تورغار یا تور سوری چې په انگریزي یې (Black Hole) بولي؛ تشیال (space) په اصل کې یو تیاره ځای دی--- او د تشیال ځینې سیمې د نورو په پرتله ډېره تیاره لري، چې تورغار (black hole) یې یوه بېلگه ده. یانې، تورغار په تشیال کې تر بل هر ځای ډېره تیاره لري. له همدې کبله تورغار بلل کېږي. تورغار نه یوازې دا چې تیاره لري، بلکې د دې راښکونځواک (جاذبه) دومره ډېره ده چې هیڅ شی هم ځنې تښتېدلای. رښتیا هم! ان رڼا (نور) لا نه شي ځنې تښتېدلای. تورغارونه (black holes) د ځینو ستورو د ژوند په پای کې را منځته کېږي. څنگه؟ ټول ستوري انرژي لري. کله چې دا انرژي ختمه شي، نو ستوري یوه لویه چاودنه کوي او له منځه ځي. دا ستوري ټوکر ټوکر کېږي او پاتې شونې یې په یوه ټکي (point) غوندې کوشني غار کې لوېږي. د دې ستورو پاتې شونې کېدای شي چې زموږ تر لمر څو ځلې لوی وي. عجیبه خبره خو دا ده چې دا پاتې شونې په یوه داسې ټکي کې لوېږي چې د یوه سنجاق تر څوکي لا ډېر کوشنی وي. دې کوشني ټکي ته یوواله (singularity) وايي. کېدای شي چې دا ټکی ډېر کوشنی وي، خو اغېز یې ډېر لوی دی.

یوه خبره په یاد لرئ! سمول

تورغارونه په بېلابېلو طریقو سره جوړېږي او لوی تورغارونه (super black holes) زموږ تر لمر له لسو څخه بیا تر ملیونونو ځلې لا ډېر لوی وي. کله چې د ځینو تورغارونو کتله (mass) زیاته شي، نو راښکونځواک یې دومره زیات شي چې نور بهرني توکي هم ځان ته را کاږي. د یوواله (singularity) په نامه دا کوشنی ټکی یوه گردۍ خوله لري چې قیف ته ورته ده--- چې دې ته د پېښې څنډه (event horizon) وايي. دا گردۍ خوله دومره زوروره جاذبه لري چې هر شی ننه باسي. له دې څخه هیڅ شی هم نه شي وتلای--- ان رڼا هم. همدا تورغار (black hole) بلل کېږي. که موږ یوه تشیالبېړۍ (فضايي بېړۍ) دې قیف ډوله گردۍ خولې ته نږدې بوځو، نو پوهېږئ چې څه پېښېږي؟ ځواب به یې دا وي چې – آشتیا! دا یې لږترلږه تخنیکي اصطلاح ده. یانې، کله چې تشیالبېړۍ دې قیف ډوله گردۍ خولې ته ور نږدې شي، نو کټ مټ به د لکه د آش تار داسې اوږده شي.

تړلې لیکنې سمول

سپوږمۍ مریخ لمر ستوري عطارد

سرچینې سمول