توماس هنري هاکسلی

توماس هنري هاکسلی (زوکړه: د ۱۸۲۵ زکال د مۍ ۴ مه – مړینه: د ۱۸۹۵ زکال د جون ۲۹ مه) انګلیسي بیولوژي پوه او انتروپولوژیست و چې د تطبیقي اناتومي په برخه کې یې تخصص درلود. نوموړی د چارلز داروین د تکامل له نظریې څخه د ملاتړ له امله په «بولډاګ داروین» مشهور شو. [۱۹]

توماس هنري هاکسلی
(انګلیسي: Thomas Henry Huxley د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
توماس هنري هاکسلی
توماس هنري هاکسلی

د شخص معلومات
پيدايښت ۴ مې ۱۸۲۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه 29 جون 1895 (70 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۴][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره لندن   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای لندن   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان) [۲]
فیلسوف
ليکوال [۱۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه
انگليسي [۱۷][۱۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ژوپوهنه
شمزۍ لرونکي ژوي
تکامل   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر چارلس ډاروین   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
توماس هنري هاکسلی
توماس هنري هاکسلی

په ۱۸۶۰ زکال کې له ساموئل ویلبرفورس سره د هاکسلي د مناظرې اړوند کیسې د هغه له خوا په پراخه کچه د تکامل منل د نوموړي په علمي ژوند کې د بدلون ټکي په توګه څرګندوي، په داسې حال کې چې تاریخ پوهان باور لري له دغې مناظرې څخه پاتې شوې کیسې جعلي دي. هاکسلي پلان درلود چې له مناظرې یوه ورځ وړاندې اکسفورډ پرېږي خو د Vestiges کتاب له لیکوال رابرټ چمبرز سره له مخ کېدو وروسته یې خپل هوډ بدل کړ او پرېکړه یې وکړه چې په دغه مناظره کې برخه واخلي. ویلبرفورس ته ریچارډ اوون لارښوونه کوله هغه چې هاکسلي یې پر وړاندې د دې اړوند بحث کاوه چې ایا انسانان شادیانو ته اړوند دي او که نه. [۲۰]

هاکسلي د داروین له یو شمېر نظریاتو لکه تدریج ګرايي سره چندان لېوالتیا نه لرله او همدارنګه یې د طبیعي انتخاب اړوند د هغه د نظریې اړوند پرېکړه نه وه کړې، خو له دې ټولو سره یې په عمومي توګه له داروین ملاتړ کاوه. نوموړی چې په بریتانیا کې د زده کړو د علمي ډول یو له پراختیا ورکوونکو څخه و د سخت دریځو مذهبي سنتونو پر وړاندې یې مبارزه کوله.

هاکسلي په ۱۸۶۹ زکال کې د «اګنوسټېسېزم» اصطلاح ابداع کړه چې له مخې یې هغه ادعاوې چې د پوهېدو وړ او د پوهېدو وړ نه دي تعریف کړي.

هاکسلي ډېرې لږ رسمي زده کړې کړې وې او تر ډېره پورې یې هرڅه خپله زده کړې و. له دې سره نوموړی د ۱۹ مې پېړۍ د وروستیو تر ټولو غوره تطبیقي اناتومېست وپېژندل شو. هغه په غیر فقاریه ژوندیو موجوداتو کار وکړ او د هغو ژوندیو موجوداتو ترمنځ په اړیکو یې کار وکړ چې وړاندې لږ پېژندل شوي و. وروسته یې فقاریه ژوندیو موجوداتو ته مخه کړه او په ځانګړې توګه یې د انسانانو او شادیانو ترمنځ په اړیکو کار وکړ. د آرکئوپټریکس او کامپسوناتوس له پرتلې وروسته هغه دې پایلې ته ورسېد چې الوتکونکو مرغانو له غوښه خوړونکو ډیناسورانو څخه تکامل موندلی، هغه نظریه چې نن ورځ په پراخه کچه منل شوې. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

لومړنی ژوند سمول

توماس هنري هاکسلي په ایلینګ کې، چې هغه مهال د مېډل سېکس کلی و وزېږېد. نوموړی د جورج هاکسلي او ریچل ویټرز له اتو ماشومانو څخه دویم و. د هغه والدین د انګلستان د کلیسا غړي و، خو هغه له ناسازګارانو سره همدردي لرله. د ۱۹ مې پېړۍ د نورو بریتانوي پوهانو لکه د الفرد راسل والس په څېر هاکسلي د منځنۍ طبقې په باسواده کورنۍ کې را لوی شو چې ګڼ شمېر ستونزې یې تېرې کړې وې. پلار یې د ګریټ ایلینګ په ښوونځي کې تر هغه مهاله د ریاضیاتو ښوونکی و کله چې دغه ښوونځی وتړل شو او له امله یې د هغوی کورنۍ له ګڼ شمېر مالي ستونزو سره مخ شوه. له دې امله توماس په لس کلنۍ کې یوازې له دوه کلونو رسمي زده کړو وروسته ښوونځی پرېښود. [۲۵][۲۶]

د دغه ناسم پیل سربېره هاکسلي هوډ وکړ له ځان سره زده کړې وکړي. همدا و چې نوموړی د ۱۹ مې پېړۍ په تر ټولو مخکښ خپله زده کوونکي کس واوښت. په پیل کې نوموړي د توماس کارلایل او جیمز هاټون د ځمک پوهنې او د همیلټون د منطق اثرونه ولوستل. په نوې ځوانۍ کې هغه په خپله جرمني ژبه لږ لږ زده کړه او بیا یې ورباندې بشپړ تسلط وموند همدا و چې چارلس داروین جرمني ژبې ته د خپلو علمي اثارو په ژباړه کې ترې ګټنه وکړه. هغه لاتین او په کافي کچه یوناني زده کړه څو د ارسطو اصلي لیکنې ولولي.

د ځوانۍ په اوږدو کې هغه لومړی د غیر فقاریه او بیا د فقاریه ژوندیو موجواتو په برخه کې مطالعه وکړه او ځان یې په کې متخصص کړ. هغه په رسامۍ کې مهارت درلود او د سمندري غیرفقاریه حیواناتو اړوند خپلو لیکنو لپاره یې انځورونه وکښل. د دین او علم په برخه کې هغه په خپلو راتلونکو بحثونو او لیکنو کې د خپلو مخالفو روحانیونو په پرتله له الهیاتو څخه غوره درک درلود. هاکسلي، هغه ماشوم چې په ۱۰ کلنۍ کې یې ښوونځی پرېښی و د بریتانیا په تر ټولو لوی عالم واوښت. [۲۷][۲۸]

نوموړي د لنډو دورو لپاره د څو طبیبانو شاګردي وکړه؛ په ۱۳ کلنۍ کې د هغه اوښي جان کوک چې په کاونټری کې و هغه یې توماس چندلر ته چې د طبي موخو لپاره یې د میسمرېزم د تجربي ګټنو له امله شهرت موندلی و ور معرفي کړ. د لندن په روټرهیټ کې د چندلر تجربې د هغې افتضاح په کتار کې وې چې ډینکیزي بې وزلو زغملې وې. همدلته و چې توماس بې وزلي، جنایت او عامې ناروغۍ په تر ټولو ناوړه حالت کې ولیدلې. ورپسې په ۱۶ کلنۍ کې د هغه بل اوښي جان سالټ چې د مشرې خور مېړه یې و هغه په سیډنهام کالج کې (د پوهنتون د تدریسي روغتون شاته و) چې د اناتومي په برخه کې یو ارزانه کالج و شامل کړ؛ د دغه کالج بنسټګر مارشال هال منعکس کېدونکی قوس (reflex arc) کشف کړی و. په دغه موده کې هاکسلي د خپلې مطالعې پروګرام ته دوام ورکړ څو د خپلو رسمي زده کړو شاته پاتې کېدل جبران کړي. [۲۹]

یو کال وروسته، د غوره نتایجو په ترلاسه کولو او همدارنګه د درمل جوړونکو په کلنۍ سیالۍ کې د سپینو زرو په مډال خپلولو سره هاکسلي په چارینګ کراس روغتون کې د زده کړو لپاره ومنل شو او هلته یې په ډېره لږ کچه تحصیلي مرستې ته لاسرسی وموند. نوموړی په چارینګ کراس کې د لندن د کالج د سترګو د برخې د ډاکټر او جراح وارتون جونز له خوا و روزل شو. جونز هغه مهال د رابرټ ناکس مرستیال و چې له بورک او هر څخه یې اجساد وپېرل. ځوان وارټون جونز چې د منځګړي رول یې لوباوه، په دغه جرم کې بې ګناه وبلل شو، خو وه یې پتیله چې غوره ده سکاټلنډ پرېږدي. هغه د فزیولوژي په برخه کې د ورځې سره برابر ښوونکی او همدارنګه د سترګو جراح و. په ۱۸۴۵ زکال کې هاکسلی د وارټون جونز تر څار لاندې خپله لومړنۍ علمي مقاله خپره کړه چې د وېښتانو په پوښ کې د یوې نه پېژندل شوې داخلي طبقې څرګندونکې وه، هغه طبقه چې له هغه مهاله د هاکسلي د طبقې په نوم پېژندل کېږي.[۳۰]

په شل کلنۍ کې یې د لندن په پوهنتون کې د طبابت په برخه کې د لیسانس ازموینه ورکړه او د اناتومي او فزیالوژي په برخو کې یې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ. له دې سره هغه په خپله وروستۍ ازموینه (د طبابت د لیسانس په دویمه ازموینه) کې ګډون ونکړ او له همدې امله یې له پوهنتون څخه د سند ترلاسه کولو لپاره شرایط برابر نه کړل. د هغه کار زده کړه او د ازموینو پایله په سلطنتي سمندري ځواک ته د هغه لار موندلو لپاره کفایت وکړ. [۳۱][۳۲]

وروسته ژوند سمول

هاکسلي د ۱۸۵۴ زکال په جولای میاشت کې له سمندریز ځواک استعفا ورکړه (وروسته له هغه چې فعال خدمت ته یې له تلو ډډه وکړه)؛ له دې وروسته هغه د کانونو په سلطنتي ښوونځي کې د طبیعي تاریخ د ښوونکي او په راتلونکي کې کال کې د بریتانیا د جیولوژیکي سروې د طبیعت پوه په توګه دنده ترسره کړه. له دې سربېره نوموړی له ۱۸۵۵ زکال څخه تر ۱۸۸۵ زکال پورې او همدارنګه له ۱۸۶۵ زکال څخه تر ۱۸۶۷ زکال پورې په سلطنتي انستیتیوت کې ښوونکی؛ له ۱۸۶۳ زکال څخه تر ۱۸۶۹ زکال پورې د جراحانو د سلطنتي کالج ښوونکی؛ له ۱۸۶۹ زکال څخه تر ۱۸۷۰ زکال پورې په بریتانیا کې د علومو د پراختیايي بنسټ مشر؛ په ۱۸۷۸ زکال کې د کوکټ مایکروسکوپي ټولنې مشر؛ له ۱۸۸۳ زکال څخه تر ۱۸۸۵ زکال پورې د سلطنتي ټولنې مشر  او له ۱۸۸۴ زکال څخه تر ۱۸۹۰ زکال پورې د سمندري بیولوژیکي بنسټ مشر و. همدارنګه په ۱۸۶۹ زکال کې د امریکا د فلسفي ټولنې د غړي په توګه وټاکل شو.[۳۳][۳۴]

په ۱۸۹۰ زکال کې له لندن څخه ایسټبورن ته کډه شو او هلته یې د خپلو مقالاتو ۹ ټولګې تصحیح کړې. بالاخره په ۱۸۹۵ زکال کې (په انفلونزا او د سږو په پړسوب له اخته کېدو وروسته) د زړه د سکتې له امله ومړ او د لندن په شمال کې د فینچلي په ختیځ کې خښ کړی شو. د جنازې په مراسمو کې یې د ګډون په موخه چاته بلن لیک وه نه لېږل شو، خو د جوزف ډالټون هوکر، ویلیام هنري فلاور، مولفورډ بي فاسټر، اډوین لنکسټر، جوزف لیسټر او هنري جیمز په ګډون ۲۰۰ تنو د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون درلود. [۳۵]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb121862515 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ https://runeberg.org/nfbk/0718.html
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w67h1ktb — subject named as: Thomas Henry Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4603 — subject named as: Thomas Henry Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?141128 — subject named as: Thomas Henry Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3262 — subject named as: Thomas Henry Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ KNAW past member ID: http://www.dwc.knaw.nl/biografie/pmknaw/?pagetype=authorDetail&aId=PE00001052 — subject named as: T.H. Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/2948377 — subject named as: Thomas H. Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p23958.htm#i239573 — subject named as: Rt. Hon. Thomas Henry Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/huxley-thomas-henry — subject named as: Thomas Henry Huxley
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0033265.xml — subject named as: Thomas Henry Huxley — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/27420 — subject named as: Thomas Henry Huxley — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  13. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=26763 — subject named as: Thomas Henry Huxley — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ subject named as: Thomas Henry Huxley — BIU Santé person ID: https://www.biusante.parisdescartes.fr/histoire/biographies/index.php?cle=5035
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ S2A3 Biographical Database ID: https://www.s2a3.org.za/bio/Biograph_final.php?serial=1369 — subject named as: Thomas Henry Huxley — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Biographical Database of Southern African Science
  16. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  17. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb121862515 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  18. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/60469091
  19. Encyclopædia Britannica Online 2006
  20. Livingstone, David. "Myth 17. That Huxley Defeated Wilberforce in Their Debate over Evolution and Religion," in Numbers, Ronald L., ed. Galileo goes to jail and other myths about science and religion. No. 74. Harvard University Press, 2009, 152-160.
  21. Poulton E. B. 1909. Charles Darwin and the origin of species. London.
  22. Lankester E. Ray 1895. The Right Hon. T. H. Huxley. Athenaeum, 6 July. Lankester commented that Huxley was "only accidentally a zoologist".
  23. Desmond 1997 'Huxley in perspective', 235–261, an outstanding summary of Huxley in his social & historical context, scarcely mentions his zoological work.
  24. Jin, Xiaoxing (2019). "Translation and transmutation: the Origin of Species in China". The British Journal for the History of Science. 52 (1): 117–141. doi:10.1017/S0007087418000808. PMID 30587253. S2CID 58605626. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Bibby, amongst others, queried this account, which owes its origin to Leonard Huxley's biography (1900). Bibby, Cyril. 1959. T. H. Huxley: scientist, humanist and educator. Watts, London. p. 3–4
  26. "Thomas Henry Huxley | Biography & Facts | Britannica". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Desmond 1994
  28. Huxley 1900
  29. Chesney, Kellow 1970. The Victorian underworld. Temple Smith, London; Pelican 1972, pp. 105, 421.
  30. The cut-price anatomy schools and Robert Knox are well treated in Desmond's account of materialist medical dissidents of the 1820s and 30s: Desmond A. 1989. The politics of evolution: morphology, medicine and reform in radical London. Chicago.
  31. Desmond 1994
  32. Huxley 1900
  33. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Huxley 1900
  35. "Thomas Henry Huxley | British biologist". Encyclopedia Britannica.