د تهجد لمونځ

(له تهجد نه مخ گرځېدلی)

تهجد يا د شپي لمونځ يو نفل لمونځ ده چي د اسلام پيروان يې کوي.تهجد لمونځ په مسلمانانو باندي فرض نه ده،تهجد د فرضو وروسته ترټولونفلو لمنځو بهتر لمونځ ده. ستر پيغمبر محمد صلى الله عليه وسلم دا لمونځ هميشه کاوه، او خپل اصحاب يې هم دې لمانځه ته هڅول.تهجد دهجود نه اخيستل شوى چي معنا يې خوب پرېښودل دي.

د تهجد ثبوت په قران کريم کي سمول

اول قول د الله جل جلاله: إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْئًا وَأَقْوَمُ قِيلًا [۱] وقال - تعالى -: ﴿ وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَأَصِيلًا * وَمِنَ اللَّيْلِ فَاسْجُدْ لَهُ وَسَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيلًا ﴾[۲] وقال - تعالى -: ﴿ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِينَ تَقُومُ * وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَإِدْبَارَ النُّجُومِ ﴾ [۳] وقال - تعالى -: ﴿ كَانُوا قَلِيلًا مِنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ * وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ ﴾ [۴]

د تهجدو ثبوت په حديثو کي سمول

د تهجد لمونځ دفضیلت په باره کي زيات احاديث هم راغلي دي، چي د تهجدلمونځ اهميت په ګوته کوي، په مختلفو حديثو کي دې ته قيام اليل، صلاة ليل او تهجد ويل شوي.

اول حدیث:وفي صحيح مسلم قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (عليكم بصلاة الليل، فإنها دأب الصالحين قبلكم، وقربة إلى ربكم، ومكفرة للسيئات، ومنهاة عن الإثم)

ترجمه:رسوالله صلی الله علیه وسلم فرمایې:تاسو د تجهد لمونځ وه کړئ،ځکه چي دا تر تاسو مخکي د صالحینو خلکو عادت وو،او تاسو خپل رب ج ته نږدي کوي،او د ګناهونو کفاره کوي،او د ګوناهونو مخه نیسني...

دوهم حدیث:قال رسول الله -صلّى الله عليه وسلّم-: (أَفْضَلُ الصِّيَامِ، بَعْدَ رَمَضَانَ، شَهْرُ اللهِ الْمُحَرَّمُ، ‌وَأَفْضَلُ ‌الصَّلَاةِ، ‌بَعْدَ ‌الْفَرِيضَةِ، صَلَاةُ اللَّيْلِ

ترجمه:رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې:بهترینه روژه وروسته د رمضان د میاشتې تر روژې روژه د شهر الله حرام ده،او بهترین لمونځ وروسته تر فرض لمونځ لمونځ د شپي(تهجد لمونځ)دی.

دریم حدیث:عن عائشة -رضي الله عنها-: (أَنَّ نَبِيَّ اللَّهِ -صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ- كَانَ يَقُومُ مِنَ اللَّيْلِ حَتَّى ‌تَتَفَطَّرَ قَدَمَاهُ، فَقَالَتْ عَائِشَةُ: لِمَ تَصْنَعُ هَذَا يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَقَدْ غَفَرَ اللَّهُ لَكَ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ؟ قَالَ: أَفَلَا أُحِبُّ أَنْ أَكُونَ عَبْدًا شَكُورًا فَلَمَّا كَثُرَ لَحْمُهُ صَلَّى جَالِسًا، فَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَرْكَعَ قَامَ فَقَرَأَ ثُمَّ رَكَعَ)

ترجمه:له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې: (رسول الله صلی الله علیه وسلم به د شپې له خوبه پاڅي دی ، تر دې چې پښې به یې وه پړسیدلي، نو عایشه رضی الله عنها ورته وویل: ولې داسې کوي ؟ ای د خدای ج رسوله؟او خدای ستا تېر او راتلونکي ګناهونه معاف کړل، ویې ویل: آیا ته نه غواړم چې شکر کوونکی بنده شم، کله چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د د بدن غوښې زیاتې سوې، په ناست یې لمونځ کوی،او کله چي یې غوښتل چې رکوع وکړي، ولاړ به شو، تلاوت به یې وکړ، بیا به یې رکوع وکړه.

طريقه  سمول

هغه څوك چي غواړي تهجد لمونځ وکړي

د ويده کېدلو پر مهال بايد د تهجدو اراده وکړي.ابو درداء رض د نبي عليه سلام دا ارشاد نقل کړى،  له خوب نه تر پاڅېدلو وروسته بايد مسواک ووهي او اودس وکړي. لمړى دي دوه رکعته وکړي له هغه نه وروسته چي څومره يې زړه غواړي و د کړي.

دا هم روايت شوي دي چي يو څوک چي پاڅېږي بايد خپله بي بي هم پاڅوي

د تهجدو وخت سمول

تهجد د شپي په پیل کی هم کیدای شی،د شپي په مابین کی هم کیدای شی او د شپي په پای کی هم کیدای شی. خو غوره وخت د شپي اخیری برخه ده.

د رکعتونو تعداد سمول

د تهجدو لمونځ کوم مشخص تعداد نه لري چي حتمي بايد په همغه اندازه وشي،په مختلفو حديثونو کي  4,8 او دولس رکعته روايت شوي دي. 

  1. قرانکريم، سورت المزمل، ۶ ايت
  2. قرانکريم، سورت الإنسان، ۲۵-۶۲ ايتونه
  3. قرانکريم، سورت الطور، ۴۶-۴۹ ايتونه
  4. قرانکريم، سورت الذاريات:، ۱۷-۱۸ ايتونه