توبه اچکزۍ (سیمه)

توبه اڅکزۍ یا توبه اچکزۍ یا خواجه عمران د پاکستان د بلوچستان ایالت د چمن په شمال کي د توبې کاکړ د غرونو یوه برخه ده چي د افغانستان د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ ته غځېدلې ده. یاده سیمه په اصل کي د لوی افغانستان اړوند د سویلي پښتونخواه یوه برخه وه چي د ډیورنډ د تپل سوي کرښي رامنځ ته کېدو وروسته په ۱۹۴۷ کال کي د انګریزانو له لوري پاکستان ته وسپارل سوه. [۱] د خواجه عمران بابا قبر چي ډېر شهرت لري د توبه اچکزۍ په یوې غونډۍ کي پروت دی.

توبه اڅکزۍ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۰°۳۵′شمال ۶۶°۲۵′ختیځ / 30.58°شمال 66.42°ختيځ / 30.58; 66.42 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

توبه سیمه د دراني پښتنو د اڅکزي قبیلې په زړه کي پرته ده، او د افغانستان بنسټ ایښودونکی احمدشاه دراني دلته په خوږه هوا کي د اوړي ځیني ګرمي اونۍ هم تېري کړي دي. [۲]

  1. A Manual of the Geology of India: Chiefly Compiled from the Observations of the Geological Survey. 1893. p. 142 (180). نه اخيستل شوی 31 March 2017.
  2. "ACƎKZĪ".. Retrieved on 12 June 2020.