ ګرامر ښوونځي (۱۷۴۴-۱۷۴۹) لوستی دی، په داسې حال کې کله چې زده کړه جبري نه وه. په ۱۳ کلنۍ کې له خپل پلار سره شاګرد شو. له شاګردۍ وروسته، پېن په ۱۹ کلنۍ کې مخکې له دې چې په ۱۷۵۹ ز کال کې بريټانیا ته راستون شي، په بېړېو کې  یې د اجیر په توګه کار وکړ. هلته د ښځینه واسکټ جوړولو استاد شو او کېنټ ښار په ساندوېچ سیمه کې یې یو دوکان جوړ کړ. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

پېن د ۱۷۵۹ز کال د سپټمبر میاشتې په  نېټه له ماري لامبېرټ سره واده وکړ. لږ وروسته يې کاروبار هم سقوط وکړ. ماري حامله شوه او دوی مارګېټ ته ولاړل. د ماشوم زوکړه وړاندې له وخته وه چې په پایله کې مور او ماشوم دواړه مړه شول. [۱۷]

د ۱۷۶۱ ز کال په جولای میاشت کې، پېن تیټفورډ ته راستون شو او هلته يې د اضافه بست مامور په توګه کار کاوه. د ۱۷۶۲ ز کال په ډېسمبر میاشت کې هغه د لینکلن شایر ښار د ګرانتام سیمې د مالیاتو مامور وټاکل شو؛ د ۱۷۶۴ز کال د اګسټ په میاشت کې د همدې ښار الفورډ سیمې ته تبدیل شو او کلنی معاش يې ۵۰ پونډه و. د ۱۷۶۵ز کال د اګسټ میاشتې په ۲۷ نېټه هغه د مالیاتو ماموریت له دندې منفک شو او دلیل يې هم د هغو توکو د تفتیش کېدو راپور ورکول و چې په اصل کې ده تفتیش کړي نه وو. د ۱۷۶۶ ز کال د جولای په ۳۱ نېټه هغه د مالیاتو بورډ څخه د بیا ځلي ټاکلو غوښتنه وکړه او په بله ورځ يې ورته وویل کله خالي بست پیدا شو نو مقرر يې. بست ته د تمې پر مهال يې، د ښځینه واسکټ جوړولو کار کاوه. [۱۸]

 
په لیویس کې د توماس پېن کور

په ۱۷۶۷ز کال کې هغه ته د کارنوېل ښار په ګرام پونډ سیمه کې یوه دنده ورکړل شوه. وروسته هغه دغه دنده پرېښوده او په لندن کې د ښوونځي ښوونکی شو.  [۱۹]

د ۱۷۶۸ز کال د فبرورۍ میاشتې په  نېټه، هغه د سسیکس ښار په لویس سیمه کې مقرر شو. د ۱۷مې پېړۍ د انقلابي لسیزو راهیسې لویس په دودیزه توګه د سلطنت خلاف او جمهوریت پلوی دی. هغه د سموېل اولیف او ایستر اولیف د ۱۵مې پېړۍ د تمباکو دوکان پر سر په یوه کور کې اوسېده. [۲۰] [۲۱]

پېن په لویس کې د اوسېدو پر مهال لومړی په مدني مسلو کې ځان ښکېل کړ. هغه په ټاون بوک کې د لیټ محکمې د یوه غړي په توګه راڅرګند شو. لیټ محکمې د دې ښار اداري چارې پرمخ بیولې. هغه همدا ډول د خپلې سیمې د انګلیکان کلیسا د چارو سمبالوونکې ډلې غړی و چې مالیات او عشر به یې راټولول او بیا به یې په بېوزلو وګړو وېشل. د ۱۷۷۱ ز کال د مارچ په ۲۶ نېټه په ۳۴ کلنۍ کې پېن له الیزابیت اولیف سره واده وکړ. الیزابیت د پېن د مړه شوي کورڅښتن لور وه چې د بقالۍ او تمباکو کاروبار يې کولو. وروسته پېن هم دغه کار شروع کړ. [۲۲]

له ۱۷۷۲ تر ۱۷۷۳ ز کال پورې پېن د هغو مالیاتي مامورینو سره یوځای شو چې له پارلمان څخه يې د ښه معاش او غوره کاري شرایطو غوښتنه کوله. د ۱۷۷۲ز کال په دوبي کې پېن د مالیاتي مامورینو قضیې (The Case of the Officers of Excise) په نامه یوه ۱۲ مخیزه مقاله خپره کړه. دا د هغه لومړنی سیاسی کار و. پېن په ژمي کې په لندن کې ټول ژمی تېر کړ او هلته یې د خپلې مقالې ۴۰۰۰ کاپیانې له پارلمان او نورو سره شریکې کړې. د ۱۷۷۴ ز کال په پسرلي کې، هغه یوځل بیا له خپلې دندې له دې امله منفک شو چې له اجازې پرته یې دفتر پرې ايښی و؛ د تمباکو د دوکان کار وبار يې هم سقوط وکړ. د اپرېل په ۱۴ نېټه، پېن د پور له امله له زنداني کېدو د مخنیوي لپاره د کور سامان خرڅ کړ او د خلکو پورونه یې ورکړل. د ۱۷۷۴ز کال د جون په ۴ نېټه هغه په رسمي ډول له خپلې ښځې الیزابیت طلاق واخیست او لندن ته ولاړ. هلته د ریاضي پوه، د شاهي ټولنې غړي او مالیاتي کمېشنر، جورج لویس سکاټ، دی بنجامین فرانکلین ته معرفي کړ او سپارښتنه يې وکړه چې د بريټانیې مستعمرې ته کډه وکړي او هغه ته يې یو سپارښتلیک ورکړ. د اکټوبر په میاشت کې پېن امریکايي مستعمرو ته وکوچېد او د ۱۷۷۴ ز کال د نوامبر په ۳۰ نېټه فلادلفیا ته ورسید. [۲۳][۲۴]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118591215  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Ayer, Alfred Jules (1990). Thomas Paine. University of Chicago Press. p. 1. ISBN 978-0-226-03339-6. Archived from the original on February 5, 2021. نه اخيستل شوی October 29, 2020.
  3. Henretta, James A.; et al. (2011). America's History, Volume 1: To 1877. Macmillan. p. 165. ISBN 9780312387914. Archived from the original on October 16, 2015. نه اخيستل شوی July 1, 2015.
  4. Solinger, J.D. (2010). "Thomas Paine's Continental Mind Archived February 24, 2021, at the Wayback Machine.." Early American Literature 45 (3), 593-617.
  5. Hitchens, Christopher (2008). Thomas Paine's Rights of Man. Grove Press. p. 37. ISBN 978-0-8021-4383-9.
  6. Kaye, Harvey J. (2005). Thomas Paine and the Promise of America. New York City: Hill & Wang. p. 43. ISBN 978-0-8090-9344-1. Within just a few months 150,000 copies of one or another edition were distributed in America alone. The equivalent sales today would be fifteen million, making it, proportionally, the nation's greatest best-seller ever.
  7. Paine, Thomas (2014). "Of the Religion of Deism Compared with the Christian Religion, and the Superiority of the Former over the Latter (1804)". In Calvert, Jane E.; Shapiro, Ian (eds.). Selected Writings of Thomas Paine. Rethinking the Western Tradition. New Haven: Yale University Press. pp. 568–574. doi:10.12987/9780300210699-018 (inactive October 31, 2021). ISBN 9780300167450. Archived from the original on 27 August 2016. نه اخيستل شوی 7 August 2021.{{cite book}}: CS1 maint: DOI inactive as of اکتوبر 2021 (link)
  8. Conway, Moncure D. (1892). The Life of Thomas Paine Archived September 4, 2015, at the Wayback Machine.. Vol. 2, pp. 417–18.
  9. Crosby, Alan (1986). A History of Thetford (1st ed.). Chichester, Sussex: Phillimore & Co. pp. 44–84. ISBN 978-0-85033-604-7.
  10. "National Archives". UK National Archives. Archived from the original on December 15, 2019. نه اخيستل شوی April 6, 2009Acknowledgement dated March 2, 1769, document NU/1/3/3 {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help)ساتل CS1: پوسټسکريپټ (link)
  11. کينډۍ:Cite ODNB
  12. School History Archived December 5, 2010, at the Wayback Machine. Thetford Grammar School; accessed January 3, 2008,
  13. Keane, John (1995). Tom Paine, A Political Life (First ed.). London: Bloomsbury. p. 30. ISBN 0-8021-3964-7.
  14. Bell, J.L. "The Evidence for Paine as a Staymaker". Boston 1775. Archived from the original on October 3, 2019. نه اخيستل شوی October 3, 2019.
  15. Keane, John (1995). Tom Paine, A Political Life (First ed.). London: Bloomsbury. p. 38. ISBN 0-8021-3964-7.
  16. "Thomas Paine". Sandwich People & History. Open Sandwich. Archived from the original on April 11, 2009. نه اخيستل شوی April 2, 2010.
  17. "Thomas Paine, 1737–1809". historyguide.org. Archived from the original on March 17, 2019. نه اخيستل شوی March 28, 2019.
  18. Conway, Moncure Daniel (1892). "The Life of Thomas Paine: With a History of Literary, Political, and Religious Career in America, France, and England". Thomas Paine National Historical Association. p. 20, vol. I. Archived from the original on April 18, 2009. نه اخيستل شوی July 18, 2009.
  19. Conway, Moncure Daniel. "The Life Of Thomas Paine, Vol. I. (of II) With A History of His Literary, Political and Religious Career in America France, and England". نه اخيستل شوی 25 October 2021.
  20. Kaye, Harvey J. (2000). Thomas Paine: Firebrand of the Revolution. Oxford University Press. p. 36. ISBN 978-0195116274.
  21. Martin, David; Clubb, Jane (2009). "An Archaeological Interpretative Survey of BULL HOUSE, 92 HIGH STREET, LEWES, EAST SUSSEX" (PDF). Sussex Archaeological Society. Archived (PDF) from the original on March 7, 2021. نه اخيستل شوی August 20, 2019.
  22. Rickman, Thomas Clio (18??). The Life of Thomas Paine, Author of "Common Sense," "Rights of Man," "Age of Reason," "Letters to the Addresser[!]," &c., &c (په انګليسي). B.D. Cousins. Archived from the original on February 5, 2021. نه اخيستل شوی October 29, 2020. {{cite book}}: Check date values in: |date= (help)
  23. "Letter to the Honorable Henry Laurens" in Philip S. Foner's The Complete Writings of Thomas Paine (New York: Citadel Press, 1945), 2:1160–65.
  24. "Thomas Paine | British-American author". Encyclopedia Britannica.