ټلوېزون يوه داسې اله ده ، چې د غږ او انځور په مرسته پيغام خپروي. د ټلوېزيون ايجاد او د خپرونو پيل په خپل شاليد کې يو پر زده پورې تاريخ لري. ټلوېزيون ته د نوي پېر نړۍ هېنداره ويلاى شي. د ټلوېزون له لارې موږ پر کور ناست د نړۍ چکر وهو او په نړۍ کې د پېښې شوې مهمې او ارزښتمنې پېښې په خپلو سترگو وينو. ټلوېزيون پروگرام تر موږ پورې له کوم ټلوېزون سټېشن څخه را رسېږي، چې ټلوېزون مرکز ورته ويل کېږي. ځينې پروگرامونه له ټلوېزون مرکز پرته نيغ په نيغه هم خپرېږي. دغه خپرونې د کامرو او فيته ثبتوونکيو( Tape Recorders) په مرسته خوندي کېږي هم او د اړتيا پر مهال د ټلوېزون مرکزونو څخه بيا خپرېږېداى شي. د ټلوېزون د ايجاد او خپرونو په اړه پر تفصيلاتو له پوهېدنې تر مخه د ټلوېزون پر معنى او مفهوم پوهيدنه اړينه ده.

براون HF 1، المان، 1959
Clivia II FER858A (VEB Rafena, Radeberg, Germany), 1956


ټلوېزون څه شى دى؟

ټلوېزون ( Television) د دوه کلېمو مجموعه ده. چې ټېلي ( Tele) او وېژن ( Vision). ټېلي ( Tele) يوه رومي کلېمه ده او د ډېر لرې ( For Away) معنى لري، او وېژن ( Vision) د ليدلو معنى لري. نو په دې توگه ټلوېزون د ( له لرې ليدل) يا ( له لرې سيل کول).معنى لري.

د ټلوېزون رامېنځ ته کېدنه

د ټلوېزون منځ ته راتگ( اختراع) په يو وار يا ناڅاپي ډول نه ده شوې. د هغې شاليد کې د برېښنايي اختراعاتو د بري يوه لړۍ پرته ده. د ټلوېزون له اختراع تر مخه ساينس پوهان په دې نظر وو چې د هوا د څپو له لارې له يو ځايه بل ځاى ته د غږ او انځور تگ يا لېږدول شوني ( ممکن) دي. دې نظريې ته د عملي شکل ورکولو لپاره پر ١٨٩٤ز کال يو ساينس پوه راډيوي غږونه په برياليتوب سره تر يو لنډ واټن پورې ورسول. دغه ساينس پوه گاليلو مارکوني و، چا چې راډيو اختراع کړه. په ١٩مه پېړۍ کې ټېليگراف اختراع شو. ورپسې د ټېليفون له اختراع سره سم د غږ لېږدول ( Transmission) پيل شو. د ټلوېزون ستره اختراع د سکاټلينډ يو اوسېدونکي جان لوگي بيرډ (John Logie Baired) وکړه. بيرډ به ډېر ځلې ( اکثر) فکر کاوه، چې لکه څرنگه چې له تار پرته زموږ غږ له يوه ځايه بل ځاى ته رسېږي، دغسې انځور هم رسولاى شو. دغې خيال ته د حقيقي شکل ورکولو لپاره بيرډ تجربې پيل کړې. له تجربو څخه دې پايلې ( نتيجې) ته ورسېد چې بې شمېره تورې او سپينې کوچنۍ نقطې د برېښنا په ذريعه له يوه ځايه بل ځاى ته لېږدول کېداى شي. دغه نقطې د يو بل ماشين په واسطه يو وار بيا يو ځاى د انځور په توگه پر پرده ښودل کېداى شي. جان بيرډ پر ١٩٢٥ز کال له يوې کامرې څخه بلې کامرې ته پر يوه پرده د يو ماشوم د تصوير په لېږدولو بريالى شو. جان بيرډ پر ١٩٢٧ز کال تر گلاسکو پورې د لندن ښار د منظرو په لېږدونه بريالى شو. پر ١٩٢٩ز د ټلوېزون لومړنى خپرنيز مرکز په لندن کې پرانيستل شو. د ټلوېزون اختراع کوونکي جان لوگي بيرډ پر ١٩٤٦ز مړ شو. له بله پلوه جرمني ساينس پوهانو د دوهمې نړيوالې جگړې پر مهال له سل ميلو لرې واټن څخه پر "٢٤ x "١٨پرده د انځورونو د ترلاسه کولو بريالۍ تجربه تر سره کړې وه. خو په نړيواله جگړه کې د هېټلر له ناکامۍ وروسته هغوى دې لوري ته پاملرنه و نه کړه.

د ټلوېزون خپرونې

په نړۍ کې دمنظمو ټلوېزوني خپرونو پيل له ټولو تر مخه په انگلستان کې وشو. د جان بېيرډ لومړنۍ ټلوېزوني خپرونې د ١٩٢٥ز کال د سپټمبر پر ٣٠ مه نېټه د بي بي سي له خپروونکې ماشين ( Transmeter) له لارې خپرې شوې. وروسته بيا د پرلپسې منظمو خپرونو چارې هم بي بي سي ( British Broadcasting Corporation ) پر غاړه واخيستې، خو د دويمې نړيوالې جگړې له امله دغه خپرونې بندې کړاې شوې. له دويمې نړيوالې جگړې وروسته پر ١٩٤٦ز کال د ټلوېزون خپرونې بيا پيل شوې، او دايره يې له لندن څخه پراخه او نورو سيمو ته وغزېده. په لندن کې د برياليو ټلوېزوني خپرونو د امريکې پر متحده ايالاتو هم اغېزه وکړه او هغوى هم د ټلوېزون د خپرونو پر تجربو لاس پورې کړ.

تخينک

د ټلويزوني غونډال توکي

 
OT-1471 Belweder, Poland, 1957
1. power switch / volume
2. brightness
3. pitch
4. vertical synchro
5. horizontal synchro
6. contrast
7. channel tuning
8. channel switch

اساس ديو ټلويزون دپاره د انخور دي:

د ټلوېزيون ټرمينالوجي

پکسل (د ښوديز ريزولوشن\ريزولوشن) پر يوه پرده د څانگړيو ټکيو شمېر دی، چې [پکسل] بلل کېږي.د پکسل د کلمې استعمال خورا نوی دی، او نېټه يې هغه وخت ته رسېږي، چې د [VGA] ښوديز معيار وپېژندل شو. له ۱۹۸۰مې لسيزې مخکې "lines of resolution" د رېزولوشن د اندازه کولو معياري يوون (واحد) و.

د 720x480 يو دوديز رېزولوشن معنا داده، چې د ټلوېزيون ښوديز ۷۲۰ پکسلونه په افقي او ۴۸۰ پکسلونه په عمودي محور باندې لري. څومره، چې د يو څانگړي ښوديز رېزولوشن زیات وي، همغومره انڅور ښه وي. کانټرسټ [تناسب] پر پرده د روښانوالي او تیاره والي د ټکيو تر منڅ د فاصلې د اندازه کولو واحد دی.

څومره، چې د کانټرسټ تناسب لوړ وي، همغومره انڅور بډای، ژور او سيوری لرونکی ښکاري. د انڅور روښانوالی دا اندازه کوي، چې رنگونه څومره خوڅند او اغېزمن دي. د هغو شمعو، چې د انڅور د بلولو\غښتلولو لپاره په کار دی، سره په مساوي کچه اندازه کېږي. له بلې خوا، پر ټلوېزیونونو او مونيټورونو د "روښانوالی" او "کانټرسټ" برابروونکي څارونه (adjustment controls)، د انڅور د ښوديز د بېلابېلو برخو د څارنې لپاره کارېږي.

د روښانوالي څار تور ټکی، یا د سيوري کچه، خوڅوي، چې د کانټرسټ تناسب يا د انڅور گاما اغېزمنوي، خو د کانټرسټ څار د انڅور قوت يا روښانوالی څاري.

اخڅ: جان واټکېنسن، " Convergence in Broadcast and Communications Media: The Fundamentals of Audio, Video, Data, Focal Press, 2001, ISBN 0-240-51509-9"

افغاني ټلوېزيوني شبكې

سرچینې

اړوند ويبپاڼي