Milvus migrans
تور ټپوس
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
طبقه مرغان
څېرمه طبقه الوتونکی مرغان
طایفه باز ډوله مرغان
کورنۍ شکری ډوله مرغان Accipitridae
جنس ټپوس

تور ټپوس (په لاتین:Milvus migrans) د غوښه خوړونکو مرغانو څخه دي چې د شکری ډوله مرغانو په کورنۍ او د ټپوس په جنس پورې اړه لري او په اروپا، شمالي افريقا او آسیا کې ژوند کوي. د دي مرغې شپږ ډوله وجود لري.

توصيف

د تور ټپوس اوږدوالي ۴۸ - ۵۸ سانتيمتره او د وزرونو پلنوالي یی ۱۳۰ - ۱۵۵ سانتيمتره دي. نوموړي مرغه په ځنگلونو کې اوبو او آباد شويو سیمو ته نژدې ځاله کوي. تور ټپوس کبان، کوچنۍ مرغان او تې لرونکي ژوي خوري.